(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسیدعبیدالله نادر

[10.Oct.2022 - 14:22]

 

ژباړن: سید عبید الله نادر

لنډه کيسه/ د ماشومانو او ځوانانو د پاره

 - او ما هغه وبخښه  -  

یو ډیر صاحبدله او د عزت خاوند انسان ،د خپل یو ډیر نژدې او ګران عزیز دوست کره ورغی او د شپی د هغی میلمه شو ،هغه هم د ده ډیره قدردانی او پالنه وکړه ،خو میلمه د روزګار د تنګسی او ډیر فشار د لاسه څرنګه چې د کور خاوند یې لږ غافل ولیده ، نو د ده یو قیمتی غالۍ یې غلا کړه ، او بازار ته لاړه چې قالینه خرڅه کړي ، لا په دې نه وو بریالی شوی ، چې قالینه خرڅه کړي ،چې د ښار یو ساتونکی راغی او قالینه یې وپیژنده ،او چا نه چې غلا شوی وه ، هغه یې هم پیژانده ،نو دی یې ګرفتاره کړ ،او د تنګسی او نادارۍ نه ستړی غل یې د حاکم حضور ته بوته ،کله چې غل او د قالیني خاوند دواړه د قاضی حضور ته حاضر شول ، او د هغه جرم هم ثابت شو ،نو قاضی داسي دستور ورکړ چې غل یوسئ او لاس یې قطع کړئ ،تر څو ونه شي کړای چې نور غلا وکړي ،د قالینې خاوند چې ډیر د درد او احساس خاوند او با رحمه انسان  وو ،په خپل دوست یې زړه ډیر خوږ شو ، او په دې پوه وو ،چې دوست یې د ډیر نا علاجۍ او ناچارۍ نه دا کار کړی .نو په محکمه کې د خپله ځایه اوچت شو ، او قاضی ته یې د احترام او درناوی نه وروسته داسي وویل : ای لویه حاکمه ما دی وبخښه او هیله می دا ده چې د دې د جزا ورکولو نه صرف نظر وکړې ،حاکم د دي خبری د اوریدو نه پس وویل : دا مجازات او جزا ده ته قانونی دي ، او هیڅ څوک نه شي کولای چې د قانونی حکم د اجرا څخه مخ نیوی وکړي ، د قالینې خاوند چې یو پوه دنیا دیده او د مطالعی خاوند وو ،نو د قاضی په ځواب کې یې وویل: تاسی محترما رښتیا وایاست ،خو که یو څوک د یو چا د اضافی مال څخه چې هغه یې د فقیرانو په لار کې وقف کړی وي ، د هغی څخه غلا وکړي ، د هغی لاس باید غوڅ نه شي ، د قالینې خاوند یو څو شیبی غلی شو ، او خپلي سترګي یې د حاکم په سترګو کې ښخي کړې ،او د حاکم له سترګو یې د موافقی نښي واخیستلې ،او په همدې اساس خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ ، چې زه چې هر څه په کور کې لرم هغه می د بی وزلو او فقیرانو د پاره وقف کړي ،حاکم د دي خبری د اوریدو سره یو شیبه درنګ وکړ ،او څرنګه چې د قالینې د خاوند خبری یې په زړه پوری ولیدی ،نو حکم یې وکړ چې فقیر غل نور خوشي کړئ ،د مخه له دې چې هغه دواړه یعنی د قالیني غل او کور خاوند د قاضی له حضوره رخصت شي ،نو قاضی څرنګه چې د قالینې د خاوند د مردانګی او پوهی د تاثیر لاندی راغلی وو ،نو غله ته یې وویلي : نو دنیا پر تا تنګه شوي وه چې غلا دې نه کوله بیا د داسی یو دوسته  وکړه ؟ غل چې په خپله هم ډیر شرمنده شوی وو ،نو قاضی ته یې وویلي : چې نه دي دي اوریدلی چې وایي : چې د دوستانو کور په غلا پاک جارو کړه ، خو د دښمنانو دروازه مه ټکوه

..............

د حضرت سعدی د ګلستان او بو ستان له قیصو څخه

د تربیتی ، تعلیمی ، اخلاقی او انتباهی لنډو کیسو په کاروان کې :چې په کې درس د اصول د ادارې ، او په مسند د عدالت کې د موضوع د باریکیو درک کولو درس هم په کې پروت دی ،او په محکمه ایز او عدالتي چارو کې د پوره او ژور دقت نه کار اخیستلو درس هم په کې پروت دی.

-------------------------------

 

سید عبیدالله نادر

 

دا دومره سر شیدنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره ؟

په لنګۍ کې تاسي بمونه کېښودل ، او پرې خود کُشه حملي تاسي وکړې ،تاسي د لنګۍ هغه حیثیت ته چې د افغان په کلتور کې یې لري هم ونه کتل او پام مو ونه ساته ، تاسو طالبانو په قرآن شریف کې څو څو ځلي بمونه ځاي پر ځای کړل ، چې ډیرۍ و ته یې تاسي چاودنه ورکړه ، او ډیری یې ، د مخی له چاودنې ګرفتاره شول ،او ثابته شوه ، چې یوه وسیله د چاودنې له پاره ستاسو همدا ده، چې دا کار هیڅ مسلمان نه کوی خو تاسي وکړ ،په جوماتونو کې په سل هاو ځلي خود کشه حملي وشوی ،او انتحاری حملی وشوی ، او ډیرمسلمانان په کې د لمانځه په وخت شهیدان شول و چې دا کار ستاسو د مسلمانۍ ادعا هم رَدوی په مکتبونو او ښونځیو کې بمونه کیښودل شوي ،او مکتبونه په بمونو او انتحاری حملو والوزول شول ،چې یو هم نه په سلګونو مکتبونه ، چې په دې کار سره تاسي طالبانو خپل ځانونه د تعلیم او تربيي مخالفین هم په ډاګه وښوده ،او پلونه او پلچکونه مو والوزول ،نه مو روژه ولیده او نه مو اختر ولیده ،د ودونو په مراسمو او خوښیو په مراسومو کې مو په څو څو ځلي انتحاری خود کشه حملي وکړې ، اوس باید تاسي طالبان د یو عالي مرام او پلان سره راغلي وای ، نو دا دومره سر شیندنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره چې په ماشومانو او ښځو مکتبونه وتړئ د ښځو نه دکار او آزادی د بیان حقوق واخلئ ، په لارو کوڅو کې ځوانان په نامه چې تا ولي ږیره خرییلي ، او یا تا ولی ږیره لنډه کړی تا ولی خپل سنتونه نه دي اصلاح کړي ،په دې نامه زمونږ سر لوړي ځوانان تحقیر او بی عزته کوئ ،او په رنګ رنګ روحی او جسمی جزا ورکوئ ، یعني دا ټولي سر شیندنې او هڅی د قدرت له پاره په همدې خاطراو د همدې له پاره ؟

-------------------------

 

 

سید عبیدالله نادر

 

زمونږ د وخت د مکتب استاذان

زمونږ د وخت د مکتب استاذان د دې له پاره چې خپله ټیټه معلوماتی سویه و پوښي ،نو په صنف کې به یې وهل او ټکول زیات کول ،او زمونږ ډیر وخت د درس به هم په همدې کې ضایع شو ، او دا به  د دې لامل وګرځیده ،چې د شاګردانو زړونه د ښوونځي څخه تور شي ،ځینواستاذانو  به صنف ته د راننوتو سره سم وهل او ټکول پیل کړل ، د تش سبق د نه زده کولو په بهانه، او یا په یوه بله بهانه ، په همدې رازمونږ به تل وهل خوړل ،چې دا به د زده کونکو روحی مورال او جرأت هم کموو ،او د بلي خوا به ډیری زده کونکي به د هغی مضمون څخه خوابدی شول چې استاذ به یې وهل او ټکول کول، ،څرنګه چې د دولتی ماموریتونو له وجهی ډیر خلک به له یو ولایت نه بل ولایت ته لاړل ،هلته به یې خپل ماشومان مکتب کې داخل کړل ،نو ځیني ولایتونو کې به ښه استاذان هم ول ، چې د هغوي معلوماتی کچه به هم اوچته وه ، او ډیر مهربانه به هم ول ،او دا ځینو ولایتونو ته چې مونږ کډه وړي زما تجربه ده ،او دوي به په تیره  د یوې ښي کورنۍ هم ول ،هغوي چې وهل ټکول کول د هغوي څخه به مونږ هیڅ هم نه زده کول  ، ځکه د دوی په خپله څه نه وو زده ،خو دا نا آګاهه او بی خبره استاذان به په دې نه پوهیدل چې دوی په خپل دې سلوک کړنو او رفتار سره ،ټولنې ته څومره تاوان رساوه،

