(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سقاو ځوی

[14.Apr.2022 - 15:44]

دسقاو زوی واکمني

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دسقاو زوی د۱۹۲۹ زیږدیز کال دجنوری دمیاشتې په اتلسمه  نیټه دافغانستان واکمن  شو، دخپلې پاچاهۍ په لومړۍ ورځ یې  دکابل دمیلمستون ( مهمانخانې )په بڼ   کې دخپلې پاچاهۍ داعلان په ترڅ کې  خلکو ته  داسې وویل:  ((دامان الله خان حکومت کافر او بې دینه حکومت و ، زه ددین خدمتګاریم   ، زه به په راتلونکی کې دبیت المال پیسې دښوونځيو په جوړولو ونه لګوم ، بلکې هغه به خپلو سرتیرو او ملایانو ته ورکوم چې ماته دعاګانې وکړي . نور به دچانه مالیه ( ټیکس ) نه اخلم ، تاسو ټول زما رعیت یاستئ ، ځئ په مخه مو ښه شه خپلې  خوشالي او چړچې کوئ )).

دده دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې دښوونځیو ټولې  دروازې وتړل شوې  او دحیرانتیا خبره خو لاداده چې سره له دې چې دده دواکمنۍ په  په وخت کې دټولو ښونځیو دروازې وتړل  شوې اوس دده په نامه په شمالي کې  یوه لیسه جوړه شوې ده  چې نوم یې دی ( دامیر حبیب الله کلکاني لیسه )  .

 فغانستان درمسېرتاریخ ۸۲۷ مخ.)

 

دسقاودزوی حبیب الله کلکاني په اړوند په افغانستا ن او دافغانستان نه بهر لیکل شوی ټول تاریخونه یوه خوله دي او یوشان نظرونه لري اودسقاو زوی حبیب الله کلکانی د یوه غله ،داړه مار ، قطا ع الطریق او جاهل انسان په توګه پیژني .په دغو معتبرو کتابونو کې یو هم (افغانستان درمسیر تاریخ ) دی چې ارواښاد میر غلام محمد غبارپه فارسي ژبې  لیکلی دی.غبار په خپل تاریخ کې دده په اړوند داسې لیکي: (( دسقاو زوی او دده ډله یوه جاهله، وږې او نادیده ډله وه چې تر امان الله خان وروسته یې حکومت لاسته ورغی . دوی دپیسو دپیداکولو حرص او لا لچ درلود او هرچیرې به یې چې ښه ځمکه ، بڼ ( باغ ) او کومه ښایسته ماڼۍ ولیدله نوپر هغو به یې خیټه واچوله . دوی دولتي او سرکاري ماڼۍ په خپلو شخصي ماڼيو بدلې کړې ، په دوی کې علم او پوهه او عقل شتون نه درلود، دوی د علم او فضیلت دښمنان وواو په هرځای کې به یې چې کوم پوه او عالم سړی ولید نو سربه یې ترې غوڅاوه)).

همداوجه وه چې په ټول افغانستان کې دده او دده دحکومت پر خلاف پاڅونونه پیل شول . لکه په ننګرهار . وردګو، کندهار ، پکتیا ، غزني ، هزاره جاتو او دافغانستان په شما لي ولایتونو کې .ده ډیر نامتو کسان چې ترې ویره یې درلوده اعدام او پاڼسي کړل چې په هغو کې دلاندنیو کسانو نومونه اخیستلی شو :

حبیب الله خا ن ، عبدالرسول خان ،قاري دوست محمد خان ، عبدالمجید خان توخی، دامیر شهید امیر حبیب الله خان زامن سردار عبدالمجید خان او سردار حیا ت الله خان ، سردار محمد عثمان خان ،دتمیز دمحکمې قاضي محمد اکبرخان ، دحربیې دوزارت مرستیال حبیب الله خان او مولوي عبدالواسع خان

------------------------------

وګورئ افغانستان درمسیر تاریخ ، په فارسي ژبه ۸۲۶-۸۲۷ او ۸۲۸ مخونه.

-
بېرته شاته