(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو

[12.Apr.2022 - 17:19]

د پښتنو پاکستانېت

لیک:ارمان لوڼي

د پښتنو پر پاکستانیت  باندې د پنجاب شک دی.که پښتانه کمشمیر ورفتحه کړي دی هم دده شکه دی باندې. که ددې ځای پښتانه د انډېا په درو جنګونو کښې قرباني ورکړي، دې هم دا شک باندې لري.پښتنو افغانستان دومره ورته لوټې لوڼټې کړ، چې د پېنځمې سوبې خوب ، بلکه په بجټ کښې یې خپله حصه ورته ځانګړې ( مختص) کړه. بېا هم دده ششک دی باندې

دا د غدار شک له باچاخانه راپیل شوی بېا پر ټولو پښتنو سېاسي مشرانو دغدار ښک لاتر اوسه شته.

خو پښتنه لا تر اوسه پدې هڅه کښې دي، چې مابه ګوندې خپل کړي

باوجود ددې، چې دوۍ ټول توان د پښتانه پر ضد کاروي ، دومرهدویرې رااخستي دي،

په لېاقت باغ کښې یې په ولي خان ډزې وکړې

په ۱۹۸۳کښې د اېم ار ډي په جلسه برید وکړ چې موخه یې محمود خان اڅکزی وو

۲۳ مارچ ۱۹۷۳، ۷ اکتوبر ۱۹۸۲، ۱۱اکتوبر ۱۹۹۱، ۲۷ اپریل ۲۰۰۰، ۱۲مۍ د کراچۍ ،د ب اې سي هسپتال، کوټې دپېښور د سکول د ماشومانو قتل عام د باچا خان پوهنتون قتل عام  د قبایلو ۱۵۰۰ مشران د وټې د ۶۲ وکیلان او په سلګونو ملکي وګړو قتل عام د ای این پي درې اېم این اي ګانو، درې سنېټرانو اته اېم پی ای ګانو او شپږ کاندېدانو ، ملاله یې په ګولو ووېشتله، ایس ایس پي جهانزیب کاکړ، برسټر امان الله، بلال انور    عبدالصمد خان اڅکزی . یې شهید کړ، 

نه د دوۍ شک ختمېږي او نه مونږ پاکستانیت رېږدو.

زمونږ لوستي خلک ، سېاستوال، وکیلان، پوهان، ښوونکي ،ېانې هر هعه پښتون چ په خبره او حساب پوهېږي، هغه که د هرې پارټۍ دی، ځان ترې نه شي خلاصولی هغه ددوۍ د شک په لسټ کښې دي او د مرګ نېټه یې ورته ټاکلې ده.

 

 

 

07.02.2020 د پېښور پرلت/ لارېون/ جلسې ته دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وینا 

...........

نن داسې جلسه ده، چې په بې انتها مشکلاتو کې ترسره شوه، د رياست چې څومره هم زور و؛ هغه که پوليس و، هغه که جاسوس و، هغه که پوځ و، چې کومه هم لار وه، هر څه يې ونيول چې دا جلسه به نه کيږي، خو بيا هم دا جلسه وشوله، او ياد دې لري؛ چې دې جلسې ته ځوانان نه بلکې پښتنې پېغلې هم راغلي. هغه پښتانه چې په پنځه کيلو دالو خرڅيږي، غټ غټ بريتونه يې هم پريښي او ګرځي، هغوی دې د پښتونخوا له دې پېغلو وشرميږي چې دلته ناستې دي.

ملګرو! په دې تشدد دوي هيڅوک هم ونه شو ډار کړلی، نن زمونږ په مينځ کې مولانا اعجاز ناست دی. د دوي لخوا پر مولانا اعجاز څو مياشتې په مسلسل ډول تشدد وشو، خو چې له جېل (بند) راوتلو؛ يوه خبره ده ورته وکړله، چې که تاسې ما په دې اساس پرېږدئ چې دی به نور پي ټي ايم ته ور نه شي؛ خطا شوي ياست، زه چې اوس ځم؛ اول به پي ټي ايم ته ورځم، نن يې نيکه وفات و؛ پلار يې ناروغ و، ده ورته ويلي چې زه ولاړم او د پي ټي ايم جلسه ده. رياست په جبر دا خلک نه شي منع کولی.

ملګرو! پښتانه چې کله خپل حقوق غواړي، دوي په خوله انکار نه ورته کوي خو د پاکستان جنډې (بيرغ) ورته را مخې ته کړي، دوي له دغې جنډې د پښتنو د حقوقو د نه ورکولو علامت (نښانه) جوړه کړې.

نن ما ويډيو کتله، د بيزو په چيک پوسټ (پوليسو پوسته) باندې؛ پښتانه پوليس را مخکې شي، لاره يې بنده کړې وه، علمزېب ورته ښکته شي، ساده خبره ورته وکړي، زه د خپلو حقوقو لپاره روان يم خو تا لاره بنده کړې، دا غير قانوني ده. زه اوس خپل حقوق اخلم، زه درباندې درځم، ته چې څه کوې؛ کوه يې. موټر ته وخيژي، ملګرو ته وايي چې پرې ورځئ، همداسې پرې تېر شي. هره لاره او هره ضلعه يې نيولې وه. اوس هم زموږ ملګري زرغون شاه او ملا بهرام لا په جېل کې پراته دي، د همدې جلسې په تياريانو کې يې ونيول. همداسې د باجوړ ملګري ګل باد شاه دوي يې هم په چيک پوسټ نيولي. د بلها مشکلاتو باوجود زموږ د قام او وطن سره د مينې لرونکي خلک چې نر او ښځه و؛ ځانونه يې راورسول. څوک چې په لاره هم پاته شوي؛ هغوي ته دوه ځله سلام. تاسې خپل قام سره په داسې ورځ درېدلي نه ياست چې د ساز او اتڼ حالت وي، بلکې په داسې ورځ مو د قام خبره کړې چې هر طرف ته ټوپک او مرمۍ دي.

