(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو افسانه کې

[19.Apr.2023 - 14:54]

پښتوافسانه كښې دښځې انځور

ليک : اسيرمنګل

دايوحقيقت دے چې په هر سړي كښې دننه يوه ښځه اوپه هرې ښځې كښې يوسړے په څه نه څه شكل موجود وي دغه وجه ده چې دښځو ستونزې يواځې ښځو نه سړو هم  كيسې كړي دي  ولې پښتنه ښځه چې څنګه ده په ټولنه كښې ورته كومې ستونزې پېښې دي دهغې په پوره توګه انځورګري نه ده  شوې  يوه خبره داده چې كه سړي ليكوالان په خپل فن اوهنر كښې ډېر هم مخكښې لاړ شي دښځې داحساساتو اوجذباتو انځورګري  په پوره توګه نه شي كولے تر كومې پورې چې دښځينه افسانه نګارانو تعلق دے اول خو مونږ سره دليكونكيو كمے دے اوچې كومو څه ليكلې دي هغه هيڅ كله هم دپښتنې ښځې دكړمو تصوير نه رغوي، ولې بياهم چې كوم كار شوے دے هغه دستائيلو وړ دے

دراحت زاخيلي٫٫كونډه جينۍ،،چې دپښتووړومبۍ افسانه ده ديوداسې بې وزله پښتنې جينۍ مرغۍ تصوير وړاندې كوي چې پلار واده كړې نه وي  دپيسو دپاره يې  ددولسو كالو په عمر كښې  خرڅه  وي،خاوند يې دنهو كالو ماشوم هلک وي هغه چې دڅه بيمارۍ نه مړ شي  نومرغۍ سپيره اعلان شي چې  نه يې دسخر په كور كښې ځائے كيږي او نه يې مورپلارسره څه فكر وي داافسانه دپښتني ټولنې داتورمخ هم ښكاره كوي  چې كله ديوې ښځې خاوند مړ شي نو هغه بيا هم دسخرانے ملكيت ګڼلے شي دهغوي خوښه ده چې په لېور يې وادوي كنه په بل چا يې خرڅوي دغسې لوبه مرغۍ سره هم روانه وي چې دخاونددمرګ نه پس هم دسخر په كوركښې دخواښي اوسخر ظلمونو ته ناسته وي ،

