(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زخمي زړه

[13.Mar.2023 - 10:12]

نوم : زخمي زړه د استاد پژواک د تقریظ سره

ويناوال: هاشم زماني 

د چاپ كال: ١٣٧٩ / د چاپ شمير : ٢٠٠٠

 

د هاشم زمانی مقدمه:

زخمی زړه زما د هغو شعرونو مجموعه ده چی له پیشور نه می امریکا ته تر مهاجرت کولو وروسته ویلیدا هغه وخت و چی پر ما د ناروغی څپی راغلی، په داسی روغتون کی بستر وم چی د څنګ ټول لس تنه ناروغان زما په مخ کی مړه شول، پر ما د اعصابو او فلج درنی څپی تیری شویخو خدای له روغتون نه ژوندی راوویستم او اوس هم دا دری کلونه کیږی چی پر ځای پروت یمنو زما دا شعرونه همدی پریشانیو او ناروغو اعصابو او د ستړی فکر د وخت محصول دی، هر څه می چی ویلی له زړه له درده می ویلی او له ملی درده می ویلی او خپل دا دردونه له خپلو لوستونکو سره شریکه وم که چیری یی لهجه ترخه تنده شوی نو دا د دغو ترخو حالاتو اغیز دی چی پر هیواد مسلط دی او ګران هیواد یی له فاجعو سره مخامخ کړی دیهیله ده زما د زخمی زړه غږ د زړه په غوږو واوری

په درناوی

هاشم زمانی/کلیفورنیا، امریکا

*

د استاد پژواک تقریظ

ماغوښتل چې دا څو کرښې په پښتو ولیکم . دا دړه خوښه ده خو ماغزه مي بله خبره را په زړه کړه هغه دا چي ښایي او لازمه ده چې د پښتو ادبیات د نورو ژبو خاوندانو ته معرفي شي تر څو چې د ترجمې امکانات په ښه وجه د لوی خدای (ج) په توفیق او د پښتنو او نورو افغانانو په همت میسر شي. که د پښتو ادبي اثار په ښه توګه معرفي شی په ټولو مترقي مملکتو کې داسې فرهنګې موسسې شته چې ترجمان ورته پیدا کوي او پخپلو ژبو یی اړوي او په خپل اهتمام یې خپرويپه خصوص هغه اثار چې د لویو هنګامو سره ارتباط لري لکه د افغانستان بې مثاله ملي مبارزه د روسانو سره چي ډیر قدردانان لريد (زمانی) ځینې اشعار چې په کومه ژبه ترجمه شوي او په نورو ژبو کې یې استقبال شوی پخپله ددي مدعا شاهد دی.   ددې ټکي د اهمیت به ضمنا په راتلونکي تقریظ کې وړاندې کړو:

"زمانی" از شعرای دردمند و آرزومند زبان پشتو است. اشعار او از سلاست و فصاحت در بیان و بصیرت درمعانی بهره مند استبیجا نیست اگر بگویم اشعار وی نگاری از چهره راستین مبارزه ملی مردم خداشناس و آزادی پرست افغانستان است که بر پرده دل و دماغ تصور شده است و لاجرم بردل مینشیند و در مغز فرو میروددر میان مزایای بیشمار لفظی و آرایش های مهم معنوی که آرایشگر عروس شعر است، مزیت ویژه شعر "زمانی" صمیمیت آن است و این زاده طبیعی طبع شاعر است زیرا او از اغاز جوانی درس زندگی را از درد و رنج فرا گرفته است که به گفته "ژان ژاک روسو" بهترین معلم انسان استسالیان دراز زندان، گرم و سرد سنگر سرد و جنگ گرم، رنج مهاجرت و درد دوری از وطن همه را دیده و چشیده استبا پیر مردان و پیرزنان اظهار دعا و اندوه میکندبا کودکان یتیم و بیدست و پا اشک میریزدچون شمع بر مزار شهید میسوزداز نفاق مینالدارمان او ظفر بر دشمن و آزادی مردم و وطن است و انگاه واقعات و واقعیت هایی جنگ افغان و روس را، تاریک و روشن ایام و لیالی روزگار مبارزه ملی و جهاد اسلامی را ترسیم میکند و برای فرزندان آینده میهن بتاریخ میسپارددر میان زندگان نه تنها اشعار شاعران ادیب مانند گوینده گرانمایه و ممتاز "عبدالله غمخور" و "زمانی" و امثال شان بل سرودهای گویندگانی که اصلا خواننده و نویسنده نیست،  بخش گرانبهای تاریخ دوره مصیبت عظيم تجاوز روس بر افغانستان و مقاومت مردم افغانستان مقابل یک ابر قدرت است که در اکثر زبان های مردم افغانستان نوشته و گفته شده است که خدا کند زنان و مردان نویسنده افغان همت گمارند و آنرا ثبت نمایندبهای گران این گنجینه ها را از روی آنچه از زمان جنگهای انگلیس و افغان باقیمانده است میتوان قیاس کرداین همه تاریخ در حال "ساختن" است و نسبت به تاریخ های "ساخته شده" ارزش خاص دارد زیرا در دومین بسا چیزها شکل اجمال میگیرد، از بسا چیزها ممکن است تجاهل شود و در نتیجه همه وقایع و واقعیت ها ثبت نه میشوند که لاجرم به "کاملیت تاریخ " زیان میرساند، به ویژه حالات روانی و احساسات و عواطف مردم در اثر مصیبت جنگ در اوان غلبه و مغلوبیت ناگفته میماننداعنی بطور مثال مرگ کشتگان و انهدام یک ده و شهرک مذکور، اما ویرانی و تباهی نهاد انسانی و اثرات جنگ بر روح و روان مردمان مستور میماند.  "زمانی" با جوانان رزمنده و کودکان همدل و آشناست و محسوسات دردانگیز و عواطف ایشان را بادرک و حساسیت به شعر درمی آورد.  "زمانی" از کوی و برزن شهرها گرفته تا روستاهای دور و نزدیک کشور که ساحه مبارزه ملی بوده اند سخن میکند و نیز خاطرات یک مبارز و مجاهد و شاعر حساس و آواره افغان را در کشورها و قاره ها در دوره مصیبت بزرگ وطنش برای نسل های آینده با فصاحت و بلاغت در خور تمجید، تمثیل و ارمغان میکند.

عبدالرحمان پژواک

*

د کلام نمونه:

زه به یم او یا به نه یم 

 

په خزان وطن به می بهار شی زه به یم او یا به نه یم 

زاغان به ځی په ور داخل به بلبلان به شی زه به یم او یا به نه یم 

د وطن د مور پیزوان چی یی شلولی ښه به جوړ دغه پیزوان شی زه به یم او یا به نه یم 

د شل کالو چی وطن کی جنګ جدل دی په وطن به مو سوله جاویدان شی زه به یم او یا به نه یم 

خرابه دا خارستان وطن چی وینی بدل به په سمسوره ګلستان شی زه به یم او یا به نه یم 

دا کنډواله کنډواله وطن چی وینی ښه قصرونه تعمیرونه به ودان شی زه به یم او یا به نه یم 

دا د جهل اونفاق نه ډک وطن اوس په ملی وحدت جوړ پکی عرفان شی زه به یم او یا به نه یم 

اولسونه شا ته نه مخو ته روان دی افغانی اولس هم به مخو ته روان شی زه به یم او یا به نه یم 

خپله مور می فنا شوی ، جاویدان وطن می مور دی 

پاتی تل د وطن مور ( د زمانی ) به جاویدان شی زه به یم او یابه نه یم

*

تر څو؟ 

 

دا اهونه فریادونه به کابل کی وی تر څو؟ 

خونریزی او دا قتلونه به کابل کی وی تر څو؟ 

په هر کور کی د کابل اوس مقبره ده جوړه شوی 

دا کورونه مو ګورونه به کابل کی وی تر څو؟ 

دلسوزی زړونو کی نشته، زړونه دی لکه ډبره 

د سنګدلانو دا سخت زړونه به کابل کی وی تر څو؟ 

د څوکی خپلی د پاره په لکونو خلک وژنی 

ناروا زشت عملونه به کابل کی وی تر څو؟ 

خپل وطن ورانوی، په خپله چا ورانولي خپل وطن دی؟ 

وطنورانو ! یرغلونه به کابل کی وی تر څو؟

 

Mohammad Hashim Zamani

Zakhmi Zrra

 

هاشم زمانی/ " زخمي زره"/ ١٣٧٩

13.03.2023

-
بېرته شاته