(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سنسکرټ

[28.Dec.2022 - 18:51]

سنسکريت संस्कृतम्

-----------------------------

لیکوال /ډاکټر لطیف یاد

سنسکريت دهند يوه ډېره لر غونې او پخوانۍ ژبه ده چې لر غو نتوب يې ويدي عصر ته رسيږي٠ دغه ژبه د اينډو- ارين د ژبو په کورنۍ پورې اړونده ژبه ده ٠ که څه هم دغه ژبه په اوسني وخت کې ډېر ويو نکي نلري ، خو سره له دې هم دهندوستان په ډېرو پو هنتونو کې تدريس کيږي او په هر پو هنتون کې دسنسکريت ژبې لپاره يوه څانګه يا ډيپارټمنټ شته چې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره زده کوونکي لري او هم دسنسکريټ دژبې دودې لپاره ځينې علمي او تحقيقي مر کزونه هم شته چې ډېر ژبپو هان پکې څيړنې کوي ٠ که څه هم په اوسني وخت کې د سنسکريت دژبې ډېر ويونکي نشته، خو د ٢٠٠١ زېږدېز کال داحصائيې له مخې د هندوستان په هېواد کې اوس هم ١٤١٣٥ تنه پر دغې ژبې ګريږي٠د هندو ستان د ٢٢ رسمي ژبونه سنسکريت هم يوه رسمي ژبه ده او دشمالي هندوستان داتهر کهنډدايالت رسمي ژبه ګڼل کيږي٠

دسنسکريټ دکلمې مانا مهذبه، بشپړه او کره شوې ده،ځکه دغه ژبه دويدي ژبې له تهذيب او سمولو نه پيداشوې ده٠که موږ څيړنه وکړو نو دابه جوته شي چې سنسکريت يوه پخوانۍ علمي ژبه ده چې په زرګونو علمي، ادبي ،تاريخي او مذهبي اثار پرې ليکل شوي دي او له نيکه مر غه ددغې ژبې ډېر اثار دزمانې دحوادثو او پېښو نه هم خوندي او بچ پاتې شوي دي٠

په دې مبحث کې موږ ځکه پر سنسکريت غږيږو چې دهندو ئېزم سره نه شليدونکي اړيکي لري او ډېر مذهبي اثار پر همدې ژبې ليکل شوي دي٠ پانيني دويدي ژبې نامتو عالم او پوهاندو چې دمسيح دزېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا دپښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې دنندا دواکمنۍ پر مهال ژوند کاوه٠ داسې ويل کيږي چې دده دپلار نوم پاني، دمور نوم يې داکسي، دورور نوم يې پينګالا او دماما نوم يې ديادي و٠ په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي چې پا نيني ديوه زمري له لاسه ووژل شو٠ پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذ به کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود يعنې سمه،کره، مهذبه اوبشپړه او کامله ژبه٠

لوی استاد ارواښاد علا مه عبدالحی حبيبي دکيمبريج هسټري اف انډيا دلومړي ټوک په حواله دپانيني داثارو په اړوند داسي ليکلي دي:

دپانيني اثار اوس هم موجود دي چې دځينو پو هانو له خوا ژباړل شوي دي ٠ دمشهور ختيز پوه ميکس ميولر د وينا پر بنسټ پانيني خپل اثار د٣٥٠ زېږدېز کال نه دمخه ليکلي دي اودده دمهمو کتا بو نو نه ډېر مشهور يې دګرامر قواعد او نحويات دي٠ دغه کتاب اشټ ادهيايا يعنې اته ويناوې نو ميږي چې هره برخه يې يوه ادهيا يا ويناده ٠

داسي روايتونه او شواهد هم شته چر تر پا نيني دمخه هم ځينو پو هانو دسنسکريت ګرامر کښلی و،ځکه پانيني په خپل کتاب کې٦٤ تنه اسلا ف ښيي چې تر ده دمخه يې پردې کار ګوتې پورې کړې وې٠ دبېلګې په توګه پانيني دساکاټاينه او ياسکا نومونه اخلي چې ياسکا دپانيني سلف و٠

