(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغم سندان

[13.Mar.2023 - 08:37]

لیک: ګل محمد بېتاب/ د غم سندان (خاكه)

 

سندان د اوسپنې هغه غونډ وي چې لوهار پرې اوسپنې پۀ پلکونو ټکوي او ټول عمر لۀ ئې پۀ نصيب کښې دغه وهل او ټکول وي خو سندان بيا هم پخپل ځاے وي. د پښتو يوه ټپه چې د حمزه شينواري صېب پۀ قول دا هغۀ جوړه کړې او عوامي شوې ده.

پۀ يارانه کښې زړۀ سندان کړه

پۀ کښې پېښېږي د پلکونو ګزارونه

دا سړے چې زۀ ئې درسره مخامخ کوم، د سندان نه پۀ هېڅ صورت کښې کم نۀ دے. پخپل ژوند کښې ډېر غمزپلے،کړيدلے او ټکولے شوے دے. د پښتو دا ټپه پرې بېخي صادقه راځي.

غم کښې پېدا پۀ غم کښې لوے شوم

غم کښې به مړ شم، غم کښې عمر تېرومه

ځکه ورته زۀ د غم سندان وايم. د پېدائش نه ئې دا قيصه شروع ده او تر دې  جاري ده ۔ . اوس دا څو وروستي کلونه ئې لږ پۀ ارام دي خو هغه ځکه  چې  د صحت د مسئلو سره مخ دے او پۀ ډاکټرانو ګرځي.

ما يو ځل د يو مشر پيربهائي نواز خان لالا نه تپوس کړے ؤ تاسو چې کله د باچاصېب مريدي شروع کړه نو څۀ وو. هغۀ وې ټکول وو. بيا مې ترې تپوس وکړو  چې کله مو اذکار پوره کول  نو څۀ حال ؤ. هغه ووې ټکول وو. ما ترې اخري تپوس وکړو کله چې درته پير صېب خلافت درکړو نو بيا څۀ حال ؤ. هغه ووې نور تپوسونه مۀ کوه خو بس ټول عمر  مې پۀ ټکونو کښې تېر شو. او تراوسه لا ټکېږم خو زما پۀ خيال نواز خان لالا هم د دۀ نه کم ټکول خوړلي دي. ولې چې هغه صرف روحاني تکليف ؤ او دا خو روحاني او بدني دواړه دي.

د غمونو شروع ئې د پېدائش سره وشوه  ځکه ورته زه د غم سندان وایم او هغه داسې چې کله دے پېدا شو سترګې ئې وغړولې نو مور تاجو بي بي ئې سترګې پټې کړې. او د دۀ د ژړا د چغې سره د خپلوانو د خوشحالۍ ´. زیري او مبارکۍ پۀ ځاے د غم او وېر چغې پورته شوې. پلار ئې د تورو تمبو شاته ؤ.

د فرورۍ پۀ ١٩ نېټه کال ١٩٤٩ز کښې دنيا ته د راتلو سره وړومبے پۀ غم اخته شومور بې  مړه او په شته پلار کښې بې پلاره ؤچې کله پۀ ښۀ بده پوهه شو نو کله به يو جېل ته د پلار ملاقات له تلو او کله به د نيکۀ ملاقات له بل جېل ته روان ؤ. سخت وخت ؤ کۀ څۀ هم لويه خاني ئې وه خو د حکومت لخوا د دوي ټول جائيداد او هر څۀ ضبط شوي وو. تر دې چې د ولي خان کور کښې يو ځانګو وه چې هغې کښې د دوي ماشومه خور پروين بي بي پرته وه نو پوليس هغۀ د ځانګو نه کوزه کړه پۀ زمکه ئې کېښودله او هغه ئې هم د سرکار پحق کښې ضبط کړه.

