(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مثالي باچا

[14.Apr.2022 - 15:28]

مثالي باچا

لیک :ګل محمد بېتاب

" پښتون " مجله اپریل 2022

باچا پۀ ډېرو حوالو مثالي سړے دے او زۀ ئې ثابتولے شم چې وروستو به پرې پۀ لږ پۀ تفصيل سره خبره وکړم خو وړومبے به دا ووايم  چې زما او د باچا تعلق او دوستي ډېره عجيبه ده. منم  چې څۀ خبرې او خويونه به مو سره خپلو کښې شريک وي خو غټ غټ کارونه او خبرې مو د يو بل نه متضاد دي لکه هغه مالداره او شته من دے، زۀ غريب او نېستمن  يم، هغۀ ستانه دار دے او زۀ عام سړے، هغۀ سرکاري نوکر دے او زۀ اکثرو وختونو کښې  بې روزګار يم او د ټولو نه غټه  خبره دا ده چې زۀ پۀ وس  چرته د کور کلي  نۀ اوځم او د هغۀ  هډو پښه پۀ کور کښې نۀ لګي. د هغۀ د تعلقاتو سلسله پراخه ده او زما ډېره محدوده ده . بيا کمال دا دے چې د وسائيلو سره سره ئې د زړۀ زور هم ډېر دے. خپل ټول تعلق داران پاللے شي او زۀ دې معامله کښې ډېر کمزورے او ناراسته يم. کله  چې زۀ دې صورتحال ته وګورم نو ما ته خپله او د باچا دوستي هغه د کولال او موچي يارانه ښکاره شي. چې کولال به ټوله ورځ کلي پۀ کلي  پۀ خره د خټو لوښي خرڅول نو  ذرې ذرې شوے به ؤ او موچي به ټوله ورځ دوکان کښې څپلۍ ګنډلې  نو پښې به ئې اودې شوې وې. مازيګر ماښام  چې به دواړه ياران يوځاے شول نو موچي به وئيل راځه يار چې لږ بهر ته لاړشو او دا پښې  ازادې کړو او کولال به وئيل راځه چې حجره کښې لږې پښې وغځوو.

کۀ زۀ خپله او د مثالي باچا تقابلي جائزه شروع کړم  نو قيصه به ډېره اوږده شي او دا وخت دغه معامله زما موضوع نۀ ده بلکې زۀ د هغۀ خاکه ليکم خو هسې د جمله معترضه  پۀ توګه مې دا څو خبرې وليکلې.اوس خپلې موضوع ته راګرځم.

د مثالي باچا ژوند د اميرۍ، خيالات ئې د بادشاهۍ، طبعيت ئې د اواره ګردۍ، شکل اوشباهت ئې د فلسفيانو، قيصې ئې د ځوانانو، خوي ئې د لوفرانو، مينه ئې د لېونيانو، خرڅ ئې د سخيانو، علم ئې د مليانو، ناسته ولاړه ئې د خاکسارانو، فقيرانو او خبرې ئې لکه د رسېدلو پيرانو او کورنۍ ئې د سېدانو ده چې پۀ اکثرو علاقو کښې ورته باچايان وائي بلکې پښتنو  ورته تل د بادشاهانو هومره عزت او احترام ورکړے دے

پۀ  خپلو کلیو علاقو کښې ئې نۀ صرف غوره زمکې دوي له ورکړې دي  بلکې غوره خوېندې لوڼه ئې هم ورته بخښلي دي او دوي هم د مقامي خلقو پۀ رنګ کښې داسې رنګ شوي دي  چې د عامو خلقو سره ئې هېڅ بېلتون نۀ کېږي.

