(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال خان

[20.Feb.2023 - 16:27]

د خوشال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکې

خوشال خان یوه ستره معنوي شتمني ده, د ګڼ شمیر پوهنو د څیړنې په زړه پورې سکالو (موضوع) جوړوي او هره پوهنه په خپلو ځانګړو لارو ددې شتمنۍ دبېلابېلو اړخونو څخه ملغلرې راوباسي.
 مونږ ددې شتمنۍ  انګړ ته د ساپوهنې په لارو (طریقو میتودو) ورننوځو او ددې هڅه کوو , چې د خوشال خان د سړیتوب (شخصیت) ځنې لړونه راوسپړو . 
د هر انسان سړیتوب د هغه ټولنې د اغیزې د لاندې په کومه کې چې پیدا شوی وي وده کوی. 
د خوشال خان د ژوند ډیوه په پښتونخوا کې بله شوې ده، له دی کبله پښتني ټولنې ته لنډ نظر اچول اړین (ضروری) دي .
#پښتنه_ټولنه یو موړ او بډائې کولتور لري,  چې #پښتونولي نومیږی. د پښتونولۍ  بنسټ د اولسي  جرګو په یوه  ډیموکراتيک ( جمهوري) سیستم ولاړ دی.  
دا جرګې یو د بل څخه ناپیېلې او غیرې مرکزي بڼه لري.  
په جرګه کې لکه د سټیټ/دولت  په شان اجرایه ، مقننه او عدلیه ځواک (قوه) راټوله شوې او خپلې پریکړې د رايو په یووالي (توافق) سره کوي او د رایو په ډیره کی سره ئې نه کوی. 
دا  ددې مانا لري چې پښتنو کې د هر تن رائې ته ارزښت ورکول کېږی او ځانګړتوب ( انفرادیت ) اړېن/مهم رول لوبوي. 
دا چې د پښتنو ژوند ټولنیز او ډله ایز دی, نو د پښتنو کورنۍ د لویدیزوالو د کورنیو په بر خلاف غټې  او څو کوله یا ( نسله ) دي.  
کورنۍ د خيلونو ، خیلونه د قبیلو او قبیلې د قام سره تړون لري,نو  له همدې کبله د پښتون پیژند ( تشخص ) هم پوړیز دی .
که څوک ووائي,  چې زه مومند یا اپریدی ېم نو هر څوک په دې  پوهیږي,  چې پښتون دی.  یانې  د خيل یا قبیلې په پیژند (تشخص) کې د قام پیژند پروت دی.
 همدغسې پښتو د یوې خوا د پښتنو ژبه او د بلې خوا ئې بنسټي قانون دی, چې د يو شمیر نرخونو یا دودونو , چې هر پښتون ئې پابند دی او د ګڼشمیر  ارزښتونو یا صفتونو څخه چې هر پښتون بایده دی,  چې ولري جوړ شوی دی.
د ځینو ارزښتونو یا صفتونو لومړنی توری ئې په هغه تورو پیل کيږی چې د پښتو او پښتون په لفظونو کې شته لکه پت ، ښیګړه ، توره ،وفا او ننګ. 
د پښتو د ارزښتونو يا صفتونو پوله يوازې په دی تنګه نه ده, بلکې دا ارزښتونه زیات دي, خو دا ارزښتونه زر یاد ته راځي, کله چې سړی د پښتو یا پښتون د تورې/لفظ سره مخامخ شي.
 میا سید رسول رسا په دې  نښتون کې لیکي, چې پښتو پښتانه خپلې ژبې ته وائي او پښتو  پښتانه خپل ملي سیرت ته وائي. 
د دنیا په هیڅ قوم کې ملي ژبه د ملي سیرت په مانا کې نه استعمالیږي,  دا  امتیازي خصوصیت صرف د پښتو په کلمه کې دی, یعنې فارسیوان دا نه وائي, چې تا کې فارسي شته یا نشته,  یا عرب دانه وائي چې تا کې عربي شته یا نشته, انګریزان دا نه وائي چې تا کې انګریزی شته یا نشته,  خو صرف پښتانه وائي,  چې تا کې پښتو شته یا نشته. 
په لنډو تورو سره پښتو د پښتنو قامي قانون (آئین) یا ژوند دود (ضابطه حیات) دی.
پښتو د ژبې په توګه هم زمونږ د یوې څیړنې له مخې بې ساری توانمنه ده . 
د پښتو ژبې د غږونو تورو شمیر چې د ژبې دتوان (ظرفیت) نښه ده حتا د نړیوالو پر مختلفو ژبو لکه انګلیسي او الماني په پرتله زیات دي.  
که څه هم تراوسه پورې د پښتو ژبې ټولو ګړونو ته توري نه دي نیول شوي,  خو د هغه تورو شمیر چې اوس د پښتو په عربي لیکدود کښې کارول کیږي شپږ څلویښت ته رسیږي او د پښتو په پخواني میخي لیک کښې اووه دیرش توري تر اوسه مالوم شویدي .
حال دا چې د انګلیسي ژبې د تورو شمیر شپږ ویشت او د جرمني ( الماني/دویچ ) ژبې د تورو شمیر دیرش دی. په دې حساب پښتو د ژبې په توګه د انګلیسي او جرمني ژبو څخه زیات توان ( ظرفیت ) لري, یانې  د  ودې ډېر/ زیات قابلیت لري, خو کار ورته نه دی شوی او د  وييو ( لغاتونو ) او نومونو ټولګه ئې د انګلیسي او جرمني ژبو په پرتله ډېره کمه ده . 
ژبه نه يوازې د قامي (ملي) پیژند نښه ده, بلکې د ټول ساوال ( نفسی ، روحي/رواني  ) ژوند سره ټينګه تړلې او د ساوال ژوند په وده کې کره برخه لري او هم د ساوال ژوند جوړښت او وده په ژبه پوره اغیزه لري او د ژبې څرنګوالی ټاکي
 ژبه او ساوال ژوند یو له بل سره دوه اړخیزه اړیکې لري او يو له بل څخه بیلدلی نه شي.  خپله سوچ ( اند یا فکر ) د ژبې يوه بڼه او څهره ده. 
د ژبې په ډډ  او  وده سړی سم پوهیدلی نه شي,​ که ئې د نورو سا والو ( نفسی ، روحی ) پېښو او ځواکونو څخه په ناپييلی توګه د اشارویو سیستم وګڼي او یا ئې د ګوښې او ځانګړی توان نښه لکه د پوهیدلو او پوهولو ( مفاهمې ) اله ګنړلی.
که پورتنی متن راغونډ کړو په پښتني ټولنه کې ځانګړتوب او ډله ایز توب تر منځ ازادي  او تړون شته او هم پښتو د پښتنو ژبه او قانون دی . 
په ساپوهنه کې د انسان د سړیتوب ( شخصیت ) دلړونو د مالومولو لپاره بېلابېلې (مختلفې)  تلې او لارې شته مونږ د رول د راسپړدلو په لاره د خوشال خان د سړیتوب لړونه په ګوته کوو . 
په پښتنی ټولنه کې د یو تن مقام د پښتو مټ ،مال او پوهې ( تجربه هوښیارتیا او علمیت ) له مخې ټاکل کیږي. 
مشر ته درناوی په پښتني ټولنه کې په همدې اصول یانې  د پوهې پر بنسټ دی, چې تجربه به ئې زیاته وي. 
ددې څلورو توکونو ( عناصرو ) اندازه اوجوړښت ( ترکیب) په پښتني ټولنه کې د انساني رول او مقام راپه ګوته کویي چې د سړیتوب هنداره ده.  
هر څومره چې سړیتوب کې پښتو زیاته وي,  هغومره قامي (ملي)  سړیتوب دی . 
خوشال خان د پښتو ژبې وتلی شاعر دی او د شعر تومنه ( خمیره ) په لاشعور کې د سرته نارسیدلو هیلو څخه جوړیږي, چې د تخیل سوچ او احساساتو په مرسته سره د الفاظو په تنظیم شوي رنګ کې ټولنې ته وړاندې کیږي, لاشعور د سړیتوب یا شخصیت خوځونکې قوه ده ، هر شاعر په خپل شعر کې د ګل یا بلبل نندارچې او یا د یوې ډلې, قبیلې, قام او یا کومې نظرئې د استازې (نمائنده) په توګه رول لوبوي.  
هر شعر ځانته سکالو (موضوع) لري,  چې دا سکالو ځانګړې (خاصه)  یا عامه کیدلی شي او کوم شعرونه چې سکالو/ موضوع نه لري,  نو هاغه شعر د شعر لپاره دی او پخپله موضوع ده . 
مونږ د خوشال خان رول د هغه په یو شمیر شعرونو کې را په ګوته کوو .    
خوشال خان وائی : 
زه خـــــوشـــــــال  د شـــهــــبـــاز خـان ېـــــم
چـــې  تــورزن ېــــــــم,  کـــان پــــــــــه کــــان

