(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو املا او

[12.Apr.2022 - 16:18]

پښتو املا او لنډ ګرامر  

 

(نوټ: دا هغه املا ده ـ کومه چې پښتو اکېډمۍ پېښور منظوره کړې ده ـ د برې پښتونخوا لیکوالان "ے" نۀ کاروي ـ او کېدے شي د نورو تورو توپیر هم لري

#_بل_نوټ: ملګري دا ګوګل پلے سټور نه هم پۀ ډي اېف کښې ډاونلوډ کولے شي

 

د پښتو پۀ الــفبې کښې څلور څلوېښت توري دي ـ چې ترتیب ئې څۀ پۀ دې ډول دے

 

ا ب پ ت ټ ث ج ځ چ څ ح خ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ي ې ۍ ئ ے

 

پۀ دې ټولو تورو کښې صرف دغه لانديني یولس توري د پښتو خپل توري دي

ټ ـ ځ ـ څ ـ ډ ـ ړ ـ ږ ـ ښ ـ ګ ـ ڼ ـ ۍ ـ ې

 

لس پکښې د عربۍ دي  

ث ح ذ ص ض ط ظ ع ف ق

 

د پښــــــتو مخصوص توري او املا

 

د ( ټ ـ ډ ـ ړ ـ ګ) اوازونه پۀ نورو ژبو کښې شته، صرف د لیک پۀ لحاظ مخصوص دي ـ اؤ د پاتې مخصوصو تورو استعمال پۀ لاندیني ډول دے ـ

 

ځ :

اول : هغه لفظونه چې د پښتو خپل دی ـ یعنې د نورو ژبو نه نۀ دي راغلي ـ هلته کۀ د " ز" اواز راځي ـ نو هغه به پۀ " ځ " سره لیکلے کیږي ـ لکه ځیرک، ځلان، ځوان، ښځه، ورځ، وریځ او داسې نور ـ خو لږه استثنا پکښې شته لکه ( زۀ ـ زما ـ زمونږ

 

دوېم : هغه ټکي چې جنوبي پښتونخوا واله ئې په "ج" اد کوي او مونږ ئې د "ز" پۀ اواز هغه به هم پۀ "ځ" لیکو ـ لکه جوان ـ ځوان، جیګر ـ ځیګر، جنګل ـ ځنګل

 

درېم : ځني هغه د نورو ژبو لفظونه چې په " ج" لیکلے کیږي نو هغه به هم مونږ پۀ " ځ " لیکو لکه

جان ـ ځان ، جاندار ـ ځاندار، جولی ـ ځولۍ ، جانور ـ ځناور او داسې نور

څ :

 هغه اوازونه چې زمونږ سره پۀ " س" ادا کیږي ـ او د جنوبي پښتونخوا ډېر پښتانۀ بالخصوص مروت یې پۀ "چ" سره ادا کوي - هغه به مونږ پۀ "څ" سره لیکو ـ لکه چمچۍـ څمڅۍ، چادر ـ څادر، چپرـ څپر، چپلۍ ـ څپلۍ او داسې نور

 

ږ :

هغه اوازونه چې زمونږ سره پۀ " ګ" ادا کیږي ـ او پۀ جنوبي پښتونخوا کښې پۀ " ژ " سره ادا کیږي - هغه به مونږ پۀ " ږ " سره لیکو ـ لکه غوژ ـ غوږ، لېژل ـ لېږل، مونژ ـ مونږ، لژ ـ لږ، کوژـ کوږ، ژیره ـ ږیره او نور

 

ښ

د مخرج پۀ لحاظ ئې اواز د خ او ه تر مېنځه دے - اسانه پېژندنه ئې دا ده ـ چې کوم اواز جنوبي پښتونخوا واله په " ش" سره ادا کوي ـ او مونږ ئې پۀ " خ" سره ادا کوو ـ هغه به پۀ "ښ" سره لیکو ـ لکهشاغلے ـ ښاغلے، پېشور ـ پېښور، لشکرـ لښکر، شاخ ـ ښاخ ، ماشام ـ ماښام، شه ـ ښه، شامار ـ ښامار او داسې نور

 

ڼ :

دا هم د پښتو مخصوص تورے دے ـ دا د لفط پۀ مېنځ کښې یا پۀ اخیره کښې هله استعمالیږي ـ چې د "ن" اؤ د "ړ" اواز ترې یو ځائې مقصود وی ـ لکه کوڼ، کڼاوه، پڼې او نور ـ

 

د دې نه علاوه اکثر لیکوالان د " ه " او د " ۀ " په استعمال کښې هم د کشالې سره مخ وي ـ 

 

سخته "ه" :

اول: د دې استعمال زیاتره د مونث لفظونو پۀ اخیر کښې کیږي ـ لاره، کوڅه، لمبه، خفه 

دویم: چې کله د مذکر نه مونث جو‌‌ړوو ـ لکه د تور نه توره ، د بد نه بده  وغېره

د دې نه علاوه چې کوم مذکر اسمونه پۀ اخیره کښې زوَر لري ـ هغه به هم په دې ه لیکوـ لکه د مراد نه مراده ، دیدار نه دیداره او نور

 

نرمه " ۀ " : چې د پاسه "ء" لري ـ د دې استعمال د مذکر لفظونو په اخیر کښې کیږي ـ لکه زړۀ، نیکۀ، مازغۀ او نور

د جمع مذکر په اخیر کښې هم د دې استعمال کیږي ـ لکه تلۀ، خواږۀ ـ تراخۀ ـ

د دې نه علاوه " اوبۀ " جمع مونث اواز دے ـ خو استثنا لری او د خپل اواز تر مخه پۀ نرمه ه لیکلے کیږي ـ 

 

معروف واو :

چې کله د واو پۀ اواز زور وي ـ د پېژندنې له پاره به د جملې پۀ مېنځ او اخیره کښې  پۀ مخکښې توري پېښ لګوو ـ خصوصا چې کله دغه اواز د مجهول واو پۀ شکل هم موجود وي ـ لکه لُور، سُور، نُور او یا بالُو، سالُو، شــلتالُو وغېره

 

مجهول واو :

چې کله د واو پۀ اواز زورنۀ وي ـ لکه کور، شور، مور او یا شادو، زانګو وغېره

 

معدول واو :

هغه واو چې اواز نۀ لري ـ خو پۀ لیک کښې وي ـ  لکه خواه مخواه، تنخواه وغېره

 

د ې ګانو ترتیب څۀ پۀ دې ډول دے ـ

ي، ې ، ۍ، ئ، ے

 

ي :

اوله غونډه "ي" یا یائې معروف، معروفه ورته ځکه وائي ـ چې دا پۀ نورو ژبو کښې هم شته ـ دا د لفظ پۀ شروع، مېنځ اؤ پۀ اخیره کښې لیکلے کیږي ـ پۀ مېنځ کښې چې پۀ اواز ئې زور وي ـ لکه تقدیر، تصویر، زنځیر وغېره ـ د لفظ پۀ اخیر کښې د جمع مذکر له پاره لکه میږي، لرګي، منګي وغېره ـ د واحد غائب له پاره د جملې پۀ اخر کښې لکه وړي، کوي، ځي، راځي، ورځي اوداسې نور ـ د دې نه علاوه ئې د نسبت جوړولو له پاره هم استعمالووـ لکه د ادب نه ادبي ، د شر نه شري اوداسې نور ـ

 

ې :

دوېمه یائې مخصوصه "ې" د پښتو مخصوصه ې ده ـ چې پۀ نورو ژبو کښې نشته ـ ځکه ورته مخصوصه وائي ـ صرف د لفظ پۀ مېنځ یا اخیره کښې لیکلے کیږي ـ د دې استعمال هله کيږي ـ چې پۀ ې زور نۀ وی ـ پۀ مخکښې توري زېرکے ( ِ ) وي ـ اؤ اواز ئې د غونډې اؤ اوږدې ې پۀ مینځ کښې وي ـ لکه سېر، تېر، هېر اوداسې نور ـ پۀ اخیر کښې لکه جرګې، تودې، نغمې ـ

د دې نه علاوه چې د کوم مفرد اخر کښې ه وي ـ جمع به ئې پۀ یائې مخصوصه وي ـ لکه ډیوه ، ډیوېلمبه ، لمبېتغمه ، تغمې اوداسې نور

 

ۍ :

درېمه یائې تانیث "ۍ" یا مونث ې ده ـ چې د لکۍ ې ورته هم وئېلے کیږي ـ دا ې صرف د لفظ پۀ اخیره کښې لیکلے کیږی ـ استعمال ئې د هغې مؤنث اسم پۀ اخیر کښې وي ـ چې واحد اؤ جمع ېئ یو شان وي ـ لکه لکۍ، سپوږمۍ، کټوۍ، کرسۍ او نور

 

ئ :

څلورمه ې امریه ، حکمیه یا د فعل ې ده ـ چې له پاسه پرې "ء " وی "ئ" ـ دې ته یائې فعلي هم وئیلے کیږي ـ چې کار کول ترې مراد وي ـ لکه ځئ، راځئ، خورئ - د دې اؤ د یائې تانیث اواز یو شان وي-

 

ے :

پینځمه ې یائې مجهول "ے" یا اوږده ې ده ـ دا صرف د لفظ پۀ اخیر کښې لیکلے کیږي ـ او پۀ مخکښې توري زورکے ( َ ) وي ـ زیاتره د مذکر او واحد له پاره استعمالیږي ـ لکه زلمے ، تندے، ازغے او نور ـ

 

یو څـو وضاحــتونه 

مد پۀ پښتو کښې نشته ـ آدم ، آم او آمین به ادم ، ام او امین لیکو ـ او داسې نور

هغه کلمې چې د فارسۍ او عربۍ ژبو نه راغلي دي ـ او خپلې معنې ئې برقرار ساتلي دي ـ هغه به هم هغسې لیکلے کیږی ـ لکه قرآن، قمیص وغېره

د نورو ژبو هغه کلمې چې پښتو خپلې کړي دي ـ او شکل یا معنې ئې بدلې شوي دي ـ هغه به پۀ پښتو رسم الخط کښې لیکلے کیږي ـ

 

د پښـــتو تنقیطي علامتونه 

د لیک نخښې یا تنقیط

پۀ یو لیک کښې دا هغه علامتونه دي ـ چې د جملو د یو بل سره نسبت پېدا کوي ـ د یو ځائې کولو یا د جدا کولو له پاره د دې صحي اؤ په ځائې استعمال ډېر زیات ضروري دے ـ

 

خط کښ یا ډېش ( ـ ) :  

د جملې په اخیر کښې استعمالیږي ـ چرته چې یوه خبره مکمله شي ـ لکه زۀ پرون پۀ څۀ کار پسې مینګورې له تلے وم ـ

 

چپه واو (،) یا وير ګول 

دا یوه لنډه وقفه ښائي، مونږ ورته سکته یا فاصله هم وئېلے شو ـ د دې علامت د استعمال ځايونه دا دي 

الف : پۀ يوه جمله کښې اسمونه، فعلونه، صفتونه یا نور ترکیبونه د یو بل نه جدا کولو له پاره لکه تلل، راتلل، څښکل، خوړل وغېره

ب : د هغې کلمو نه وروستو چې ځان خلکو ته متوجه کوي لکه : ملګرو، سبا به کالام ته ځو ـ

ج : د عاطفه واو پۀ ځائې لکه : ځلان، ناموس ، ادم او مونږ ټول پښتو لیکو ـ

 

كامه (،) : 

دا علامت د یوې جملې د یو شان برخو پۀ مېنځ کښې د یوې لنډې وقفې له پاره استعمالیږي ـ چې خبره لا ختمه نۀ وي ـ خو د دې بې ځایه استعمال د جملې معنا یکسر بدلولے شې لکه: ځه مۀ، ودرېږه ( دلته مطلب ودرېده دی) که دا کامه د مۀ نه مخکښې ولګي ـ نو معنا به ئې یکسر بدله شی لکه ځه، مۀ ودرېږه ـ

 

دوه ټکی :

دا په جمله کښې د تشریح له پاره راځي لکه د پاکستان څلور صوبې دي: سند، پښتونخواه، بلوچستان او پنجاب

 

سوالیه یا استفهاميه ؟

دا علامت د هغې جملې پۀ اخیر کښې راځي ـ چې څۀ پوښتنه لري ـ لکه: تاسو چرته ځئ؟

 

ندائيه یا د تعجب علامت (!) : 

دا علامت د هغې جملو په اخير کښې راځي چي خوشحالي، خفګان، تعجب، تحسين، درد یا دهشت لری  لکه: آفرين ! ډېر ښه ! اوه! واه! او نور

 

دوه قوسه ( ) : 

دا د جملې پۀ مېنځ کښې د وضاحت یا تشریح له پاره راځي ـ خو د دې نه بغېر د جملې پۀ جوړښت څۀ اثر نۀ پرېوځي ـ

لکه: جمال (د کمال پلار) زما د ورور ملګرے دے ـ

 

دوه غبرګ قوسونه یا ممیزه " " : 

پۀ جمله کښې د چا د حوالې له پاره چې هم د ویونکی پۀ ټکو کښې نقل کړے شوي وي ـ یا د پوهانو اقوال او نور لکه : بابا وې ـ چې " زۀ درشم نو هله به ځو"

 

درې ټكي ( ... ) : 

دې ته د انصراف علامت هم وائي ـ دا د يو موضوع پرېكړې يا نیمګړتیا طرف ته اشاره کوی ـ

لکه ډېر دې قار کړے یم خو...... څۀ نۀ شم وئیلے نو

 

تفريقيه علامت [ ] : 

کله چې د یو وضاحتي ټکو پۀ مینځ کښې بل وضاحتي یا تشریحي ټکي راوړے شي ـ یا كوم وخت چي د معترضه جملې په مینځ كښې بله معترضه جمله يا كلمه راوړے شي نو هغه ددې علامې په مينځ كښي ليكلے كيږي لکه " امیر حمزه خان شینواري ( خداې [ج] دې وبخښي ) د پښتو غزل بابا وۀ "ـ

 

د قاعـــدې لنډه پیژندګلو

 

                                                       ( Noun) اسم يا نوم

اسم هغه کلمه ده چې د يو څيز، انسان، حېوان يا د ځاې نوم وي ـ د دې دوه قسمونه دي ـ

 

                                 (Common Noun) الف - عام اسم

هغه اسم ته وائي چي هغه نوم د هرجنس له پاره عام وي لکه ګلاب، کتاب، سړے، ښځه  

 

                                     (Proper Noun) ب - خاص اسم                            

هغه اسم ته ويلے شي ـ چې هغه د یو جنس له پاره خاص وي ـ لکه غني، حمزه ، پښتونخوا، پښتو 

اسم د حالت له مخې فاعل وی يا مفعول

 

                                                            (Subject) فاعل 

هغه څوک يا څيز چې يو کار کوي لکه کالو خان پښتو لیکي ـ په دې کښې کالو خان فاعل دے ـ

 

                                                          (Object)  مفعول 

هغه څوک چې فاعل پرې کار کوی لکه بابا ځلان ته اووې ـ په دې کښې ځلان مفعول دے

 

اسم د جنس له مخې درې قسمه دے

مونث (ښځه ) لکه جینۍ، سپوږمۍ 

مذکر ( نر ) لکه تندے ، سړے 

مستوی جنس: چي د نر اؤ ښځې دواړو له پاره راځي لکه مچ، ماشے، مېږے او نور 

 

                                                        (Pronoun)  ضمیر

هغه کلمه چې د اسم يا نوم په ځائې راځي لکه زۀ، مونږ ـ دا، دوی ـ ستا، ستاسو او نور

ضمير درې حالتونه لری:

 

                                     (First Person)  ویونکے، متکلم 

هغه څوک چې خبرې کوي لکه زۀ پښتو لیکم ـ په دې کښې ( زۀ ) متکلم دے 

 

                        (Second Person)  اورېدونکے، مخاطب

مخاطب هغه څوک دے یا دي چې متکلم ورته خبرې کوي لکه تۀ کور ته ځه ـ دلته ( تۀ) مخاطب دے

 

                                                 (Third Person)  غايب

غايب هغه څوک دي ـ چې متکلم د مخاطب سره د هغۀ پۀ باره کښې خبرې کوي لکه هغۀ کور ته ځي ـ پۀ دې کښې (هغۀ) غایب دے

متکلم، مخاطب اؤ غايب واحد اؤ جمع لري:

متکلم مفرد: زۀ، ما

متکلم جمع: مونږ

مخاطب مفرد: تۀ، تا، دے، دا، دغه

مخاطب جمع: تاسو، دوي

غايب مفرد: هغه 

غايب جمع: هغوي

 

                                                                 (Verb)  فعل 

فعل هغه کلمه ده چې د يو کار کول ښکاره کوي ـ لکه وړم، خورم ، ليکم، راوړئ، ګوري، ژاړي او نور

 

قسمونه ئې څه په دا ډول دي:

                                     (Transitive Verb) متعدی فعل 

هغه فعل ته وئېلےکيږي ـ چي فاعل اؤ مفعول دواړه لري لکه نادر ډوډۍ اوخوړه ـ

په دې جمله کښې ( نادر ) فاعل،( ډوډۍ) مفعول او ( اوخوړه ) متعدي فعل دے ـ چې د خوړل د مصدر نه جوړ شوے دے ـ

 

                                     (Intransitive verb) لازمی فعل 

هغه فعل ته وئېلےکيږي ـ چې مفعول لري او پۀ جمله کښې ئې فاعل ښکاره کولو ته ضرورت نۀ وي ـ لکه قلم مات شۀ ـ دلته (قلم) مفعول دے او مات شۀ لازمي فعل دے ـ ماتېدل فعل يو فاعل لري خو دلته پۀ جمله کښې نۀ دے راغلے ـ

 

                                               (Imperitive) حکمیه، امر 

دا فعل د يو کار کولو حکم یا امر کوي لکه کور ته ځه، کتاب ولوله، سبزي راوړه او نور

 

                                                             (Adverb)  قېد 

دا هغه کلمه ده چې پۀ فعل، صفت او یا بل قېد باندې اثر انداز شي ـ یا پرې تاثر پېدا کړي ـ لکه 

نغمه پۀ خندا راغله ـ

پۀ دې جمله کښې ( پۀ خندا ) قېد دے ـ ځکه چې د راغله پۀ فعل ئې اثر کړے دے

سوات ډېر زیات ښکلے دے ـ

پۀ دې جمله کښې ( ډېر ) قېد دے ـ ځکه چې د ( زیات) پۀ صفت ئې نور اثر کړے دے ـ

د وصال شپۀ ډېره زر تېره شوه ـ

پۀ دې جمله کښې ( ډېره ) قېد دے ـ ځکه چې د ( زر) پۀ قېد ئې اثر کړے دے ـ چې هغه پۀ خپله د ( تېره شوه) د فعل د پاره قېد دے ـ

 

                                                       (Adjective)  صفت 

صفت هغه کلمه ده چې د اسم وضاحت کوي - لکه درون پښتون، ستر خوشحال، ښکلے سوات او نور 

دلته درون، ستر اؤ ښکلے صفتونه دي ـ چې د اسم وضاحت کوي ـ

 

                                                        (Infinitive) مصدر 

مصدر هغه کلمه ده چې د هغې نه د فعل مختلف حالتونه جوړيږي ـ او د مصدر په اخر کښې (ل) وي لکه د خوراک نه خوړل، وېنا نه وئیل، د لیک نه ليکل، د کاتۀ نه کتل او نور 

 

دغسې د مصدر نه د فعل نور حالتونه جوړيږی لکه: وېنا

حال ـ مطلقه ماضي ـ قريبه ماضي ـ بعيده ماضي ـ راتلونکې

وایم ـ اوویل مې ـ وئیلي مې دي ـ وئیلي مې وو ـ وایم به او داسې نور ـ

 

                                        (Conjugation)  د وصل توري

دا هغه توري دي ـ چې دوه اسمونه يا دوه جملې یو ځائې کوي ـ لکه 

او، چې، لکه چې، هر څومره چې، خو، یا، کۀ، کۀ څۀ هم، د وصل توري دي

د مثال پۀ توګه اسلام اؤ پښتو یو دي 

تا وې چې زۀ به سبا درشم

ما انتظار کوۀ خو تۀ رانغلې

کۀ څۀ هم تۀ کور نۀ وې خو زۀ دراغلم 

او داسې نور

 

                                          (Preposition)  د ربط توري 

د ربط توري د اسم يا ضمير سره يو ځاې راځي او د اسم يا ضمير رابطه د فعل سره ښائي لکه

الله ته هېڅ ګران نۀ دي 

ما پۀ پښتو کښې لیکل وکړۀ

پۀ دې جملو کښې ( ته، پۀ ) د ربط توري دي ـ

اؤ نور لکه: له، سره، څخه، پورې، باندې، کښې وغېره

 

حوالې:

د پښتو لیک دودپروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزیر

پښتو ګرامرصدیق الله رشتین

لیکوالي املا او انشاګل پاچا الفت

 

ډاکټر دیدار یوسفزے / Dr. Didar Yousufzai

-
بېرته شاته