مثالي باچا پۀ ونه برابر،غنم رنګے، غښتے او کوټلے وجود، شين سر او سپينه ږيره لري. ورسره برابر برېت، غټې سترګې او پلن مخ ې دے چې پۀ وړومبي نظر يو بارعبه بنده ښکاري خو چې خبرې شروع کړي نو د سنجيده  خبرو پۀ دوران کښې دوه څلور منټه پس ضرور کومه لطيفه يا دلچسپه خبره کوي.

ټول عمر ئې خپلو او پردو مسئلو زړۀ خوړلے دے. د چا خبره پۀ وجود روغ  خو پۀ زړۀ ګړوب ګړوب دے ځکه خو د زړۀ پۀ رنځ اخته دے چې څو کاله وړاندې ئې د زړۀ بائي پاس  اپرېشن کړے دے. باچا خپله دومره خوږ دے  چې وجود ئې نور خواږۀ نۀ زغمل خو دۀ بيا هم خوړل نو د شوګر پۀ مرض اخته شوے دے او ورسره د دۀ پۀ قول معده ئې هم سم کار نۀ کوي خو کمال دا دے چې تل خواږۀ او يا هغه سخت خوراکونه لکه خصوصاً  غوښې خوري چې عام بنده ئې هم نۀ شي هضم کولے خو هله چې ورسره نور کسان ملګري وي.

باچا پۀ کورکښې د وړو د مور له وجې پرهېزي خوراکونه کوي خو  چې څنګه د کوره بهر شي  نو ورسره پال پرهېز هم پۀ کور کښې پرېږدي. بهر اکثر هغه خوراکونه کوي  چې دۀ له هډو ښۀ نۀ وي. ولې دې خوراک له ځان له څوک ملګرے ضرور ګوري يعنې د بل چا پۀ نامه ئې را وغواړي  او دے ئې ورسره بيا  ښه برابر خوري.

ما چرته پخوا اورېدلي وو چې کوم خوراک کښې د لوے بنده سره ماشومان ناست وي نو د هغې حساب به ورسره  نۀ کېږي نو کېدے شي باچا ته نور خلق ماشومان ښکاري.

باچا هر سحر د خپل کورکلي ميا ډهېرۍ نه پېدل پۀ لنډه لاره پټو پټو کښې د صوابۍ بازار ته راوځي چې خواو شا دوه دوه نيم کلوميټره لاره جوړېږي. دا مزل دے د کور د خلقو پۀ خيال خو د واک د پاره کوي خو حقيقت دا دے چې دا مزل دے صرف د دې د پاره کوي  چې بازار کښې څوک يار اشنا وويني او هغۀ سره خوږې چاے او کۀ ممکنه وي نو چې حلوه يا نور خواږۀ وخوري او سحر وختي د دوه وخته ناشتې يعنې د کور او بازار د خوراک پۀ وجه چې  غرمې له ئې څوک د خوراک ملګرے پېدا نۀ شي نو بيا ترماښامه ډوډۍ نۀ خوري.

کور کښې ئې زړۀ تنګېږي  نو سحر اتۀ نهه بجې چې د کوره راوځي او ماښام کورته ځي. دا باچا چې زۀ ورته مثالي باچا وايم د نورو خلقو نه خو څۀ چې د نورو باچايانو نه هم يو څۀ انفراديت لري. لکه مونږه وينو چې اکثر د خلقو يو تکيه کلام وي چې هغه بيا بيا وائي او خلق ورسره عادت واخلي خو د مثالي باچا درې تکيه کلامونه دي او درې واړه يو وخت پۀ خبرو کښې استعمالوي، لکه د خبرې شروع داسې کوي "يوه  رباعي درله کوم" "مثال کے طورپر" او Let suppose بيا د دې درې واړو  استعمال ډېر ښکلے کوي لکه وائي ؛ تاسو خبرې کوئ خو زۀ درته يوه رباعي کوم ؛  يوه ورځ بازار کښې روان وم. دا د يورپ ښار ؤ او "مثال کے طورپر" يو داسې سړي سره مخ شوم چې لکه د نورالامين يوسفزي صېب غوندې خبر لوڅ ؤ. هغۀ راته د دغه ملک پۀ دود دستور يو لوے تاریخي  لېکچر شروع کړو. ما تر ډېره اورېدلو خو بيا مې ووې دا خو زۀ هسې وخت بربادوم "Let suppose" کۀ هډو زۀ پۀ دې پوهه شم نو هم  ماله څۀ فائده ځکه نۀ راکوي چې زۀ خو سېلانے  سړے يم. سبا بله ورځ به خپل ملک ته ځم يعنې تکيه کلامونه ئې نۀ صرف درې دي بلکې د درېو ژبو هم دي چې پۀ کښې پښتو،اردو او انګرېزي  شاملې دي. لا کله کله پۀ کښې څلورم د عربۍ تکيه کلام هم وائي چې هذا على القياس.

د جاوېد باچا د مثالي باچا ثابتولو د پاره زۀ ډېر مثالونه لرم خو هغه ټول ليکل به ګران شي خو کوشش به وکړم  چې هسې يو څو د نمونې پۀ توګه وړاندې کړم لکه دا چې تېرکال ئې لور د اېم اېس سي امتحان  ورکولو نو باچا پۀ سپينه ږيره، چشمې پۀ سترګو د پښتو امتحان ورکولو او عجيبه دا ده چې دا امتحان پۀ داسې عمر کښې ورکوي چې د نوکرۍ نه پنشن ته ئې دوه درې کاله پاتې دي. حالانکې ډېر وړاندې ئې پۀ عربۍ کښې اېم اے کړې ده. دا ئې د علم او پښتو ژبې سره د مينې حال دے. ما کۀ  پۀ صحيح معنو کښې پۀ دې خبره څوک عمل کوونکے ليدلے دے  چې د زانګو نه تر لحده علم حاصلول پکاردي نو هغه مثالي باچا دے.

بل لوے صفت ئې بې مثاله سخاوت دے چې کۀ هر څوک ورسره ملګري وي او هر څنګه موقعه وي نو دے داسې ماحول جوړوي  چې پېسې دې د دۀ خرڅ شي. هسې ما چرته يو مجلس کښې د مشرانو نه اورېدلي وو چې کوم بنده يو ځل پۀ کوم کار کښې ګټه وکړي نو ټول عمر ئې بيا دغه کار وي. لکه کۀ څوک پۀ بدمعاشۍ کښې ګټه وکړي نو ټول عمر بدمعاشي کوي او هر چا ته نیغ نیغ کیږي ۔  کۀ څوک پۀ صدقه، معافۍ، ښۀ سړيتوب کښې ګټه وکړي نو بيا ټول عمر دغسې تېروي.

د جاوېد باچا مشران د علم او فضل خاوندان وو نو څۀ اثر  خو به ئې د هغوي نه هم ضرور اخستے وي ولې  چې پخوانو نېکانو خلقو به نۀ صرف خپله سخاوت کولو بلکې پۀ خپل اولاد کښې به ئې هم دا ماده پېدا کوله او پۀ باچا کښې دا کمال  شته چې هغه پۀ مجلس کښې پۀ ناستو خلقو د نظراچولو سره دا احساس ضرورکولے شي چې دوي کښې حاجت مند څوک دے او زۀ ورسره څنګه  په داسې طریقه ښېګړه کولے شم چې ورسره د دۀ عزت نفس هم مجروح نۀ شي. د باچا دې حال ته چې زۀ ګورم نو بې اختياره راته يوه واقعه را ياده  شي کومه چې ما څۀ  وخت وړاندې لوستلې وه او پۀ هغې کښې د بل انسان د احساس خبره شته.

دغه واقعه داسې ده چې فلسطين کښې پۀ يو سکول کښې يوې استاذې د ماشومانو نه ټېسټ اخستو نو دا اعلان ئې کړے ؤ چې کۀ څوک فرسټ راغلل نو انعام کښې به ورله نوي  بوټان اخلم. عجيبه  دا وشوه چې کلاس کښې اکثرو ماشومانو يو شان نمبرې واخستې نو مسئله جوړه شوه چې يوه جوړه بوټان چاله ورکړي. فېصله پۀ دې وشوه چې د قرعه اندازۍ پۀ ذريعه به فېصله کولے شي. ټولو ماشومانو خپل خپل نومونه پۀ کاغذ وليکل او استاذې هغه د کاغذ ټکړې يوه ډبه کښې واچولې چې دې کښې د يوې جينۍ وفا عبدالکريم نامه راووته. استاذې هغې له بوټان ورکړل  چې د هغې ماشومې  خپل بوټان او جامې دواړه شلېدلې وو ځکه چې دا يوه يتيمه ماشومه وه او غريبې مور ورله جامې او بوټان نوي نۀ شو اخستلے. استاذې چې وروستو هغۀ ډبے خلاص  کړو نو ډېره حېرانه شوه او سره د هغه ډبي کور ته لاړه. خاوند ته ئې قيصه  وکړه او ورسره ئې ډېر وژړل. خاوند ئې ورته ووې يه ښځې پۀ دې کښې د ژړا څۀ دي خو د يوې ماشومې قرعه اندازۍ کښې نوم راووتو خو استاذې ووې ما له ژړا پۀ دې راځي  چې ماته ولې  د هغه خبرې احساس ونۀ شو کوم چې دې ماشومانو ته شوے ؤ. بيا ئې هغه ډبے د خاوند مخې ته وغورځولو چې ټولو ماشومانو پرې يو نوم ليکلے ؤ او هغه د وفا عبدالکريم ؤ.

د اسلافو ځنې واقعاتو کښې دا هم راغلي دي چې دوي به خپلو ماشومانو کښې د سخاوت د  احساس پېدا کولو پۀ غرض اکثر خپل خېراتونه  او صدقې  وغېره د خپلو ماشومانو پۀ لاس خلقو له ورکول.

د دې مثالي باچا سره زما تعلق پۀ اتفاقي او غېر ارادي طورسره جوړشو چې وجه ئې زمونږ ګران ملګرے نورالامين يوسفزے او ورسره دوه نور روښان يوسفزے او ساجد ټکر صاحبان دي چې دوي له د ورځپڼې ؛ شهباز ؛ او  ؛ پښتون ؛ رسالې دفتر  ته د نورالامین یوسفزي صیب سره راغلے وو ۔ 

دا هم  راته معلومه  شوه چې جاوېد باچا او نورالامين کالج کښې کلاس فېلو پاتې شوي وو. او بيا ډېره موده  دواړه د يو بل نه بې درکه وو خو چې يو بل ئې وموندل نو دواړو د کاميابۍ ډېر پړاوونه وهلي وو او هر يو پۀ خپل خپل فن کښې کمال ته رسېدلے ؤ. خپلو کښې ئې يو بل ته  د کاميابو حال ووې او هغه د چا خبره  چې زړه ياري ئې بيا تازه کړه، کۀ نورالامين يوسفزے د پښتو شعر ادب، افسانې، تحقيق، تنقيد، تقرير او تحرير کښې کمال ته رسېدلے ؤ نو ورسره پاچا هم د غريبۍ غر  د  خپل محنت په زور سورے کړے ؤ او د يو خوار ژوند نه اسوده ژوند ته پورې وتلے ؤ. پۀ دې ملک کښې د ټولو نه ګران کار دا دے چې يو بنده دې پۀ حقه حلاله تنخواه  او مزدورۍ کښې د خپل ژوند حالت ښۀ کړي. دې کښې شک نشته  چې باچا دې سلسله کښې خپل پوره پوره همت کړے دے. پۀ کلي کښې ئې اټۍ کړې ده. د چرګانو فارم ئې جوړ کړے دے ورسره ئې وړومبے د افغان کډوالو د پاره جوړه محکمه کښې څۀ موده پۀ ډیرو  لږو روپو کار کړے دے او بيا پۀ واپډا کښې جونئير کلرک بهرتي شوے ؤ ۔ دوه څلور کاله ې  د نوکرۍ سره سره د بارګین او ټیکه دارۍ کارونه هم کړې دي  خو تل به ورته دا احساس ؤ چې پۀ دې طريقه ئې د ژوند بدلون ګران دے يا د کوم  ائيډيل ژوند تصور چې هغۀ لرلو نو کم ازکم هغه نۀ شو کېدلے ځکه خو ئې خپل ماما او يو د ترۀ زوے دې ته تيار کړي وو چې د مثالي باچا امريکې ته د مزدورۍ  د پاره د تګ بندوبست دې وکړي خو چې مور محترمه ئې ترې خبره شوه نو هغې دواړو ته ووې کۀ هر چا دا کار وکړو نو دا به ما سره غټ ظلم وي او تر دې حده جذباتي  شوه چې هغۀ ته به بیا  دا اجازت هم نۀ وي چې پۀ کفن کښې دې زما مخ وويني. جاوېد باچا يوه ورځ د مازيګر د مونځ نه وروستو پۀ داسې حال کښې د مور خواله ورغلو چې هغه پۀ مصله ناسته وه نو دۀ ورته د ګيلې پۀ انداز کښې ووې چې بې بې زۀ خو دا کار ستاسو د ژوند د ښه کولو د پاره کوم نو هغه بختورې ښځې سر سوتور کړو او دعا ئې  وکړه چې خداے تعالي دې درباندې ډېره دنيا وويني خو د مزدورۍ د پاره نه بلکې صرف د سېل سپاټو د پاره. بس هغه ورځ او دا ورځ، داسې کال به نۀ وي  راغلے چې جاوېد باچا  به پۀ کښې د دوه درې ملکونو سېل نۀ وي کړے. هم د هغې بختورې مور  د دعاګانو پۀ برکت ئې د نړۍ خواو شا شلو پورې ملکونه ليدلي دي او ځنې عربي او يورپي ملکونو ته خو څو څو ځله تلے راغلے دے، خو کله ئې هم پۀ دې فخر نۀ دے کړے  بلکې د تحديث نعمت پۀ توګه ئې يادوي. د  هغۀ  سړي غوندې کار  ې نه دے کړے  چې کله هغه لس پينځلس کاله پس ته د امريکې نه واپس راغلو نو مال ئې ډېر ګټلے ؤ کور ئې ښۀ جوړ کړے ؤ خو مور ئې سپين سرې شوې وه نو د هغې د وېښتو د تورولو انتظام ئې وکړو  چې ښۀ ښکاره شي خو پۀ هغې د بدقسمتۍ نه کلر الرجي راوستله. مخ سر ئې اوپړسېدل او هسپتال ته ې د علاج دپاره ورسوله او هغه هډو د چهټۍ هېڅ  پۀ خوند پوهه نۀ شو بلکې ټولې ورځې ئې هسپتال کښې تېرې کړې.

حجونه او عمرې هم مثالي باچا صېب کړي دي خو د دې هم بې ځايه شهرت نۀ کوي او  د هغه سړي غوندي کار  نۀ کوي چې کله د حج نه واپس راغلو نو خپل د کلي دوکاندار ته ئې د رجسټر د راوړلو ووئيل. دوکاندار خوشحاله شو  چې جوړې خان راله خپلې د سود سودا قرض  روپۍ راکوي. زر ئې ورته رجسټر مخې ته کېښودلو. وې خان دا ستاسو د حساب کهاته ده خو خان ورته ووې دې کښې زما د نوم سره حاجي وليکله او ځه.

جاوېد باچا کۀ څۀ هم نسلاً سيد او ګېلاني دے خو هغه د صوابۍ پۀ پښتنه سيمه کښې پېدا شوے او لوے شوے دے. ځکه نو د دې خاورې د خلقو او پښتنو د دود ´  دستور، ثقافت، تاريخ او شعر او شاعرۍ سره مينه لري. خو مسئله دا ده سره د دې چې ډېر ښۀ نظم او نثر ليکلے شي خو تل ځان ډېر کمزورے حسابوي. دلته پۀ کېدونکو اکثرو ادبي، سماجي او ثقافتي غونډو کښې نۀ صرف شرکت کوي بلکې خپل مال هم پرې خرڅ کوي.

مثالي باچا تر يو حده ضدي او اناپرست دے او دا عادت اکثر پۀ هر سخي او مخلص بنده کښې وي نو دا څۀ ناشونې خبره نۀ ده.

ما د يو هوښيار بنده نه دا خبره اورېدلې وه چې کۀ تۀ د يو بنده د ښۀ سړيتوب اندازه لګول غواړې نو اسانه طريقه ئې دا ده،  دا وګوره چې د دۀ څومره زاړۀ دوستان دي چې دے ورسره ترننه تعلق پالي حالانکې عامه  قاعده دا ده چې اکثر کله  ملګري د يو بل د عادتونو نه پۀ پوره توګه خبر شي نو بيا ئې تعلقات برقراره نۀ پاتې کېږي  خو د مثالي باچا زاړۀ او د زمانې دوستان شته  چې تر اوسه ئې ورسره تعلقات بحال دي او پۀ وس سره کوم دوست سره تعلق نۀ پرېږدي ولې چې د دې پۀ وجه خپل پلار محترم پۀ وړومبي او اخري ځل وهلے ؤ چې يو دوست ئې ؤ خېرالامين نوم ئې ؤ او ورسره  د نزدې علاقې اوسېدونکے ؤ. دواړه پۀ څۀ خبره د يو بل نه مرور شول او د هر يو دا خيال ؤ چې دا بل به مې پخلا کړي  خو داسې ونۀ شول نو يوه ورځ د سيد جاوېد اقبال ګېلاني باچا نه پلار محترم تپوس وکړو چې ستا هغه دوست خېرالامين نۀ ښکاري نو باچا ورته ووې د هغۀ سره خو مې پرېښودله. پۀ دې خبره ترې نه پلار يوه مضبوطه څپېړه وويستله چې کم عقله دوستان هم څوک پرېږدي چې دا د باچا د پاره ترننه يو لوے سبق دے.

 داسې هم خبر شوے یم چې باچا د مختلفو ډېرو ملکونو د سفرونو پۀ دوران کښې د دغه ملکونو د سفرونو خاطرې ځان سره را جمع کړي دي او د سفرنامو ليکلو اراده لري او يا پۀ خپل سوانحي کتاب کښې د هغې ذکر کول غواړي  چې نامه ئې ورله "بچپن سے پچپن تک" غوره کړې ده. د کتاب  د نوم نه معلومېږي چې دا ليکل به دے اردو کښې کوي خو پۀ اردو کښې ډیرې  سفرنامې او ژون لیکونه  شوي دي. څۀ به ښۀ وي که هغه خپلې سفرنامې يا ژوند ليک پۀ پښتو  ژبه کښې  وکړي چې دې ژبه کښې د دا قسمه کتابونو کمے دے.

سيد جاوېد اقبال ګيلاني باچا د يارانو يار، خوش مزاجه ´ خوش خوراکه ´ خوش لباسه  او يار باش سړے دے چې تل پرې ياران او د هغوي محفلونه اباد  وي. ښۀ ژوند ورته د لوے خداے نه غواړو چې دغه شان پرې ياران را غونډ وي. خداے دې تل اباد ساتي.

-
بېرته شاته