(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومند څوک دي

[13.Mar.2023 - 08:39]

 

مومند څوک دي؟

مومند د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی. مومند د کوزې پښتونخوا او برې پښتونخوا کې اوسېږي. مومند دپښتنو د سړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ډیره ستره قبیله ده اوپه غوریاخیلو پښتنو ورگډیږي

د غوریاخیلو لوی نیکه غری یا غوریا نومید. د پښتني د دودیزو شجرو پر بنسټ غوریا څلورزامن درلودل چې دولت یار، خلیل، څمکنی( څوکنی) او زیړانی نومیدل. دولت یار دوه زامن درلودل چې یو یې مومند او بل یې داود نومید(۱). 

مشهور گرامرپوه او دسنسکربت دژبې عالم پانینی هم دعیسی مسیح علیه السلام ترزیږیدو پنځه پیړۍ وړاندې دهمدغې قبیلې یادونه کړې ده او هغه یې دمدهومنت په بڼه لیکلی دی چې مقصد او مراد ترې هم دا مومند دي

د تاریخي روایتونو پر بنسټ د مومندو لومړنی استو گنځی غوړه مرغه و چې وروسته له هغه ځایه د غزني لویدیزپه مقر او قره باغ او اوسني زابل کې دترنک دسین غاړو ته ولیږدیدل. بابر په خپل مشهور تاریخي کتاب توزک بابري کې چې په ۱۴۵۰ زیږدیز کال یې لیکلی و دمومندو دقبیلې ذکر او یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې مومند دغزني په جنوب کې اوسیدل

کله چې بیا ددوی په شمیر کې زیاتوالی راغی نو دوی له غزني نه کابل ته او بیا له هغه ځایه ننگرهار ته و خوځیدل او د خیبر دتاریخي درې پر لارې پيښور او ددوي داستوگنې په اوسنۍ سیمه کې میشته شول. د مومندو هغه شمیر خلک چې په میداني او اوارو سیمو کې میشته دي هغوی ته کوز مومند او هغه مومند چې په غرنیو سیمو کې میشته دي هغوی ته بر مومند وایی، خو په اصل کې دواړه یو مومند دي. شمال ته یې باجوړ و لویدیز ته یې دکونړ سیند، جنوب لویدیز ته یې د خیبر تاریخي دره او ختیز ته یې پيښور پروت دی(۲). 

ویل کیږي چې داسلام دسپیڅلي دین تر خپریدو دمخه لوی کنیشکا هم ددوی داستوگنې داوسنۍ دسیمې په شاو خوا کې یوه موده اوسیدلی او یو شمیر بودایي راهبانو هم دلته ژوند تیر کړی دی.

دمومندو دځینو مشهورو خیلونو داستوگنې ځایونه :

خویزي :

خویزی دمومندو یومشهور خیل دی چې ختیز ته یې گنداب. لویدیز ته یې کوډاخیل او بابا زي او جنوب ته یې دکونړ سیند بهیږي. دخویزو ځمکې للمې دي،دخویزو مشهور کلي دادي : محمد کور، کنگ، سم غاښی، وچه ژوره، ملافهیم کلی، زناور چینه، سور ابیلن او شین ورسک.

 

حلیمزي (الیمزي) :

دوی دبایزو په شمال ختیزه برخه په کمالي دره او گنداو کې استوگنه لري او په مومندو کې دډیر نفوذ او واک خاوندان شمیرل کیږي.

 

اتمانزي:

ددغې قبیلې ختیز ته دانشکول، لویدیز ته یې کندهاري، شمال ته یې ددویزو غرونه او جنوب ته یې کمالي دره مو قعیت لري. داتمانزو ځمکه اواره، خاورینه او للمي ده. خلک یې اکثره دکرکیلې له لارې خپله گوزاره کوي او ددوی لوی کلي یخ ډنډ او هاشم کور دي چې ددوی ټول کلی دیخ ډنډ په نامه یادیږي.

 

بایزي :

دا څانگه دمومندو په قبیله کې ډیره مشهوره ده چې دمومندو دلمر پریواته خواته غرونو کې میشته دي.

 

کوډاخیل :

ددې څانگې ختیز ته خویزي، لویدیز ته یې داتمرخیلودلښکر کلی او جنوب ته یې بره دره موقعیت لري،ددغه ښاخ خلکو دانگریزي ښکیلاکگرو سره ډیرې مبارزې هم کړي دي.

 

کاچي :

دا دمومندو یوه څانگه ده چې خلک یې زیاتره دکابل او پيښور تر مینځ دسوداگرۍ دمالونو دوړلو راوړلو له لارې خپل ژوند تامینوي.

 

اتمرخیل:

اتمرخیل دجړوبي درې په سهیل کې استوگنه لري. لویدیزه څنډه یې د دوړخیلو سره نښتې ده. ختیز ته یې بابازي او کوډاخیل او شمال ته یې هم بابا زي پراته دي. ددوی مشهورکلي تورخیل، خنجرکلی، وتکی، تنی، حاتم کلی، لښکر کلی، قاسم کور، مته، هرلي او مزرۍ چینه دي.

