(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لطیف لالا

[10.Sep.2022 - 16:47]

قامي مترقي مشر قانونپوه عبدالطیف اپرېدی (لطيف لالا)   د قدر وړ شخصيت 

ځنې شخصيتونو په درنو کاڼو د تللو وي. ستر قامي مترقي مشر عبدالطيف ايډوکيټ څوک چې پښتانه يې د لطيف لالا په درانه نامه  ياده وي د پښتنو يو ياد سپيځلې شخصيت دے. کوم ملګري چې لالا د نيزدې پيژني هغوي به ليدلي وي چې کله لالا يو غريب بې وسه بنيادم ويني يا داسې يو دردونکي پيښه ويني نو د لطيف لالا د زړه د درد شدت د هغه په څهره وځليږي د پښتنو شاعرانو ، اديبانو ،ډرامه آرټسټانو په غم غمژن د هغوي سره هر قسمه لاس وس مرسته ملاتړ کوونکې شخصيت لطيف لالا دے . لطيف لالا نه جاګيردار دے نه کارخانه دار بس د اپر ميډل کلاس يو سپيځلے او ښاغلے شخصيت دے خپله ژبه ،ادب، کلتور او قام ورک مئين دے په دې لاره د هره چانه زيات ځاني او مالي قربانۍ ورکړې لطيف لالا د پښتنو دانشور دے او هائي کورټ او  سپريم کورټ سينئر ترين وکيل دے څو ځله د هائي کورټ ، سپريم کورټ او پاکستان بار کونسل مشر غوره شوې دے . لطيف لالا د پخواني خيبر ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړے هم پاتې دے. لطيف لالا په پټ لاس د ډيرو شاعرانو ،اديبانو، هنرمندانو  مالي اعانت کړې دے او که چرته ورته د قانوني معاونت ورپيښ شوې نو لطيف لالا خرچه هم خپله کړې ده او قانوني مرسته يې هم بې معاوضې کړې ده او کوي يې دا د 1990 خبره ده پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په اسلام آباد کښې خوشحال او رحمان سيمينار کړې وو ددغې سيمينار مقالې مضامين او نظمونه ما په جدون پريس کښې چاپ کړه مونږ دومره پيسې وے چې کتابت مو پرې وکړو کله چې کتاب چاپ شو نو هم د جدون پريس نه لطيف لالا ته زنګ وکړو هغه ووئيل سل کتابونه ترې ماله راوړه هم په هغه وخت يې نغدې پيسې راکړې چې د کتاب د چاپ نيم بوج مونږ نه کم شو ، کله چې د افغانستان جهاديانو د افغانستان په کابل کښې چور وکړو او د هغه ځاې قديم آثار او زاړه کتابونه پيښور ته راغلل نو لالا به ورپسې ګرځيدو هغه به يې په بيه اخستل او له ځان سره به يې محفوظول مونږ ترې تپوس وکړه لالا په دې څه کوې لالا وئيل افغانستان چې کله ودان شي دا ټول څيزونه به هغوي ته ورکوم او بيا ور هم کړل دا زرګونو د لکونو خبره وه او لالا په قامي جذبه داسې وکړل. لطيف لالا خپل ټول ژوند په قامي او مترقي سياست کښې تير کړو  پاکستان  نيشنل پارټي ،  قامي انقلابي پارټي، قومي عوامي پارټي او بيا نيشنل عوامي پارټي په مرکزي او صابائي عهدو پاتې دے په دې پارټو کښې ځاني او مالي قربانۍ هر چاته معلومې دي. خو ډيره د افسوس خبره ده چې سوشل ميډيا ددغې قامي مترقي مشر د شخصيت تضحيک وکړو زه د عامو خلقو په خبرو نه يم خفه خو دغه کښې يو شخصيت داسې وو چا چې خپله لمن داسې نه ده چې سړے وستائي.

خبره داده چې کله لطيف لالا په دې عمر کښې د نيشنل پارټۍ ويستې کيدو نو چا هم پرې احتجاج ونه کړو چې ددې سړي د قام دپاره بلها خدمات دي له ده سره دا عمل مه کوئ خو دغه سياسي مشر يو داسې هلک د پارټۍ اويست چې د هغه خدمات دادي چې هغه د باچاخان کړوسې ، د ولي خان نمسې، او د اسفنديار خان ځوے دے. ډيره د افسوس خبره ده.پښتني روايات له منځه تلي دي اقدارو سر خوړلې دے.‌ پرون چې دغه لطيف لالا د پارټۍ نه ويستې کيدو نو يو تن پرې هم احتجاج نه وو کړې. نو دغه خلق حق نه لري چې د هغه د نن په عمل پسې دې سپکې سپوری اووايي 

مونږ خو په سټيجونو د پښتنو قامي مشران وليدل چې سټيجونو يې نوازيف شريف زنده باد، مريم شريف زنده باد، زرداري زنده باد او بلاول زنده نارې وهلې که د هغوي دغه عمل ته څوک ګوته نه نيسي نو هيڅ څوک نه لري چې د لطيف لالا دغې عمل ته ګوته ونيسي.

 اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته