(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کفر مطلق که کفر معين ؟

[23.Sep.2022 - 16:12]

کفر مطلق که کفر معين ؟

لیک: مولانا خانزیب

د مسلک په نه خبره ېو بل وژني

څه په لوئي عذاب اخته مسلمانان دي.

خالق زيار.

 

 په فتوا ورکولو کښې چې د چا نوم واخېستل شي د هغه شعر په حواله کښې ېاد کړې شي واجب القتل اووئل شي نو دېته کفر مطلق نه بلکې کفر معين او مشخص وائي فتنه د کفر مطلق نه بلکې د کفر معين نه جوړېږي او جوړه ده ، په جذباتو کښې بې تحقيقه د خپل شخصي شهرت لپاره د ېو چا مسلمان واجب القتل ګرځول خو په اسلام کښې دومره لوېه خبره ده چې دتصور نه بار ده خو نبي ع وائي چې د ېو مسلمان د سرومال حرمت هم د کعبې نه لوئي دې.

په تاريخي توګه باندې اسلام ته درې خبرو ډېر زيان رسولې ېو په سیاسي کچه چې کله نه د خلافت جمهوري تصور په ملوکيت وربدل شو او دوام ئې اومندو دوېم په ټولنيزه توګه چې کله تکفيري مفکورات دوام داره پاتي شو درېم د راسخين فی العلم په ځائې دين د رواېتي ملائيت په جمودي تعبيراتو کښې ښکېل کېدل هم دا د خلفاء راشدینو نه پس د تاريخ اسلام خلاصه ده.

امام مالک وائي ما په مدينه کښې تردې فتوا نه ورکوله تر څو چې د مدينې اويا فقهاوو زما د علم تصديق اونه کړو .

حضرت حذيفه رض وائي درې خلک به فتوا ورکوي ېو هغه سړې چې په شريعت کښې د ناسخ او منسوخ د کره درجې علم لري او علمي شان ئې د اجتهاد په درجه ختلې وي بل د وخت ظالم باچا درېم کم عقل سړې

مناظر احسن ګېلاني د وخت د باچا د فتنه ګر فتوې په اړه د امام ابوحنيفه په مناقب کښې ليکل شوي کتاب ,امام ابوحنيفه کی سیاسی زندګی ، کښې ليکي! خارجي کمانډر ضحاک کوفه ښار اونيولو د بنو اميه عبدالله ابن عمر چې د عمر ابن عبدالعزیز ځوئي وو ګوښه ئې کړو د ښار په لوئي جومات کښې اعلان اوکړو ، ټوله کوفه کافره ده راشئ په جومات کښې توبه اوباسئامام ابوحنيفه ورله رالې ډېر په زړه ورتيا ورته وائي  صاحبه! کافر خو هغه خلک وي چې اسلام پرېدي بل دين خپل کړي زه خو وينم چې کوفه ټول د اسلام کلمه وائي ضحاک چې د امام ابوحنيفه دا خبره واورېده وائل ،اخطأنا، بس مونږ خطا شوي.

 علامه شامي په شرح عقود رسم المفتي او ابن قيم جوزي په اعلام الموقعين کښې د ېو فتوا ورکوونکي لپاره لس شرائط لازم بولي چې ېو پکښې د وخت د چاپېريال عرف او رواج پېژاندل هم دي علامه مرغيناني پخپل کتاب کښې ليکي چې کم سړې د سیمې عرف ورواج نه خبر نه وي د هغه قاضي ټاکل هم نه دي مناسب .

په ېو حديث کښې د مسلمان پېژاندګلو داسې کړې شوې

 عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَنْ صَلَّى صَلَاتَنَا، وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا، فَذَلِكَ الْمُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ، فَلَا تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ

ژباړه : رسول الله ص وائي ! څوک چې زمونږ مونځ کوي زمونږ قبلې ته مخ کوي زمونږ حلاله خوري نو دا مسلمان دې دده لپاره د خدائې او رسول ذمه واري ده د خدائې په ذمه وارې کښې خيانت مه کوئ

د جاهل د فتوا په اړه ېو حديث کښې راځي

 قال رسول الله ص مَنْ اَفْتیٰ بِغَیْرِ عِلْمٍ کَانَ اِثْمُہُ عَلیٰ مَنْ اَفْتَاہُ ۔ژباړه 

چا چې پغېر د علم په چا فتوا ورکړه ګناه هم دده په غاړه ده.بل ېو حديث کښې راځي ! عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "أيما رجل قال لأخيه: يا كافر، فقد باء بها أحدهما۔

ژباړه ! رسول الله ص وائي ! چا چې کم مسلمان رور ته کافر اووئلو نو ېو کافر شو .