 

ترکزي :

ترکزي دتورگړي نه تر دانشکوله پورې دالیزیو او ترکزیو پوله ده او بیا ددانشکول نه تر متي پورې په برابره لیکه پراته دي.

 

خواجه زي :

دمندوجوړ او الکي کوهي نه چې الیمزو( حلیمزو) او ترکزو پوله ده تر خا پښ او اتمر خیلو پورې پراته دي.

 

نظرخیل:

داتمرخیلو په جنوب کې دنظرخیلو قبیله میشته ده،ددوی سیمه غرنۍ ده او خلک یې په مالدارۍ خپله گوزاره کوي. دد وی د کلیو نومونه په لاندې ډول دي : کوزکلی، برکلی،او دملا خیلو کلی.

 

بابا زي :

بابا زي دبیدمنۍ او شمشاد په درو کې میشته دي. ددوی د سیمې ځمکي للمي دي او غنم، اوربشې یې دکرنې پیداوار جوړوي. ډیر شمیر خلک یې دسوداگرۍ چارې هم پر مخ بیایي. همداراز برانخیل، عثمان خیل او مساخیل هم دمومندو مشهورې څانگې دي.

 

د مومندو مشهورې درې او ډاگونه:

دگنداب دره :

دگنداب په دره کې حلیمزي اوسیږي. ددې درې ختیز ته دکړپې دغونډیو لړۍ پرته ده. لویدیز ته یې دخاپښ غر پروت دی او جنوب ته یې دکونړسیند بهیږي. ددې درې زیاتره ځمکې للمي دي. ددې درې لوی کلي دادي : توره تیږه، شاتي کور، سور ډاگ، ظفر غونډۍ او کټه سنگ.

 

دپنډیالۍ دره :

په دې دره کې دترکزي دښاخ دعیسی خیلو او برهان خیلو څانگې استوگنه لري. دادره لکنډي ته وتلې ده. په دې دره کې للمي او آبي ځمکې هم شته او لوی کلي یې یخ ډنډ او هاشم کوردی.

 

۳کمال دره :

په دې دره کې دحلیمزي دښاخ دپو شاخیلو او ابراهیم خیلو څانگې استوگنه لري. خلک یې زیاتره دبزگرۍ په کارونو بوخت دي او مشهور کلي یې اتو خیل، غازي بیگ کور او کجشاه دي. ۴- په دې دره کې میټاخیل استوگنه لري چې په خوگا خیلو ورگډیږي. په دې دره کې دکرنې ځمکې لږې دي او خلک یې په مالدارۍ گوزاره کوي. ددې ځای خلک دخپلو غرونو لرگي په کامه او کونړ کې خرڅوي. ددوی کلي سپین جومات، نرۍ اوبه، سپین تنگی، باره خان، څپري، سربند او بیله دي. همداراز شونکړۍ دره، جړوبۍ دره، شالي هولي دره او سلالا دره هم دمومندو دلویو او مشهورو درو نه شمیرل کیږي.

 

ددانشکول او یخډنډ ډاگ:

په دې ډاگ کې اتمانزي او ترکزي عیسی خیل مومند استوگنه لري چې ځمکې یې ښې او للمي دي.

 

بهي ډاگ:

داډاگ (۲۴) میله اوږدوالی او بنځلس میله پلنوالی لري چې په دې ډاگ کې کوډاخیل، خویزي او بایزي پراته دي (۳).

 

دسرکو ډاگ:

دا ډاگ دخوگا خیلو او اتمر خیلو دغرونو دلمنو نه را غزیدلې اوپه دیرش میله اوږدوالي او شل میله پلنوالي د گوشتې او خویزو سیمې ته ورغزیدلی پروت دی. په دې ډاگ کې خوگا خیل، ماما خیل، دوړ خیل او لږ شمیر اتمر خیل میشته دي

 

د مومندو مشهور شخصیتونه او نومیالي

۱- ایمل خان مومند چې دمغولو پر خلاف ستر مبارزو

۲- دپښتو ژبې نامتو شاعر رحمان بابا 

۳- دپښتو ژبې نازک خیال شاعر حمید مومند بابا 

۴- دپښتو ژبې لیکوال او ستر ملي شخصیت ارواښاد وزیر صیب محمد گل خان مومند بابا

 ۵- دپښتو ژبې مشهور لیکوا ل او شاعر ارواښاد قلندر مومند

۶- ملي مبارز کاکا جي صنوبر حسین مومند

۷- دهیواد دخپلواکۍ دلارې لوی مبارز غازي ماسل خان مومند( محصل خان)

۸- دخپلواکۍ دلارې مبارز او دمومندو دقبیلې نامتو مشر سعادت خان مومند 

۹- مشهور روحانی مشر اودهیواد دخپلواکۍ دلارې سترمبارز مولانا امیر محمد چې دچکنور په ملا صاحب سره یې شهرت درلود

۱۰- دپښتونخوا مشهور لیکوال ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند 

۱۱- دپښتو ژبې لیکوال او دمومندو ملي مشر ارواښاد میراجان سیال

۱۲- دپښتو ژبې نامتو لیکوال ارواښاد استاد قیام الدین خادم 

{سرچېنه: تارېخ پختون قبایل}

-
بېرته شاته