(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یو ړنګ کلي

[14.Apr.2022 - 15:25]

د يو ړنګ کلي تصوير يم

ليک: امان الله نصرت

 

پروفيسر اسير منګل د شعر او ادب د دنيا هغه پېژندل شوی او ځلاند نوم دی چې ټول ېې پېژني او د پښتنو لوی او واړه ېې له درانه نوم سره اشنا دی۰

ښاغلی اسير منګل د يوه ښه او منلي شاعر په توګه د ټولو په زړونو ځانګړی ځای لري او د پښتو شعر او ادب مينه وال ورته د قدر او احترام په سترګو ګوري۰

اسير صيب په يوه ښه شاعر او ليکوال سربېره يو ډېر خوږ، دروند او مهربان پښتون هم دی او په راشه درشه او يارانه کې د بې ساري او بې جوړې شخصيت خاوند دی۰

د ښاغلي منګل فن او شخصيت دواړه په تول پوره او په يادولو او ستايلو ارزي او که هغه هرڅومره وځلول شي او يادونه ېې وشي بيا به هم کمه وي او مونږ ېې پوره حق نه شو ادا کولای۰

دا وخت د ښاغلي منګل صيب د شعرونو ټولګه ( د يو ړنګ کلي تصوير يم) چې تازه د چاپ په ګاڼه پسوللې زما په لاسونو کې ده۰

(د يو ړنګ کلي تصوير يم) شعري ټولګه چې ليک او ډېزاين ېې عدنان منګل کړی او د ۱۳۹۸ لمريز کال د لړم په مياشت کې د زرو (۱۰۰۰ټوکو په شمير په منګل کتاب کور کې چاپ شوی ټول ۱۷۶ مخونه لري او د مخپاڼې انځور  يي اغلې تمثيل حفصې کښلی چې خورا زړه راښکونکی دی او کتاب ته ېې ښکلا او ښايست وربښلی دی۰

(د يو ړنګ کلي تصوير يم) په شعري ټولګه کې استاد اسير منګل د خپلې وينې وينې خاورې د ړنګو کلو او شاړو ګودرونو تصويرونه کښلي او د هغو ناخوالو او بدو ورځو  رنګينه او زړه راښکونکې انځور ګري ېې کړې ده چې په هيواد کې پېښېږي او دا لړۍ تر اوسه غزېږي او روانه ده۰

 

د يو ړنګ کلي تصوير يم  شعرونه  د وطن او اولس د مينې ولولې، د پښتنو د اتلولي حماسې، د قام دردونه او د انسان پالنې او وطن دوستي په زړه پورې پيغامونه لري چې په لوستونکو ژور اغيز کوي او د هغوی احساسات  په موجونو راولي۰

اسير منګل صيب پخه شاعري کړې، خوږه شاعري ېې کړې او په خپلو ويناوو کې يي بېلابېل اهداف او موخې رانغښتې چې د وخت اړتيا او د ولس غوښتنه ده۰

ادبپوهان واېې کوم شعر چې هدف او مقصد ونه لري نو هغه ته ښه شعر نه شو ويلای او که هغه هر څومره هنري او رنګين وي خو لوستونکو ته به کوم پيغام ونه رسولای شي، د ښاغلي منګل شاعري د هنري او فني رنګونو ترڅنګ د مضمون او محتوا له نظره هم شتمنه او غوښنه ده او د فن او مقصد دواړو خيال پکې ساتل شوی دی۰

د ښاغلي منګل ( د يو ړنګ کلي تصوير يمد شعرونو پيل په دوديزه توګه په دعا او مناجاتو شوی او ورسره جوخت د سرور کائنات او فخر موجودات حضرت رسول اکرم ص  په ستاينه او ځلونه  کې نعت وېل شوی چې دا دواړه کلامونه د تبرک په پار د کتاب په پيل کې راوړل شوي دي۰ 

خدايه چې داسې وخت به 

په مونږه کله راځي

چې نه پرهر پېژنو

نه د پرهر د جوړولو ظبيب

چې نرۍ اېشمه لګي

کلی وي ټول ګنګوسه

کېږي د مينې محبت خبرې

جږنې سندرې وايي

زلمي اتڼ اچوي

چې ناګهانه دې کې

د يوه چا له خولې نه

څه بې اختياره اوځي

چمان د واورو مات شول

ګل د غاټول موسکی شو

دادی مماڼه ګل شوه

دادی بيا ورځې د ګورګورو راغلې

خدايه چې داسې وخت به

په مونږه کله راځي

چې نه پرهر پېژنو 

نه د پرهر د جوړولو طبيب

او په خپل يو نعتيه کلام کې له حبيب کردګار او د اسلام ستر پېشوا حضرت رسول اکرم سره د خپلې مينې اظهار په لاندې ټکو کې کوي او وايي:

چې وس ېې کېږي د خدای کور او ستا روضې ته نه ځي

خلک هغو ته سپېره وايي بختور نه وايي

معتبري لکه خزله غورزولې ېې وي

په تا مين بادشاهان ځان ته معتبر نه وايي

چې ايمان نه راوړي په تا مسلمان نه وي هغه

چې ايمان راوړي څوک هغې ته څوک کافر نه واېې

منګله هغه رهبري نه شي کوی د خلکو

چې کوم رهبر ښکلي نبي ته خپل رهبر نه وايي

 

د اسير منګل شاعري د مينې، عاطفې او انسان دوستۍ په زړه پورې پيغامونه لري او د جګړو، وينو تويولو او ظلم و ستم د غندلو جذبې ېې  لوستونکو ته د خواخوږۍ او بشرپالنې درس ورکوي۰

ښاغلی منګل په خپل يوه خوږ او په زړه پورې غزل کې وايي:

 

په زړه نری وم ما د وينو کاروبار نه کوو

زما په غاړه به لينده وه خو ما ښکار نه کوو

زه په دې پوه نه وم چا پرېښې وه په نيمه لار کې

خو په دې پوه وم چې هغې چاته ازار نه کوو

مونږه يو داسې وخت هم وليده په دې کلي کې

چې چينې وچې وې او سيوری به چنار نه کوو

زه اوس په سپينه ورځ هم تښتمه له خپل سيوري نه

زه ټوله شپه به ګرځېدم ما بيخي ډار نه کوو

ښاغلی اسير د خپلې پښتنې ټولنې او پښتون قام د ژوند د بېلابېلو اړخونو او حالاتو انځورګري او عکاسي په ډېرو خوږو لفظونو او رنګينو احساساتو کړي او د خپل قام د يو ترجمان او نباض په توګه ېې د ولس د ژوند خواږه او ترخه د خپل فن په غېږه کط په ډېر هنري انداز رانغښتي او زمونږ مخې ته ايښي دی نوموړی په خپل يوه ښکلي غزل کې وايي:

زه ېې ملامته کړم ضمير راته ډېر څه ووی

ياره د خپل ړنګ کلي تصوير راته ډېر څه ووی

زه ورتلم جانان ته ما وعده ورسره کړې وه

زه ېې را ايسار کړم تور زنځير راته ډېر څه ووی

 

په ښاغلي اسير منګل د خپلو غرونو ګورګورې او مماڼې دېرې ګرانې دی او د خپل کلي له ګودرونو او چينو سره ځانګړې مينه لري،  ددې ترڅنګ د خپل قام بچي زده کړې او تعليم ته هڅوي او د خپلو زلمو په لاسونو کې د کتابونو او قلمونو په ليدلو من من غوښې اخلي او دا کار د خپلې پښتنې خاورې د روښانه راتلونکې زيری ګڼي، نوموړی وايي:

دا مماڼې دا ګورګورې مې خوښېږي

زه شاعر يمه سندرې مې خوښېږي

که مې وړي که ډوبوي پروا ېې نه کړم

ورګدېږمه ګودرې مې خوښېږي

چې يو لاس کې ېې قلم بل کې کتاب وي

د زلمو داسې لښکرې مې خوښېږي

زه په ځمکه باندې تنګ نه يم منګله

خو الوت کوم وزرې مې خوښېږي

 

او په يو بل شعر کې وايي:

چې د خپل ځان په احتساب مين يم

زه په قلم زه په کتاب مين يم

فطرته غېږ کې زمزمه مې کړه لږ

زه په شپېلۍ زه په رباب مين يم

هره ورځ کورته ځولۍ تشه راوړم

منګأه دا په کوم کتاب مين يم

 

ښاغلي منګل د ژوند د خورو ورو پېښو او حقيقتونو د راسپړلو او د ټولنيزو ناخوالو او سياسي حالاتو او واقعاتو د بيانولو تر څنګ د عشق او ميني رباب هم ترنګولی او د خپل جانان د حسن او ښکلا ستاينه او يادونه ېې په  ويناوو کې ځای ځای تر سترګو کېږي چې يو څو بيلګې ېې په لاندې ډول ستاسو مخې ته ږدم:

 

يو ګلاب چې وينم بل ګلاب کله کتلی شم

ته چې خواته راشې زه کتاب کله کتلی شم

سترګو نه دې ځار شم زما تنده ېې وېلې ده

سترګې دې چې ګورمه درياب کله کتلی شم

مړ په دې ګناه مې کړه ښايست نه منع کېږم نه

مړ په دې ګناه يمه ثواب کله کتلی شم

ما چې ګرېوان څيرې کړو منګله مخ ېې واړوو

وی ېې زه د خپل حسن عذاب کله کتلی شم

 

يا داچې:

ستا د تورو سترګو مستانه غزل

ياره کړه ېې ټوله ميخانه غزل

خدای دې لېونۍ کړه چې په غرو ګرځې

زه به درته وايم دېوانه غزل

وګوره د سوي زړه انځور پکې

وامې خله جانانه نذرانه غرل

هر ښکلي د غاړې تعويذ کړی دی

ما ليکلی دی عاشقانه غزل

يو ګوټ ېې منګله په تا ونه کړل

ته څنګه ليکې دا رندانه غزل

 

او په يو بل غزل کې بيا داسې وايي:

چې پسرلی وي او په څنګ کې ېې جانان نه وي

لکه يو چاسره دولت وي خو ايمان نه وي

د حقيقت تصوير راکښل او بيا زمونږ کلي کې

دلته هغه کېږي چې ستا وهم و ګمان نه وي

مين د يخ سيوري د لاندې د ديدن تږی وي

وريځ د زلفو راخواره خو وي باران نه وي

 

ښاغلی منګل د لوړو انساني فکرونو څښتن دی او د وجود په سره او توده وينه کې ېې د مينې، ايماندارۍ، خواخوږۍ او انسان پالنې سره ورګډ دي او له جنګ او تشدد نه کرکه او نفرت کوي هغه وايي:

زه ټوپک څه کوم نه شر او نه شدت کومه

ورک دې ټوپک شي زه انسان يم محبت کومه

ږيره مې توره چې وه ما دوه مخي نه ده کړې

اوس چې شوه سپينه اوس به څه منافقت کومه

خلک چې څه وايي د خلکو خولې به څوک بندوي

زه هر يو کار ښه په اخلاص او صداقت کومه

يو مشر وی ماته څوک چل دې د خدمت نه ښايي

زه خو په پلار نيکه د خلکو قيادت کومه

 

د خپلې پلرنۍ خاورې او ټاټوبي سره مينه د هر انسان د فطرت برخه ده او دا مينه او جذبه په شاعرانو کې له هر چا زياته او توده محسوسېږي  منګل صيب هم لکه د نورو ويناوالو د خپل وطن او هېواد سرشاره او بې سارې مينه دې ته مجبوروي چې قلم راواخلي او د دغې خوږې او تلپاتې مينې اظهار په ډېرو رنګينو او سندريزو الفاظو وکړي او د هغې ښکلی او زړه راښکونکی انځور د لوستونکو مخې ته کېږدي نوموړی وايي:

 

نه وينم سيال دې د ښايست او د ښکلا وطنه

د پښتونخوا وطنه

ته يو تصوير ېې د جنت په دې دنيا وطنه

د پښتونخوا وطنه

تانه دوزخ چې جوړوي هغه دښمن دی زما

غل د وطن دی زما

چې نيت ېې بد وي خپلط خاورې ته بدظن دی زما

غل د وطن دی زما

خدای دې ساته ددې دنيا له هر بلا وطنه

د پښتونخوا وطنه

 

مونږ که د ښاغلي اسير منګل د يو ړنګ کلي تصوير يم  د شعري ټولګې پاڼې واړوو نو د خپل شوق او ذوق سره برابر شعرونه به پکې ومومو او ادبي تنده به مو پرې خړوب شي۰

د اسير منګل شاعري زمونږ د پښتنې ټولنې د حالاتو او رواياتو سره سمه ګام په کام پر مخ تللې او د ولس او قام د زړه دردونه او د ژوند رنګونه پکې په ډېر مهارت او هنري انداز انځور شوي او د نوښت او ابتکار شعوري هڅه پکې شوې ده۰

اسير منګل د خپلو شعرونو تومنه د فطرت له رنګونو او ښکلاوو اخيستې او د وطن او ولس د ژوند او سړو تودو او کړو وړو ترجماني او عکاسي يي په پوره امانت او صداقت کړې او هغه ېې د پښتو ادب رنګينو پاڼو ته ورسپارلې ده۰

د اسير منګل صيب شاعرانه خيالونه او پيغامونه خورا ارزښتمن او له فني او ادبي ښايستونو ډک دی او په بيا بيا لوستلو ارزي۰ زه د پښتو ژبې او ادب د اسمان دغه ځلانده ستوری لاپسې روښانه او ځلاند غواړم او تاسو درانه دوستان ېې د يو ړنګ کلي تصوير يم لوستلو ته رابولم۰

په ډېره مينه او درنښت

 

۲/۲/۲۰۲۰

 پېښور

-
بېرته شاته