ابولېث ثمرقندي  په ،فتاوی النوازل ، کښې د امام ابو حنیفه په اړه ليکي چې امام صېب خپل ځوئي د مناظرو مجادلو نه په سختې منع کړې وو وائل تاسو هر ېو بل کافر کول غواړې څوک چې بل مسلمان کافر کول غواړي دې پخپله کافر کېږي.

د مسلمانانو ټولنه که د تېر پينځه سوه کاله نه ېو اړخ ته د فکري جمود ښکار ده د لويديځ د کلتوري غلبې چپو اخيستې نو بلخوا ددې ټولنې دننه خپل جوړ بې کچه تضادات د کم اېټم بم نه کم نه دي داسې ټولنې که ځان اصلاح نه کړي نو ننګونې نورې هم زياتېږي.

پدغه تضاداتو کښې ېو ، تکفيري فکر ، ته وده ميلاوېدل دي ډېر سامراج دښمن پوهان پدې نظر دي چې د دقیق څېړنو او ثبوتونو دا خبره څرګنده ده چې په مسلمانانو کښې ، تکفيري مفکوراتو ، ته وده ورکول د نړۍ وال استعماري طاقتونو ېوه سياسي پروژه وه چې د تېر ېو نيم سل کاله نه پدې باندې ډېر په سائنسي نظم کار شوې په مسلمانانو کښې ددې فکر د ژورتيا لپاره ډېر خلک د مذهبي سکالرانو په نامه روزل شوې دهغوئې لټرېچر ويړيا خور کړې شوې   دغه ،فکري ژورتيا ، ته د عربو په مرسته او کلتور کښې په بيلينونو ډالرې وقف کړې شوي وو  په لکونو د کتابونو ضميمې ويړيا چاپ کړې شوي خورې کړې شوي او دغه هرڅه ته د وګړو او نفوسو ملاتړ جوړولو لپاره دمسلمانانو په هېوادونو د ،قبضه ګيرې ، په شکل کښې بشپړ مېدان هم جوړ کړې شوې.

تفکيري اغېزې په اسلام کښې ډېر ژورې رېښې لري چې ددې ښکاره مېدان ته کېدل هغه وخت اوشو چې کله د معاويه ابن ابي سفېان او علي صېب ترمېنځ د فرات په غاړه په 37 ھ کښې ، جنګ صفين ، اوشو او د خوارجو په شکل کښې ځانګړې ډله د علي صېب په ضد د هغه د لښکر نه بېله شوه.

دغه ډلې علي صېب او د هغه ملاتړي کافر اوبلل په 38 ھ د ،نهروان ، په سيمه د ډېرو خبرو جرګو پس ورسره علي صېب جګړه اوکړه شپږ زره خوارج ئې په ېو ورځ اووژل او د علي صېب په لښکر کښې فقط شپږ کسان اووژل شو.

ددغه جنګ نه پس د خوارجو زور مات شو خو ځائې په ځائې ملاتړي وو تردې چې لږ وخت پس علي صېب ابن ملجم خارجي په جومات کښې په ،زهرژنه چاړه، اووژلو د علي صېب د وژنې سره د،تکفيري سوچ لاندې، کمه سیاسي اراده چې جوړه شوه تر نن پورې ترې مسلمانان نه خلاصېږي.

 د څېړنو ترمخه د جديد تکفيري مفکوراتو په نتيجه کښې په افريقا نائجيريا کښې د بوکو، حرام ، د شخړې په وخت کښې څه کم لس زره مسلمانان وژل شوي پينځويشت لاکه کډول شوي په الجزائر کښې د ،اسلامک فرنټ ، د شخړې نه پس څه دپاسه ېو لاک مسلمانان وژل شوي په عراق او سوريا کښې ددغه تکفيري مفکوراتو لاندې څه دپاسه دوه لاکه مسلمانان وژل شوي کډوالې د ېو کروړ پورې رسي او مالي زيانونه بې اندازې دي  په افغانستان او پښتونخوا کښې د وژنوشمار د لکونو هم اووښتې.

