(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روژه او قران

[23.Mar.2023 - 06:02]

روژه  او قرآن

لیک: ډاکتر ابراهېم شېنواری

قرآن کریم د نورو الهي کتابونو په تعقیب انسان ته د الله تعالی پیغام دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې نازل شوی دی. نو د دې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره ددې ستر کتاب په باب درسره خپل فهم شریکوم: روژه یو ښه فرصت دی چې انسان، د هغه لوی ذات پر لوري مخ کړي، خپل ملاتړ او هدایت ته یې راوبلي او تقوا او رشد ته ورسیږي. دغه لارې همدې ستر کتاب ښودلې دي. نو راځئ په مبارکه روژه کې په تدبر، دقت او مینه د قرآن ژورو مفاهیمو ته متوجه شو.

د اصولو له مخې دا مبین کتاب د انسان د ژوند عملي لارښود دی، خو متاسفانه په عمل کې زیاترو مهجور کړی دی او نه یې تلاوت کوي. که څوک یې تلاوت کوي، زیاتره یې په معنی کې تدبر او تفکر نه کوي او د ضرر دفعه کولو او ګټې غوښتلولپاره یې لولي. دغه هم ښې انګیزې دي، خو د قرآن هدف د داسې عالي انسان جوړول دي چې خدایي صفات پکې پیدا شي او عالي انسانیت ته ورسیږي.

د دې ستر پیغام حق، انسانانو پوره نه دی ادا کړی. که څه هم علماوو او فقهاوو خپل کوښښ کړی دی او د نور له دې لوی سمندر څخه یې یوه یوه برخه راګرځولې ده چې زیاتره یې د فقهي موضوعاتو په باب دي، خو په قران مجید کې یوازې څلور سلنه ایتونه د فقهي مسایلو په باب دي، د عقایدو او تفسیر علماوو هم ژور کارونه کړي دي چې د اجر دعا ورته کوو، خو الله تعالی سره د نږدې والي لپاره د دقیقو لارښودونو، د کایناتو او انسان په نفسونو کې د عجایبو په څیړلو، د ټولنو، امتونو او انسانانو د اعتلاء او زوال په مسایلو کې د هڅو په برخه کې د دې کتاب حق هغسې چې پکار دی، زما په نظر د مسلمانانو له خوا نه دی ادا شوی.

په دې روښانه او کریم کتاب کې تر ټولو زیات لاندې موضوعات یاد شوی دی:

لومړی. الله تعالی په قرآن کې تر هر څه زیات او مهم ګڼل شوی او لاندې موضوعات یې په باب ذکر شوي دي

د اولوهیت، ربوبیت او ملوکیت په درې واړو برخو کې د الله تعالی ښکلي اسماء او صفات. (نږدې ۳۰۰۰ ځل الله، ۱۰۰۰ ځلې رب، او تر ۳۰۰۰ ځلو زیات د الله تعالی نور ښکلی نومونه) یاد شوي دي. د قرآن نور مسایل هم پر الله تعالی د ایمان پر محور راڅرخیدلي دي.)

په افاقو او نفسونو کې د الله تعالی د قدرت نښې. له انسان سره د هغه لوی ذات د مهربانۍ، اړیکو او د هغه پر لوري د انسان د توجه او د زړه د لارو د هوارول (عبادت) د دې برخې بله موضع ده 

د الله تعالی بې شمېره نعمتونه او د کایناتو وسعت، عظمت او نظم هم د الله د قدرت د نښو په توګه یادې شوي دي.

د الله تعالی۹۹ سلنه نومونه د رحم، بخښنې او مهربانۍ، او نور یې د ارادې، عدالت او حاکمیت مربوط دي چې هغه هم د خیر سبب کیږي.

