(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیبرپښتونخوا

[22.Nov.2022 - 17:16]

خیبر پښتونخوا کې د پښتنو افغانانو کوم ټبر/قبيله ستره ده؟

 

خپل نېزونه او کره مالومات راسره ګډ کړئ!

 

دا یوه پوښتنه ده، چې د هر پښتون په اند/زهن کې ګرځي او له بدمرغه هر پښتون دا هڅه کوي، چی په درواغو خپل ټبر/قبيله ستره ګڼي.

 

د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسواليو/ضلعو کې بېلابېل ټبرونه/قبيلې په ناباوري توګه په دې ډول ګڼلې شوې دي.

 

1۔ وزیرستان: وزیرستان کې تر ټولو ډېر وزیر دي، چې (مسید هم په ار/اصل کې وزیر دي) بيا دوړ، سلیمانخېل، دوتاني او لږ بېټني هم شته دي.

 

2۔ بنوں: بنو کې تر ټولو ډېر وزیر دي بيا بنوڅي، خټک، مروت، نیازي او لږ غلجي او یوسفزي هم شته دي.

 

3۔ لکي مروت: لکي مروت کې تر ټولو ډېر مروت دي بیا نیازي، خو هغوی ځان ته مروت وايي: ځکه نن سبا د بېٹنيو شمېر له نیازيو ډېر دی. لږ خټک هم شته دي.

 

4۔ ټانک: ټانک کې تر ټولو ډېر بېټني دي بیا کنډي (کنډي هم ار/اصل کې نيازي دي) يو شمېر مروت هم په ټانک کې استوګن دي. ټانک کې د مسیدو (وزیرو) هم یو څو کورونه ودان دي.

 

5۔ کرک: کرک کې تر ټولو ډېر خټک دي بيا لږ وزیر، خو له بدمرغه هغوی ځان ته خټک وايي: کرک کې يو کلی د مروتو (مروتان بانډه) هم شته او یو کلی د کنډي نیازيو هم شته دی.

 

6۔ کوهاټ: کوهاټ کې تر ټولو ډېر خټک دي، خو د بنګښو او اپریديو زور ډېر دی بيا اورکزي او لږ مومند او اتمانخېل هم شته دي.

 

7۔ هنګو: هنګو کې تر ټولو ډېر بنګښ دي بیا اورکزي، خټک، نيازي، نیازي کوهاټ کې هم استوګن دي، خو خپل پېژاند نه لري او خټک او بنګښ هم پکې ورګډ شوي دي.

 

8۔ کرمه: کرمه کې تر ټولو ډېر بنګښ او توري دي بيا منګل دي.

 

9۔ اورکزۍ: اورکزيو کې تر ټولو ډېر اورکزي بيا اپريدي، اتمانخېل او لږ غلجي هم استوګن دي.

 

10۔ خیبر: خيبر کې تر ټولو ډېر اپريدي دي بيا ملا ګوري، شینواري.

 

11۔ ډېره اسماعیل خان: ډېره اسماعيل خان کې بېلابېل ټبرونه/قبيلې استوګنې دي، ما ته يې سم مالومات نشته ځکه يې کره مالومات نه شم ليکلی: شېراني، نیازي، مروت، ګنډا پور پکې استوګن دي. ګڼ بلچ، خو بلچ ټبر ډېرکی په بهکر کې استوگن دي او بھکر والا بلچ پښتو نه شي ویلی.

 

12۔ پېښور: د پېښور اره استوګن خلیل او مومند دي، خو د خليلو شمېر دی، خو اوسمهال پېښور په بشپړه توګه اچار دی. له بهره بېلابېل ګڼ ټبرونه پکې استوګن شوي دي.

 

13۔ چارسدہ: چارسدہ کې تر ټولو ډېر محمدزي دي بيا مومند، داودزي، خټک او اتمانخېل هم استوګن دي.

 

14۔ سوابۍ: سوابۍ کې تر ټولو ډېر مندړ دي، خو مندړ ځان ته یوسفزي وايي: بيا اتمانخېل دي، خو هغوی هم ځان ته یوسفزي وايي او بيا خټک دي، خو د خټکو خوند هم نشته څوک ځان ته  یوسفزي او څوک په خپل اصل ولاړ دي. جدون يا ګدون او بړيچ هم په سوابۍ کې استوګن دي. جدون يا ګدون د يوې لويې سيمې څښتن دی. په سوابۍ کې ترکي او برهانخېل  هم استوګن دي.

 

15۔ مردان: مردان کې تر ټولو ډېر خټک دي بیا اتمانخېل، مندړ، مومند او  ګوجر او دلزاک هم پکې شته دي، خو له بدمرغه ځان پر یوسفزيو ورګډوي او لږ وردګ او یوسفزي هم پکې شته دي.

 

16۔ سوات: سوات کې تر ټولو ډېر یوسفزي دي۔ سوات کې سواتي، روغاني، خټک، اتمانخېل، شلماني او ګوجر شته دي.

 

17۔ بونېر: بونېر کې تر ټولو ډېر مندړ دي بیا یوسفزي او ګوجر هم پکې شته دي.

 

18۔ شانګله: شانګله کې اره/اصلي اوسېدونکي ګوجر دي، خو ځان ته یوسفزي وايي: او خټک پکې هم شته دي.

  

19۔ هزارہ ډيویژن: هزاره ډيویژن کې ګڼ پښتانه ټبرونه/قبيلې پکې ودانې دي او تر ټولو ډېر پکې تنولي دي بیا دلزاک سواتي، سلیمانخېل او نور هم پکې ودان دي.

 

20۔ مومند: مومندو کې تر ټولو ډېر مومند دي بیا اتمانخېل دي، خو په شمېر کې يې دومره توپير نشته او بيا ساپي او ملاګوري هم شته دي.

 

21۔ باجوړ: باجوړ په دوو برخو وېشلی شوی، يوه برخه اتمانخېل او دويمه برخه ترکان دي، خو ترکانو سره لودھیان، غلجي، مشواڼي، سواتي، ګبري، تاجک او نور هم استوګن دي.

 

22۔ دیر: بر دیر کې تر ټولو ډېر یوسفزي دي او کوز دیر کې اتمانخېل ډېر دي. بر دیر او کوز دیر کې ګوجر، خټک، اپريدي، وردګ او نور هم استوګن دي.

 

23۔ مالاکنډ: مالاکنډ کې تر ټولو ډېر اتمانخېل دي بيا ګوجر، خټک، شلماني او نور هم استوګن دي.

 

24۔ نوښار: نوښار کې تر ټولو ډېر خټک دي بيا خويشکي او نور هم استوګن دي. نوښار کې جلوزي، خو اصل کې غوریه خېل دي، خو ځان يې په خټکو ورګډ کړی. نوښار کې لږ دلزاک هم استوګن دي، خو هغوی هم ځان ته خټک وايي.

 

25۔ اټک او میانواله: میانواله کې تر ټولو ډېر نیازي دي بیا خټک دي او لږ بلچ هم پکې شته دي. د بھکر او میانوالي ولسواليو تر منځ پوله کې د سلیمانخېلو يو وړوکی کلی هم شته دی.

 

اټک کې د نورو پښتنو افغانانو ټبرونو په پرتله د خټکو د ټبر شمېر ډېر دی. اټک کې اتمانخېل، دراني، جدين/ګدون او یوسفزي هم استوګن دي.

 

ياده دې وي، چې ما پر اټک او میانواله باندې یوازې د پښتنو په اړه ليکلي، ګنې اټک او میانواله کې پښتانه د پنجابيانو په پرتله لږکي/اقليت دي.

 

د ليکنې سمونګر: مطيع الله خان 

 

شنونکی: عاصم کامران خٹک 

 

د ليکنې ناکره بڼه!

