(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعري ټولګه

[20.Jan.2023 - 05:34]

د پښتو ژبې لرغونې شعري ټولګه التخفة القادریه وموندل شوه

لیک: عبدالله پیکار

دپښتو ژبې دا لرغونی اثر چې په کابل کې دترکیې سفارت د مستشار ښاغلي سنان ایلخان په زیار د ډبلین چسټر بیټي په کتابتون کې موندل شوی یو ډیر نادر قلمي اثر دی چې په ۱۷ میلادي پيړۍ کې پښتون صوفي او مصنف ابن منیر لیکلی و د ترکیې د پراختیايي ادارې ( ټيکا) په مالي مرسته په روان کال ۱۳۹۵ هـ ش کې په ښکلي صحافت په ۷۲۲ صفحو کې ۲۰۰۰ جلده مجلد چاپ شوی دی. دا کتاب د قادریه طریقې ګڼ شمیر مواصفات او دشیخ عبدالقادر جیلاني مناقب او ممیزات په روان شعري وزن کې بیانوي چې ټول مناقب په کې دڅپرکو په بڼه راغلي او ټول تعداد یې ۳۸ دی د نوموړي منظوم اثر ټول ابیات ۷۸۷۰ ته رسیږي چې عنوانونه یې په عربي ژبه کې لیکل شوي دي.

دا عرفاني اثر چې د احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ په زمانه کې د پښتو ژبې دهغه مهال د نوموتي صوفي شاعر ابن منیر په قلم لیکل شوی دلومړي ځل لپاره د ترک مستشار ښاغلي سنان ایلخان له خوا وموندل شو چې د ډبلن چسټر بیټي په کتابتون کې یې د عثماني خلافت په اړه په کُردي ژبه لیکل شوي اثار پلټل.

ښاغلی ایلخان دکتاب په سریزه کې یوځای لیکي: (( کله چې زه په ۲۰۱۴ م کې د ډ بلین چسټر بیټي په کتابتون کې په دې لټه کې شوم چې ایا په نوموړي کتابتون کې به دعثمانیانو دوخت داسلام په اړه په کُردي ژبه کوم لیکل شوی اثر وي او کنه په اتفاقي ډول مې په ځواب کې دکُردي ژبې پر ځای دپښتو ژبېالتخفةترلاسه کړه، له سلو کالو راهیسې په نوموړي کتابتون کې دختیځ لیکنو او تصانیفو لپاره په کتابتون کې ګمارل شوي کارپوهان پر پښتو ژبه دناپوهۍ له امله دتخمین په څیر دغه اثر یې په نوموړي کتابتون کې دکُردي ژبې په نامه ثبت کړی و.))

 

له روښاني غورزنګ نه واخله تر حمزه شینواري پورې دپښتو ژبې د زیاترو اثارو محتوا پر تصوف او عرفان را څرخي ، تصوف او عرفان ددې باعث شوی چې پښتو ژبه د شعر او نثر په برخه کې بهترین اثار ولري.

دشکل او ژبني جوړښت په لحاظ د التخفة القادریه شعري ټولګه دهماغې زمانې (۱۷۷۲-۱۷۲۲ م) ټولې ځانګړنې لري خو دمتحوا په لحاظ په بشپړه توګه د قادریه طریقې او پیر سید عبدالقادر جیلاني مناقب بیانوي، دا کتاب چې ترک مستشار ښاغلي ایلخان له یاد شوي کتابتون څخه ترلاسه کړی یوه قلمي نسخه ده چې د احمد شاه ابدالي دزمانې دخطاطۍ د هنر یوه ښکلې او ژوندۍ نمونه هم ګڼل کیدلی شي .

افغانستان ددې سیمې په تمدني حوزه کې هغه مهم هیواد و چې د تصوف څلور طریقې په کې تراوسه مروجې دي اما کابل، هرات، کندهار او شمالي ولایتونه د ټولې منطقې لپاره د تصوف مراکز ګڼل کیدلی شي چې د هرات چشت شریف د چشتیه طریقې عمده مرکز دی چې تر نن ورځې پورې یې دهند نیمه وچه په خپله صوفیانه حلقه کې ساتلې ده . دافغانستان دلرغونې دورې زیاتره لیکني اثار دتصوف او عرفان زیرمه جوړوي، خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین بلخی، عبدالرحمان بابا او ګڼ داسې نور مشاهیر شته چې د تصوفي تصوراتو پر مبنا یې ستر کتابونه او دیوانونه لیکلي دي.

دقادریه تصوفي سلسلې بنسټګر عبدالقادر جیلاني (۱۰۷۷۱۱۶۶م) وچې په بغداد کې پیدا شوی او هملته خاورو ته سپارل شوی، قادریه طریقت چې په عبدالقادر جیلاني پورې اړه لري په شپاړسمه میلادي پیړۍ کې په هند ي نیمه وچه کې ځای پر ځای شو ګڼ شمیر پښتانه قبایل یې دخپل مقبولیت له مخې ځان ته جذب کړل، په افغانستان کې د قادریه طریقت یوه مهمه کورنۍ چې تراوسه ددې طریقت مشري په غاړه لري دښاغلي پیر سید احمد ګیلاني کورنۍ ده چې پلار یې ارواښاد نقیب صاحب د مشرۍ پرمسند تکیه لګولې وه او تر نن ورځې پورې هماغه لړۍ روانه ده.

 

دکتاب په محتوا کې د قادریه تصوفي سلسلې ټو عرفاني سلوک ، ظرافتونه، مقامات او روشونه په روان پښتو شعر بیان شوي دي چې دلته یې زهیواې څو بیتونه له تاسې سره شریکوم:

شهزاده ویل ای پلاره

زه دې راوستم تر ناره

که له تانه پیر جدا کړم

هم له خلقه یې تنها کړم

ظاهر خلکو ته یې خراب کړم

ولې زه یې پټ سیراب کړم

به ښه ځای کې یې مقام کړم

په نعمت سره يې عام کړم

 

شه خبر له دا داستانه

له مخدوم جهانیانه

جهان کشت ده دی هر ګوره

خبرداره له هر لوره

ده چې کړې رساله ده

ښه تخفه سفر نامه ده

چې ده کړی روایت دی

هغه ځای کې اشارت دی

حضرت پیر چې کل توفیق و

همیشه یې دا طریق و

 

په دې باب چې ښه روزي ده

رساله یې پیروزي ده

تصنیف کړی قطب الوقت دی

ښه کامل فقیر نیکبخت دی

لوی عالم و مدقق

ښه عارف و محقق

مشهور نام شیخ محمد و

ښه ثقه ډير معتمد و

دشیخ عبدالقادر جیلاني او دقادریې طریقې د نورو سرلاروپیرانو دمناقبو په اړه په دغو ابیاتو کې ګڼ شمیر موضوعات را نغښتل شوي دي چې له یواې خوا دهغې زمانې صوفیانه تاریخ ګڼل کیدی شي او له بله پلوه د قاردیې طریقې هغه ټولنیز مقبولیتونه او ممیزات په ګوته کوي چې له منځني ختیځ نه واخله تر بحر هند او امو سیند ( ماورالنهر) پورې یې ګڼ شمیر معتقدان درلودل.

شیخ عبدالقادر جیلاني چې په پښتنو کې په لوی ځوان هم شهرت لري خورا کیسې، نکلونه او فولکلور یې مشهور دی، دتناره له سره واخله تر حجرو او جوماتونو پورې به یو مهال د لوی ځوان یعنې عبدالقادر جیلاني د میړانې، سخاوت، درایت او وقار کیسې کیدلې، مګر په تیره نیمه پیړۍ کې د وهابیت څپې دافغانستان په شمول په ټوله سیمه کې دتصوف ریښې وویستې او لا هم کوښښ روان دی چې دمنځ لارې اسلامپالنې ریښې وویستل شي او پرځای یې داسې سنتیز رامنځ ته شي چې د افراط نظریاتي او عملي ډلې ټپلې ترې وزیږي، دا افراطي افکار او کړنچار دخپل نوعیت له مخې کوم حقیقي دیني هویت او صبغه نه لري اما دقران او احادیثو په ناسم تفسیر سره ځينې فکري حلقات غواړي چې افراط ګرايي او ډار اچونه جهاد وبولي او د اسلامي تصوف نرم او معتدل دریځ له یوې مخې کفر وګڼي.

زه د ترک مستشار ښاغلي سنان ایلخان دا زیار او زحمت دپښتوژبې د ادبیاتواو عرفاني سلسلې سره دنوموړي احسان بولم او رسالتاً دیوه افغان په توګه ترې دزړه له تله مننه کوم. څرنګه چې د دغه کتاب په مقدمه کې ښاغلي ایلخان یادونه کړې چې د ترکیې ورور هیواد دافغانستان له فرهنګي بډاینې سره علاقه لري په خپل دغه یوازیني کتاب یې هم دا ادعا په اثبات رسولې ده اما افغانستان دجګړې په حال کې هیواد په توګه د ترکیې ګڼو فرهنګي مرستو او عنایتونو ته اړتیا لري.

که چیرې ترکیه په منظمه توګه له افغانستان سره په فرهنګي ډګر کې لاس یو کړي په اسانۍ سره په افغانستان کې اصیل افغاني فرهنګ وده کولی شي چې دافغانستان د ورونو قومونودیو والي لپاره به دالهام یوه مثبته زیرمه وګڼل شي او ترڅنګ به یې دافغانستان جګړه ځپلي نسلونه دخپلو اسلافو له تاریخي دوست ( ترکیې ) سره نور هم پیوست شي . افغان ځوان نسل دې فرصت ته دیوه طلايي چانس په سترګه ګوري ځکه له ترکیې سره شریک فرهنګي اقدامات به له یوې خوا عملا دځینو مغرضو ګاونډيانونا سالم نفوذ کم کړي او له بله پلوه به ددواړوهیوادونوترمنځ ولسي هراړخیزې اړیکي لا پیاوړې شي.

ترکیه دیوه سالم او منځلاري اسلامي هیواد په توګه کولی شي په خپلو فرهنګي هڅو په افغانستان کې د ځینو مغرضو افراطي حرکاتو مخه ډب کړي او دافراط پر ځای دمنځ لارې اومناسبې اسلامپالنې روحیه ترویج کړي ، افغانان باید دټولنیز سمون په موخه ددولتدارۍ ټول هغه موډلونه له ترکیې څخه واخلي چې دوی په تیرو څو لسیزو کې رامنځ ته کړي دي ځکه ترکیه دیوه اسلامي حنفي هیواد په توګه دافغانستان هم دینه او هم مذهبه ورور هیواد دی.

په پاې کې یوځل بیا له ښاغلي سنان ایلخان څخه دزړه له تله مننه کوم او هیله من یم چې دغه زیار او زحمت ته یې په عمومي توګه ټول افغانان او په ځانګړي ډول دپښتو ادب استادان او شاګردان مزید درناوی وکړي. 20 جنوري 2023

-
بېرته شاته