كونډه جينۍ، نه پس دويمه افسانه دنورمحمد تره كي٫٫دبازګر لور،ده چې پكښې ديوې بې وزله اوبې وسه  ښځې كيسه انځور شوې ده ،يوغريب  كروندګر پلار دومره پوروړے شي چې دقرض په خلاصولو كښې دخپلې پيغلې  لورواده دمجبورۍ نه  بوډاخان سره اوكړي ،دحاجي سمندرخان ،،پښتنې، نومي كتاب كښې دپښتنې ښځې حقيقي واقعاتو په رڼا كښې  يوروڼ تصوير راښكلے دے  په دې كيسو كښې كه افسانوي رنګونه تت هم دي  ولې په اصلي معنو كښې زمونږ دټولنې ديوې روايتي پښتنې ښځې انځورګري  كوي  داجمل خټک ٫٫پښتو،،په مونږ يوه داسې پښتانه ښځه  پيژني چې دهغې ټول خاندان په مېراتا كښې وژلے شوې وي ،يكي يوه هم داښځه بچ پاتې وي ددې ګيډه وي په څه طريقه ځان ښار ته راورسوي خدائے پاک ورته يوماشوم وركړي هغه چې لوئے شي نومورورته داسبق وركړے وي چې بچيه! دخپلې كورنۍ دقتل بدل به اخلې خويوه ورځ هم هغه قاتل چې ددوي دمېراتې ذمه وار وي زخمي حالت كښې ددوي كور ته پناراوړي چې كله يې داپښتانه وپيژني نو غلي پاتې شي چې كورته راغلے كه دښمن وي هم پښتانه يې نه وژني، دنادرخان بزمي ٫٫مهرباني،دپښتووړومبۍ جنسي افسانه ده په دې كيسه كښې يوخان په يوې بې وزلې نوكرې جنسي تيرې كوي،دبزمي يوه بله افسانه ٫٫عارفه،، هم دښځې ذات انځورګري كوي دحسن خان سوز٫٫خوږ،،ديوې داسې ښځې انځور جوړوي چې هغه بالكل بې خوږووي دخپل پوځي زوئ دمرګ خبر چې ورته راشي نوهغه دخفګان په ځائے دهغه دپنشن اخستو په غم كښې سرګردانه وي داديوې داسې ښځې كراداردے چې خپله انګور يې داسې قابو كښې راوستې وي چې غريبه غږ نه شي كولے ټول اختيار يې په لاس كښې اخستے وي دمهدي شا باچا٫٫پټ غل،ديونشيي خاوند كيسه ده چې هغه افيم خوري نوخپلې ساده باده ښځې ته وايي، دادارودي چې ماته پيرانوپيرصيب په خوب كښې ښودلي دي،ساده ښځه ورباندې په ړندوسترګو باوركوي دلته دټولنې دارويه په ګوته كړې شوې ده چې خاوندخپله ښځه په اعتماد كښې نه اخلي ،سهي حال ورته نه وايي دقلندرمومند٫٫شرم،اومامونۍ شنه شوه په خنداشوه، په ښځو ليكلې شوي جنسي  افسانې دي  د٫شرم، شيفاګۍاصل ستونزه جنسي وي چې كله هغه مټيزه لاړه شي دكلي خلک ورپسې خبرې كوي خوهغه يونوےژوند ومومي دهميش خليل٫٫ډيوه مړه شوه،،كښې يوه غريبه جينۍ دكبرجنو خلكو دلاسه دعزت په خرڅولو مجبوره كړے شي ،داشراف حيسن احمد،برقعه،تور،رنځ، جنسي كيسې دي  چې مونږ دبې وزله ښځوهغه  دنه ليدوتصويرونه وينو چې دټولنې زورورو دلاسه جوړ شوي دي ،، دطاهراپريدي، تصوير+حبس، او،دوفاجنس،كښې مونږ دښځې مختلف تصويرونه وينو. تصوير+حبس ، كښې ديوې اوچتې ټولنې ديوې مستې ښځې تصوير وينو اودوفاجنس، كښې   ديوداسې وفادارې روايتي پښتنې تصوير جوړ شوے دےچې مېړه ورباندې بن راولي خوبياهم هغه ورته ښيرې نه كوي 

 هرڅو كه په پښتو افسانه  كښې دس ب ب نوم اول راځي چې ښځينه وكښې يې وړومبے افسانه ليكلې ده ولې بيا هم دزيتون بانو نوم دهر چانه جوت او روښانه دے او دې بي بي ډېر زيات دزړورتابۀ نه کار اخستے دے خو سره ددې که مونږ په معاشرتي تناظر كښې دپښتنې ښځې تصوير انځوروو نوهغه  په پوره توګه په  ډاګه شوے نه دے 

دزيتون بانو چلمچي، کخے، دشوې پاڼه،او٫٫ببوزے،، دښځې ذات ځيني ستونزې څرګندوي،دبانو بي بي ٫٫ چلمچي،، چې ځيني محقيقن  ورباندې دعصمت چغتائي مينه  ماتوي اودبانو بي بي چلمچي دعصمت چغتايي ٫٫لحاف،، سره پرتله كوي خوداسې نه ده دبانو بي بي دجنس بڼه يوخپل پښتني رنګ لري دلحاف ماحول دهندي ټولنې انځورګري كوي دمثال په توګه د٫٫شوے پاڼه،، به واخلو په دې افسانه كښې يوصاحب جائيداد پښتون پلاردخپلې پيغلې لوردارمانونو په ځائے دخپل شان اوشوكت غم كوي اوهغه هر چاته خپله  لورپه نكاح كښې نه وركوي چې كله يې په لوردواده ټولې لارې بندې شي نوهغه بيا نور سوچونه شوروكړي اودادافسانه نګارې دټولنې په بې حسه شته من پلارانو يوټک  دے چې د بې ځايه سيالي په ځائے كولو دپاره داولادارمانونو قاتل وي،٫ببوزے،،  كښې د يو خان نوكر چې كله د خان په حجره كښې ډمې وويني نو خپل حثيت ورنه هېر شي ،دګرمۍ موسم وي  ډمو ته  ببوزے وهل شورو كړي د كلي ماحول وي دغه منظر د كلي  بامونود نه نورو ښځو سره د  نوكر كورودانه هم ګوري خو هغه صبر په دې كوي چې دميړه په مخكښې  اف قدرې نه شي كؤے دفاروق سرور٫٫بوئ، كښې دښځې جنسي احساسات  ډېر په ښه توګه تصوير شوي دي د قيوم مروت تصويرونه، بېګم جان، او چترالي چراغ، نيګټو، اوشيش محل په بنيادي توګه  جنسي افسانې دي چې په كښې دښځې  په حقله دټولنې درويوانځورګري شوې ده   شيش محل، يې دمنټو، ټنټدا گوشت، سره سيالي کولے شي ،دلائق شا درپه خيل ،،ولږه ،،يعني لوږه  يوه  كيسه ده،چې دقبائيلي معاشرې ديوې ښځې جنسي ستونزې په ډاګه كوي،د ډاکټر زبېر حسرت پاڼه، دليکلو انداز بېخي دمنټو، سړک کے کنارے، په شان دے ولې كيسې د دواړو بدلې دي  په دې كيسه كښې ديوې مسافرې ښځې دبېوسۍ نه دعلاقې يوزورورشته من  څنګه ګټه پورته كوي او په هغې جنسي تيرے كوي  دعصمت قانع، دپلار په جامه كښې، دمنټو، صاحب کرامات، افسانې ته ډيره زياته ورته ده .دګل افضل خان بادار د يوخان  فرعونيت،ديومزدور بې وسي اوديوې ښځې دلوپټې دارمان كيسه ده هم په دغه پلاټ ډاكټر صاحب شا صابر،سپينه لوپټه،ليكلې ده،دسيده حسينه ګل ،بنګړيواله، وينزه ،لوپټه،اوماتې دچا،دښځوستونزو نه چاپيره ګرځي ماتې دچا ،كښې يوخاوندداولاد نه محروم وي كمزوري دهغه وي ولې پړه  ټوله په ښځه وراچوي كله چې دويم واده اوكړي نوپته يې اولګي،دثرياحوا ٫٫پښتوترسره شوه ،باچا بي بي اوتورسرے، لوستو نه پس دااندازه لګي چې پښتني ټولنه كښې ښځې سره كوم سلوک كيږي ٫٫پښتوترسره شوه ،كښې يوخاوند خپله ښځه دغيرت په تور وژني .دتاج رحيم  ٫٫بيا يې واده دے اوپيريان،   دادواړه افسانې  ښځې ذات جنسي ستونزې بيانوي  چې دطبقاتي شعورڅرګندونه هم كوي داسيرمنګل ٫٫توره ښځه ، نه ډولۍ نه جنازه،دښځو په مختلفو ستونزو ليكلې شوې افسانې دي  دلايق زاده  لايق ٫٫ټيټې سترګې ،كښې دوه ښځې زمونږ مخې ته راځي  يوه هغه چې خان ورباندې جنسي تيرے كوي اودخان لور وي دغلطو بنديزونو له كبله نوكرسره دخپل عزت جنازه وباسي د ميرزا خان پيڅے لنډه كيسه ،، دوينو خوړلے كور،، د ښځې يوبل تصوير مخې ته ږدي يو  خاوند يوه جينۍ كوژدن خو كړي ولې بيا په  كښې څه د لچپسي نه اخلي هغه خواره د ده په نامه ناسته وي او دے په مختلفو بانوهيلو د واده نيټيه ورو ستو كوي ، د ډاكټر نصيب الله سيماب ٫٫د اور جامے ،،ژوندے كاڼے او تشه غوزه ،،د ښځې په  ذات  ليكلي شوي لنډې كښې دي چې د معاشرې د جګو ټيټوله كبله بدې بدې ځپلې شوې وي  ، د صفيه حليم٫٫ نيمګړے انځور،، مركزي كردار يوه ښځه ده چې د ټولنې د زورورو خلكو دلاسه در په ديكه شوي وي ،دعصمت بي بي ٫٫رانګ نمبر،، د دوو ښځو بيل بيل كردارونه وړاندې كوي چې يوې ته دواده نه درې مياشتې پس خاوند طلاق وركړي او هم د دې له كبله د سرطان مريضه  شي او بلې  ملګرې  ته يې چې كله  خپل ائيډيل ملګرے دواده نه مخكښې سترګې واړوي ،نو هغه  در په در خاورې په سر ګرځي ، د بريالي باجوړے ٫٫سوالګره،، كښې يوې جينۍ باندې جنسي تيرے كيږي او ددې ظلم د لاسه مړه هم شي،وږمه سبا عامر ٫٫انځورونه د دوو پا كوارزو ګانو،اوهوډ،دښځې ذات ترجماني كوي ،انځورونه د دوو پا كوارزو ګانو، كښې د دوو مئينو زړونو د ناپوره ارمانونو انځور ګري شوې ده  چې څنګه د ټولنې ديو غلط نظام له كبله د دوي د پا كو ارزو ګانو قتلان كيږي، د صابر شنواري ٫٫مساوات او نظام،، د ښځې ذات دكړمو په حقله ليكلې لنډې كيسې دي چې څنكه صنف نازک سره په پښتني ټولنه كښې زياتے كيږي او د دوي د حقونونه سر غړونه كيږي دډاكټر همدرد يوسفزي تک تور  سپين خلک،عزت اوپرتوګ،  كښې مونږ دټولنې هغه  امتيازي رويې وينو چې دښځې ذات سره خپلولے شي،دعظمت هما ٫٫شيشكه،كښې دښځې مختلف شكلونه مونږ وينو چې څنګه په  پښتني ټولنه كښې دښځې ذات ارمانونه قتل كولے شي په پښتنې ټولنه كښې او په خصوصي توګه کلي والو علاقو كښې دډمې ښځې څه خاص کلتور نشته ولې بياهم دغه پېشه په څه نه څه طريقه وجود لري او ددې نه رازيږيدلي ځيني الميې دپښتو جديدې افسانې موضوعات جوړ شوي دي دسلمى شاهين ٫٫ډمه،،هم په دغه تاثر ليكلې شوې ده