په ځینو مکتبونو کې په ولایاتو او کابل کې چې زه پیښ شوم ،او ما لوست وکړ ،داسي استادان هم ول چې د استاذۍ دندی سره یې مینه درلوده ، او د هغوي معلوماتي سویه او کچه هم اوچته وه ، دا به ډیری داسی استاذان ول ،چې معیشتی سطحه د ژوند به یې څه نا څه ښه وو ،د دوی به آفاقی معلومات هم زیات ول ، نو د دوی څخه به مونږ ډیر څه زده کول او تر ډیر حده به مو ترې ګټه واخیسته، ، او دا د دي ښکارندویي کوله، که استاذانو ته معیشتی ژوند او روزګارښه برابر شي نو بدون له شکه به دوی د معارف د اولاد په تربیه کې ډیر کوښښونه وکړي ،اوخپلي  نیمګړتیاوې به هم پوره کړي ،لنډه یې دا چې زما په اند، که په راتلونکی کې هم داسي وشي ، چې ځیني استاذان چې معیشتی ژوند یې لږ ښه دی او تر یوې اندازې پوری خود کفیله دي ،او په ترڅ کې د معلمۍ د دندی سره خورا مینه لري ، او پلتونکي خلک کې ، چې یانی  خپل ازدیاد د معلوماتو کې هم کوښښ کوی،چې د زده کونکو د پاره ګټور پًریوځي، نو داسی استاذانو ته دې وخت او موقع ورکړل شي ،د ماشوم وهل ټکول په ښوونځي یا مدرسه کې د ماشوم په روحیاتو نیغ په نیغه اثر غورزوی ،او ماشوم ډیر کم جرأته مینځ ته راځي ، استاذ باید دې ته متوجه اوسي ، چې په راتلونکې کې ډیری ستونزی او مبارزې د زده کونکې په وړاندی دي ،چې د دي لوی واټن او اوږدې او سختو لارو ،    د پاره د ماشوم جرأت او زړور تیا هم شرط دی، نو که زده کونکی په وهلو او ټکولو خپل اخلاقی جرأت د لاسه ورکړي ،نو په دي طور یو بی خبره استاد یا معلم ټولنې ته خیانت کوي ، ښه استاذ په خپلو ښه معلوماتو ورکولو سره ښه اصولِ تدریس سره او ښه اخلاقو سره د تل له پاره د زده کونکې په ذهن کې پاټي کیږي ،او د استاد کړه وړه ، سر مشق ګرځوي ، مونږ ته ښايی چې د زده کونکو د پاره د ادب او نزاکت پوهیدنې مثال او نمونه وګرځو، تر څو نور زمونږ څخه د انسانیت او نزاکت پوهیدنې درس واخلي ،مونږ باید د زده کونکو په وړاندی هغه قوانین چې انسانیت پرې ډډه لګوي مراعات کړو ،زمونږ کړه وړه باید زده کونکو ته نمونه او مثال وي ،او زمونږ د ظاهری وضع څخه هم ډیر څه درک کاندی ،نو د وړو بچیانو به تر ډیره په ذهن کې پاتي شي ،ځکه دوی د عمر ډیره اوږده مرحله په مخ کې لري ،او مونږ روان یو،نو په په ښه اخلاقو ښودلو سره به هغوي زمونږ نقشِ قدم ولاړ شي ،کوم ښه عادات او خواص چې مونږ یې لرو د دي څخه به هغوي پیروي وکړي ، او دا د اخلاقو درس به خپلو راتلونکو نسلونو ته پریږدي ،نو د قدرمنو استاذانو څخه می هیله دا ده چې په خپل تدریسی مضمون څخه به غیر د زده کونکي د ښه روزنې په خاطر لږ آفاقی معلومات ولری ، چې د زده کونکو د پاره ګټور تمامیږي ، او زده کوونکو ته  اخلاقی جرأت ورکول هم له پامه ونه غورځوي

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته