(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جوګیانو قوم

[12.Apr.2022 - 17:03]

دجوګیانو قوم 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دافغانستان په شمالي ولایتونو په تېره بیا په مزارشریف او دجوزجان په مرکزشبرغان او دکابل دببرک په چمن کې یو شمېر خلک په کیږدیو او خټینو کورونو کې اوسیږي او دغریبۍ ژوند تیروي چې جوګیان یې بولي .

دوی وایي چې دوی له نن نه اویا کلونه دمخه دمنځنۍ ایشیا دازبکستان له بخارا او دتاجکستان له کولابه افغانستان ته را غلي دي . دوی سني مذهبه دي او په دري ژبه خبرې کوي .

په افغانستان کې ددوی شمېر دلسو زرو تنو په شا اوخوا کې دی.جوګیان په افغانستان کې دروغتیایي خدمتونو ، بریښنا، ښوونې او روزنې ،د څښاک دپاکو اوبو اوله نورو ټولګټو آسانتیاوو نه برخمن نه دي او زیاتره جوګیان پیژند پاڼې هم نلري، ځکه دافغانستان اساسی قانون دوی دنورو قومونو په څېر په رسمیت نه دي پیژندلي .

ددوی ماشومان دښوونځیو نه بې برخې دي او پکې داسې خلک هم نشته چې لیک او لوست وکړي . په دولتي او شخصي مو سسو کې دوی ته کارونه هم نه پیداکیږي او دټولنې خلک ورسره دتعصب نه ډک چلند کوي . دوی وایی چې کله مو څوک مړ شي نو ر مسلمانا ن موږ ته دا اجازه نه راکوي چې خپل مړي دهغوی په هدېره کې ښخ کړو .دوی غریب خلک دي او زیا تره خلک یې دبې روزګارۍ له وجې په ښارونو کې خیر ټولوي اودرویزه ګري کوي .

دزیاتو معلوماتو لپاره لاندینۍ ويديو وګورئ!

https://www.youtube.com/watch?v=laJccnMt3qo

-
بېرته شاته