(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي شاعر

[10.Sep.2022 - 16:11]

د ملي شاعر ملنګ جان نهه پنځوسم تلین د اکتوبر د میاشتې ۳۱ نیټه

31 October is the 59th Death Anniversary of our beloved Mili Poet Malang Jan Baba . 

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره 

زه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم 

زما يې خټه لمده کړې د غيرت په اوبو

 بې همتي لازمه نه ده زما له شانه سره

 د وطن مينه مې رودلې ده د مور په شودو

 اوس يې خدمت ته يم حاضر له ټينګ ايمانه سره 

د غيرت توره مې نيولې ده په خپلو اوږو

 د سربازۍ ميدان له وړم توره له ځانه سره

 روح مې په تن کې اسوده وي استقلاله سره

 زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره

 په ژوندانه کې چا ته کله خپل سنګر ورکوم

 زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم 

په وينو رنګ وژلی خوښ يم خو غلام به نه شم 

زما ارواح په ابتدا کې دا منلي نه دی

 زه د وطن دښمن ته هيڅ لاس په سلام به نه شم

 زما نيکونو هر ګز ټيټ چا ته کتلی نه دي

__________

ډاکټر لطیف یاد 

ملنګ جا ن دبهرنیو لیکوالو په لیکنوکې

ملنګ جان او دده شاعري نه یوازې دافغانستان او پښتونخوا په ادبي کړیو کې دشهرت نه برخمنه وه ،بلکې دغه ملي شاعر په نورو هیوادونو کې هم مشهور شوی و او دده پر اشعارو بهرنیو افغان پیژندونکو لیکوالو ډیرڅه لیکلي دي .په دغو لیکوالو کې دپخواني شوروي اتحاد ځینې لیکوالانو او پوهانو هم دملنګ جان په اړوند ډیر څه لیکلي دي چې دلته دځینو هغوروسي پوهانو نظرونه وړاندې کوم چې دملنګ جان په اړوند یې لیکلي دي

لومړنی روسي پوهاند او دعلومو اکیډیمۍ دایشیايي ملتونو د انستیتیوت علمي کارکوونکی استاد نیکولای دوریانکوف دی، ده په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې په لیننګراد کې په یوه علمي کنفرانس کې خپله یوه مقاله واوروله چې عنوان یې و ( دپښتونستان مساله او افغاني شعرونه) چې دغه مقاله بیا دیوې کوچنۍ رسالې په بڼه چاپ شوی هم ده.

استاد نیکولای دوریانکوف د خپلې دغې علمي مقالې په یوې برخه کې دارواښاد ملنګ جان په اړوند داسې لیکلي دي

(( پرته له مبالغې ویلی شو چې ملنګ جان دخپل اولس نه یو پورته شوی شاعر و او دافغانستان او پښتونخوا دپښتنو تر مینځ دزیات شهرت نه برخمن و.دده په شعرونو کې ملي اوټولنیز هدف نغښتی و. دده شعرونه چې پښتنو سندرغاړو زمزمه کړي دي دپښتونخوا پښتانه دمبارزې لپاره بلل))(۱)

همداراز دوه تنو نورو روسي عالمانو او دروسییې دعلومو اکیډیمۍ غړو میرمن ګراسیمووا او ښاغلي ګیرس( دافغانستان ادبیات ) په نامه یوکتاب لیکلی و او داکتاب په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې په مسکو کې چاپ شوی و.په دغه کتاب کې دملی شاعر ملنګ جان په اړوند داسې راغلي دي

((کله چې موږ دملی شفاهي ادب په اړوند غږیږو نو دولسې شاعرانو په لړکې یوشاعر ملنګ جان و چې په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې مړشوی دی.که موږ دده شعرونه مطالعه کړو جوته به شي چې دملنګ جان په آثاروکې دفولکلوري لرغونو تحریري ادبیاتو عنعنه لیدله کیږي .له نیکه مرغه ملنګ جان دفولکلوري عنعنو او کلاسیکو تحریري اشعارو نه خبرو. دده په اشعارو کې دملي سندرو ځانګړتیا ، عنعنوي تشبیهات ، ولسي متلونه او کلاسیک سمبولونه لیدل کیږي )).(۲)

لنډه داچې ملنګ جان نه یوازې دهیواد په دننه کې دزیات شهرت نه برخمن و ، بلکې دافغانستان دسرحدونو او پولو نه اخوا په نورو هیوادونو کې هم پیژندل شوی شاعرو.