پر قران تر ژور نظر وروسته انسان پوهیږي چې د کایناتو ستر خالق، چې د اولوهیت، ملوکیت او ربوبیت په درې واړو برخو کې د کمال، جمال او ښه والي ټول صفتونه لري. په بنده له هر چا زیات مهربان، رحمن، رحیم او کریم دی، د مرۍ له رګونو ورته نږدې دی او هره لحظه او شیبه یې دعا اوري. هر چېرته او هر وخت حاضر دی او که کوم ځای کې دوه کسه وي، درېیم یې الله دی، او هر لور ته چې مو مخ کړئ، هماغه لور ته د الله مخ دی. هیڅ شی د هغه په شان نشته. د پټو او ښکاره او اوسنیو، راتلونکو او تېرو پیښو او شیانو پر هر کیفیت خبیر، علیم او بصیر دی. فعال او د پیاوړې ارادې لرونکی دی، نه پرې خوب راځي او نه پریشاني، تل بیدار، حی او قیوم دی. د انسان پر هر نیت، فکر، عمل او تدبیر پوه، خبیر، لیدونکی او اوریدونکی دی

انسان دې پر دغه لوی ذات ایمان (د امن، سکون، ډاډ او اطمنان باور، هیله) ولري، ورته تسلیم دې وي (د الهي ثابتو سنتو، قوانینو او مشیت سره سم ترې د سلامتۍ او روغوالي ډاډ ولري او . په رښتنیي معنی دې د هعه عابد شي یعنې تل دې د هغهغ لوی ذات پر لور متوجه او د خپل زړه او ذهن لارې د هغه پر لورې خلاصې وساتي

دویم. د اخرت ورځې په باب لاندې موضوعات زیات ذکر شوي دي:

د اخرت ورځې حالات، څرنګوالی، دوام او د انسان د ښو او بدو اعمالو بدله یعنې نعمتونه او عذابونه یا له نعمتونو څخه محرومیدل (تر ۲۰۰۰ زیاتو ایاتونو کې د دې ورځې په باره کې  هم زیري او هم خبرداري ورکړل شوي دي.) 

دا ذکرونه انسان ته واضح پیغام ورکوي چې د دې نړۍ ژوند په مسؤولانه ډول وکړي او د هر ښه یا بد عمل بدلې ته منتظر اوسي. البته د ښو عملونو نېکه بدله لس، اویا، اوه سوه او یا ترې زیاته ښودل شوې ده خو د بدو په مقابل کې د هماغې اندازې سزا خبرداری ورکړل شوی دی. له دې سره سره دا انعطاف هم شته چې که د ژوند تر وروستۍ شیبې هم انسان د توبې وس پیدا کړ، ښو کړنو ته راوګرځي او تر سره کړي بد جبران کړای شي، بخښنه ورته کیږي. خو که بیا هم توبه ونکړي او حق او رښتیا ته راونه ګرځي، نو د الهي عدالت د قیام لپاره سزا ورکول کیږي.

د اخرت ژوند نه ختمیدونکی دی او د دنیا ژوند د هغه په نسبت بیخې د مقایسې وړ نه دی. د اوسنیو کایناتو تر پیدایښت نږدې ۱۴ بیلیونه کلونه تېر شوي دي. که د انسان منځنی ژوند اویا کلونه محاسبه کړو، دا په دوه سوه میلیونه برخو کې یوه برخه کیږي. مثلاً که د ۲۰۰ میلیونه ګامونو یو مزل وهل شوي وي، د انسان دغه اویا کالونه پکې یو ګام دی. دا پکې عمر دومره کوچنی ښکاري لکه په لس زره کیلو متره کې یو ملي متر (یو کوچنی ټکی). لس زره کیلو متره دومره لار ده لکه د ځمکې له یو سره چې بل سر ته ولاړ شې. نو کله چې یو ابدي ژوند راروان وي چې هیڅ پای نه لري، د دې دنیا له ژوند سره به یې تناسب څومره وي. معلومدار چې دا دنیاوي ژوند ورسره هیڅ نه پرتله کیږي. نو که یوه سلنه هم باور لرئ چې یو حساب کتاب شته او یو بل ژوند راځي، ډېر زیات یې جدي ونیسئ.

دریم. انسان ته لاندې مهم پیغامونه ورکړل شوي دي:

د انسان مسؤولانه ژوند، ازاده اراده، دندې، مقام، خواص، اخلاق او صفات

د ښه، عالي او فوق العاده او همدا راز د بدو انسانانو خواص او بیلګې. (البته پیغمبران نورو انسانانو ته د حق بلنې لپاره رالیږل شوي دي. زموږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیعه و سلم ته د بشیر (زیري ورکوونکي)، نذیر (خبرداري ورکوونکي)، سراج مینر (رڼا خپرونکي)، معلم او اسوه حسنه (عالي انساني بیلګې) په توګه یاد شوی دی. پر رسول الله په قرآن کې درود ویل شوی دی، او د داسې یتیم په توګه یاد شوی دی خالق ورته توجه کړی ده، د ده یاد یې لوړ کړی دی. دا یې په باب ویل شوي دي چې د انسانانو له هدایت سره شدیده مینه لري، او دومره پرې مهربان دی چې نږدې ده ځان له منځه یوسي خو ورته هدایت شوي دي چې دنده یې ابلاغ، زیری او خبرداری ورکول دی، پر همدغه دنده دې مستقیم پاتې شي، د خدای پر بنده ګانو حفیظ، مصیطر، جبار او وکیل  نه دی، (معنوي) ړانده او کاڼه سمې لارې ته نه شي راوستی او هدایت د الله تعالی کار دی.

انسان ته د څه کولو او څه نه کولو لوړ لارښودونه، د ښه انسان کیدو هڅونې او د بد انسان کیدو د مخنیوي لارې چارې

د انساني ټولنو او تمدنونو جوړوونکي فکټورونه  او د عروج او زوال عوامل

انسانان د مومن، کافر او منافق یا نعمت ورکړل شوی، مغضوب او ضالین په ډلو ویشل شوي دي. دا د انسان د وړتیا او مسؤولانه ارادي اعمالو نتیجه ګڼل شوی ده چې په کومه ډله کې ځي. همدارنګه د هر ډول عملونو دنیوي عاقبت او اخروي نتیجه بیان شوې ده

انسان په قرآن کې یو ممتاز، د کرامت خاوند، پر ځمکه خلیفه، د فرشتو مسجود، د علم او د ازادې  ارادې لرونکی، اعلی، او شعوري مخلوق یاد شوی دی چې د خپلو ښو او بدو کړنو مسؤول دی او په دنیا او اخرت کې د خپلو اعمالو ښه بدله یا بده سزا ویني. دی د خیر رسولو او بدۍ فوق العاده وړتیاوې لري او باید خپلې توانمنۍ په صالح (خیررسونکي) او مسؤولانه ډول وکاروي. زړه، سترګې او غوږونه ټول یې مسؤول دي، باید د خیر او تعاون پر لور دوامدار ارتقایي سیر وکړي او ځان له عادي حالت څخه دې حالتونو ته ورسوي: مسلم (رښتیا ته تسلیم شوی او د سلامتۍ څخه ډاډمن شوی)، مومن (پر حق باور لرونکی او په امن کې شوی)، عابد (د خالق پر مخ د لارې صافونکی او د زړه د دروازو خلاصونکی)، انفاق کوونکی (په خپل مال کې د خپلوانو، یتیمانو، فقیرانو، سایلینو، لارویانو او اسیرانو برخه ورکوونکی)، عادل (مناسب عمل کوونکی او تیری نه کوونکي) صالح/ مصلح (د کارونو سمونکی او نورو ته ګټور)، تقوا لرونکی (پر خپل نفس او هیلو کنترول لرونکی، محسن (د بې بدله ښېګڼې کوونکی)، صدیق/ صادق (د زړه او خولې یووالی لرونکی)، بِر، ابرار (پراخ زړی)، راشد، رشید (رشد او کمال ته رسیدلی)، ایثارګر (د نورو لپاره پر خپل ځان فشار راوړونکی اوقرباني ورکوونکی)، صابر (په سمه لار د تګ ستونزې ګالونکی او سمې لارې ته دوام ورکونکی)، اولوالالباب (د وجدان او سالم قضاوت لرونکی). د انسان په باب ویل شوي دي چې د نړۍ هر څه د ده لپاره پیدا شوي دي، د نړۍ د تسخیر توان ورکړل شوی دی، په احسن التقویم (بهترین شکل) کې پیدا شوی دی، د فطرت له مخې خدای پلټونکی او منونکی دی، د خدای امانت دار دی، (د دوی له منځه) د رسالت د ستر امانت او ماموریت وړ هم انسانان (پیغمبران) پیدا شوي دي. انسان ځمکه ابادولی شي، پر زیاترو مخلوقاتو لوړوالی لري، بدن یې په اعتدال او توازن جوړ شوی دی او لوړ ظرفیتونه لري.

 دغسې په الهي صفاتو برابر شوی انسان له چا سره بد کوي، خو که څوک ورسره بد هم وکړي بخښه ورته کوي، هغه بد ورته له زړه هم وباسې، پر دې سربېره ورته د مغفرت غوښتنه کوي او داسې مروت، رحم او مرسته ورسره وکړې، چې له له لاسه یې نیسې او سم مزل ته یې رسوې. دا عالي انسان د جاهلانو د خبرو په مقابل کې هغوی ته هم د سلام، سلامتۍ او روغوالي داسې پیغام ورکوي چې د ناپوه زړه هم نرم کړي او لکه ډاکتر د رواني ناروغ علاج وکړي.

خو که انسان ارادي او شعوري هڅې ونه کړي او انساني غرایز یې منحرف شي بیا له نیکې لارې ګرځي او بدو کارونو ته مخه کوي. په دې صورت کې ورته د کافر (ناشکره) ظالم (په نامناسبو کړنو د خپل توان بوختونکی)، حریص (زیات غوښتونکی)، سفاک (وینې بهوونکی)، بخیل،  ممسک، د نه تمامېدونکو غوښتنو لرونکی، ناپوه، حق هیرونکی، متکبر، مستغنی، بغاوت کوونکی، عجول، بېړه کوونکی، تنګ نظره، جنجالي، وږ سترګی، د ستونزو پر مهال جزع کوونکی او د نعمت پر مهال منع کوونکی ویل شوی دی. د انسانانو دغې ډلې ته نور بد صفتونه هم کاریدلي دي.

دا ډول انسان په خپلو دغو عملونو د دوام په صورت کې تر حیوان ډېر پست کیدای شي، (مثلاً د چنګیز، هټلر، ستالین، ماوتوسونګ، اتیلا، ګوډ تیمور، هلاکو او نورو ظالمانو په شان تباه کوونکی کیدای شيچې ځانونه اسفل السافلین (تر ټولو ټیټ حالت) ته ورغورځوي.

په قرآن کې ملایکې د الله تعالی د پیغام راوړنکو، او د چارو د سمبالونکو په توګه یادې شوي دي

که مسلمانان هرې موضوع ته هماغومره توجه وکړي، چې په قران کې ورته شوې ده، د ټولې نړۍ د انسانانو او انساني ټولنو په ژوند کې به ډېر لوی مثبت پرمختګ راشي. په دې سره به مسلمان به د یوه متوازن انساني شخصیت، عادلانه ټولنې او نړیوال نظام لپاره یوه بهترینه نسخه وړاندې کړي

که په عمل کې وښودله او لږ تر لږه خپلو ټولنو ته یې د اعتلا او رفاه ښې نمونې وړاندې کړي، تر هغه وروسته بیا دا هم کولی شي چې د نورو امتونو او تمدنونو سره هم د بحث او ډایلاګ لپاره اماده شي.