پۀ داسې حالاتو کښې اسفنديارولي خان لويدلو. جېل ورته د کورنۍ د مشرانو نه پۀ ميراث کښې پاتې ؤ ځکه خو د پينځلسو کالو پۀ عمر کښې چې د نهم جماعت طالب علم ؤ پۀ وړومبي ځل جېل ته تلے ؤ. د دغه وړومبي ورتګ سره جېل د دۀ طبعيت ته پرېوتواو که نه خو د جېل ورسره داسې طبعيت ولګېدلو چې پۀ مسلسله توګه به ئې وخت پۀ وخت ځان ته را غوښتلو او د غم ځپلي پۀ غم کښې به ئې اضافه کوله.

پخپل غم لړلي ژوند کښې شپږ واره د لږ يا ډېر وخت د پاره جېلونو ته تلے دے. د ټولو نه کم جېل ئې پۀ  وړومبي ځل ورتګ ؤ چې څو ګينټې ؤ او د اوږدې مودې جېل ئې کال ١٩٧٥ز کښې د ذوالفقار علي بهټو د حکمرانۍ پۀ وخت کښې ؤ چې د دۀ پلار خان عبدالولي خان د اپوزېشن ليډر ؤ. دغه موده کښې خېبرپښتونخوا کښې د پيپلز پارټۍ صوبائي وزير حيات محمدخان شېرپاؤ پېښور يونيورسټۍ کښې د بم يوه چاودنه کښې شهيد  شوے ؤ چې الزام ئې د عوامي نېشنل پارټۍ  په مشرانو ولګولو. دا ډله ئې غېر قانوني اعلان کړه. ولي خان ئې ونيولو او دې سره ئې اسفنديارخان هم پۀ دغه الزام کښې د پارټۍ د ګڼو ليډرانو سره د تورو تمبو شاته کړو. پۀ دۀ او نورو ملګرو ئې دا زور راوړلو چې د ولي خان خلاف دې ګواهي وکړي چې ولي خان ده او طالب علمانو ته وئيلي وو او دا بم دوي  ايښے ؤکه د چا پلار واقعي دا کار کړے وي نو هم ګواهي به پرې اونکړي لا پاتې شو د دروغو الزام  چې هیڅ حال کښې هم ورته دوي تیار نه وو ۔ د دې غرض د پاره ئې دے د ګڼو ملګرو سره د ورسک تاڼې نه د ٤٢ ورځو پۀ ريمانډ ورکړو او داسې تشدد پرې وشو چې بنده ئې سوچ قدرې هم نۀ شي کولے لکه د دۀ د ټولو ګوتو نه ئې نۀ صرف نوکونه پۀ نوسو ويستلي وو بلکې د څټ نه واخله تر پوندو د بدن هر ويښتۀ ئې ترې را ښکلے او شوکولے ؤ. داسې ئې څو ورځې د تاڼې ستن پورې زوړند کړے ؤ چې صرف د پښو غټې ګوتې  به ئې زمکې ته لګېدلې. ژمي کښې پۀ يخو اوبو کښې ئې غوپې هم ورکړې وې . د ظلم دې حد ته ګوره چې دوي سره د يو ملګري د اتو مياشتو ماشوم زوے ئې پوليس تاڼې ته را وستلے ؤ او هغه ئې اپوټه را زوړند کړے ؤ چې پلار ئې دا ومني چې دوي له د پارټۍ مشرانو دا بم ورکړے ؤ. او د هغۀ پۀ وېنا ئې ايښے ؤ خو هغه سړي انکار کولو اخر دا چې هغه ماشوم زوے ئې د پوليس د تشدد له وجې وفات شو چې بيا هغۀ تر مرګه لېونے ؤ. خو مختصر دا چې پۀ هېڅ حال اسفنديار خان دا خبره ونۀ منله چې پۀ پلار سلطاني ګواه جوړ شي او  د ملګرو ئې هم دغه حال وو. ورسره د پوليس تشدد داسې ؤ چې د اسفنديار خان پۀ قول ٢١ کسان چې د ورسک تانې د ريمانډ نه واپس  لاړل نو پۀ مکمله توګه نامردانه شوي وو. د دوي عمرونه د ٢٠ او ٢٥ کالو ترمنځه وو. بيا جېل کښې د دۀ د مقدمې سماعت وشو او د حيات شهيد د قتل د مقدمې پۀ تور کښې ورته ١٧ کاله د قېد سزا واورولې شوه. دې نه علاوه ځينې نورې مقدمې هم پرې جوړې شوې وې کومې چې بيا دوي هائيکورټ کښې چېلنج کړې. دې کښې ځينې مقدمې داسې هم پۀ دۀ قائمې کړے شوې وې چې هغه موده کښې دے جېل کښې ؤ لکه دے فرورۍ کښې نيولے شوے ؤ او اپرېل کښې چې کومې دهماکې شوې وې نو هغه ئې هم پۀ دۀ ور اړولې وې ۔ د هائيکورټ جج ووې پکار ده چې بيا خو د جېل سپرنټنډنټ هم  دې مقدمو کښې ملزم وګرځولے شي ځکه چې د جیل نه دے څنګه لاړو  او داسې د درېو کالو د جېل تېرولو نه پس ته ١٩٧٧ز کښې پۀ ٦٨ مقدمو کښې بري کړے شو. بيا د بهټو حکومت ختم شو او ملک کښې مارشلاء ولګېدله.