مولانا يوسف بنوري پخپله فتاوی کښې ليکي چې کم سړې په مسلمانانو پغېر د تحقيق نه د کفر فتوا لږوي نو که نور وس مو نه وي دداسې سړي سره کلې ګاونډ مه کوئ

 

په چا فتوا لږول د چا ايمان پخپل فکر تلل ېو ډېر ګران کار دې خو دا ګران کار په پښتنو کښې د جهالت د خويونو له برکته ډېر آسان ګرځول شوې  د ټولنې سره په سماجي رسنۍ کښې فتوا بازي هم ېو عام خوئي د پښتنو جوړ شوې دا خوئي زمونږ د ټولنې د ديني شعور د ټاکنې ننداره ده خلک وائي مونږ د سائنسي علم نه خبر نه يو خو حقيقت دادې چې زمونږ ټولنه ديني پوهې نه هم ډېره لرې ده هم دا جهالت د تندروې لوئې لامل هم ګرځي .

 

فتوا ورکول د شريعت په نظر کښې څومره د احتياط کار دې د امام مالک نه ېو ورځ د څلوېښتو مسئلو په اړه فتوا اوغوښتل شوه امام مالک د څلورو جواب ورکړو او د شپږ دېرش په اړه ئې اووئل لا اعلم زه نه پوهېږم  نن سبا که څوک د ېو خبرې علم نه لري نو پدې هم ورته ځان بدې ښکاري چې ماته پته نشته.

عبدالله ابن عمر به وائل ! خوارج زما پدې بدې شي چې دقرآن هغه ايتونه چې د کافرو په اړه نازل شوي دوئي په مسلمانانو چسپان کوي . د مسلمانانو په تاريخ کښې تکفيري خوئي ېو ډېر اوګد تاريخي شاليد لري چې بنسټيز لاملونه ئې مذهبي نه بلکې سياسي دي.

په 1936 کښې مولنا اشرف علي تهانوي په مولانا شبلي نعماني د مرګ نه پس د کفر فتوا ورکړه مفتي کفايت الله ورته اوليکل د چا کافر کول ډېر نازک کار دې چې مولانا شبلي نمعاني کافر شي نو مسلمان به څوک وي .

د نن وخت سلفيان ځانته ویونکي خپل ليکل شوي کتابونه هم نه لولي سلفي عالم شېخ عبدالله ابن عبدالعزیز د تکفير کوونکو په اړه پخپل کتاب ، تسهيل العقيدة الاسلامیة ، کښې ليکي !

یجب علی مسلم أن یجتنب مجالسة الذین یتکلمون فی مسائل التکفیر وھم ممن یحرم علیھم ذلک لقلة علمھم. ژباړه: څوک چې د مسلمانانو تکفير کوي د علم د کم والي له کبله لازم ده چې ددغه خلکو د مجلسونو څخه دې ډډه اوشي ځکه پدغه خلکو د تکفير په مسائلو بحث حرام دې.

 

مولانا خانزېب.

-------------

 

 

 

خنثی مشکل / کدړا/ نرښځې .

 

په قامي اسمبلۍ کښې د ،نرښځو ، په اړه پاس شوي ترميمي بل نه لوئي بحث جوړ دې پدې بل دې هم بحث اوشي خو بائد چې پښتانه د خپل قامي حقوقو په اړه د آئين او د اسمبلۍ د نورو بلونو څخه هم ځان داسې خبر کړي د قامي حقوقو ځان نه خبرول او په جنسي حقوقو بحثونه د ټولنې د جهالت او جنسي فقر نښه ده .

 پدې مسئله هغه چا له  خبره پکار ده چې ددې بل سره د ،نرښځي ، انسان  په ژوند او د نړۍ وال وضعيت پوهه لري دغه راز هرڅه د خلط ملط کولو په ځائې د ، انټر سیکس ،او ، ټرانس جېنډر ، تر مېنځ توپير هم کتل پکار دي ځکه چې د ،ټرانس جېنډر، د قانوني بنړې له کبله د لويديځ د کلتور ېو نوې دود په نړۍ کښې پرمخ روان دې   .

 ددغه بل چې کم تفصيل مخې ته راغلې نو زياتره دفعات ئې د انساني حقوقو سره تړل شوي د بل د څلورمې مادې سره اختلاف کول شي خو دغه قابل حل خبره ده پکار ده چې علمي او قانوني مکالمه پدغه اړه اوشي دغه راز دا پوښتنه هم پکار ده چې په 2018 کښې ددې بل په اړه ولې داسې بحث نه کول شو . ددې  بل په اړه د نوؤ سائنسي څېړنې ګټه اخيستل او زمونږ د مشرقي رواېاتو او د اسلامي لار ښوونو سره د جديد ميډيکل سائنس په حقيقت ئې سمون هيڅ باک نه لري دغه راز په قانون کښې دا خبره هم مهمه وي چې د هيڅ کم انسان حق وهنه هم اونه شي.

