(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انجمن اصلاح الافاغنه

[01.Apr.2023 - 14:47]

انجمن اصلاح الافاغنه 

لیک: مولانا خانزیب / باجوړ- پښتونخوا

ړومبې د اپرېل د پښتنو په تاريخ کښې ډېر زېات ارزښت لري خو د بده مرغه نوې نسل د ننې ورځ د ارزښت نه ډېر کم خبر دي هم په ننې ورځ په ړومبي اپریل ۱۹۲۱  سل کاله پخوا د پښتنو په خاوره د اولس د ښېکړې لپاره ړومبني فکري سېاسي سائنسي تنظيم ،انجمن اصلاح الافاغنه ، بنسټ کېښودل  شوې وو. باچا خان به مشري پخپله نه اخيسته د انجمن اصلاح الافغانه ړومبې مشر ئې د ،اتمانزو ېو بل مشر عبد الغفار خان ، د افغان جرګې مشر عبد الاکبر خان اکبر ،د پښتون مجلې مشر ئې عبد الخالق خليق،او د خدائي خذمتګار غورځنګ مشر ئې ناظم سرفراز جوړ کړې وو تر دې چې په ۱۹۳۴ کښې ورته د آل انډيا نېشنل کانګرس صدارت وړاندې کړې شو نو هم انکار ئې ترې اوکړو وائل مونږ خادمان يو صدارت نه کوؤ...

 باچاخان  وائي چې زه کله په 1934کښې د درې کاله زندان نه راخلاص شوم کانګرس زمونږ د خوشې کیدو نه خبر شو  د کانګرس استقباليه کمېټې پرېکړه اوکړه چې باچاخان به د کانګرس صدر وي  د کانګرس د صدر ، راجندر پرشاد ، ليک ماته رالې چې زه د آل انډيا کانګرس صدر ټاکل شوې ېم خو ستا په حق کښې دستبردار کېږم خو مادا خبره خوښه نه کړه او د ليک په ذريعه مې خبر ورکړو چې زه خدائي خذمتګار ېم زه صدارت نهخذمت کول غواړم .

مونږ چې کله لاړو نو ددغه غونډې پنډال زما په نوم جوړ کړې شوې وو ددغه غونډې لوېه دروازه هم زما په نامه جوړه شوې وه.

د اپريل ړومبې ورځ په نړې  کښې خلک د ،کم عقلې ورځ مانځي ،اپرېل فول ،ورته وائي  خو د پښتنو په تاريخ کښې دغه ورځ به تل د علم شعور او قامي فکر خورلو په ډول ېادول شي . د پښتو ېو ليکوال پخپل ېو کتاب کښې د قار په توګه ېو ناديده خبره ليکي چې پښتانه ټول عمر د علم عقل شعور او تمدن نه لرې خلک دي خو که مونږ د تاريخ په پانړو کښې ګورو نو دا خاوره تل د متمدن تهذيبونو خاوره پاتي شوې ، اوسنې څیره د پښتنو چې کمه وړاندې کول شي دا بيخي مصنوعي ده چې د نړۍ وال سامراجي زورورو سره د پښتنو خپلې کوتاهې هم پکښی شامل دي ، دغه راز ېو پېړۍ سل کاله وړاندې د دغه خوځښت په رڼا کښې که اوګورو نو ټيک ده چې پښتنه ټولنه به د ډېرو کرکو او ټولنيز رنځونو نن هم ښکار وي خو بلخوا پښتنو سل کاله وړاندې هم د علم د زده کړو او خورولو منظمې اجتماعي هڅې پېل کړې وې تر نن که کم شعوري خوځښت روان دې نو ددې شاته هم دغه شان د قامي تحريک د سل کلن تاريخ رېښې وجود لري  ، سل کاله د ېو قام په تاريخ کښې ډېر ارزښت لري ځکه خو پښتنو ځوانانو له پکار ده که خپل ډېر اوګد تاريخ نه ګوري نو تېر سل کلن قامي تاريخ کتل لوستل او  سنجول ورله ډېر اړين دي .

ډاکټر سهېل صېب ليکي چې په اپرېل کښې د پسرلي په ورځو کښې به پښتنو کلي په کلي مېلې جوړولې چې سپي مړزان غوېان او سنډګان به جنګول شو او پښتانه به ورته راغونډ وو په کال ۱۹۲۰ کښې باچاخان د عباس خان ډاک اتمانزو کښې په زرګونو پښتانه اوليدل چې د چرګانو جنګ ته راغونډ شوي وو نو ډېر خفه شو او د مرګرو په مرسته ئې پرېکړه اوکړه چې ترڅو په پښتنو کښې ، علم ،نه وي خور کړې شوې ددې رنځوره ټولنه نه رغېږي.

 د ډاکټر سهېل د څېړنې ترمخه ېو سل څلور دېرش ته ئې شمېر رسېدلې وو چې د هر سکول تفصيل هغه پخپله څېړنه کښې ورکړې ،هم ددغه انجمن اصلاح الافاغنه نه  خدائي خذمتګار غورځنګ جوړ شوې وو چې په نتيجه کښې پښتانه د خپل تاريخ او جغرافيې په رڼا کښې د قامي شعور سره تر ننه کلک تړلي .

پښتنه ټولنه که هرڅومره د ارتقا په ډګر ډېره سړه روانه ده خو د جنګي چاپېريال له کبله پښتانه د خپل بقا د غم سره همرمخامخ دي پداسې ټولنو کښې د ارتقا پړاونوونه سم رغول آسان کار نه وي  پداسې لمبو او غمونو کښې د علم سېاست خپلې خاورې او خپلو قامي حقوقو خبرې لوئي کار دې چې کم ګام سل کاله پخوا اخيستل شوې وو دغه هڅو ته نن هم د خپل تاريخ په رڼا کښې دوام ورکول زمونږ د ټولو قامي ستونزو حل دې.

د پښتون قامي تاريخ په حواله د باچا خان ، مولانا فضل محمود مخفي، امير محمد خان هوتي ،قاضي عطاء الله ، محمد اکبر خادم ، عباس خان ، مولانا رسول شاه ،مولانا اسرائيل ، خوشال خان ، عبدالغفار خان د اتمانزو ، بېرسټر محمد جان خان محمد رمضان ، حکيم عبد السلام ،ثمين جان خان  علي اصغر خان ، عبد اللطیف افندي غلام محی الدين  فضل کريم نور محمد خان ، سعادت خان جلبل، عبد الاکبر خان اکبر، عبد المالک فدا ،مېا احمد شاه ،  او نورو بېشمېره مرګرو دا اولنې، عملي ،فکري، سياسي، سماجي، په، سائنسي فکر، سمبال ځوښتت وو. ددې نه لس کاله وړاندې باچا خان او ده هغه مرګري د ترنګزو باباجي د آزادو مدرسو د تحريک سره کار کوونکي وو خو چې کله په ۱۹۱۵ کښې ترنګزو باباجي هجرت اوکړو نو د زده کړو دغه کار اودرېدو څېړنکار د ترنګزو باباجي د مدرسو شمار څلور دېرش او ځنې تر اوېا پورې ېادوي د بده مرغه د ترنګزو باباجي د ژوند اويا سلنه برخه د ټولنې اصلاح او رغونه وه خو د جنګي سیاسي چاپېريال کې لپاره د ترنګزو باباجي د ژوند اړخ د پام نه غورځول شوې او د هغه فقط د جنګي سالاری ذکر کول شي. باچا خان د ترنکزو باباجي او مرګرو په صلا دغه کار ته هم ملا اوتړله او د پښتنو د ټولنې هر ډول بېکاره رسمونو دشمنو تربګنو علم کسب تجارت  ته خلک د آماده کولو ! په خلکو کښې د سياسي سماجي ټولنيز شعور خورلو لپاره ددغه انجمن بنسټ کېښود چې د پیرنګي د مېشن سکولونو او طبقاتي نظام تعليم په ضد د آزادو سکولونو ېوه لوېه سلسله روانه کړې شوه او قامي مزاحمت ته شعوري ډول وده ورکړې شوه  . پدغه انجمن کښې د پښتنو پوهان شاعران اديبان او عام کرونده ګر کسب ګر پښتانه وو . د تحريک په اول کښې پيرنګي باچا خان اونيوو خو نورو مرګرو دغه کار ته دوام ورکړو . دغه انجمن په پښتنو کښې ډېر ېو لوئي بدلون راوستو په کال ۱۹۲۱ کښې په پښتونخوا کښې باسواه خلک ۳۱۲۴۷ وو خو لس کاله پس د انجمن اصلاح الافغانه په برکت دغه کچه ۴۷۲۵۷ ته جګه شوه. دغه وخت د پښتنو د سيمې سياسي چاپېريال زر په بدلېدو وو او د وخت غوښتنه وه چې د ېو غښتلي قامي تحريک بنسټ کېښودل شي نو ددې لپاره په دسمبر ۱۹۲۹ کښې د ،خدائي خذمتګار غورځنګ ، بنسټ کېښودل شو چې چې موخه ئې د پيرنګي ويستل د خپلې خاورې خپلواکي  او تګ لاره عدم تشدد وو. د انجمن اصلاح الافغانه لاندې د جوړ شوي سکولونو رواېت تر نن پورې ژوندې ساتل شوې بائد چې رياست نور د پيرنګېانو خوئي د پښتنو سره پرېږدي او دوئې ته د ژوند ژواک سره د ايزده کړو هره آساني پخپله ژبه کښې ورکړي.

 

مولانا خانزېب

Anjoman-Islah-Afaghena

by : Maulana Khanzeeb

01.04.2023

-
بېرته شاته