دا عجيبه ټوقه هم د بهټو وخت کښې شوې وه چې د يوې کورنۍ درې غړي باچاخان، ولي خان او اسفنديارخان درېواړه د سياست لۀ وجې مختلفو جېلونو کښې پراتۀ وو

څو مياشتې د غم دې سندان د بالاحصار قلعه کښې داسې هم تېرې کړې وې چې د شپې او ورځې به ورته هېڅ اندازه نۀ کېدله. ولې چې دغلته جوړو ځينو کوټو کښې پۀ مکمله توګه تيارۀ وي. د پخواني فوځي امر پروېز مشرف  پۀ وخت کښې پرې د خپلې صوبې نه علاوه د ملک درېو صوبو ته پۀ تګ ترڅۀ مودې پابندي لګیدلې  وه.

خو د دې هرڅۀ باوجود   هغۀ نۀ صرف د سياست مېدان کښې پاتې شوے بلکې چرې ئې هم حوصله نۀ ده بائيللې او لکه د سندان پخپل ځاے قائم ؤ

دا خو مې هېر وو چې د هغۀ د وجود پحقله څۀ ووايم نو هغه لکه د خپلې کورنۍ د مشرانو لوړ دنګ مضبوط وجود لري. قد به ئې شپږو فټو پورې وي. غټ مضبوط لاسونه، اوږد ښکلے مخ، غټې سترګې، مناسبه پوزه او پۀ مخ ئې غټې سترګې دي. ګڼ وېښتۀ ئې دي چې تراوسه لا برقرار دي. اسفنديار ولي خان د ١٩٩٠ز نه پارلېماني سياست کښې برخه اخستل شروع کړي وو چې پۀ وړومبي ځل د صوبائي اسمبلۍ غړے منتخب شوے ؤ. بيا پۀ کال ١٩٩٣ز کښې د قامي اسمبلۍ غړے جوړ شو، ٢٠٠٣ز کښې د سېنېټ غړے منتخب شوے ؤ او دې نه پس ته د کال ٢٠٠٨ز  کښې پۀ درېم ځل د قامي اسمبلۍ غړے جوړ شوے ؤ. قامي اسمبلۍ، سېنېټ او عامو غونډو کښې د هغۀ تقريرونه ډېر د خوند رنګ نه ډک دي چې اکثر خلق به ئې اورېدلو ته لېواله وي.

د بې نظيربهټو د حکومت دروان کښې د دغه ډلې يو  وفاقي وزير ډاکټر شېرافګن نيازي باچاخان او ولي خان پسې څۀ خبرې کړې وې . شېرافګن د خصوصي تعليم وزير ؤ. اسفنديارولي خان چې کله پاڅېدو وې وئيل چې د خصوصي تعليم وزير ډاکټر شيرافګن ته خپله د خصوصي تعليم ضرورت دے او بيا ئې د ذوالفقارعلي بهټو خلاف داسې خبرې وکړې چې ټول اېوان ئې ولړزولو. د پيپلز پارټۍ مشرانو اعتراض وکړو چې کۀ اسفنديارخان څۀ وائي نو د ډاکټر شېرافګن خلاف دې ووائي دې کښې د ذوالفقار علي بهټو، بې نظيربهټو او د دوي د خاندان څۀ قصور دے نو اسفنديارخان وئيلي وو زمونږ د پښتنو پۀ علاقو کښې دستور دا دے چې د چا سپے مونږه وچيچي نو زمونږه کار د سپي سره نۀ بلکې د سپي د مالک سره وي.

يو وخت داسې هم ؤ چې اے اين پي د سخت دور نه تېرېدله او پۀ اندروني توګه د پارټۍ حالات ښۀ نۀ وو. پۀ داسې حالاتو کښې اسفنديارولي خان ډېر پۀ حکمت او بصيرت  سره حالات قابو کړل او خپله ډله ئې د ګډوډۍ نه بچ کړه

هم د اے اين پي پۀ دور حکومت کښې صوبې ته د خېبر پښتونخوا نوم ورکړے شو او د اتلسم ترميم پۀ ذريعه صوبائي خودمختاري هم يقيني شوه.

د دهشت ګردۍ خلاف د دوي موقف ښکاره ؤ چې پۀ هر  حال کښې ئې د دې ختمول غوښتل. دغه وجه وه چې  د دهشت ګردو ورته نیت ښه نه وو ۔ پۀ دۀ خپل کور کښې خودکش حمله شوې ده چې د مشهور شاعر ادیب فضل غني غني په شمول  څلور ملګري ئې شهيدان شوي او نور شل ژوبل شوي وو. خو خداے پاک اسفنديارولي خان روغ رمټ ساتلے ؤ.

د دۀ د مشرۍ لاندې صوبه کښې د اے اين پي صوبائي حکومت دومره يونيورسټۍ جوړې کړې وې چې دې نه وړاندې هېڅ يو حکومت د تعليم پۀ مد کښې دومره کار نۀ دے کړے

د ټولو نه غټه خبره ئې دا ده چې هغه دا دعوه کوي چې کۀ څوک هم کله او چرته غواړي نو زه  احتساب ته تيار يم  او پۀ دې خبره کلک دے چې زما زمکه هم هغه هومره ده څومره چې راته ولي خان پۀ ميراث کښې پرېښې وه.د نور مال دولت هم دغه حال دے. هسې پکار خو دا وه چې دې دومره غمونو اسفنديار ولي خان د برمه پرې ويستے ؤ خو داسې نۀ ده هغۀ پۀ ګپ شپ او ټوقو ټقالو مئين دے ۔  تقريرونو او خبرو کښې ئې هم د دې نمونې دي. لکه يو ځل ورته چا وې چې دا پروېزخټک تاسو پسې ډېره سپکه خلۀ خوزوي نو اسفنديارخان ووې  د ده متعلق به زه څه ووايم خو  يو کلي کښې يوه ويرګزه ښځه وه چې پۀ روپو به ئې مړو ته ژړا کوله  يوځل چې هغۀ يو مړي له لاړه  خو چې څادر ئې پورته کړو نو چا ورته ووې خورې مړے اوستايه کنه. لاس کښې ورله روپۍ کېښودې. هغې روپۍ واپس کړې. وې  ډېرکوشش مې وکړو خو د دۀ يو هم داسې نشته چې زۀ ئې وستائم. دا روپۍ مو واخلئ او روانه شوه. دغه حال د پروېزخټک هم دے

نوموړے شاعر اديب روښان  يوسفزے وائي پۀ کال ٢٠٠٠ز کښې د دوېم پښتو عالمي کانفرنس پۀ موقعه چې ما کمپئرنګ کولو او نشتر هال کښې پروګرام وو  نو ما د اسفنديارخان د را غوښتلو نه وړاندې هسې دوه ټپې ووې.