ېوه خبره زمونږ خلک کوي چې هم جنس پرستي به راشي دا بله سکالو ده  او په اوس وخت کښې د لويديځ د کلتوري او ټېکنالوژۍ د غلبې په بهير کښې دا ډېره ستره ننګونه مشرقي ټولنې ته پرته ده ځکه  ېواځې دا نه بلکې د نور ډېر څه سره د لويديځ کلتوري ېرغل د ټېکنالوژۍ او اقتصادي پرمختګ په برکت لکه د سېلاب راروان دې  ډېر بوګنوونکي حقيقتونه مخې ته راروان دی د لويديځ ډېرو هېوادونو لکه : ناروې، سویډن، ډنمارک، فن لینډ، آئس لینډ، برطانیه، پرانس، اسپین، پرتګال، بیلجیئم، لکسمبرګ او آئرلینډ کښې دې عمل ته قانوني بنړه هم ورکړې شوې په ايشيا کښې،تائوان ، هغه ړومبې سيمه ده چې هلته هم منل شوې .

مشرقي ټولنه د زرګونو کالو نه د نارينه ښځينه د اړيکې دود لري سميع الدين ارمان د واده بشپړ دود څلور نيم زره کاله په مشرقي ټولنه کښې پخوانې ګنړي  د خپلو رواېاتو سره بائد چې خپلې ننګونې هم په پام کښې اونيول شي .

انسان دې ښځه وي که سړې ېا نر ښځې دا د چا واک کښې نه وي عموما انساني ټولنه  نر او ښځه وي ډېر کم داسې وي چې ېو انسان دې نرښځې صنف وي د سائنس پوهانو ترمخه هر نارينه کښې شپېته سلنه صفات د نر او څلوېښت سلنه د ښځې وي داسې ښځه هم وي ېعنې څلوېښت سلنه برخه انساني اشتراک دې خو ځنې ډېر کم انسان داسې پېدائشي شي چې دغه کچه پکښې مساوي شي نو د ېو جنس ټاکنه ئې ګرانه شي خو دغه ټاکنه خالص نفسياتي ستونزه وي اسلام او سائنس ئې دغه انسان ته سپاري چې ځان کم څه ګنړي بس هغه ټولنه هم ګنړي .

په پښتنو کښې د نر ښځو د ژوند په اړه غوره ليک د ،حیات روغاني ، ليکل شوې ناول ، نېنځک ،دې ددغه ناول د ليکلو لپاره روغانې بابا دغه وګړو سره ډېر نزدې پاتي شوې وو .

که کم انسان رشتينې نر ښځې وي نو دې د انسان نه کم ګنړل په اسلام کښې سخت منع دي لکه څنګه چې د ټولنې خوئي داسې دې چې دغه ډؤل انسان سپک ګنړل شي او خندا پسې کول شي په نر ښځی کېدلو کښې د دغه وګړي کمه ګناه نه وي دا فطرتي جوړښ وي ځنې  سړې به وينې خو د خبرو او ادا انداز ئې د ښځې سره مشابه وي دغه راز ځنې ښځه د سړي سره مشابه وي دا انساني جبلت دې د پېغور عمل انسانی توهین دې .

 

د اسلام په احکامو کښې ېوه هڅه دا شوې چې درېم جنس کم مالوم جنسي اړخ ته واړول شي ځکه چې د ټولنې رويه داسې وي چې داسې انسان د ډېرو ستونزو سره ټول عمر په ټولنه کښې ښکار کېږي پښتانه خو بيا ،کدړا ، پېغور ګنړي  خو که دغه جنس د خپلو نښو نښانونه سره کم اړخ ته نشي نو بيا شریعت دده د درېم جنس کېدلو تعين لپاره خپل علامات ښودلي ددغه علاماتو په بنسټ باندې ځانګړې تعين د وخت ،اجتهاد، دې چې د انسان خپل واک ،قانوني بنړه ، ېا طبي کتنه ، کېدې شي  د وخت سره ددې مسئلې حل په مناسب ډول رويستل هیڅ ستونزه نه لري.

دغه راز په نر ښځی  د اسلام د اړخه  هغه ټول عبادتونو احکامات مکلفيت لري کم چې په یو عام انسان وي تر دې چې فقهاء د دوئې جومات ته راتګ دمرګ په وخت دده تيمم او د جنازې ترتيب هم بيانوي  په جومات کښې درېم څپ کښې اودرېدل او د ميراث پورې مسائل بيان شوي .