شـــــهــبــــــاز خــــــان د یـــحــــیـــا خـــان ؤ
چــــې بـــــــل نـــــــــــه ؤ هـــــســــې ځــوان

یـــــــــحــیـــــــا خـــــــان د اکـــــــــــــوړي ؤ
چــــــې پـــــــه تـــــوره شــــــو ســـلـــطــــان

د هـــــجــــــرت زر دوه ویــــشــــــت ســـــن ؤ
چــــــــې زه راغــــــــلـــم پــــــه جــــــهـــــان

هــــــغــه کـــال پـــوره پــــــنـــځــــــــــوس ؤ
چـــې شـــهـــیــــد شـــو شــــهـــبــــاز خـــــان

د هـــــــغــه دور بــــــــــــــاچـــــــــــــــــــا ؤ
قـــــــــــدردانــــــــــــه شــاه جــــــــــهـــــان

د  پـــــــلار  ځــــــای  ئـــــې  مــــــاتـــــه  راکــړ
پـــــــه ولــــس شـــــوم حـــــــــــکــــــمـــران

کــــــــــــه د تــــــــورې, کــــــه د  ورکــــــــړې
هـــیـــــڅ مــــې پـــــرې نـــه ښــــود  ارمــــــان

لــــکـــــه خــــــرڅ مـــــې دبـــــــــــابــــــــا ؤ
زمـــــــــــــــــا  لا وو   دوچــــــــــنــــــــــد  ان

واړه دیــــــــــــــــرش زره خــــــــــــټــــــک دي
درســــــــت زمــــــــــا ؤ پــــــــه قـــــربــــــان

درســـــت خـــــــټـــــک زمــــــا پــــــــــــه دور
نــــــــــــامـــــــور  شـــــو  پـــــــــــــــه  دوران

او په بل ځای کې وائی :
زه د یــــوســـفــزي پــــه ځــــان زهــروم قــــاتـــل
بــل مــقــصــد مــې نـــه ؤ پــه خــدمــت کې د مـل

په دی بیتونو کې خوشال خان د خټکو د قبيلې د مشر رول لوبوی چې د پلار نیکه نه ورته میراث پاتې دی او د مغلو د باچا شاه جهان سره د خپلې کورنۍ او ځان اړیکې راښائی او وائی چې دا اړیکې ددی د پاره وې چې يوسفزو ته زه زهر قاتل وم . د خوشال خان اړیکې بیا د مغلو سره خرابیږی د مغلو له خوا بندي کیږي او د بند څخه وروسته د مغلو د منصب نه لاس اخلي او وائي :

د مـــغــل مــنــصب مې پــرېـښـود هسـې خــوښ
لکــــه خــــلاص له لــویـــه بـــنــده بــنــدیـــوان

ازادي تـــر بــــــاچـــا هـــي لا تــــــیــــری کـــــا
چــې د بـل د حــکــم لانــدی شـي زانـــدان شـــي

بیا د قام د مشر په رول کې ډګر ته راځي او وائي :

درســت پــښــتــون له کــنــدهــــاره تــر اټـــکـــه
ســـره یــــو د نـــنــګ پـــه کــار پــټ او اشــــکــار

په بل شعر کې وائی :
هــره چـار د پـــښـــتـانـــه تــر مـغــل ښــه ده
اتـفـاق ورڅــخـــه نـــشـــتـــه ډیـــــر ارمـــان

د بــــهــلـــول  او د شير شـــاه  خـــبـــرې اورم
چـې پــه هـــنـد  کـې پښـتــانــه ؤ  بــاچــاهـان

شــپـږ اوه پــیـړۍ ئـې هـســې بــادشــاهــي وه
چـې پــــه دوی پـورې درسـت خــلـک ؤ حـیـران

کـه تـوفـیــق د اتـفــاق پــښــتــانــه مــومـــي
زوړ خــوشــال بــه دوبـــاره شــي پــه دا ځـوان

پدی شعر کې #خوشال_خان پښتانه او مغل سره پرتله کویي, د پښتنو هر کار د مغل نه ښه ګڼي  او د پښتنو د لودي او سوري قبیلو باچاهانو ته ګوته نیسي,  چې په هند ئې ډیره موده حکومت کړی یانې پښتون قام خو لا څه کوې چې قبیلې ئې د حکومت کولو جوګه دي.
د خوشال خان په وخت کې قبیلوي سوچ او احساس پله که څه هم د قامي/ملي  سوچ تصور پکې پروت ؤ خپله د قامي سوچ او احساس د پلې څخه درنه وه. 
خوشال خان قامي سوچ ته پاملرنه وکړه او پښتو ئې د مټ یانې قبیلې او مال څخه مخکې کړه او په دې توګه ئې د ټول پښتون یا #قامي_وحدت نظريې ته ژوند وبخښلو او د قامی سوچ او احساس پله ئې د قبیلوي سوچ او احساس څخه درنه کړه .
لکه د پورتنیو شعرونو په شاه  خوشال خان پخپلو نورو شعرونو کې هم د قامي او ولسي  مشر په رول کې د پښتني ټولنې نیمګړتیا او بې اتفاقي  راپه ګوته کوي او د بې اتفاقۍ  د منځه وړلو لپاره د پښتنو په ارزښتونو ټینګار کوي او وائی :

