(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان د امن

[13.Mar.2023 - 10:09]

 

*باچا خان؛ د امن او ازادۍ غږ

لیک: افراسیاب خټک

باچا خان چې اصلي نوم یې عبدالغفار خان و، نژدې اته لسیزې د دې لپاره هلې ځلې کړې وې، چې په سیمه او په تېره پښتني ټولنه کې د تاوتریخوالي دود ختم شي او خلک پوهنې او پرمختګ ته وهڅوي. روانه اونۍ د هغه د درناوي په پار د باچاخان د اونۍ په نامه نمانځل کېږي.

 

هغه د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه په پېښور کې وفات شو او جنازه یې له هغه ځایه ننګرهار ته یوړل شوه او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ، د خدایي خدمتګارۍ بنسټ اېښودونکی عبدالغفار خان د خپل ولس پر زړونو پاچاهي کوله.

له همدې کبله ولس هم دی له ډېرې مینې باچا خان وبللو او د فخر افغان لقب یې هم ورکړ.

باچا خان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو نومي کلي کې د یوه خان، بهرام خان په کور کې زېږېدلی و.

چارسده د پېښور په دره کې پرته یوه کرنیزه زرخیزه سیمه ده چې د کابل سیند پکې بهېږي. شمال کې یې د ملاکنډ غره ییزه سیمه ده.د لرغوني ګندهارا تمدن په وخت کې چارسده د" پشکلاوتی" په نامه یادېده.

عبدالغفار لومړنی ښوونځی د پېښور په ښاروالۍ ښوونځي کې ولوست. بیا یې د همدې پېښور په اېډورډ میموریل کالج کې تر لسم ټولګي زده کړې وکړې.

د حساس طبیعت خاوند عبدالغفار خان د انګریزانو نوکرۍ ته زړه ښه نه کړو او ان د خپلې ځوانۍ له ورځو یې اصلاحي کارونو ته پام شو.

په هغو ورځو کې یاده سیمه د انګرېز په استعمار کې ګېره وه او تعلیم پکې ډېر کم و، او د نجونو د تعلیم نوم اخیستل هم ناجایزه خبره بلل کېدله.

په ولس کې لا هم د ځینو ارزښتونو سره سم دښمنۍ پالل کېدې او غچ به اخیستل کېده. د بې وزله کسانو او بزګرو ژوند خو بیا بیخي خراب و.

د عبدالغفار خان په زړه کې د نورو وګړو لپاره درد و. له همدې کبله یې د خیر ښېګڼې کارونو لپاره همخیاله ملګري لټول. په هغه زمانه کې عصري زده کړې په نشت حساب وې، او ځینو هغو کسانو چې یو څه یې لیک لوست کولی شو، له دیني مدرسو فارغه شوي وو.

په دې ډله کې د چارسدې د ترنګزو کلي حاجي فضل واحد، چې د ترنګزو په حاجي صاحب هم مشهور و، یوه څرګنده څېره وه. نوموړي د تعلیم عامولو لپاره ځای پر ځای دیني مدرسې جوړولې.

په ۱۹۱۰ کال کې باچا خان او د ترنګزو حاجي صاحب په ګډه د ازادو مدرسو جوړول پيل کړل. د دې کار موخه داسې ادارې رامنځته کول وو چې د انګرېزانو په لاس کې نه وي، او غوښتل یې چې د همدې نویو ادارو له لارې د پښتنو په سیمو کې تعلیم عام کړي.

د وخت په تېرېدو سره نور کسان له هم له دوی سره یو ځای شول، او په ګډه یې د "انجمن اصلاح الافاغنه" په نامه یوه اداره جوړه کړه. دا په شلمه پېړۍ کې د پښتنو روشن فکرانو لومړنی تنظیم و.

یاد تنظیم که له یوې خوا اصلاحي چارې ترسره کولې او تعلیم یې خورولو نو ورسره یې په قام کې د ځان پېژندنې حس هم را ویښاوه او قامي مفکورو ته یې د خلکو ور پام وکړ.

