(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بُده مت څنګ

[12.Apr.2022 - 14:30]

بُده مت څنګ مذهب وو؟ 

ليک محمد پرويش شاهين

 

 مولانا سید مناظراحسن. صیب مخکې لیکی چې

واقعه دا ده چې د مسیح ع نه څلور نیم سوه کاله مخکې په هندوستان کې د بُده مت په نوم تحریک پیدا شه . چا چې په تدریح متعد د آو متفرق مشرق ( جاپان ، چین ، هندوستان ، ترکستان ، تاتار ، منګولیا ، وغیرهلره په یوه مذهبي رشته کې و تړل او یو مشرق یې جوړ که . هم دغه شان د مسیح ع په برکت متعد د مغربی ملکونه یو مغرب شه . هر کله چې دا اوشول نو هغوئ راغلل چا چې د مشرق او مغرب قِصه حقه کړه . او دنیا یی په یوه دنیا ، یو مذهب یو کتاب او یوي قبلې واله دُنیا جوړه کړه . د دې وجې نه زه بُده دَ انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم مشرقي نقیب او مسیح ع مغربی نقیب ګنړم .

مخکې د مهاتما بُده په باره کښې لیکی  . اګر چې دَ بُده مت ډیر څیزونه وران شوي دي . لیکن د ورانیدونه چې کوم څیزونه بچ پاتې شوی دي ، په هغې کې د مهاتما بُده دا ورستئ فقره اوس هم ژوندۍ ده . کومه چی د خدای دې بنده د مرګ نه مخکې د خپل شاګرد ننده په غوږ کې ویئلي وه . چی ورستئ سلګئ یې وې او د هغه مخلصه خادم د هغه په قدمونو اوښکې تویولې او وئې وې .

 

آقا: ستاسو د تلو نه به وروستو دُنیا ته څوک تعلیم ورکوي ؟

بُده په جواب کې اوویئل : ننده : زه اولنې بُده نه یم چې دُنیا ته راغلې یم او نه زه آخري بُده یم . په خپل وخت به دُنیا ته یو بل بُده راځي .

تقدس ، منورالقلب ، په عمل کې د دانایئ ډک ، مُبارک عالم کائنات د  انسانانو عدیم النظیر سردار ، کوم قانوني حقائق چې زه ظاهره ووم هغه به هم دغه ظاهره وي . هغه به یو مکمل او خالص مذهبي نظام زندګی زما په شان تبلیغ کوي .

ننده تپوس اوکه چې هغه به مونږ څنګه پیژنو؟ 

 

آقا او فرمایئل : د هغه نوم به تیریا وي ..

د ۱۶ اکتوبر ۱۹۳۰ په اشاعت کې د آله آباد یو مشهور هندو د انګریزئ په اخبار لیډر کې د یو بُدهسټ دا مضمون په اوومه صفحه په دریم کالم کې شایئع شوې وو . چی په هغې کې د دغې ً تیریا  ً لفظ ترجمه لیکونکی کړي وه . : هاغه دَ چا نوم چې رحمت دې . ( النبی الخاتم ص ۲۱

 

د دغې وخت حالت یو پښتون شاعر ډاکټر امین الحق دارنګې ښولې دې .

 

مهاتما بُده

 

دَ یو بړ دَ ونې لاندې ..... په سوچونو کې غرقاب دې

 

دا په ده کې ژوند ټوکیږي ..... که له ژونده په عذاب دې

 

ستړې ستړې یو سړی دې ..... دَ یو بړ دَ ونې لاندې

 

نه په ښځه یې پروا شته ..... نه یې ځوئې په زړه وریږی

 

نه یې مینه د مور یاده ..... نه دادا ورته یادیږي

 

په څه ورکه پسې ورک دې ..... ستړې ستړې دا نازک دې

 

نه پروا یې په ښکلا شته ..... نه یې ناز او ادا خوښه

 

چې په څه باندې میئن دې ..... په څه ورکه پسې ورک دې

 

 دې میئن په ځنګلونو ..... آبادۍ نه لرې تښتي

 

وي خوشحاله په غمونو ..... خوشحالۍ نه لرې تښتی

 

.      

.          تسلي دَ زړګی غواړي

.   

.         په ځنګل کښې یو سړې دې

 

دې ملنګ لوږو وَهَلې ..... خو له شکله شهزاده دې

 

دَ کړو وړو نه معلومیږی ..... دَ عیشونو اموخته دې

 

په څه غم دې غمیدلې ..... چی یی پریښودو کور کلې

 

Mohammad Perwish Shaheen

-
بېرته شاته