-------------------------

۱- دوریانکوف ، په افغاني شعرونو کې دپښتونستان مساله ، دزیري جریده ، ۱۳۴۶ لمریزکال ، ۱۷ ګڼه ، لومړی مخ .

۲- داستاد عبدالله بختاني مقاله ، دشلمې پیړۍ ملنګ ، کابل مجله ، ۱۳۳۶ کال ، دلړم میاشت ، اتمه ګڼه ، ۴۶ مخ.

____________

ډاکټر لطیف یاد 

ملنګ جان ته ولې دپښتونستان شاعر وایي؟

ملنګ جان او پښتونستان سره دوه تړلي نومونه دي 

 

ملنګ جا ن په هغوشرایطو کې ژوند کاوه چې پاکستان نوی جوړشوی و، خو دپاکستان په جوړیدو سره دپښتنو ارمان پوره نه شو ،پښتانه دانګریز دظلمونو نه خلاص شول ، خو دا ځل په یو بل ظالم ور واوښتل چې تر انګریزانو زیات بدتر او دپښتنو ستر دښمن و او هغه دپاکستا ن حکومت اوپنجابي واکداران یې وو. پاکستاني جرنیلانو دپاکستان تر جوړیدویو کال وروسته دپښتونخوا او دجنوبي پښتونخوا پر پښتنو ظلمونه او نادودې پیل کړې .د۱۹۴۸ کال داګست په ۱۲ نیټه یې دچارسدې په بابړه کې دباچاخان بابا په مشرۍچې دخدايي خدمتګارو تحریک دخپلو روا او مشروعو حقوقو لپاره سوله ایز لاریون کاوه دپاکستان دظالمو واکمنانو او قیوم خان په امر پکې دخدایی خدمتګارانو څه دپاسه ۶۰۰ تنه شهیدان کړل او په زرګونه تنه نور ټپیان شول.

له بلې خوا په افغانستان کې دویښ زلمیانو غورځنګ هم فعال و او موخي او هدفونه یې داستبداد او ظلم په وړاندې ملي مبارزه وه. طبیعي خبره ده چې ملنګ جان دویښ زلمیانو دغورځنګ نه هم متاثره شوی و او له بلې خوا ده ته هرڅه څرګند واو داحالات یې دخپل سر په سترګو لیدل. ،دی هم دپښتون قام په درد سوځیده ، په دغسې حساسو شرایطو کې ده په خپلو انقلابي شعرونو سره دپښتونستان دمطالبې ولوله نوره هم راوپاروله . په تیره بیا چې دبابړې تر خونړۍ پيښې وروسته یې چې ولیدل دپښتنو مشران فخر افغان .صمدخان بابا ، ولي خان ، ډاکټر خان ، قاضي عطا ءالله خان او په سلګونونور پښتانه مبارزین په جیلونو کې بندیان شول.

ملنګ جان دخپلو شعرونو په ټولګې ( خوږې نغمې ) کې (دچارسدې دیتیم سرې سترګې) په نامه یو شعرولیکه چې په خپل دغه شعر کې دچارسدې دخونړۍ پیښې یادونه داسې کوي :