تر پانيني وروسته نور پو هان هم دده دکتاب په شر حه بوخت شول٠ دبيلګې په تو ګه يو عالم کانا يانا نومېد چې دده ياداشتونه او شر حه وارتيکا نو ميږي او اوس هم داکتاب شته ٠ بل مشهور شارح يې پاتانجلي نو ميږي چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه ١٥٠کلونه وړاندې يې دپا نيني لو يه شر حه ليکلې چې مها بها شيه نوميږي او په دغه شر حه کې دکلا سيک سنسکرېت تاريخي او انتقادي پلټنې شته او دپانيني د٤٠٠٠ قاعدو او رولونو نه يې١٧١٣ قاعدې په انتقادي بڼه شر حه کړيدي اوګونارديابلل کيږي ٠سنسکريت دلغاتو کتا بو نه او قواميس هم لري ٠ لومړنی مشهور کتاب يې امارا کوسا يا ( تلپاتې خزانه )نو ميږي ٠

دسنسکرېت کتا بونه او علمي زېرمې په اسلامي پېر او عصر کې هم مشهورې وې چې دافغا نستان نامتو علمي شخصيت ابوريحان البيروني د٤٢٠ هجري کا ل په شا اوخوا کې دپانيني دنوم يادونه کړې ده اودده نوم يې دپا نيريتي په بڼه ليکلی دی٠

لکه څرنګه چې دمخه وويل شول دسنسکرېت نوم د ميلاد نه ٣٥٠ کلونه وړاندې جوړ شوی اودزړې ويدي ژبې له اصلاح کولو ،سمولو او کره کولو نه رامينځ ته شوې ده چې وروسته بيا دنورو کتابو نو ژبې او پخپله دغه سمه کړې ژبه دا ټولې دسنسکرېت په نا مه وبلل شوې ٠ بايد ووايو چې په پښتو اودري ژبو کې د ويدي اوسنسکرېت دژبې ډېرې کلمې شته چې ريښې يې ويديک عصر ته رسيږي او دويدي ژبې او سنسکرېت ژبې اثرات پرې پريوتي دي٠

دسنسکرېت دژبې خورا زړه او لرغونې کتيبه چې تر او سه لا شته په ١٥٠ زېږدېز کال پورې اړه لري، خو په څلورمه عيسوي پېړۍ کې دا ژبه عامه شوه او په ټولو کتيبو او رسمي ليکنو کې کارول کيد له چې ددغه عصر نه ډېرې ليکنې او ډبر ليکونه راپاتې دي٠ وروسته سنسکرېت ژبه ډېره ادبي او علمي شوه چې ادبي، علمي، عشقي، فلسفي او ډول ډول کتا بو نه پکې وليکل شول او ښې ډرامې هم لري ٠

دسنسکرېت دادبي تاريخ درې بېل بېل پړاوونه :

ژبپو هانو دسنسکرېت دادب تاريخ په دريو بېلا بېلو پړاوونو باندې ويشلی دی او هغه لاندې پړاوونه دي :

١-ويديک سنسکرېټ:

چې دغه عصرد ميلاد نه دمخه د١٥٠٠ نه تر ٢٠٠٠ پورې رسيږي٠ په دغه عصر کې هغه سمهيتا يا مجموعې شاملې دي چې سپيڅلي ويدونه او له هغې جملې نه ريګويد، ساما ويد،يجر ويد او اتهر ويد او هم او پنيشدونه پکې ليکل شوي دي٠ ، خو سوترا پکې د ويدي ادب اوکلا سيکل دورې داتصال کړۍ ده٠

٢- کلاسيکل سنسکرېت :

چې دادوره دميلاد نه دمخه ٥٠٠ نه تر ١٠٠٠ پورې ده چې دهندوانو مشهورې رزميې يعنې مهابهارت او راميانا پکې ليکلې شوي دي٠ همدارز پورانا هم دغه عصر ته منسوب دي٠ په دغه پړاو کې ځينې عشقي کتابونو،کيسې،دفلسفې، قانون، طب کتا بو نه شامل دي٠ دې دورې يو مهم کتاب دمنو قانون

دی٠

٣-د ميلاد نه دمخه د٥٠٠ نه تر منځنيو پيړيو پورې ٠

بايد وويل شي چې سنسکرېت يوازې دعلم ژبه وه او زياتره پو هان په دې اند دي چې دا يوازې دبر همنانو ژبه وه او يو وخت دهند په شمالي بر خه کې ويل کېدله چې وروسته دې ژبې نورې څانګې پراکريت يعنې فر عي ژبې پرې غالبې شوې او دا يوازې دعلم لپاره ځانګړې شوه او هم دپو هانو او ديني خلکو تر مينځ محصوره پا تې شوه ٠

په سنسکرېت ژبه کې د مشهور اثا رو نو مو نه په لاندې ډول دي:

١- حماسي اثار :

مهابهارت ، راميانا، بهاټيکاويا،کېراتر جونيا،کرېستو بهاګاواتم ،کمهارا سمبهاوا، رګهوومسها،سري بهارګاوارګها وييم ، ششي پهولا ودها٠

٢-دسنسکرېت مشهورې ډرامې :

ابهيجانا شکونتلم يا دشکونتالا پېژندنه، انار ګهرا ګهوا، مدهيا ماويا يوګا، ملاوي کګني ماترم،متا ويلاسا پراهاسا، مرچا کتيکا، مودرا کشاسا،سواپنا وسنا وداتا، اوبهايا بهي سريکا،اور بهنګا، ويکرم اوروشي يم٠

بايد زياته کړو چې د پورتنيو يادو شوو ډرامو زياتره يې دکاليداس له خوا ليکل شوي دي٠

٣- په سنسکريت کې دسوترا ادبياتو اثاردادي :

اريا سورنا پرابها سوتا ما سوتريند راجانا مهايانا سوترا چې دبودا د لو مړني ژوند کيسي دي،براهما سوترا،دهرما سوترا،ګراهيا سوترا،نيايا سوترا،پوروا ميماسا سوترا،شيلبو سوترا،ويشي شيکا سوترا،ودنګا، دپتانجلي يوګا سو ترا او کاما سوتر ا

٤- د سنسکرېت دژبې دکلا سيکې دورې مشهور ګر امر پو هان دادي:

کتايانا، پانيني، پاتانجلي، پينګالا، شوناکا، وروچي، ويراهانکا، يا سکا، سکاتايانا٠

٥- دسنسکريت دمنځنۍ دورې دګرامر پو هانو نو مونه په لا ندې ډول دي :

بهار تر هاري،جيوا ګو سوامي،کوماريلا بهاتا، مندانا ميسرا، وکاسپتي ميسرا،پدامن جاري،پربهاکارا، سليکاناتها٠

٦- دسنسکرېت دژبې دشا عرانو نو مو نه دادي :

اچاريا ګيا ساګر، منموهن اچاريا،اګا ستهيا کاوي، امارو،اساګا،بانا بهاتا،بهروي، بهارت هاري، بهاسا، بود ها سوامي، دندين، پي٠ سي٠ ديواسيا، جتاسي مها نندي، جيا ديوا، جينا رتنا،بهاوا بهوتي،کاليداس، کيلي منور راجا ورماکويټ همپوري،کونتا کا،مګها،ملي نات سوري،ميتهيلا پراساد تريپاټي،پالکوريکي سو منات،جګنات پاټهاک،جګد ګورو رام بها دراکاريا،سري نيواس رته،ريوا پراساد دوي ويدي،رام کيرن شر ما،سوباندهو،سودراکا،وکاس پتي، والميکي،ويشها کها داتا

٧- دسنسکريت دژبې ليکوالان :

بانا بهاتا، ای٠سي٠ چاسکو، ايلي پارم بيل،مدهه اچاريا،بهارت موني،ندي کيشوارا،پاتانجلي،سا ها جانند سراسوتي،ادهي شنکر،رام کيرن شر ما،سويداسا،اپچ٠ار٠ ويشواسا،يجناوالکيا٠،وتسيايانا٠

-------------------------------------------------------------------

ما خذو نه او سر چينې :

١- انسايکلوپيډيا بريتا نيکا،١٩ ټوک، ٩٧ مخ٠

٢-کيمبريج هسټري اف انډيا، لو مړی ټوک،١١٣ مخ٠

٣- علا مه استاد عبدالحی حبيبي ،دپښتو ادبياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک،١٠٤-١٠٨ مخو نه،دانش چاپ٠

٤-http://en.wikipedia.org/wiki/Sanskrit

 

 

 

 

اردواوهندي ژبې

------------------------

اردودبرصغیر( دهند نیمې وچې هند او پاکستان) دخلکو ژبه ده. په پاکستان کې ورته قومي یا ملي ژبه هم وایی چې دانګریزۍ تر څنګ په دفتري چارو کې هم کاروله کیږي ، په داسې حال کې چې په هند کې دهند د۲۲ ژبو تر څنګ اردو دهنددځینو ایالتونو ژبه ده لکه داندهراپردیش، بیهار، اتهر پردیش . جمو او کشمیر ، جهارکنډ او لویدیزبینګال مسلمانان پرې  ګړیږي .

اردو دترکي ژبې دکلمې اردو ( پوځ یا لښکر ) نه اخیستل شوې ده او اردو ژبه په اصل کې دفارسي ا واردوژبې داختلاط او یوځای کیدونه جوړه شوې ده چې دفارسي بر سیره پکې عربي ، سنسکریت ، هندي او پنجابي کلمات هم شته.

اردوژبه په نستعلیق لیکدود لیکله کیږي او ددې ژبې لپاره په هند او پاکستان کې ډیر کارشوی دي . په هند کې داردو ژبې دپر مختګ لپاره دانجمن ترقي اردو په نامه یوه لویه ټولنه شته .همداراز ددې ژبې دپر مختګ لپاره هندي مسلمانان ډیر په شوق او ذوق سره کارکوي او هرکال په لسګونو زره کتابونه ، مجلې او ورځپانې پکې خپریږي . په پاکستان کې هم ددې ژبې دپر مختګ لپاره ډیر کا رشوی دي او کیږي . داردو او هندي ژبې ډیر ویي (لغتونه) مشترک دي، خو یوازینی تو پیر پکې دادی چې اردو په نستعلیق لیکدود له ښۍ خوانه کیڼې خواته لیکل کیږي ، حال داچې هندي ژبه چې ددیوناګري په رسم الخط یا لیکدود له کیڼې خواته ښۍ خواته لیکله کیږي.

په اوسني وخت کې په هند کې په اردو ژبې ۶۵ ملیونه خلک ګړیږي چې زیاتره یې مسلمانان دي .په پاکستان کې ددې ژ بې ویونکي ۹۴ ملیونه خلک دي.

هندي ژبه

--------

هندي ژبه یوه پخوانۍ او لرغونې ژبه ده چې په دیوناګري (Devanagari)لیکدودلیکله کیږي او داهغه لیکدود دی چې نورې ژبې لکه مرهټي ،پالي ، پراکریت ، اودي ، بو جپوري ، چتیس ګهړي ، هریانوي ، ناګپوري ،سنسکریت ،راجستهاني ، مرهټي ، سندي او نیپالي هم ترې ګټه اخلي .

هندي ژبه په اصل کې دبر هما یي(Brahamic) ژبو په کورنۍ پورې اړه لري چې دسنسکریت ژبې سره نږدې اړیکې لري.

لکه چې دمخه موو رته اشاره وکړه هندي یادیوناګري ژبه دکیڼې خوانه ښۍ خواته لیکله کیږي. اوس په هندکې پرهندي ژبې ۴۹۰ ملیونه وګړي خبرې کوي اوپردې ژبې هم ډیرکتابونه ، مجلي او ورځپاڼې چاپیږي او خپر یږي .

(یاد)

.............

 

 

سندهي ژبه : (Sindhi language)

سندهي  ژبه دپاکستان په سندایالت  او دهند دګجرات ایالت په ځینو برخوکې ویله کیږي.پردې ژبې  په پاکستان کې ( 30.26)  ملیونه وګړي او په هندکې (   1.68 )ملیونه خلک خبرې کوي .سندهي یوه اینډو -آریايي ژبه ده او( ۵۲)توري لري .

دپاکستان سندیانو په نولسمې زیږدیزې /میلادي  پیړۍ کې ددغې ژبې لپاره دعربي لېکدود او تورونه ګټه اخیستل پیل کړل . حال داچې دغه ژبه دهند ترخپلواکۍ وروسته دهند دحکومت د پريکړې له مخې دعربی لېکدود پرځای دګجرات په ایالت کې په دیوناګري لېکدود سره لیکله کیږي .