زما د يار نخښې درکښې دي

ګلابه ځکه دې پۀ جيب کښې ګرځومه

او بله دا چې 

اولاد کۀ پلار ته رسېدلے

حسن، حسېن به دعلي پشانتې ونه

کله چې دې نه پس ته اسفنديارخان تقرير شروع کولو نو ناڅاپه ئې ووې زۀ نۀ پوهېږم چې روښان يوسفزي زما حېثيت پورته کړو او کۀ ښکته ئې کړودې نه دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې هغه پۀ شعرونو او ټپو څومره رسي. د ډيرو شاعرانو او خصوصا  خپل ترۀ غني خان اکثره شاعري ورته ياده دهد دۀ غني خان سره او د هغۀ دۀ سره خاص مينه وه. اګر چې د اسفنديار خان نه کله هم چا د ګېلې خبرې نۀ دي اورېدلې خو غني خان به وئيل پۀ دې ورارۀ مې ډېر زړۀ  خوږېږي.

د خپل نيکۀ باچاخان سره هم ډېر نزدې پاتې شوے دے او ډېرې خاطرې ئې ورته يادې دي لکه يوځل ئې وئيل چې زۀ باچاخان له جلال اباد ته تلے وم نو دوه مياشتې مو پۀ مخه سبزيانې خوړلې. يو ځل ورته ما ووې چې بابا پۀ سبزيانو خوړلو مو خلې پخې شوې نو چرته چرګ نه خورو نو ما ته ئې ووې چې تۀ او دا ملګرے دې چرګ وخورئ. تۀ د خان زوے ئې او زۀ خوز به هم سبزي خورم. ما ورته ووې بابا ستا پۀ جائيداد ستا درې زامن خاني کوي۔ نو باچا خان ووې  زما قام غريب دے او زه په ټولو چرګان نه شم خوړلے نو هغوي سره د برابرۍ په خاطر زه هم هغه خراک کوم چې عام غريب خلق ې کوي ۔ 

 د اسفديار ولي خان د ټولو نه غټ صفت دا دے هر ځاے خپله خبره په ډانګ پٸيلې کوي ۔ نه د چا نه ویريدلے او نه خرڅ شوے دے چې د دې پته ې د تقریرونو نه لګي ۔ سينټ کښې يو ځل تقریر کښې وٸيلي وو چې د سندھ ګټه د سندهيانو ده او د پنجاب د پيداوار ګټه د پنجابيانو ده خو د پښتنو د وسايلو لکه بجلۍ او تماکو ګټه د پاکستان ده ۔

د اسفنديار ولي خان ژوند د ډيرو غمونو او تکليفونو نه ډک دے خو کله ې هم حوصله نه ذه باٸیللې ۔ د هغه د غمزپلي ژوند ډيرې خاطرې شته خو هغه ې نه ليکي ۔ شاید وجه ې دا وي دې سره د هغه هیر شوي غمونه تازه کيږي او يا دا نه غواړي چې په هغه غم چې ده تير کړے دے نور غمژن کړي خو بیا هم ضروري ده چې ده سره نزدې پاتې شوي کسان دا ضرور وليکي او د تاريخ پاڼو ته ې وسپاري ۔ ښه ژوند او صحت ورته غواړو ۔ 

پيښور 

27  فروري 2023

-
بېرته شاته