(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر یاد دکار او

[12.Apr.2022 - 14:44]

ډاکټر ياد د کار او دستار سړی

 

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

خوشال بابا

 

نن تاسو ته يوه داسې درنه علمي او ادبي سټه او فرهنګي شخصيت درپېژنم چې شپه او ورځ ېې په ځان يوه کړې او د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ , بډاينې, پياوړتيا او پراختيا لپاره کار کوي 

دا نوموتی څېړونکی, ليکوال او اديب چې کله کله شعرونه هم ليکي او د خپل دردېدلي زړه زخمي احساس پکې څرګندوي د پښتنو د تاريخ په برخه کې ډير ارزښتمن او د قدر وړ کارونه کړي او اوس هم په دې لاره کې خپلو هڅو او هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

 

ډاکټر عبداللطيف ياد دمحمد طا لب  زوى، د حاجي ملا جان لمسى،د عبدالسميع کړوسى او د مو مند اخونزاده کودى دی چې د ١٩٥٨ زيږديز کا ل داګست د ميا شتې په ١٧ نيټه د افغا نستان دننګر هار ولايت د چپر هار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې زيږيدلى دی. پلار او نيکونه  ېې د اسلامي علو مولويان او ستر عالمان تير شوي دي اودسيمې خلکو ېې کورنۍ ته په هغه سيمه کې ددې لپاره چې ديني عالمان وو ځانګړى ارادت او درناوى درلود.

 ښاغلى ياد پلار  دافغانستان په بيلا برخو کې په عدلي محا کمو کې دنده درلودله او دغه دنده يې د ٥٠ کلونو په موده کې  په پوره امانت, پاکۍ, رښتينولۍ  او ديندارۍ سره سرته ورسوله. سر بيره پر دې په عربي ژبې ښه پو هيده او يوه مو ده د کا بل په عر بي دارالعلوم کې د تجويد او عر بي ژبې استاد و.

زده کړې:

ډاکټر ياد څلورو کلونو و چې پلار ېې ورته دقران کريم زده کړه پيل کړه .په دې سربيره يې د پښتو ژبې د کتا بونو سره هم ځانګړي مينه درلوده ،په تيره بيا د رحمان بابا ديوان خو يې تل  په کورکې  د تبرک په تو ګه موجود و .د کو چنيوالي څخه ېې دعلم او پو هې سره مينه وه اودپښتو او پارسي ژبې دشاعرانو او ليکوالو کتا بونه او شعري ديوانونه ېې  لو ستل ،په تيره بيا دتاريخي مو ضو عاتو سره ېې ځانګړې مينه درلودله.

ددي لپاره چې  پلار ېې د افغا نستان په بيلا بيلو ولا يتونو کې دنده درلودله نو  خپلې لومړنۍ زده کړې ېې د افغانستان په لا ندنيو ښو نځيو(پرايمري سکولونو)او ليسو(هاى سکولونو) کې سرته رسولي دي .

١- دهرات ولايت د سيفي هروي په لو مړني ښوونځي کې .

٢-دننګر هار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د ملکيار هوتک په ليسه کې

٣-دننګر هار ولايت د سره رود دميا فقيرالله جلال ابادي په ليسه کې

٤-دجلال اباد دښار د حضرت ميا عمر څمکني په ښوو نځي کې.

٦- د کابل د رحمان با با په ليسه کې.

٧-دلغمان ولايت دروښان په ليسه کې.

لوړې زده کړې :

ډاکټر ياد خپلې لوړې زده کړې دهندوستان هيواد په لاندنيو پو هنتونونو کې بشپړې کړي دي:

١-د بي .اى ډيګري ېې په تاريخ کې د هند د پنجاب پو هنتون چنديګر د ګورنمينټ کالج نه اخيستې ده

٢-د ايم .اى ډيګري ېې په تاريخ کې د ډهلي پو هنتون دډاکټر ذاکر حسين د کالج نه اخيستې ده.

٣-دايم. فيل ډيګري ېې په تاريخ کې د هندوستان د ډهلي پو هنتون نه اخيستې ده.

د پي. ايچ .ډي ډيګري ېې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پو هنتون نه تر لا سه کړې ده او خپل د دوکتورا تيزس ېې دشيرشاه سوري پر ريفورمونو باندې ليکلى دى.

دندې:

١-دافغا نستان د علو مو اکيډيمۍ  د پښتو څيړ نو د نړيوال مر کز کې دريسرچ او د څيړنو د څانګې مشر و . په دغه موده کې ېې ډير پښتو کتا بونه ليکلي ،ژباړلي او ايډيټ کړي دي .

٢-ديوې لنډې مودې لپاره ېې دهند دجواهرلال نهرو په پو هنتون کې د پښتو په ديپارتمنټ کې دپښتو ژبې تدريس کړى دى .

دژبوسره اشنايې:

١- پښتو ېې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې ېې پرې کړي دي.

٢- فارسي چې پرې په  بشپړ ډول پو هيږي او ليکنې ېې هم پکې کړي دي.

٣-اردو : چې هم يې لو ستلاى شي  اوليکنې ېې هم پکې کړي دي.

٤انګريزي (دپيرنګيانو ژبه) چې خپلې ټولې لوړې زده کړې ېې په همدې ژبه کې کړي دي .

همداراز په هندي، عربي او روسي ژبودومره پو هيږي چې خپلې ستونزې ور باندې حل کولاى شي .

په پښتو ژبې چاپ شوي کتا بونه او مقالې :

١-پښـتنې قبيلې:

چې دلرو او برو  پښتنو دقبيلو او ددوى د نسب د شجرو څيړنه ده. دغه کتاب په کابل کې د اريا نا په مطبعه کې ،کوئيټې اوپه  پيښور کې ددانش دڅيړنو ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديزکال کې چاپ شوى دى .پردې کتاب ېې له سره نوې کتنه کړې ده چې ډيرې برخې يې د کتابتون دفيسبوک پر سايټ او د خيبر ډاټ په سايټ،دبينوا پر سايټ او هم په ويکيپيډيا کې پر ليکه شوي دي .

 

٢-خوشال خان خټک :

دا په اصل کې د ارواښاد دوست محمد خان کا مل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى و. ډاکټر ياد دغه کتاب پښتو ته ژباړلى و او په کابل  کې داريانا په مطبعه او په پيښور کې د دانش د څيړندويې ټولنې له خوا په ٢٠٠٦  زيږديزکال کې چاپ شوى دى.

 

٣-داودي تاريخ:

داپه اصل کې دهند دلودي او سوري او دبينګال د سيمې د کرلاڼي پښتني واکمنانو تاريخ دى چې عبدالطيف ياد د انګريزي ژبې  نه پښتو ته ژباړلى و او په کابل کې د اريانا په مطبعه کې او په پيښور کې ددانش خپرندويې ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ شوى دى .

 

٤- حيات افغاني:

داکتاب په اصل کې ١٤٦ کلونه وړاندې دانګريزانز دوخت پښتون مورخ محمد حيات خان له خوا چې د بنو په سيمه کې ددوى له خوا  ډپټي کميشنر و په اردو ژبې ليکل شوى و او په اصل کې د پښتنو تاريخ دى چې ياد صاحب له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى او په کابل کې داريا نا په مطبعه او په پيښور کې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې د دانش دخپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى .

 

ددې ترڅنګ ډاکټر ياد په يو زيات شمير پښتو کتابونو ډېرې په زړه پورې علمي او ادبي سريزې او تقريظونه هم ليکلي چې يو څو ېې په لاندې ډول دي:

 

۱د داد محمد رسا پر کتاب (زموږ دهیواد  سیمې او څیرې ) تقریظ او نظر.

 

۲-( دملیار ګلونهدهیواد دپیژندل شوي شاعر ښاغلي عبد  الحفیظ ملیار په  شعري ټولګې تقریظ.

 

۳- (دبریالي ژوند ۲۶۹ رازونهپرکتاب چې ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکلی دی  سریزه.

 

۴- (دپښتنو دشجروتاریخي ریښه) پرکتاب تقریظ چې دښاغلي زمري محقق تالیف دی.

 

۵-( خپل اتلان وپیژنئ !)دپښتونخوا دلیکوال او څيړونکي  ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي پر کتاب تقریظ.

 

۶-( دمارشال شاه ولی خان یادښتونه ) پر کتاب چې ښاغلي داودافغان پښتو ته ژباړلی و  تقریظ.

 

۷- دپښتو ژبې شاعر ښاغلي ساجد احمدزي پر غزلیزې ټولګې (غږیدلې پا ڼې ) سرېزه .                                                                          

 

  ۸-دپښتونخوادشاعراولیکوال ښاغلي سېماب وزیر پر کتاب ( رڼا دقلم ) تقریظ.  

 

۹- (دنړیوالو اړیکو اصول ) پر کتاب  تقریظ چې ښاغلي عبدالمقیم علیزي او ښاغلي محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی دی.

 

۱۰-د( افغان واکمنانوکرونولوژیک تاریخباندې سرېزه، دغه کتاب دښاغلي داود افغان تالیف دی

 

۱۱- دښاغلي فرهاد ظریفي پر ژباړل شوي کتاب (صولت شیر شاهي ) تقریظ

 

۱۲- د پښتونخوا دلیکوال اوشاعرښاغلي علي اکبر سیال پرکتاب (

تقریظ ( اکبر سیال، شاعري او شخصیت )

 

 ۱۳- دښاغلي حبیب الله حبیب منګل پر کتاب (ژوند زده کړهتقریظ

- ۱۴-ښاغلي اسدالله الفت پر کتاپ (دسیاسي افکاروتاریختقریظ 

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

ښاغلي ياد صاحب دغو لاندنيو هيوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى و او ځينو ته هم يوازي دليدلو لپاره چې نو مونه يې دادي :

هند،پاکستان،تايلينډ،روسيه ،اوزبيکيستان ،هنګري ،پولينډ،تا جيکستان،سينګاپور.

ددې برسيره ېې دهند دګجرات د بروډا د پو هنتون مهاراجا سياجي د کالج دعربي او فارسي دژبې استاد ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نو ميږي ايډيټ کړى دي .

په علمي غونډو او سيمينارونو کې ګډون :

په افغا نستان او هندو ستان کې ېې په لا ند نيو سيمينارونو او علمي غو نډو کې ګډون کړى دى .

١ په کابل کې د خوشال خان خټک په نړيوال سيمينار کې.

٢- په کا بل کې د زرغونې ياد په سيمينار کې.

٣-په کابل کې دراحت زاخيلي په سيمينار کې.

٤- په کا بل کې دبا چا خان د لو مړي تلين په نړيوال سيمينار کې.

٥-په کا بل کې د شير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٦-په هند کې دشير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٧- دهند درا جستهان په ټونک کې د فارسي _عربي خطي نسخو په سيمينار کې.

٨- دهند دپنجاب په پټياله کې د پنجابي مورخينو په سيمينار کې .

٩- دلويديزې استراليا د پو هنتون په هغه سيمينار کې مې گډون کړى و چې دافغانستان په اړوند جوړ شوى و.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

 

ډاکټر ياد د٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا دمرکز دپرت په ښار کې ژوند کوي او په علمي, تاريخي او ادبي څېړنو او ليکنو بوخت دی.

 

په رښتيا هم چې ښاغلی ډاکټر  ياد صيب دپښتو ژبې او ادب د اسمان هغه ځلاند او روښانه ستوری دی چې د پښتونخوا په لر او بر کې د علم او ادب رنګینې رڼاګانې او ښايستونه خوروي او د پښتنو د تاريخ او کلچر د ژوندي او خوندي ساتلو لپاره يې کار او زيار او نوښتونه په ډېرو ستايلو او ځلولو ارزي .

 

پښتو ژبې ته د قدرمن ډاکټر صيب کارونه او خدمتونه د هيچا له سترګو پټ نه دي او دې ښاغلی شپه او ورځ  په ځان يوه کړې او لګيا دی د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ او علمي کولو شعوري هڅې کوي, په دې لاره کې بنسټيز او عملي ګامونه اخلي او پښتو ته د خپلو وينو سره ورکوي.

 

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي

تهشوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

حمزه بابا

 

پښتو ژبې او ادب ته د ډاکټر ياد کارونه او خدمتونه خورا ارزښتمن او د قدر وړ دي او د پښتو دې خواخوږي خدمتګار چې زمونږ په ژبه او ادب څومره احسان کړی هغه هېڅکله د هېرولو نه دی او په ډېرو ستايلو او يادولو ارزي.

 

ښاغلی ياد له پښتو ژبې ادب سره تش په خوله د خپل تړون او مينې اظهار نه کوي بلکه په عملي توګه ېې مټې بډوهلي او په دې لاره کې ېې خپلې څېړنې او ادبي او علمي پنځونې روانې ساتلي او قدم پر قدم پر مخ ځي.

 

 د ډاکتر ياد تاريخي او علمي ليکنې بې له شکه د پښتو ادب او ژبې د لارويانو لپاره د لارې د مشالونو حيثيت لري چې درانه ليګوالان او محققين ترې د موثقو او کره سرچينو او ماخذونو په توګه کار او ګټه اخيستلای شي.

 

ډاکټر ياد تر اوسه له يو درجن څخه زيات علمي او تاريخي کتابونه ليکلي او ژباړلي دي چې يو شمير يي چاپ او د ادب د مينه والو لاسونو ته رسېدلي دي او نور ېې چاپ  ته چمتو او د ژر چاپ هيله ېې لرو .

 

الله ج دې دا دروند او د کار او د دستار سړی تل همداسې تاند ځلاند او هڅاند لري او د ژوند په چارو کې بريالی او برلاسی

 له ستر او مهربان رب څخه ورته اوږود عمر او خوشاله ژوند غواړو او د لا برياوو دعا ورته کوو

( اقبال حسین افکار)

Dr. Latif Yad, By : Iqbal Hussain Afkar

-
بېرته شاته