خیبر پشتونخواہ کی کوما قبیلہ گھنڑ شمیر کی دا؟

دا یو سوال دا چی ہر پشتون پہ زہن کی وی۔او بد قسمتی سرا ہر یو پشتون دا کوشش کوی چی پا دروغو افپلہ قبیلہ آبادی پہ حساب زیاتہ شوی۔ 

مختلف ضلعو کی مختلف قبیلوممکنہ  شمیر پہ دی طرز دے۔

1۔وزیرستان ایجنسی ۔ وزیرستان کی ٹولو نا زیات وزیر دی(مسید ہم اصل کی وزیر دی) ۔بیا داوڑ دی ۔دی نا پس سلیمان خیل، دوتانی او لژ ونتی بیٹنی ہم اشتا۔

2۔بنوں۔بنوں کی اول نمبر نی وزیر دی ۔دوام نمبر نی بنوسی دی ۔بیا خٹک مروت او نیازو کی مقابلہ دا۔داسی لژ ونتی غلجی او یوسفزی  ہم اشتا۔

3۔لکی مروت ۔لکی مروت کی ٹولو نا زیات مروت دی ۔بیا نیازی دی خو اغا زان تا مروت واٸ زکہ نن سبا بیٹنو تعداد نیازو نا زیات لاگی ۔ لژ ونتی خٹک ہم لکی مروت کی اشتا۔

4۔ٹانک ۔ٹانک کی ٹولو نا زیات بیٹنی دی ۔بیا کنڈی دی (کنڈی ہم اصل کی نیازی دی )۔ داسی مروتو یو شمیر ہم پہ ٹانک کی استوگن دے۔ٹانک کی مسیدو(وزیر ) ہم یو سو کورونہ آباد دی۔

5۔کرک ۔کرک یو داسی ضلع دا چی بیخی زیات خٹک پیکی استوگن دی ۔داسی بیخی  لژ ونتی وزیر ہم دی خو بد قسمتی سرا اغا  زان تاخٹک واٸ۔کرک کی یو کلا مروتو(مروتان بانڈہ) ہم اشتا او یو کلا کنڈی نیازو ہم اشتادے۔

6۔کوہاٹ ۔کوہاٹ کی خٹکو تعداد زیات دی خو بنگشو او افریدو زور زیات دے ۔دوام نمبر نی بنگشو او افریدو مقابلہ دا ۔داسی اورکزٸ ہم اشتا ۔بیخی لژ ونتی مہمند او اتمان خیل ہم استوگن دی کوہاٹ کی۔

7۔ہنگو ۔ہنگو کی ٹولو نا زیات بنگش دی بیا اورکزٸ دی ۔پہ درم نمبر خٹک دی ۔نیازو یو گھنڑ شمیر پہ ہنگو کی استوگن دی۔ نېازې هم کوهاټ کر استوګڼ دی خو افپل شناخت نه لری او خټک  بنګش کی ورګډ شوې دی

8۔کرم ایجنسی ۔کرم ایجنسی کی ٹولو نا زیات بنگش او  طوری دی او ورپسې  منگل دی۔

9۔اورکزٸ ایجنسی ۔دی ایجنسی کی اول نمبراورکزو دا ورپسی افرېدې دی۔داسی اتمان خیل ہم اشتا۔او لژونتی غلجی ہم استوگن دی پہ اورکزو کی۔

10۔خیبر ایجنسی ۔دالتا افریدی ٹولو نا زیات دی ۔ورپسی ملا گورو او شینوارو مقابلہ دا۔

11۔ڈیرہ اسماعیل خان۔دالتا مختلف قبیلی آباد دی ۔ماتا صحیح علم نشتا زکہ حتمی راۓ نشا قاٸم کول۔شیرانی ,نیازی ،مروت، گنڈا پور  ہم اشتادی ۔ بلچ ہم یو گھنڑ شمیر لری خو بلچ قبیلی اکثریت پہ بھکر کی استوگن دا او بھکر ولا بلچ پشتو نشی ویل۔

12۔پشاور۔پشاور اصل خلق خلیل او مہمند دے خو خلیل تعداد کی زیات دی۔خو حاضر وقت کی پشاور مکمل اچار دے۔باہر نا راغلہ مختلف پشتانہ قبیلہ بیخی زیات شمیر کی استوگن دی۔

13۔چارسدہ۔چارسدہ کی اول نمبر محمدزی دی ۔داسی دوم نمبر نی مہمند دی۔داودزی خٹک او اتمان خیل ہم استوگن دی۔