 

امام ابن ماجه د نر ښځو په اړه پخپل کتاب کښې رسمي باب جوړ کړې فقهاوو دغه درېم جنس ته د ، خنثی مشکل ،نوم ورکړې د فقهې ډېر لوئي لوئي کتابونو زر کاله وړاندې پدې تفصيلي ليک کړې لکه ، مبسوط د امام محمد ، مبسوط د امام سرخسي، بحر الرائق ، شامي ، هداېه ، وغېره ددې جنس د انساني حقونو په اړه ډېر تفصيلات وائي تر دې چې په ميراث کښې هم حقدار ګرځول شوې.

علامه شامي ليکي:

ولیس الخنثی یكون مشكلا بعد الادراك علی حال من الحالات لأنه اما یحبل او یحیض او یخرج له لحیة أو یكون له ثدیان كثدیی المرأة وبهذا یتبین حاله وان لم یكن له شئ من ذلك فهو رجل لأن عدم نبات الثدیین كما یكون للنساء دلیل شرعی علی انه رجل كذا فی المبسوط لشمس الأئمه السرخسی ۔

درېم جنس چې پښتانه ورته ،نرښځې ېا کدړا ، وائي فقهاء وائي دا هغه انسان وي چې د نارینه او زنانه ټول کړه وړه پکښې شريک وي کچرته د زنانه نښې پکښې غالب وي زنانه به ګنړل شي که نارینه نښې پکښې غالب وي نارينه به ګنړل شي خو که ټولې نښې ېو شان برابر وي نو بيا اسلام د ته د ، خنثی مشکل ،نوم ورکړې او تفصيلي حقوق او ځانګړي احکامات ئې ورله وائلي.

ېو نوم د ،مخنث، کارول شي مخنث نرښځې نه وي بلکې دا هغه کس وي چې وي سړې خو د ځان نه ئې په زور نرښځې جوړ کړې وي لږ خويونه پکښې د ښځې او ډېر پکښې د سړي وي  لکه نن سبا زياتره د هيجړاګانو ډله داسې وي چې دغه بیا مخنث وي.

د نبي ع په وخت کښې هم داسې ېو مخنث په مدينه کښې وو د ېو کس په اړه د ام سلمه په رواېت کښې امام بخاري ذکر کوي  چې په مدينه کښې ېو ،نرښځې، کس وو ،هئېت ،نوم ئې وو د خلکو کورونو ته آزاد تللو راتلو خلکو به ورته څه نه وائل د نبي ع خواته به هم  کور ته راتلو ېو وخت کښې چې طائف نيول کېدو نو دغه ،نرښځې ، د ام سلمه رور عبدالله ابن ابي اميه ته د طائف د ښځو د ښائست په ستائنه کښې وائي! زه به درته سبا د ثقيف قبیلې د سردار ، غېلان ، ېو ډولي لور ښائمه دومره ښائسته ده چې په مخه راشي نو څلور کوناټي پکښې ښکاري او چې پشا روانه شي اتهه ښکاري نبي ع چې د ،نرښځي ،دا خبرې واورېدې وائل دا خو ،نرښځې ،نه دې دا خو سړې دې چې داسې خبرې کوي دا کورونو ته مه پرېږدئ! دغه هئېت بیا عمر فاروق د مدينې نه بار دېره کړې وو ېو ورځ به صرف مدينې ته د خپل ضرورت لپاره سؤال له راتلو .

زمونږ ځنې ېاران هم بيخي مغرب زده وي د اسلام د تاريخي لټرېچر ځان نه خبروي داسې ګنړي چې بس هرڅه اوس لويديځ دې خو داسې نه ده د نړۍ وال قوانينو په اړه د امام ابوحنيفه شاګرد محمد ابن شېباني پشان ځانګړې سړې او پدغه اړه ليکونکی نن هم د لويديځ سره نشته.

اوس زمونږ د ټولنې رويه د داسې خلکو په اړه ډېره نامناسبه وي که په کم کور کښې داسې انسان وي نو پکار ده چې د هغه نه نفرت اونه کړې شي خو د بده مرغه داسې انسان پخپل کور کښې هم څوک نه پرېږدي ېا خو اووژل شي ېا د کور نه اوشړل شي د ځان له والي ښکار شي نو انسان خو دې چې اوشړل شي نو دداسې انسان بله بدبختي د ژوند جوړه شي چې دا د ،پېشه ور او کسب ګر ، ګرو په لاس ورشي هغه ترې د پېسو مشين جوړ کړي شپه ورځ ئې پېسو له ګډوي او ګډا دده د خېټې مجبوروي شي او داسې دې د ټولنې د ټکر له کبله پدغه لار ټول عمر روان پاتي شي.

 

مولانا خانزېب...

-
بېرته شاته