د باچا خان په ملګرو کې یو بل اهم نوم د دیوبند د دیني مدرسې نه فارغ مولانا فضل محمود مخفی و، چې په پښتو ژبه به یې شعر هم لیکلو. د مخفی صاحب شعرونو د باچا خان او د هغه د ملګرو په ذهنونو کې د قامولۍ اواز او ازادۍ څراغ بل کړو. مخفی صاحب په خپل یوه نظم کې يو ځای داسې لیکي :

خدایه داسې وخت به راشي چې زموږ جهاز به هم وي

 

لکه باز به په هوا شي په ترخو اوبو به سم وي

 

تار به هم زموږ پیدا شي، رېل به هم په هر قدم وي

 

زه به خپل جرنېل پسې وم، په دښمن به دو کول وي

 

مالومه خبره وه چې انګرېز حاکمان د سوونو ازادو مدرسو او د قامولۍ له خیالاتو نه وېرېدل، نو ځکه یې په دوی بندیزونه ولګول او محصلین یې ونیول. ښایي همدا لامل و چې د پښتنو دغه اصلاحی تحریک په ورو ورو سیاسي شکل اختیار کړو.

دا هغه وخت و چې په روس کې د۱۹۱۷ کال اکتوبر انقلاب راغلی و او د انګرېزانو او افغانانو ترمنځ دریم جنګ وشو. افغانانو د ۱۹۱۹ کال په اګست کې د امان الله خان په مشرۍ د افغانستان استقلال اعلان کړو.

بل لور ته په هندوستان کې هم د ازادۍ تحریک مخ په زیاتیدو و. دغه عوامل د پښتنو پرټولنیز او سیاسي ژوند بې اغیزې نه وو. د ۱۹۲۰ نه وروستو کلونو کې د باچان خان تحریک اول ځان ته د" ځوان ترک" په بڼه زلمې پښتون وویل، خو په ۱۹۲۹ کال کې یې پرځان د خدایي خدمتګار نوم کېښود.

څه موده وروسته یې د ازادۍ د مبارزې پرمخ بېولو په موخه د ګاندي په مشرۍ د هند د کانګرس نومې سیاسي ګوند سره اتحاد وکړ. دا اتحاد تر هغې پر ځای پاتې شو چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند له نیمې وچې نه انګریز استعمار رخصت شو.

 

باچا خان سیاسي مبارزه د عدم تشدد پر بنیاد د قامي ازادۍ او ولسواکۍ پر مفکورې ولاړه وه. د هند د نیمې وچې له ازادېدو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم د باچا خان او د هغه د تحریک ستونزې کمې نه شوې.

بلکې دوی په پاکستان کې دومره ظلمونه وګالل او دومره جلاوطني یې تېره کړه چې د انګرېزانو پر وخت هم نه وو ورسره مخامخ شوي.

لامل یې دا و چې باچا خان او ملګرو یې د خپل قام ولسي او جمهوري حقونه غوښتل.

باچا خان تر هر څه وړاندې یو اجتماعي اصلاح کوونکی و چې تعلیم او سیاسی شعور خورول یې د خپل ژوند مرام ګرځولی و . نوموړي د ښځو په تعلیم ډېر ټینګار کولو او د ښځو د ګډون نه بغیر یې قامي مبارزه نیمګړې ګڼله. باچا خان خپله لور هم د زده کړې لپاره لومړی هند او وروسته انګلستان ته ولېږله، او په دې کار سره یې یو عملي مثال جوړ کړ.

باچا خان ټول عمر په پښتنو کې د بدیو او دښمنیو د ختمولو او قامی ورور ګلوۍ رامنځته کولو لپاره مبارزه وکړه. هغه د عقیدې په لحاظ د تشدد خلاف و او په انفرادي او اجتماعي ژوند کې یې عدم تشدد د خپلې مبارزې بنیاد ګرځولی و.

هغه د معاشرې د غریبو خلکو په خاصه توګه د دهقانانو او کسب ګرو د استحصال د ختمولو لپاره غږ پورته کړی و او په خپل تحریک کې یې د دغو طبقو خلکو ته لوړ مقام ورکړی و.

خو زما په خیال د باچا خان ستره لاسته راوړنه د پښتنو د ژوند روایتي بنیاد یعنې د پښتونولۍ اصلاح کول او هغې ته د جدیدیت سره سمون ورکول دي. هغه د جمهوریت، د ښځو د حقونو، تعلیم او د بدل اخستو پر ځای د روغې جوړې ارزښتونه په پښتونولۍ کې ور شامل کړل.

د هغه د تحریک ریښې د خلکو په زړونو کې وې، او له همدې کبله نه انګرېز استعمار او نه هم د پاکستان مستبدو حاکمانو د باچا خان تحریک ختم کړی شو. هغه به ویل چې د خدای د مخلوق خدمت هم سیاست دی او هم عبادت. باچا خان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه نېټه په پېښور کې وفات شو او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

 

 

 

 

اسمان

(خان عبدالغفار خان مرحوم ته د عقيدت ګلونه)

 

سعید ګوهر

 

سترانسان،فخِرافغان

زمونږ عظيم باچاخان

د سړيتوب پېغمبر

د عظمتونو پېكر

د شرافت مجسمه

د پت پښتو مرقع

د حقيقت ترجمان

تر خپلې خاورې قربان

د محبت سيپاره

د استقلال مناره

په عزائم لكه غر

په توره شپه لكه نمر

د ننګ، غيرت علامت

د تاريخ لوئ شخصيت

اوچت بې مثله كردار

رښتين خدائي خدمتګار

د ظالم مخ ته دېوال

تكړه، ښاغلی، ننګيال

د تشدد مخالف

د امن او مينې تعريف

د خپلواكۍ پروانه

د ژوندانه ترانه

علمبردار د وحدت

د صباؤون بشارت

ښكاري په زمكه، اسمان

زمونږ عظيم باچاخان

 

انتخاب او مرسته : وصاف باسط 

پښتو انتخاب شاعري 

 

Wasaf Basit

 

 

 

 

خان عبدالغفار خان څنګه "باچا خان" شو؟

خدايي خدمتګار تحريک څنګه رامنځ ته شو؟

پر باچا خان چا او ولې د دجال ټاپه ولګول؟

انجمن اصلاح الافاغنه او ازادې مدرسې څنګه جوړې شوې؟

 

#باچاخانBachakhan

 

خان عبدالغفار خان څنګه "باچا خان" شو؟

لیک: احمدشاه اعظمي

د خدايي خدمتګار تحريک بنسټګر او د عدم تشدد مبارز عبدالغفار خان په ولس کې د خپل اصل نوم په مقابل کې په "باچا خان" زيات شهرت لري. دا چې نوموړی له کله راهيسې په باچا خان ونومول شو، په دې اړه هغه په خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې د ۱۹۱۹ز کال يوه پېښه بيانوي:

"يوه شپه پر کور ډوډۍ خوړلو ته ناست وم چې د ډول اواز مې تر غوږ شو. ډنډورچي له ډول سره دا ډنډوره هم غږوله چې سبا به د حاجي صاحب په جومات (عيد ګاه) کې د "رولېټ اېکټ" خلاف جلسه ويپه دې پوه نه شوم چې د جلسې انتظام چا کړی دی. چې سهار شو نو له چای څښلو وروسته د حاجي صاحب جومات ته روان شو.

د کلي خلکو د جلسې نوم نه وو اورېدلی. دا ورته يو عجيبه څيز ښکارېدو، خو ډېر خلک ور روان ول. له تحقيق وروسته راته معلومه شوه چې د جلسې اعلان زموږ د کلي يو خان "محمد اکرم خان" کړی وو. هغه وخت دا هم راته معلومه شوه چې د خان او يو پوليس افسر ترمنځ څه خبره سره اوښتې وه او خان د هغه له ضده د جلسې اعلان کړی وو."

باچا خان، چې هغه وخت ۲۹ کلن وو، پرمخ ليکي، چې د قدرت کارونه هم له حکمت څخه خالي نه وي ځکه د اکرم خان لخوا د جلسې اعلان کول ډېره نادره خبره وه.

"د جلسې په ورځ موږ وليدل چې اکرم خان پخپله جلسې ته نه وو راغلی. وروسته معلومه شوه چې هغه د جلسې پر وخت د مردان د اسسټنټ کميشنر ګريفټ صاحب ليدو ته تللی وو. دې جلسې ته د کلي زياتره لوی خانان او مُلايان راغلي ول.

زه راپاڅېدم او خلکو ته مې وويل چې په دغه شان جلسو کې د صدارت ضرورت وي او يو مشر سړی بايد د دې جلسې "صدر" وټاکل شي. خلکو وويل چې ته صدر شوې. ما وويل چې یو مشر سړی به صدر کړو، خو دوی ټينګ شول او زه يې صدر کړم. عام خلک خو د "صدر" په معنا نه پوهېدل. هغوی چې له جلسې څخه ستانه شول نو دا خبره يې خوره کړه چې ګوندې زه د پښتنو "باچا" شوم."

يادونه: انګرېز واکمنانو په ۱۹۱۹ز کال کې په هندوستان کې د "رولېټ اېکټ Rowlatt Act" په نوم د يوه نوي قانون پلي کولو منظوري ورکړه چې له مخې يې خلک بې له څه ډول محاکمې يا عدالتي کارروايي د شک پر بنياد زنداني کېدلای شوای او د يوشمېر سياسي قضيو فيصله له عدالتونو بهر کېدلای شوای. هغه وخت په ټول هندوستان کې د دې قانون پرضد پراخ احتجاجونه او جلسې پيل شوې. انګرېز واکمنانو هم په غبرګون کې يوشمېر خلک ووژل او ژوبل کړل او يوشمېر نور يې بيا زندانونو ته ولېږل.

 

#باچاخانBachakhan

 

خدايي خدمتګار تحريک څنګه رامنځ ته شو؟

 

باچا خان په خپل ژوند ليک "زما ژوند او جدوجهد" کې ليکي چې د ۱۹۲۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې په لاهور کې د کانګرس کلنۍ غونډه وه. د هغه په وينا، لاهور صوبه سرحد (اوسنۍ خيبر پښتونخوا) ته ډېر نېږدې و، نو ډېر خلک د دې جلسې ليدو ته ورغلل.

"په جلسه کې ځوانان خو پرېږده، د هندوانو جينکۍ هم د وطن د ازادۍ او خدمت لپاره ملاتړلې ولاړې وې. که څه هم موږ په کانګرس کې نه وو او په خلافت کې وو خو دې جلسې پر موږ ځوانانو ډېر ښه اثر وکړ."

باچا خان پرمخ ليکي، کله چې له لاهور څخه بېرته راغلل نو په اتمانزو کې يې يوه لويه جلسه وکړه.

"زه په جلسه کې راپاڅېدم او خلکو ته مې وويل چې تاسو خو اوده (بيده) ياست. د هندوانو سړي خو پرېږده، ښځې يې هم رابيداره شوي او د وطن د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. تاسو خو لږ دې لمر خاته ته وګورئ، څومره لوی سېلاب را روان دی او سېلابونه همېشه اوده قومونه وړي. پاڅئ، ويښ شئ او ملا وتړئ. هندوان پيرنګي ته وايي چې تاسو موږ په زوره نيولي يو، اوس چې موږ پوه شو او متفق شو نو خپل وطن درنه اخلو، دا زموږ وطن دی او موږ به حکومت ورباندې کوو. نو اې پښتنو! تاسو ته وايم، تاسو به تر څو د غلامۍ او پټي توب ژوند تېروئ؟ که تاسو هم ځان د دې وطن مالکان ګڼئ نو پاڅئ او ملا وتړئ او دا خپل وطن خپل کړئ."

نوموړی زياتوي چې د هغه وينا هلته پر ناستو پښتنو ډېر ښه اثر وکړ.

"د شپې زموږ د کلي محمد اکبر خان، سرفراز خان، حجاب ګل او يو څو نور هلکان زما د ليدو لپاره زموږ حجرې (مېلمستون) ته راغلل او زما سره يې د يو جماعت (ګوند) جوړولو مشوره وکړه. ما هغوی په ښه شان پوه کړل چې دا لوبې ټوکې نه دي، دا ډېر ګران کار دی او په دې لاره کې ډېر اغزي دي، پر تاسو به زما وينا ډېر اثر کړی وي خو لاړ شئ، پر دې معامله ښه غور او فکر وکړئ.

هغوی بله شپه بيا راغلل. ما ورته ويل چې ستاسو په ذهن کې لا اوس هم زما تقرير ناست دی. تاسو د دنيا تاريخ وګورئ. په دنيا کې چې څوک د خدای د مخلوق د خدمت لپاره راپاڅېدلي دي، نو پر هغوی مصيبتونه او تکليفونه راغلي دي. تاسو بيا په دريم ځل په دې اړه ښه غور او فکر وکړئ.

هغوی چې په درېيمه شپه راغلل نو راته يې وويل چې موږ د خپل قوم او وطن د خدمت لپاره هر ډول قربانيو ته تيار يو. نو بيا کېناستو او پر دې خبره مو غور وکړ چې د دې نوي جماعت نوم به څه وي؟ زما دا خيال و چې په دې پښتنو کې د خدمت خيال نشته. پر دې جماعت به موږ يو داسې نوم کېږدو چې د پښتنو په دماغ کې د خدای لپاره د خدمت خيال پيدا شي. قِسم قِسم نومونه وړاندې شول خو زموږ خوښ نه شول.