سندهي ژبه ډیرې لهجې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي :

۱- لاسي لهجه:دا لهجه دپاکستان د بلوچستان   په لسبیله  اودبلوچستان ایالت 

 په ځینونورو سېمو کې ویله کیږي .

 ۲-لاړهي لهجه : دسندي ژبې دا  لهجه  په لاړ ھ،حیدرآباد  ،ټهټّه ، بدین ، ملیر اوکراچۍکې ویله کیږيلاړي لهجه هغه لهجه ده چې نن ورځ په پاکستان کې په همدې لهجې  دسندهي ژ بې  کتابونه لېکل کیږي.

۳- کچهي لهجه : دسندهي ژبې دا لهجه دهند په ګوجرات کې ویله کیږي  اوددې لهجې ډېر ویونکي د ډېرو پخوانیوزمانو راهیسې په کراچۍ کې هم مېشته دي .دسندهي ژبې مشهور شاعر شاه عبداللطیف بهټایي په همدې لهجې شاعري کړې ده.

۴-میمني یا کاټهیاواړي لهجه :دا دهغو سندهیانولهجه ده چې دسندھ دټهټهي نه دکار اوبار لپاره دګوجرات سیمې ته تللي ول او هغوی دغې لهجې ته میمنۍ نوم ورکړی دی.

۵- تهري یا ډاهټکي لهجه : دا لهجه دتهر دسیمې نه نېولې دهند تر راجستانه پورې ویله کیږي .

۶- وچولي یا اتهرادي لهجه : دا لهجه دپاکستان دسند ایالت په لاړکانه او سکهر کې ویله کیږي .

۷- سرو یا سرائیکي لهجه : دسندي ژبې دغه لهجه له  سند ، پنجاب او ملتان نه نیولې تر بهاولپور پورې ویله کیږي .

۸- خوجکي لهجه : دا هم دسندهي ژبې پخوانۍ لهجه ده چې داسما عیلي مذهب بلونکو په ملتان ، منصوره او ګوجرات کې رواج ګړه او داسما عیلي مذهب تبلیغات او لیکنې  دسندهي ژ بې په همدې لهجې سره تر سره  کیدلې .

۹-جد ګالي لهجه : دسندهي ژبې دا لهجه په ایران او بلوچستان کې دسندهي ژبو دویونکو تر مینځ مروجه ده.

۱۰- سواحلي کچهي لهجه  : دادهغو سندیانو لهجه ده چې په اتلسمې زیږدېزې پیړۍ کې دختیزې افریقا هېوادونو لکه کینیا ، تانزانیا ، یوګنډا. ملاوي ، سومالیا ، موزامبیک ، بورونډي اوراونډا هېوادونو ته تللي دي او هلته مېشته شوي دي .

سندهي ادب ډیر صوفي شاعران لري چې په پخوانیو صوفي شاعرانو کې د پیرنورالدین ، سبزواري ملتاني اوبیر صدرالدین نومونه اخیستلی شو

 په سند کې دسومره حکمرانانو(1025 – 1351 AD) دواکمنۍ په وخت کې د قاضی قاضن، شاہ عبدالکریم بلړی وارو، شاہ لطف اللہ قادري، شاہ عنایت، مخدوم نوح او میر محمد معصوم بکھری په څیر دسندهي ادب سترشاعران تیرشوي دي  .همداراز شاہ عبد اللطیف بھټائي (1689ء - 1752ء) دسندھی ژبې ستر شاعر تیرشوی دی

په اوسني وخت کې سندهي ادب ډیره وده او پرمختګ کړی دی او دتخلیقی اثارو سره سره د۔ شیخ ایاز، عمر بن محمد داؤد پوتہ، علامہ آئی آئی قاضی، حسام الدین راشدی، نبی بخش خان بلوچ، محمد ابراہیم جویو، استاد بخاری اونورو ډیرو ادیبانو او دسندهي ژبې څېړونکو ددغې ژبې  په ودې او پرمختګ کې ډیرې هلې ځلې کړي دي .

-------------------------------------------------------

ماخذونه

۱- ڈاکٹر عنایت حسیں لغاری ،سندھی ادب کی ترقی میں صحافت کا کردار ، دکراچۍ چاپ .

۲-The Soomras of Sindh: their origin, main characteristics and rule" (PDF).  University of Karachi .

۳-Chopra, R. M., The Rise, Growth And Decline of Indo-Persian Literature, 2012, Iran Culture House, New Delhi, Chapter on"Persian in Sindh"

...............

 

پنجا بي ژبه :

--------------

پنجابي ژبه چې دهند دپنجاب او هریانا په ایا لتونو او هم دپاکستان دپنجاب په ایالت کې پرې خلک ګړیږي یوه اینډو-آریا یي ژبه ده ، دهندوستان په پنجاب ایا  لت  کې سیکهان اوهندوان پر دغې ژبې خبرې کوی  او په ګورمکهي(Gurmukhi) لیکدود سره دکیڼې خوانه ښۍ خواته لیکله کیږي او الفبا یې ۳۵ توري ( حروف ) لري. همداراز دپاکستان په پنجاب کې پنجا بي ژبه په شاهموکي(Shahmukhi) لیکدود سره په  نستعلیق خط لیکله کیږي نو ځکه پنجابي ژبه پر دوو برخوویشلې شوې ده چې دختیځ پنجاب پنجابي چې هماغه ګورموکهي ده آو دهند په پنجاب کې ویله کیږي اوبله هم شاهموکي پنجا بي چې دپا کستان په لویدیز پنجاب ایا لت کې ویله کیږي

دهند پنجاب رسمي ژبه هم پنجابي ده.بایدوویل شي چې په هند اوپاکستان اوټوله نړۍ کې ۱۲۵ملیونه خلک پرپنجابي ژبه خبرې کوي

دسیک دمذهب زیات کتابونه هم په په ګورمکهي لیکدود سره لیکل شوي دي چې په هغوکې د گورو گرنتھ صاحب او جپ جي  کتابونه دي . همداراز په دغه ژبه کې ډیر شاعران ،لیکوالان اوکیسه لیکونکي هم تیر شوي دي چې په دوی کې دوارث شاه نوم اخیستلی شو چې دهیرانجها مشهور داستان یې لیکلی و. همداراز په پنجابي ژبه کې دمرزا اوصاحبې او سوهني  مهیوال  داستانونه هم  ډیر مشهور دي

همداراز په پنجابي ژبه کې پخواډیر شاعران هم تیرشوي دي چې په هغوکې دمشهور صوفي بابا شیخ فرید الدین ګنج شکر ، بابا بلهي شاه ، وارث شاه ، هاشم شاه ، سلطان باهو اوحسین شاه نومونه اخیستلی شو.

دپنجابي ژبې په معاصروشاعرانوکې موہن سنگھ، شو کمار بٹالوی، امرتا پریتم، سرجیت پاتر چې هندیان دي او د منیر نیازی، انور مسعود، او منو بھائی چې  دپاکستا ني پنجاب سره تړاو لري  دډیر شهرت نه برخمن دي

همداراز نن ورځ پنجابي مو سیقي هم تکړه سندرغاړي لري چې دغه ژبه یې  دهنر په ډګر کې نوره هم پیا وړې کړې ده.دپنجابي فلمونواینډسټري هم ډیر پر مختګ کړی دی اوهرکال ګڼ شمیر پنجابي فلمونه جوړوي

(یاد)

 

....,,...

 

دهندکیانو اوهندکوHindko( اینکو) ژبې په اړوند لنډ معلومات:

 

هندکیان (Hindkowans) هغه اینډو آریایي اتنیکه ډله ده چې زیاتره وګړي یې دپښتونخواپه پیښور. نوښار ، صوابۍ ، مانسهره ، ایبټ اباد،تورغر ، هزاره ،هریپور ، اټک او کوهاټ او دپاکستان په راولبنډي ، شمالي پنجاپ ( پوټھوهار ) ، Pothohar په سیمه او کشمیرپه پونچھ ،باغ،مظفر آباد، دکاغان په درې او دافغانستان دهندوکش دغرونوپه لړیوکې ژوند کوي .