قرآن باید څنګه پخپل ژوند کې پلی شي؟

تر ټولو ښه لاره داده چې د قرآن احکام د رسول الله د سیرت او شخصیت په بهترینه نمونه کې په تطبیقي ډول وګورو او هماغه شان یې عملي کړو.

لومړی دې هر مسلمان ځان جوړ کړي چې د پورته یادو شوو عالي صفاتو خاوند شي. ځکه رسول الله څلویښت کاله د خپل ځان، ایمان او شخصیت په جوړولو تېر کړي دي.

بیا دې د تعلیم، تبلیغ، دعوت او حکیمانه موعظې له لارې د خپل نږدې چاپیریال د انسانانو د اصلاح هڅې وکړي. رسول الله ټوله مکي ۱۳ کلنه دوره او د مدني دورې زیاته برخه د افرادو او خلکو د اصلاح او جوړلو همدې کار ته وقف کړې وه.

او بیا دې د ټولنې په اصلاح، سمون او رغون کې رغنده برخه واخلي. د کورنۍ، کلي، ښار او ټولنې تر جوړولو وروسته د انسانانو د پرمختګ تر ټولو لوړه درجه د نظام په جوړولو، اصلاح کولو او ساتلو کې د برخې اخیستل دي. په دې برخه کې د قرآن هدایات لنډ خو جامع دي. ولس او ټولنې ته نظم، قانونیت، امنیت، خدماتو، حقوقو، عدالت او اصلاحاتو برابرولو مهمې دندې ښودل شوي دي چې د شورا، د ټولو د نظر پام کې نیولو او مصلحت له مخې به کیږي. مشري د صالحانو حق دی چې اصلاحات راولي، انسان او ټولنې ته خیر ورسوي، چې د ولس او ټولنې په حالت کې مثبت تغییر راشي.

په اسلام کې فساد، شورش او بغاوت، همدا راز انحصار، دوکې، زر، زور، تذویر، خدعې، استثمار، ، استحمار، استبداد او ظلم ته ځای نشته. د زور ویلو، لوټلو، تطمیع کولو، غصب او انحصار پر بنسټ سیاسي یا اقتصادي ګټو حصول له اسلام سره کوم پیوند نه لري، دغه غوښتنې د ځینو انسانانو له نفس او هوا څخه منشه اخلي. که څه څوک ورته دیني توجیه جوړوي او خپلې خبرې د خدای د خبرو په نوم بیانوي، دا پر خدای افترا ده چې فاعلینو ته یې د شدید عذاب انذار ورکړل شوی دی

حاکمان باید دې ته راوبلل شي چې خپلې کړنې د یو صالح فرد، یوه مسؤول واکمن او یوه ځواب ویونکي مامور په توګه د شریعت د دې مقاصدو سره سمې اجرا کړي:

1) د دین ساتنه

2) د نفس (ژوند) ساتنه

3) د عقل ساتنه

4) د نسل ساتنه

5) د مال ساتنه

6) د انساني کرامت او بشري حیثیت درناوی

قرآن د بشري تفاهم دروازه هم خلاصه کړې ده او له نورو دینونو او تمدنونو سره یې د مشابهتونو په لټون او سوله ایز ژوند ټینګار کړی دی. سیاسي ډلې او دولتونه باید د تقابل او ټکر پر ځای، د دغه شان تفاهم او نړیوال ثبات لپاره کار په لومړیتوبونو کې راولي.

افراد دې هم د کرکې، تعصب، ځان برتر ګڼلو، سپکولو، توهین، تحقیر، کینې، مقایسې، تکبر، غفلت، ضرر، تزویر، بې تفاوتۍ او نورو منفي صفاتو ځان وساتي او تر خپله وسه دې د ځان، کورنۍ، ټولنې او انسانیت په خیر، اصلاح او فلاح کې برخه واخلي. Ramadan and Quran by: Dr. Mohammad Ibrahim Shinwari

(د روژې / روجې / روزې لومړۍ ورځ - نېټه :23.03.2023)

-
بېرته شاته