سردې درومي, مال دې درومي,  پـت دی نــــه ځــي
د  ســـړی  د چـــارې  کـل خـــوبــي پـــه پــــت ده

د خوشال خان دا پورتنی شعر په عملی تجربو ولاړ دی او د پښتنې ټولنې حقیقی تصویر دی. 
پښتانه تل په خپل ټوپک ویشتل شوي, پښتانه پردو  نه دي ټکولي, بلکې د پښتو څخه پردی شوي پښتون ټکولي, ربړولي او ځپلي دي او یا هغه پښتون چې د پښتو  يا پت څخه,  چې د پښتو برخه ده,  مال ته یې برتري (امتیاز) ورکړی او د مال له خاطره د پردو غیږ ته تللی دی.
 خوشال د خپلې کورنۍ او قبیلې د اغیزې څخه ځان خلاص کړو او د ټول پښتون سوچ ئې خپل کړو او قامی ګټې ئې د وخت د سوچ او اند په برخلاف د قبیلې ، خيل او کورنۍ د ګټو څخه درنې کړې.
پښتو کول ئې د پښتو ويلو او لیکلو سره یو ځای مخ په وړاندی بوتله. له دی کبله د تورې, چې د پښتو کولو پورې اړه لری او قلم خاوند ګڼل کیږی, چې د پښتو ویلو او ليکلو پورې اړه لری چې د یوه بشپړ او په تول پوره او کره پښتون نښه ده.
دخوشال خان پوهه هم بې ساری (بې مثله)ده . فلسفي ، اخلاقي ، دیني, تاریخي ، ادبي او سیاسي مطالب پخپلو شعرونو کې رانغښتي دي او په هر برخه کې خوشال خان د سړیتوب د ودې په جګ پړاو کې د خپلې پوهې رڼا کې پښتو ته د مال او پت څخه اوچت ځای ورکړی دی. له دی کبله ورته د پښتون د #قامی_وحدت د نظريې پلار وئيلی شو. لنډه دا چې خوشال خان یو ډیر اړخیزه سړیتوب (شخصیت) دی, چې د پوهې پلوشې ئې نه يوازې پښتونخوا, بلکې نړۍ  هم روښانوي .
دا ډول سړیتوبونه د خپلې لوړې معنوي شتمنۍ له کبله ابدي ژوندي وي .
د خوشال خان وروسته د باچا خان د سولې فلسفې د پښتون قامی وحدت ته ژوند وروبخښلو . 
په اوسنی وخت کې قامي سوچ او احساس په پښتنو کې ژوندی شوی دی, د پښتون / افغان قامی جرګه کې چې د ننګیالی مشر خان لالا محمد افضل خان په زیار سره د پښتونخوا په پېښور کې د دوه زرم کال په ځوارلسم او پنځلسم نوامبر جوړه شوې وه, ټول پښتانه قامي مشران د پښتنو په نوي کړکېښ/ پېښلیک (تاریخ) کې د لومړی ځل لپاره په يو ټغر راټول شول او دا احساس ئې د مینځه یوړو چې پښتانه اتفاق کولی نه شي. 
 دې جرګې د پښتون د #قامي_وحدت پریکړه وکړه او د یو شمیر غوښتنو سربیره ئې دا قرارداد پاس کړو چې 
« پښتون يو غاصیب ویشلی دی د غاصب عمل هېڅ قانوني حیثیت نه لري, قامي يووالی د پښتون / افغان قوم حق دی دا چې کله او څنګه به حاصلیږی وخت به خپله ددی حل رواکاږی د پښتون / افغان قامی وحدت د هیچا په ضد نه دی دا دیو تاریخي حقیقت پیژندل او په سیمه کې د امن د پاره ضروری دی » 
اوس نو دا د هر پښتون دنده او ذمه واري ده چې د پښتون / افغان قومي جرګې ددې پریکړې د عملی کولو لپاره د خپل وس سره سم هلې ځلې وکړي.

اخستونځی :
میا سید رسول رسا په « ارمغان خوشحال » کې يونیورسټی بک ایجنسی خیبر بازار پېښور ،
ظریف پوهاند ډاکتر ګل جانان « پښتو میخمری ډیبونه دوه زره پنځه سوه کاله پخوا » چاپ رحمت پر ینټنګ پریس پېښور نولس سوه څلور نویم کال،
کبیر ستوری « ژبسا پوهنه » خپرونکی د پښتونخوا د پوهنې دیره ، پېښور نومبر دوه زره

وحدت ورځپاڼه / وحدت : ۲۴ جون ۲۰۰۱
Daily Newspaper "The daily Wahdat" / 24th June 2001

http://www.kabirstori.com/index.php?page=Leekaney&c=Leekaney_Cereneezy&id=66

-
بېرته شاته