 پرته له دې دكلثوم زيب،تورګلاب ، دامين افغانپور٫٫ساړه بادونه،دارباب رشيداحمد خان ٫٫مړزې والوتې،دلطيف وهمي ،ارتقا،اودوه قبرونه،دعنايت الله ضيا ١جمعه ١مساوي ايک اوپښيماني،دعبدالوكيل شېنواري ٫٫پلمه، بيريدلې ننځكه،،دممتازقاضي ٫٫لي ماركيټ،نسرين،اوډوډۍ، دبريالي باجوړي سالګره اودپړوني ارمان،دمحمداياز،خندا، دډاكټر شېرزمان سېماب٫٫ائينه اوانتقام،دسردارعلي ٫٫فرسټريشن،ځيني هغه دستايلووړ كيسې دي چې مونږ پكښې ديوې ښځې تصوير وينو او هغه دهغې جنسي ستونزې دي اوكه ټولنيزې كړمې دي

  پښتني ټولنه كښې دښځو ستونزې ډېرې زياتې دي ددوي بنيادي حقونه دپښو لاندې کؤلے شي جائيدار كښې يې څوک برخه نه مني جنسي ارمانونو له يې مرۍ خپه كولےشي چې داهر څه دناپوهۍ له کبله کيږي ، اوس حالات ورو ورو بدليږي خو بياهم دښځو اکثريت دخپلو بنيادي حقونو نه محرومه دے او دوي ته هغه مقام نه وركولےکيږي چې ددوي حق جوړيږي دا خبره په ډاګه ده دلته دعلم نيشت والے دے چې له كبله يې  سخت ټولنيز قدرونه  عملي كيږي چې ښځه يې يو دويم قسم مخلوق ګرځؤلے دے ،د اردو افسانې نامتو افسانه نګار سعادت حسن منټو دښځې په مختلفو اړخونو باندې بې شماره ليكل كړي دي ولې هغه بياهم دخپل كار نه مطمن نه ؤ، اؤداګيله يې لرله.