زه دچارسدې دشهید زوی په سترګو سرو یمه 

خون مې ددادا غواړم عرضي په لوړو غرو یمه

پلار مې ظالمانو په مشین سوری سوری کړلو

زه غریب بتیم پاتې خپل خدای ته په اسرو یمه

ای دپښتنو مشرانو تاسو خو لږ ننګ وکړئ

وګټئ دادادزما راغلی په زارو یمه

موږته په کوڅوکې پنجابيوړکي پیغور کوي 

ځکه هر پښتون ته په ژړا او په سلګو یمه

پلار مې دا وصیت په ځنکدن کې راته کړی و 

ځکه فریادي نن په مومندو ، اپریدو یمه

زه داسارت ژوندون هر ګز منلی نه شمه 

خوب نه بیدار کړی ملنګ جان په ښو مسرو یمه

ملنګ جا ن نه یوازې داچې دچارسدې غمجنې پيښې غمجن کړی و ، بلکې دپښتنو پر سیمو دپاکستاني ظالمو واکمنانو قتل عام او وژنو هم ډیرخپه کړی و ، لکه چې وايي:

ورځمه مغلګي ته پکې ګورمه زخمیان

بیا ګورم په تیرا کې په بمونو کلي وران 

نو چیرته به پیدا کړم مجاهد فخر افغان 

مردان او چارسدې نه یتیمان راټولوم 

لیږمه پیغامونه باجوړ ښکلو زلموته 

نارې سورې وهمه دمومندو ننګیالوته 

داوښکو ډکې سترګې وړم خلیل او یوسفزوته 

جرګو ته بیا خدایی خد متګاران راټولوم

ملنګ جان پر پښتو ، پښتنو او پښتونستان دومره مین و چې پښتونستان یې دژبې ورد ګرځیدلی و لکه چې وايي:

لـــــوګـــي شـــمـــه لـــه تــانــه پــتــنـــــګ دې یم پتنګ

زمــــا پـــښـتــو نــســتـانه مـــلـــنـــګ دې یـــم مــلـنـګ

مـــوږ ســـتـــا له زیـــږو کـــاڼــــــو نه لالونه به لوګي کړو

لالـــونــــه خـــو لا څـــه کـــړي چي ځانونه به لوګي کړو

ژونــــد نـه غــــواړو بــــې تـــانـــه ملنګ دی یم منلګ

عـــــزت چـــــي خــــلــک وایې خو عزت زموږ ه ته یې

عـــزت خـــولا عــــزت وي چـــي جــنــت زمـوږه ته یې

پـــه تـــا تــیــریو له ځــانـــه مـــلـــنـــګ دې یم ملنګ

د غـــیـــرو شـــنــه بـــاغونه ځار شه ستا شاړو میرونه

کوم خوند چی شته جنت کې زه یې اخلم ستاله غرونه

زمـــــا جـــنـــت نــښــــانــه مــلـــنــګ دې یــم مــلــنــګ

مـــجــنون ته که لیلا وه خو پښتون ته ته لیلا یې

لیــــلا خــــــو لا یــــــــې چـي زموږ ننګ او حیا یې

مــحــبــوب د مـــلـنـــګ جانه ملنګ دې یم ملنګ

په بل ځای کې په خپل یوه شعر کې تر دپښتونستانه خپل سر جاروي او وایی :

 

سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه

دا ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی

پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تا نه

هر يو ايښی ستا په مينه مال و سر دی

په خپل یوه بل شعر کې دپښتونستان سره خپله ژوره مینه داسې ښيې:

 

خاوره یې دسروده هریوکا ڼی یې مرجان دی

زه چې پرې مین یم داهغه پښتونستان دی

دې کې اپریدي اوسي 

دې کې اورکزي اوسي 

دې کې دي خلیل ، مومند 

دې کې یوسفزي اوسي 

دا دخوشال خان وطن 

دادمیرویس خان ګلشن 

دا دایمل خان ګلشن 

دا دریا خان ګلشن 

مالیاریې باچاخان دی 

زه چې پرې مین یم داهغه پښتونستان دی

دې کې ښه زلمیان اوسي 

دې کې شنه زمریان اوسي 

دې کې صمدخان اوسي 

غلیم ترې په لړزان دی

زه چې پرې مین یم داهغه پښتونستان دی

خدای دې باجوړی لري 

خدای دې چترالی لري 

تل دی وي وزیر ، مسید

خدای خودې ساپي لري 

حدای دې اڅکزي لري 

زړه مې پرې روښان دی

زه چې پرې مین یم داهغه پښتونستان دی

یورنګ پښتانه یو مونږ

یوبل ته درانه یو مونږ

زه ملنګ جان داوایم کله بیګانه یو مونږ

نن دانه دانه یو مونږ

لمسون دکوم شیطان دی 

زه چې پرې مین یم داهغه پښتونستان دی 

 

ملنګ جان په خپلو ټولو حماسي اشعارو کې دپښتونستا ن کلمه له خولې نه ده غورځولې. نوموړي دپښتونستان دجوړیدو ارمانجن شاعر و . دده شعرونه دده دزړه دتله راوتلي شعرونه دي چې په شعوري توګه دخپل قام سره دده مینه ښيي.ملګ جان او پښتونستان سره دوه تړلي نومونه دي ، نو ځکه ده ته دپښتونستان شاعر ویل کیږي

(یاد)

__________

ډاکټر لطیف یاد 

د ملنګ جان ادبي هلې ځلې 

 

کله چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې پاکستان جوړشو نو دپښتونستان دآزادۍ مطالبه هم ډیره توده شوه. دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د(ویښ زلمیانو )غورځنګ هم رامینځ ته شوی و او نورو شاعرانو او لیکوالو هم دپښتونستان دملي ازادي بخښونکي غورځنګ نه بشپړ ملا تړ کاوه

ملنګ جان هم دیوه ملي شاعرپه توګه دشعر اوشاعرۍ په پیلابیلو قالبونوکې دپښتونستان آواز اوچت کړ. دملنګ جان شعرونه ټولنیز، اخلاقي ، انتباهي او انتقادي اړخونه لري چې هم چا ربیتې لري ، هم غزلې ، هم بګتۍ ،

دارواښاد ملنګ جان لومړنۍ شعري ټولګه خوږې نغمې په هغه وخت کې دپښتو ټولنې دادبیاتو دڅانګې له خوا داستاد عبدالله خدمتګار بختاني په زیار چا پ شوه چې ارواښاد ملنګ جان لا ژوندی و.داټولګه درې برخې لري :

لومړۍ برخه یې ملي شعرونه دي چې دوه دیرش چا ربیتې ، پنځه شپیته لوبې ، شپږ بګتۍ ، اته پنځوس غزلې ، یو داستان او درې مقامونه جوړوي .

دویمه برخه یې اخلاقي ، ټولنیز ،انتباهي او انتقادي شعرونه دي چې دا برخه یې پنځه ویشت چا ربیتې ، نهه مقامونه او څوارلس غزلې لري .

دریمه برخه یې عشقي سندرې دي چې دري څلویښت غزلې ، اووه مقامونه ، دولس لوبې ، درې چاربیتې اودوه بګتۍ لري .

همداراز دملنګ جان په خط دده دشعرونو یوه قلمي نسخه هم شته چې دښاغلي استاد عبدالله خدمتګاربختاني په شخصي کتابتون پورې اړه لري .دغه قلمي نسخه ۹۲ پاڼې لري چې پکې ۱۱۵ غزلې ، چاربیتې او لوبې پکې شته . یو شمیر نورو کاتبانو او خطا طانو هم دملنګ جان شعرونه خطاطي کړي دي چې په دغو کاتبانو کې یو هم ښاغلی جوهر بهسودوال دی . ددغې خطي نسخې دپاڼو شمیر ۷۶ ته رسیږي چې زیاتره چاربیتې ، غزلې او لوبې بکې ځای شوي دي.

دملنګ جان شعرونه په اتحاد مشرقي ، پښتون ږغ. هیواد ، انیس ، زیري ، کابل مجلې او دهیواد په ډیرو خپرونو او سایټونو کې چاپشوي دي .

دارواښاد ملنګ جان ادبي هلې ځلې په پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې دپښتنو تر مینځ هم دزیات شهرت نه برخمنې دي .له همدې کبله دي چې دپښتونخوا او سویلي پښتونخوا پښتانه او ژمنو لیکوالانو او شاعرانو  دده دشعر او شاعرۍ او دده دملي شخصیت درناوی کوي .

همداراز په نورو هیوادونو کې هم شاعران اوپوهان ملنګ جان دیو مشهورملي شاعر په توګه پیژني دبیلګې په توګه دروسیې مشهور افغان پیزندونکي ښاغلی نیکولای دوریانکوف ، میرمن ګراسیمووا او آغلې ګیرس پر ملنګ جان لیکنې کړي دي او دی یې یو هیوادنی او په خپلو خلکو او ولس مین شاعر بللی دی.

لنډه داچې ملنګ جان یو ملي شاعر و چې دپښتو تر څنګ یې په دري ژبې هم اشعار ویلي دي .

__________

ملي شاعر ملنګ جان څوک و؟

ملنګ جان په ۱۲۹۳ لیږدیز کال چې د۱۹۱۴ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري دننګرهار ولایت دبهسودو دچمیارپه کلي کې زیږیدلی و. پلار یې عبدالشکور نومیده . دده اصلي نوم محمد امین و، خو کورنۍ به یې دنازه ورته امین جان وایه.

درې کلن ماشوم و چې دخپل پلار له مینې نه بې برخې شو. تردې پيښې وروسته له خپلو وړو ورونو او زړې مور سره یوځای دغربت او بیوزلۍ نادودو ته یوازې پاتې شو. وروسته یې کورنۍ دمزدورۍ او کار روزګار په لټه کې دخپل کلي چمیار نه دبهسودو بل کلي ته لاړل چې چار مسره نومیداو هلته یې دکبانو په نیولواو نورې غریبۍ مزدورۍ په کولو سره خپلې کورنۍ ته نفقه او روزي پیدا کوله. ورپسې دبهسودو نه کامې ته ولیږدید او هلته دخبلو ورونو او مور سره یوځای داربنګ په کلي کې میشته شو.همدلته و چې په پنځلس کلنۍ کې یې دخپلو شعرونو په ویلو پیل وکړ او ملنګ جان شو.

تر یو نیم کلونو وروسته بیرته خپل کلي چمیار ته ستون شواو هلته په جلال اباد کې یې دپولیسو په امنیه قومانداني ( Ningarhar police Headquarter ) کې نو کري ورته پیداشوه. بیا تر هغه وروسته دکونړ په ولایت کې سپاهي ( سرتیری ) شو.

دسرتیرۍ تر دندې وروسته خپل کلي چمیار ته ستون شواوپه خپل کورکلي کې دکر کیلې په چارو بوخت و. په دغه وخت کې په ننګرهار کې داتحاد مشرقي ورځپاڼه خپریدله او دملنګ جان یوشعر پکې دلومړي ځل لپاره چاپ شوچې یو بیت یې داو:

باغ دی دطو طیانو نه پریږدي زاغان

دی پښتون مالیار پکې وژني پرې خپل ځان

داهم باید زیاته کړم چې دملنګ جان زیاتره اشعار دلومړي ځل لپاره دننګرهار د ( اتحاد مشرقي ) په ورځپاڼه کې هغه وخت خپاره شول چې ارواښاد علامه قیا م الدین خاد م بابا یې مدیر و او بیا ترهغې وروسته چې ارواښاد مولانا عزیزالرحمن سیفي یې مدیر و او بیا په وروسته کې چې استاد عبدالله بختانی صیب یې مدیرو.

ملنګ جان په کال ۱۳۲۴ لیږدیزکال کې چې د۱۹۴۵ زیږدیز کال سره سمون خوری د شهید داودخان په سپارښتنه کابل ته ور وغوښتل شواو په ۱۳۲۹ لیږدیز کا ل چې د۱۹۴۹ زیږدیز کال سره سمون خوري دوخت دصدراعظم ( لومړي وزیر) سردار شاه محمو دخان له خوا ورته دکا ل شپږسوه افغانۍ مستمري تنخواه وټاکل شوه او ورته ښوونکی ونیول شو چې لیک لوست زده کړي او ملنګ جان په لنډه موده کې لیک لوست زده کړاو خپل شعرونه به یې بخپله لیکل..ملنګ جان په ۱۳۳۲ لیږدیز کال چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري په راډیو افغانستان کې دپښتو موسیقۍ دپروګرامونو دتنظیم کوونکي( منتظم) په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه یې په ۱۳۳۳ لیږدیز کال چې د ۱۹۵۴زیږدیز کال سره سمون خوري دخپلې دندې ګوښه کړل شو ، خو یوکال وروسته په ۱۳۳۵ زیږدیز کال کې چې د۱۹۵۶ زیږدیز کال سره سمون خوري بیرته خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړه .

ملنګ جان په دغه لنډه موده کې پښتو موسیقۍ ته ډیرڅه وکړل : ده ډیرشاګردان وروزل چې په شاګردانو کې یې د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، سپین بادام . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، محمد اسلم ، ګلالی، ګل نام ، دخوش ګنبد فیض ګل، دفتح آباد مشکی، مدد، دکامې عبدالحبیب، عبدالخالق، محمد ابراهیم ، رنګین، محمد جان ، محمد دین زاخیل ، فقیر محمد ،امین الله ،عبدالحمید مشهور په مسجدي ،دلغمان میرزاګل ، امین جان، رحیم ،جوهر او ګل نبي نومونه یادولای شو. دغو ټولو دملنګ جان شعرونه زمزمه کړي هم دي .

دملنګ جان مړینه :

ملنګ جان د۱۳۳۶ زیږدیز کال دلړم دمیاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې دیو دیرشمې نیتې سره سمون خوري دخيپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای دکابل نه دجلال اباد خواته په موټر ( ګاډي ) کې روان و . په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او دماهیپر سړک لا نه و جوړشوی، ددوی موټر دخواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې دسړک نه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په خپلې غیږکې کلک نیولی و په دغه غمجنه پېښه کې پلار او زوی دواړه ووژل شول.

وروسته دده او دده دزوی دواجان جنازې دده کلي چمیار ته ولیږدول شوې او دنوموړي کلي په هدیره کې خاوروته وسپارلې شوې .. 

ښايي دا به دتقد یر کرښه وي او دملنګ جان هغه دعا به خدای قبوله کړي وي او پرښتو به پرې آمین ویلي وي چې ملنګ جان دخپل ځان او دواجان په اړوند په خپل یوه شعر کې دمخه ویلی و او خپل دغه شعر یې خپل پښتون قام ته ډالۍ کړي و .

ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځارشه 

ستاسو بچو نه دواجان مې ځارشه 

واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو 

زما محکومو مظلومانو ورونو

دده دجنازې په مراسمو کې دجلال اباد ، سره رود ، بهسودو او دننګرهار دنورو ولسوالیو ډیر شمیر خلکو ګډون وکړ. ددغو خلکو برسیره دننګرهار لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ، دښونځیو زده کوونکو او استادانوهم دده دجنازې په مراسمو کې برخه واخیستله.

دده تر مړینې وروسته دافغانستان دحکومت په نامه دافغانستانه دننه او دافغانستانه بهر دخواخوږۍ او تسلیت پیغامونه راورسیدل ، ډیرو شاعرانو دده په مرګ اوښکې تویې کړې او ددده مړینه یې ټولو افغانانو اوپه تیره بیا پښتنو ته یوه ستره ضایعه وبلله.

دده دخواشینوونکي مړینې په اړوند ډیرو شاعرانو ویرنې لیکلي دي چې په دغو شاعرانو کې د ملک الشعراء استاد عبد الحق بیتاب ، استاد عبدالله خدمتګار بختانی او ښاغلي ارواښاد برکت الله کمین ویرنې ډیرې مشهورې دي .

دا و دملنګ جان لنډ ژوند لیک چې تاسو ته وړاندې شو .

دپښتو اوپښتونستان دملنګ سپيڅلې اروادې ښاده وي !

(یاد)

-
بېرته شاته