د شپې زما په زړه کې د "خدايي خدمتګار" نوم راغلی. چې سبا دوی راغلل نو ما دا نوم ورته وړاندې کړ. د دوی هم خوښ شو او د خير دعا پر وشوه.

دې نوم زموږ په زړونو کې يو ډول اطمينان پيدا کړ. موږ پښتانه خدايي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې له کومې طمعې، غرض او اجرت يې د خدای لپاره کوو، او خدای خو خدمت ته ضرورت نه لري، د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی."

 

#باچاخانBachakhan

 

پر باچا خان چا او ولې د دجال ټاپه لګول؟

 

په ۱۹۲۹ز کال کې چې کله "خدايي خدمتګار" تحريک جوړ شو، نو باچا خان او ملګرې به يې کلي په کلي ګرځېدل او د پښتنو د "ورورولۍ، قامولۍ، اتفاق او پوهې" لپاره به يې مبارزه کوله.

نوموړی په خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې ليکي، "زموږ په علاقه کې ملايانو ډولکي او سُرنا بند کړي وو. د ډمانو يو مشر و، هغه خپلو کشرانو ته ويلي و چې بچو! دا ډول ډبلي د کوټې په تير کې کېږدئ. اخر به خدای مسلماني راولي." باچا خان ليکي، چې کله يې ډمانو ته وويل چې خپل ډول ډبلي دې را واخلي، نو هغوی ډېر خوشحاله شول.

"هغوی هم زموږ سره خدايي خدمتګار شول. موږ د هشنغر او بيا د دواوې په دوره روان شو، او چې يو کلي ته نه به نېږدې شو، نو ډول به مو وواهه. چې خلکو به د ډول او سُرنا اواز واورېدو نو حيران به شول، ولې چې ډول او سُرنا خو ملايانو بند کړي وو. نو چې چا به اورېده، ښځې، نر او بچي به راغونډېدل او په موږ پسې به روان وو. موږ چې به د کلي مينځ ته ورسېدو ،نو ډول او سُرنا به مو بند کړل. د کلي اکثره خلک به راغونډ شوي وو او دې کار زموږ سره ډېره مرسته وکړه."

باچا خان په خپل کتاب کې پرمخ ليکي، چې نوموړي به راغلو کسانو ته لنډه وينا وکړه.

"پښتنو وروڼو! موږ ستاسو وروڼه يو. ستاسو خدمتګار يو. ستاسو خدمت ته راغلي يو. راځئ چې دا خپل وران کور جوړ کړو. تاسو لږ دې دنيا ته وګورئ. که علم مو نشته، نو سترګې خو مو شته. د دنيا خلک او قومونه اسمانونو ته وختل او موږ پر مځکه پاتې شو. هغوی چې زموږ په شان بنيادم دي، موږ ورته لاسونه نيولي دي. له چا نه دانې غواړو او له چا نه پيسې غواړو. موږ ته خدای د جنت په شان مُلک راکړی دی. له دولتونو او نعمتونو ډک دی او زموږ پکې څه حال دی؟ د جوارو ډوډۍ نشته چې په مړه ګېډه يې وخورو. هغوی ولې اباد شول او موږ ولې پاتې شو؟ په هغوی کې ورورولي ده، قامولي ده او اتفاق دی. په موږ کې پرې دي جنبې دي او بغض دی، کينه ده، نفاق دی. دا نن دنيا د قامولۍ دنيا ده. که قوم شوئ نو ستاسو دنيا به هم اباده شي او ستاسو اخرت به هم اباد شي."

د باچا خان په وينا، د دوی خبرو به پر خلکو ډېر زيات اغېز وکړ. نو بيا ملايانو دا فتوه ورکړه چې باچا خان دجال دی. د دجال په هکله دا مشهوره ده چې دی راشي نو ښځې، نر او ماشومان به ورپسې وي. "ملايانو به خلکو ته ويل چې تاسو نه ګورئ چې نر، ښځې، زاړه او واړه ورپسې دي؟"

 

#باچاخانBachakhan

 

انجمن اصلاح الافاغنه او ازادې مدرسې څنګه جوړې شوې؟

 

د ۱۹۲۱ز کال په لومړيو کې باچا خان او د پښتنو ځېنو نورو مشرانو دا خبره درک کړې وه چې د خپل قام، ژبې او ولس د پرمختګ لپاره يو منظم چوکاټ اړين دی، نو همدا وو چې د اپريل پر لومړۍ نېټه يې د چارسدې په اتمانزو کې يوه غونډه جوړه کړه او د "انجمن اصلاح الافاغنه" په نوم يې د تنظيم جوړېدو اعلان وکړ. په دې مشرانو کې پر باچا خان سربېره حاجي عبدالغفار خان، ميا احمد شاه، عبدالاکبر خان اکبر، محمد عباس خان، قاضي عطاوالله او ځېنې نور هم شامل ول.

د دې انجمن هدف په پښتنو کې ټولنيز اصلاحات راوستل او په دوی کې د زده کړې او قامولۍ احساس راژوندی کول وو. په همدې ورځ د انجمن تر انتظام لاندې د "ازادو مدرسو (ښوونځيو)" بنسټ هم کښېښودل شو چې پر ديني او عصري زده کړو سربېره به کسبونه يا هنرونه هم پکې ښوول کېدل. لومړۍ ازاده مدرسه په اتمانزو کې جوړه شوه خو د وخت په تېرېدو سره دا لړۍ نورو سيمو ته هم وغځېده. ځېنې څېړونکي د دې ښوونځيو شمېر ۸۷ او ځېنې نور يې بيا ۱۰۳ يادوي. دا مدرسې د انجمن د غړيو په چندو چلېدلې.

باچا خان خپل مشر زوی عبدالغني خان، چې هغه وخت اووه کلن وو، هم د اتمانزو په ازاده مدرسه کې داخل کړ. يو خوا د هغه وخت انګرېز واکمنانو او بلخوا مُلايانو د دې مدرسو سخت مخالفت پيل کړ.

د انجمن اصلاح الافاغنه تر جوړېدو وروسته باچا خان او ملګري يې کلي په کلي ګرځېدل او د پښتنو د شعوري بيدارۍ لپاره يې هلې ځلې کولې. بلخوا يې د ازادو مدرسو د جوړولو هڅې هم روانې کړې وې.

له همدې کارونو څخه د راګرځولو لپاره پوليسو د ۱۹۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه باچا خان ګرفتار کړ. وروسته يې د هغه شاوخوا ۱۰ نور ملګري هم ونيول

باچا خان د لوړ قد و قامت او ښه صحت خاوند و. کله چې پوليسو د هغه د نيولو پر وخت نوموړي ته هتکړۍ او زولنې ور اچولې، نو هغه پر باچا خان نه راتلې. پوليسو يو لوهار (پښ) را وغوښت او د هغه په مرسته يې په زوره د باچا خان په لاسونو او پښو کې هتکړۍ او بېړۍ ور دننه کړې. په دې وخت کې د باچا خان له پښو څخه وينې بهېدل پيل شول.

په دې وخت کې چې کله اووه کلن غني خان د خپل پلار د ليدو لپاره زندان ته ورغلی او هغه يې په داسې حالت کې وليدی چې په يوه وړه کوټنۍ کې بند وو او له پښو يې وينې بهېدلې، نو پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې "بابا! په پنجره کې خو خلک ځناور او مرغۍ بندوي، ته خو انسان يې. نو بيا ولې داسې سلوک درسره کېږي؟" باچا خان د خپل ماشوم زوی دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ او غلی پاتې شو.

له خپل پلار سره تر ملاقات وروسته چې به کله ماشوم غني خان دا پېښه په خپله وړه ژبه خلکو ته بيانوله، نو هغوی به په چيغو چيغو ورته ژړل. دا ډول پېښو په پښتنو کې د قامولۍ احساس را ژوندی کاوه. پر دې سربېره يې يو خوا د انجمن اصلاح الافاغنه له غړو سره مينه نوره هم زياتېدل او بلخوا خلکو په ګڼ شمېر کې په انجمن کې ګډون هم کاوه

 

سرچينې (کتابونه):

زما ژوند او جدوجهد، عبدالغفار خان (باچا خان)، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه جرمني، ۲۰۰۸ز

عبدالغني خان: ژوند او زمانه، پروفېسر ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخېل، طلوع فاونډېشن چارسده، ۲۰۲۱ز

د فخر افغان ځانګړنې، ډاکټر محمد صادق ژړک، پښتو ادبي 

غورځنګ کوټه، ۲۰۱۲ز

.......

پېښور

۱ سلواغه ۱۳۹۷ - ۲۱ جنوري ۲۰۱۹

 

تازه ۱۰ تله ۱۴۰۱ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۲

13.03.2023

Bacha Khan De Amn au Azadai Ghag

By: Afrasyab Khattak

-
بېرته شاته