    "مين عورتون کے بارے مين وثوق سے کچه بهي نهين کهه سکتا مهجے ان سے ملنے کا اتفاق هي کب هوا هے------ عورت کا وه تصور جو هم لوگ اپنے دماغ مين قائم کرتے هين ټهيک نهين هوسکتا-----(٣

    "ژباړه" زه دښځو په حقله يقين سره هيڅ هم نه شم وئيلے ځکه چې دوي سره ماته چرته دليدو کتو بېخي موقعه په لاس نه ده راغلې---دښځې هغه تصوير چې مونږ يې په خپل دماغ كښې جوړو سهي نه شي کيدے،،

   چې کله لاهور غوندې ازاد خياله ښار كښې  دمنټو غوندې ځيرک ليكوال داحال دے نو مونږ به په پېښور کابل يا په کوټه كښې ديو پښتون افسانه نګار نه څه ګيله اوکړو چې هغه مونږ ته دصنف نازک په حقله څه بشپړ معلومات نه دي راکړي.

 دلته ښځې سره څنګه ژوند كولےشي کوم مقام وركولےشي دمثال په توګه غيرت په نامه چې ددوي په کومه طريقه مرګ کيږي او يا ددوي ارمانو نه څنګه دپښو لاندې كولےشي ددې ټولو ذکر ددې دور په افسانه كښې  په څه نه څه  شكل موجود دے ولې ددې باوجود دپښتنې ښځې مکمل انځور مخې ته نه دے راغلے او دا تنده لا تروسه محسوسيږي

اردو افسانه كښې  دښځې په ستونزو او دجنس په لړ كښې کوم کار شوے دے دهغې چونګے هم پښتو كښې په نظرنه راځي چې دهغې بې شماره وجوهات دي يوه بنيادي وجه يې دا ده چې پښتو ژبه هر څو که په کروړونو وګړي لري ولې څوک ورسره هغه مينه نه كوي  چې كومه پكار ده،چې کله صورت حال داسې  وي نو بيا هغه دخوشحال بابا خبره.

                       زۀ يې چالره وهم قدريې   چازده    

                       په اورو سوزه دا تورې  قلمونه   

   رښتيا خبره داده  پښتو كښې د ښځې دستونزو اودجنسي ستونزو په حواله  ډېرې ناهيلۍ شته مونږ ته كه ډېر څه نه وي نوڅه  نه څه خوپه لاس راځي ، په هم جنسيت Homosexuality  باندې هم ځيني افسانې موجودې دي ولې دښځو په حقله يعني Lesbianism باندې څه په نظر نه راځي او يا كه وي مانه وي لوستي  داهم  كيدې شي  ولې دايوه ستونزه  ضرورده چې نظر انداز کيدلے نه شي اردو افسانه كښې سيډازم  Sadismاو مسيوکيزم Masochism  جنسي علامت پرستي Fitishism او محرماتي عشق  Incest په حقله بې شماره لنډې كيسې ليکلې شوې دي دغه ستونزه هره ټولنه لري  ولې پښتو كښې دې اړخ ته بېخي پام لرنه نه ده شوې ـ   كه د Exibitionism نماشيت په حقله  پښتني ټولنه  څه  نه لري ولې بياهم دنړيوال کلي له کبله  امكان شته چې څه موجود وي پکار ده چې  دښځو په ټولو ستونزو  بشپړ ليکل اوشي ـ

ماخوز، دپښتوافسانې سل كلن بهير

Pakhto Afsana ki de khazi Anzoor 

by: Professor Aseer Mangal 

-
بېرته شاته