(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهاند زېار

[10.Sep.2022 - 16:29]

د پوهاند زیار مرکې

لیک؛ پوهنمل سید اصغر هاشمي

 د مرکو په دغه ټولګه کې زیار صاحب د یو لوی عالم او پوهاند په ډول څرګندېږي. په ځینو ځایونو کې ځوابونه د یو پیاوړي ژبپوه په ډول ځوابوي او د ده د فکر او نظر استازیتوب کوي، یانې ځوابونه یې د نورو اقتباسونه نه دي او نه یې د نورو نظریات د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي. د ژبپوهنې سربیره مرکه کوونکی د ادب پوهنې په تړاو پوښتنې کوي او استاد د ادب پوهنې د مطالعې په درلودلو ښه ځوابونه ورکوي. په مرکو کې د سیاستپوه، ټولنپوه او انسانپوه په ډول راڅرګندېږي او د مرکو په برخه کې ځواب ورکول یې راته د یونان د وخت سوکرات تداعي کوي. سوکرات به له نورو خلکو پوښتنې کولې او خلکو ته یې سپارښتنه کوله، چې له دې هم پوښتنې وکړي، د پوښتنو کول او ځواب ورکول فکري ازادۍ ته لار هواروي او کېدلای شي، چې د دواړو خواوو علمي او نظریاتي قوت څرګند شي. د سوکرات له نظره پوښتنه کول اسانه دي، خو ځواب ورکول ستونزمن وي، لامل یې دا دی چې یوه پوښتنه څو ځوابونه درلودای شي.

 

پرمختګ د فکر کولو پیدا کېږي، همدا فکر په وینا بدلېږي او پوښتنې او ځوابونه یې برخې دي. هغه کس د پوښتنو ښه ځوابونه ورکولای شي، چې ډېره مطالعه ولري او پوښتنه ښه تحلیلولای وشي او د ځواب ورکولو له هنر سره اشنا وي، لکه څنګه چې لیکوالۍ کې د موضوعګانو تحلیل او تفسیر د لیکوال او څېړونکي له مهمو ځانګړنو څخه دي، په همدې ډول د هر ویناوال د تحلیل او تفسیر قوت په ژبه کې څرګندېدلای شي. پوهاند زیار د یو داسې ځواب ویونکي په ډول ښکاره کېږي، چې په ځوابونه کې یې توضیحي او تفسیرې برخې لیدل کېږي.

 

د یونان په کلاسیکه دوره کې له سوکرات هم هر ډول پوښتنې کېدې او هغه وخت علوم د یوې لويې څانګې په ډول لوستل کېدل او د فیلسوف د ځانګړنو لپاره دا مهمه موضوع وه، چې د ټولو او یا د ډېرو علومو مطالعه به یې درلوده، چې دوکتور زیار هم د هر ډول پوښتنو سره مخامخ شوی دی او د یوناني فیلسوفانو په ډول د ډېرو علومو مطالعه لري. پوښتنې پوښتنې زېږوي او له ځوابونو نور ځوابونه او نورې پوښتنې پیدا کېږي.

 

د انګریزي ادبیاتو په تخلیقي برخه کې (pregnant) د حمل (زېږېدنې) او د (مانا ډک) په مانا دی، د ځینو لیکوالو په لیکنو کې داسې خبرې ذکر کېږي، چې نورو څېړنو او تحلیلولو ته اړتیا لري، چې د دوکتور زیار له پنځوونو پرته یې مرکې هم دغه برخه لري، یانې د مرکو په ځواب ورکولو کې یې داسې نظریات او افکار وړاندې کړي، چې نورو خبرو ته اړتیا لري، چې د داسې نظریاتو لوی لامل د استاد ډېره پوهه او د نویو علومو مطالعه ده.

 

په حقیقت کې مرکې د ډیالوګونو پرمختللې بڼه ده، په دوه اړخیزو ډیالوګونو کې جدل موجود وي او په مرکو کې دا برخه راتلای شي. د پوښتنو ډیالکټیک که دوه اړخیز وي، یوه درېیمه فرضیه مینځ ته راوړي، یانې د هرې دوه اړخېزې پوښتنې او ځوابونو څخه یو درېیم شی لاس ته راتلای شي، چې هغه یوه ښه پوښتنه او یا هم یو بل نوی ځواب کېدای شي.

پښتو ادبیاتو کې هره علمي برخه او لیکنه خپل ارزښت لري او د استاد د یو وړوکي شاګرد په ډول یې مرکې ما ټولې کړې او د ډېرو زحمتونو وروسته دغه دی، چاپ ته تیارې شوې، ما نه غوښتل چې د دومره لوی انسان په کتاب څو ماتې کرښې ولیکم، خو دې هر وخت هڅولی یم، مثبت فکر او لیدلوری یې راته راکړی دی او د اپلاتون هغه خبرې چې استاد یې پرې ګران دی، خو حقیقت پرې له استاده هم ګران دی، نو ځکه کله کله د حقایقو د برملا کولو لپاره خپل نظر وړاندې کوم.

 

په یوناني ادبیاتو کې د سوکرات څخه کوم اثر پاتې نشو، خو ګران او هڅاند شاګرد او ملګري یې اپلاتون په جمهوریت او ځینو اثارو کې د ده مکالمې راټولې کړې، چې د نن ورځې پوهانو لپاره داسې داخلي شهادتونه لري، چې د حاکم وخت له سیاست، اقتصاد، فرهنګ، ټولنې، علم او خلکو سره اشنا کېدلی شو، هر متن د متن سپړنې د هنر په نظر کې نیولو سره په خپل داخل کې او یا هم د متن شاته یو داسې مانا انتقالوي، چې پېژندل او تحلیلول یې ډېر نوي شیان ثابتولی او کشفولی شي.

 

د مرکو دغه ټولګه په حال کې موږ له تېرې او ماضي سره نښلوي او د ماضي له تجربو څخه راتلونکی جوړولی شو. په لسګونو کلونو وروسته خلک به د دې کتاب په لوستلو د تېر سیاست، اقتصاد، ټولنه، انساني ستونزې، اخلاقي نیمګړتیاوې، ظلم، همدردي، عدالت او له داسې نورو برخو سره اشنا کړي. که چېرې یې د نن ورځې ځوان لولي، د پنځوسو کالو مخکې زمانې سره یې نښلوي او کولای شې، چې په حال کې د دې اثر لوستل له ماضي سره مو اشنا کړي او د راتلونکي په اړه د ښو کولو او بدو نه کولو اراده ونیسو.

د مرکو په دغه ټولګه کې د پوښتنو او ځواب له یو داسې منطق څخه کار اخیستل شوی، چې د مکالمو له منطق سره یو شان والی لري. د منطق او استدال ویونکي او لیکنۍ ژبه د هغه چا پیاوړې وي، چې د څو اړخیزې مطالعې څښتن وي.

 

په پای کې ځان خوشبخته ګڼم چې د استاد زیار د شاګردۍ، ملګرتیا او خدمت کولو ویاړ لرم

-
بېرته شاته