د نن جلسه د ارمان لوڼي په حواله سره ده.‌ د آرمان لوڼي يوازې شهادت او تدفين نه بلکې د ژوند څخه زده کړه کول په کار دي. خپلو خويندو او بچو ته، د دغه قام او وطن لپاره مبارزه ښودل د ارمان لوڼي لار وه. په دغه خاوره باندې مزاحمت کول د ارمان لوڼي سره مينه ده. ارمان لوڼي د دې خاورې سوچه بچی و. رياست يوازې ارمان لوڼي نه بلکې ټولو هغو سره دښمني کوي چې د دغې خاورې سره مينه لري.

د دغه رياست مخالف يوازې پښتانه نه بلکې بلوچ او سندهيان هم دي. زما بلوچو او سندهيانو وروڼو ته خواست (هيله) دی، راځئ موږ او تاسې يو ځای شو او په شريکه د دغه جابر او فاشیست رياست پر وړاندې ودريږو.

ملګرو نن يوه خبره د بنديانو په حواله کوم. نن ستاسې په مينځ کې علي وزير نه شته، نورالله ترين او حاجي محمد شېر نه شته، جبار نه شته، هغه ديرش پښتانه ځوانان چې په پرون په کراچۍ کې ونيول شول او هغوي د پوليسو په موټرو وختل، سپين او تور بيرغونه يې لوړ کړل، کله چې دا جابر رياست دا ځوانان ويني چې په هتکړيو کې هم خاندي؛ نو د دوي هيلې ماتې شي، دوي فکر کاوو چې دا خلک به په جېلونو (بند خونو/بندیخانو) وډار شي، اما هغسې يې ونشو کړلی. موږ دوي ته‌ دا خبره پخوا هم کړې وه؛ چې که ته فکر کوې چې موږ به په ظلم، هتکړيو او جېلونو وډار کړې؛ نو ستا پلار مو هم نشي ډارولی.

د پي پي ايم درې کاله پوره شول. خلک وايي چې پي ټي ايم څه وکړل؟ ملګرو! پي ټي ايم د جبر مخ ته دېوال جوړ شوی، پي ټي ايم د ولسونو مينځ کې مينه جوړه کړه، پي ټي ايم د لر او بر افغان فکرونه يو کړل، زه په دعوې سره وايم؛ دا د لر پښتانه چې نن په سوشل ميډيا کې په پښتو ژبه ليک کوي؛ دا ۹۵ فيصده هغه خلک دي چې د پي ټي ايم د وجود څخه پس يې پښتو ژبه زده کړې، دا د خپلې ژبې او کلتور خدمت دی. پي ټي ايم په دې خاوره د ډېرو ميندو اوښکې پاکې کړلې. هغه چيک پوسټونه چې ستاسې د ذلالت لپاره جوړ شوي و؛ د هغوي د‌ ورکولو تر ټولو غټ نوم پي ټي ايم دی. هغه خلک چې دې جابر رياست به ووژل او بيا به يې لاشونه (مړي) هم پرې خرڅول؛ نن پي ټي ايم تر ټولو غټ خنډ ورته جوړ شوی. د پښتنو او د دغې خاورې د دښمنانو تر ټولو ستر سر درد نام پي ټي ايم دی. د پي ټي ايم سپورټ (ملاتړ) کول؛ د خپل ولس، خپلې ژبې او خپلې خاورې ملاتړ په مانا ده. زه دا هم په دعوې سره وايم؛ هغه پښتانه چې په وزیرستان، کويټه، باجوړ، پيښور، چمن، قندهار، کابل ننګرهار او داسې نورو ځايو کې چې دي؛ د پي ټي ايم د پيدايښت څخه وروسته د دوي تر مينځ مينه څو چنده (برابره) ډېره شوې. پي ټي ايم يو فکر دی. پي ټي ايم چې په تېرو درې کالو کې څومره کار وکړ؛ يوازې د ولسونو او قام نه، بلکې د قامي ژبې، د‌ قامي فکر او هر هغه اتل چې خدمت يې کړی و؛ پي ټي ايم پښتنو ته ور وپيژندل.

په هيڅ جبر او ظلم يې پښتانه ټيټ نه کړل او نه يې ټيټ کولی شي. که دا رياست دا فکر لري چې له دې خاورې مو د پښتون او پښتونولي خبره ختمه کړې ده، هغه به موږ په ډاګه ورته وکړو چې ته يې هيڅکله ختمولی نه شې

په افغانستان کې چې کوم جنګ روان دی؛ موږ يې کټر (قاطع) مخالفت کوو. د افغانستان ولس ته دا پيغام ورکوم، چې دلته د‌ چړو لاندې هم؛ موږ تاسې سره‌ د مينې دعوه پورته کوو. موږ به د‌ لر او بر يو افغان نعره وهو. موږ داسې وختونو کې چې ډېرو مشکلاتو سره مخ يو؛ بيا هم تاسې سره د مينې دعوه پورته کوو. روس څخه را واخله؛ تر سريلنکا پورې ټولې نړۍ ته پيغام ورکوم، که افغانستان کې جنګ ختم شو؛ دلته په ټوله سيمه کې قراري ورسره راځي

Arman Loni

-
بېرته شاته