14۔صوابی۔ صوابی کی اول نمبر باندے مندڑ دی خو مندڑ زانتا یوسفزٸ واٸ۔داسی روستو بیا اتمان خیل دی خو اغا ہم زانتا یوسفزٸ واٸ۔او درم نمبر نی خٹک دی خو خٹکو خواند ہم نشتا  چوک زان تا  یوسفزٸ واٸ او چوک افپل اصل نی ولاڑ دی, داسی گدون او بڑیچ ہم پا صوابی کی اسوتگن دی۔گدون ایوا لوٸ علاقے مالک دی پہ صوابی کی داسی تراکئ برهان خېل  هم استوګن دې په صوابې کی ۔

15۔مردان ۔مردان کی ٹولو نا زیات خٹک دی۔بیا اتمان خیل دی او روستو مندڑو  مہمندو کی مقابلہ دا ۔داسی گجر ہم اشتا پہ مردان کی۔ بد قسمتی سرا دلزاک افپل اصل ہیر کڑا دا او زان پہ یوسفزو ورگڈاٸ۔لژ ونتی وردگ ہم اشتا۔ او یوسفزی ہم لژ ونتی اشتا۔

16۔ سوات۔سوات کی ٹولو نا زیات یوسفزی دی۔سوات کی سواتی روغانی  خٹک اتمان خیل شلمانی گجر دا ٹول آباد دی۔

17۔بونیر ۔بونیر کی مندڑ زیات دی ۔بیا یوسفزی دی۔او گجر ہم اشتا۔

18۔شانگلہ ۔شانگلہ اصل خلق  گجر دی ۔خو افپل اصل یی ایر کڑا او زان تا یوسفزٸ واٸ۔داسی خٹک  ہم پیکی شا تعداد کی اسوتگن دی خٹکو  افپل شناخت ندا باٸیللی ۔   

19۔ ہزارہ ڈویژن ۔گھنڑ شمیر پشتانہ قبیلی آباد دی او ٹولو نا زیات پیکی تنولی دی۔بیا دلزاک سواتی وغیرہ آباد دی۔سلیمان خیل وغیرہ ہم اشتا۔

20۔ مہمند ایجنسی ۔مہمند ایجنسی کی مہمند زیات دی بیا اتمان خیل دی ۔خو دوی تعداد کی ڈیر زیات فرق نشتا۔او درم نمبر نی سافی دی۔ ملاگوری ہم اشتا دی۔

21۔باجوڑ ایجنسی دوا حصہ کی ویشتلی شوے دا۔ایوا حصہ دا اتمان خیلو دا او دوامہ حصہ ترکانو دا۔خو ترکانو سرا لودھیان غلجی مشوانی سواتی گبری او تاجک وغیرہ ہم استوگن دی۔

22۔دیر ۔ بر دیر(اپر) کی یوسفزی زیات دی او کوز دیر(لوٸر) کی اتمان خیل زیات دی۔بر دیر او کوز دیر کی گجر خٹک افریدی وردگ وغیرہ ہم استوگن دی۔

23۔ مالاکنڈ ۔مالاکنڈ کی اتمان خیل ٹو لو نا زیات دی۔روستو گجر ،خٹک شلمانی وغیرہ پہ مقابلہ کی دی۔

24۔نوشھرہ۔نوشھرہ کی خٹک ٹولو نا زیات دی۔داسی خیشگی وغیرہ ہم اشتا۔نوشھرہ کی جلوزٸ وغیرہ اصل کی غوریہ خیل دی خو زان یی پا خٹکو ورگڈ کڑا۔داسی لگ ونتی دلزاک ہم نوشھرہ کی اسوگن دی خو اغا ہم زان تا خٹک واٸ۔

25۔اٹک او میا نوالی۔ میانوالی کی نیازی ٹولو نا زیات دی ۔بیا خٹک دی ۔او لگ ونتی بلچ ہم اشتا۔ ضلع بھکر او ضلع میانوالی بارڈر کی یو وڑوکا ونتی کلہ سلیمان خیلو ہم اشتا دے۔

اٹک کی خٹک تعداد کی نورو پشتانو نا زیات دی۔اٹک کی اتمان خیل درانی  گدون او یوسفزی ہم استوگن دی۔

   یاد دی وی چی ما اٹک او میانوالی کی صرف پشتانو حوالے سرا خبرہ کڑی دا کنی اٹک او میانوالی کی پشتون پنجابو پہ نسبت اقلیت کی دی۔

 

تجزیہ:

عاصم کامران خٹک۔

-
بېرته شاته