ددوی ژبه هندکوHindko نومیږي چې موږپښتانه ورته اینکو وایو.هندکو داینډو اریايي ژبو پورې اړه لري اود لہنداLahnda (شمالي پنجاب )دڅانګې یوګړدود دی.داژبه په هند ، پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان کې ویونکي لري چې څلور ملیونه وګړي پرې غږیږي . ددوی په ژبه کې دسنسکریت ، هندي ، پنجابي ، عربي ، پارسي او پښتوژبې ډیر ويي( لغات ) شته .ددې زبې ځینې لهجې دادي : کوهاټي( Kohati) اعوانکري(Awankari)، غیبي ( Ghebi)، چچي ( Chacchi) او دهزاره دسیمې اینکو(Hazara Hindko).

هندکیان په ډیروښاخونوویشل شوي دي چې جټ او پراچه یې هم ښاخونه دي .دوی سني مذهبه مسلمانان دي ، خو لږشمیر هندوان هم پکې شته چې په اینکوژبه خبرې کوي .په پښتونخوا کې داینکوژبې لپاره یوه اکیډیمي هم شته چې ددغې ژبې دپر مختګ او غوړیدنې لپاره کارکوي .

همدارازدګندهارا دهندکو بورډ( The Gandhara Hindko Board)او اداره فروغ هندکو(The Idara-e-Faroghe Hindko) ډیرې هلې ځلې کوي چې هندکوژبه په هره برخه کې وده اوپرمختګ وکړي .همداراز دغه اداره همدا اوس په پښتونخوا کې یوشمیر دهندکوژبې دلیکوالانو اوشاعرانو په مرسته لکه رفیع اکبر سواتي ، اورنګزیب غزنوي ، سید محبوب، آصف ثاقب،صوفي عبدالرشید، فضل اکبر کمال ،شریف حسین شاه ،محمد فرید ، یحیي خالد،نذیر کسلوي او محمد حنیف دهندکو ژبې دادبیاتو أباره چوپړ او خدمت کوي .

همدارازپه خیبر بښتونخوا کې دغه لاندینۍ خپرونې هم دهندکو دژبې په پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي چې نومونه یې دادي : هندکوان( Hindkowan)، دګندهارا وایس(The Gandhara Voice,، سرخیل( Sarkhail) ،تارې (Tarey)او فروغ( Faroogh)

همداراز سلطان سکون د هندکو ډیکشینري دلومړي ځل لپاره ولیکله او همدارازدلومړي ځل لپاره قرآن شریف ژباړه هم دحیدرزمان له خوا په هندکوژبه ترسره شوه.

باید زیاته کړو چې په پښتونخوا کې دځینو پښتنو قبیلو خلک هم په هندکو پوهیږي چې په دغوپښتني قبیلو کې ترین ، ګدون( جدون) دلازاک، مشواڼي ، اتمانزي ، سواتي ، اوطاهرخیلي یادولی شو.

دپښتو ژبې نامتو صوفي شاعررحمان بابا په خپل دیوان کې دهیررانجها یادونه داسې کړې ده :

ډیر هندکي په جهان ګرځي دچایاد دي 

عشق عالي پایه دهیر او درانجها کړه

بل نامتو شخصیت چې دغې ژبې ته یې ډیر کارکړی دي او یوشپیته آثاریې پکې لیکلي دي هغه ارواښاد پروفیسر ظهور احمد و.

دهندکیانو مشهورشخصیتونه :

۱- مشهورهندې فلمي اداکار دلیپ کمار( یوسف خان)

۲- مشهور لیکوال ارواښاد فارغ بخاري 

۳-اختر رضا سلیمي 

۴-افضل خان 

۵- بابا حیدر زمان 

۶- سردار بهادرخان 

۷- سیدمسعود کوثر

۸-مهتاب احمد خان عباسي 

۹-ارواښاد حاجي عدیل 

۱۰-قتیل شفا یی

همداراز دپښتو ژبې نامتوشاعر ګلستان بابا او دده زوی عبدالله جان هم دهندکیانو دبراچه دښاخ نه و

---------------------

ماخذونه:

۱- Addleton, Jonathan S. (1986). "The Importance of Regional Languages in Pakistan". al-Mushir. 28 (2): 58–80

۲-Rahman, Tariq (1996). Language and politics in Pakistan. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-577692-8.

۳-حیات افغانی

۴- دهندکیانو په اړوند زما ( لطیف یاد) یاداشتونه.

............,

 

 

 

-
بېرته شاته