(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ستوري

[11.Apr.2022 - 20:59]

د ارواښاد ډاکټرکبيرستوري  پېژندنه

۱-۱ د ډاکټرکبيرستوري زوکړه او زده کړې

ډاکټرکبيرستوری د لعل محمد زوی او ميرزا محمد لمسی و،چې  (۱۹۴۶م)کال دکونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ په تنرکلي کې  زيږېدلی دی . د هغه نيکه  ميرزامحمدجان د خپل علم او پوهې  په اساس  په  ټوله  سيمه کې شهرت درلود ، دا هغه دوران  و،چې په دغه سيمه کې ژوند د وخت د رفتار نه ډېر وروسته پاتې و،مګر ميرزامحمد جان له وخت او حالاتو څخه باخبره او پوه مشر و. هغه د ولسي ښېګڼې  د کارونو نه  علاوه،د خپلې کورنۍ مشري هم کوله . دا کورنۍ  په هډ پښتانه او په ټبر (قوم ) ميرداد خيل دي ،چې  په  وروستيو  پښتنو کې د يوسفزو له پرګنې سره تړل کيږي. د کونړ دا يوسفزي  ډېر پخوا د سوات  او مردان  سيمو څخه کونړ ته  راغلي و او بيا په بېلابېلو سيمو کې مېشت او اباد شوي دي .د يوسفزو تر څنګ په کونړکې  ساپي، مومند، سالارزي، شينواري او نور قومونه  هم  ژوندکوي .

ستوری د شپږو خويندو او دوو  ورونو نازولی ورور و،د هغه مشر ورور وکيل عبدالجليل ملنګ اوکشر ورور  يې څارنوال  محمد نعيم خان  نوميږي  چې  په  خپله  سيمه کې د  پوره  نوم  او شهرت  خاوندان دي . (۲۱ :۲ )

کله  چې ستوري د دروازې  څخه  بېرون  قدم  کېښود،نو د ښوونځي دروازه  يې وليده ، هغه د خپلې ولسوالۍ (خاص کونړ ) په لومړني ښوونځي کې په (۱۹۵۲م) کال شامل شو،د  وړوکوالي نه د هغه له کتابونو سره مينه وه ،ديني علوم  يې هم د خپل کلي له  ملا امام (فيض محمد استاد) څخه  زده کړل او همدا نتيجه وه،چې هرکال به په خپلو ټولګيوالوکې څوګامه وړاندې وو.د هغه معلمان (ښوونکي) چې به کله په دې پوهېدل،چې دا ماشوم  د نورو نه  زيات  لايقه  او زيرک دی، نو ځانګړې پاملرنه  به يې  ورکوله او بيا هغه ورځ  هم راغله، چې کبير ستوری د خپل کلي د ښوونځي د شپږم ټولګي نه  په (۱۹۵۸م) کال  په  ښو او لوړو نمبرو فارغ شو او د نورو زده کړو لپاره يې د کابل  پر لور مخه وکړه .

په کابل کې ښاغلی کبيرستوری  په (۱۹۵۸م) کال د رحمان بابا په عالي لېسه کې شامل شو.د هغه د ذهن  په دنياګۍ کې چټک پرمختګ او پراختيا وده کوله،چې د رحمان باباپه لېسه کې د افغانستان د بېلابېلو سيمو نه  پښتانه  هلکان داخلېدل .دغه وخت  په  ټول کابل کې د پښتنو لپاره يوازې  دوه  لېسې وې ،چې  يوه يې د رحمان بابا لېسه او بله يې د خوشال خان عالي لېسه وه ،چې قبايلي پښتنو به پکې زده کړه کوله .

ده  په دې شپو او ورځوکې شاعري هم  پيل کړه،خو دغه شاعري به يې د خپل ځان او ملګرو  پورې  محدوده وه .د شعر په ژبه  به  هغوی د خپل پښتون قام د جذبو د استازيتوب هڅې کولې، چې څنګه  څنګه  وخت  تېرېده .ستوري ته د پښتون قام دمحروميتونو احساس کېده ،همدغه احساس هغه  پدې مجبور کړ،چې مطالعه وکړي او دې مطالعې د کبيرستوري په  زړه او ذهن کې دخپل  ولس او خاورې مينه لا ډېره کړه .

په (۱۹۶۳م) کال کې چې کله ستوری د رحمان بابا د لېسې له  دولسم ټولګي څخه په ښو او لوړو نمرو فارغ شو ،نو د لوړو زده کړو لپاره يې جرمني ته  نوم  انتخاب شو،نو هماغه و،چې حکومت کبيرستوری په (۱۹۶۴م )کال کې د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته ولېږه او هلته يې د لومړی ځل لپاره په (۱۹۶۵)ميلادي کال د (فرانکفورت ) په کالج  کې شامل او په (۱۹۶۶)ميلادي کال فارغ شو ،په (۱۹۶۶)ميلادي کال د (فليپ پوهنتونماربورګ/ لان )د ساپوهنې په څانګه کې شامل او په (۱۹۶۸) ميلادي کال کې يې د (يوهانيس ولفګانګ ګويتې پوهنتون فرانکفورت) ته ځان تبديل کړ او پاتې زده کړې يې دلته پوره کړې ،چې په (۱۹۷۵) ميلادي کال  د همدې پوهنتون نه د ساپوهنې  په  څانګه کې  سياسي پوهنې،فلسفې او ټولنپوهنې په برخه کې ډيپلوم  تر لاسه کړ .

په (۱۹۷۵) ميلادي کال نه تر (۱۹۷۷)ميلادي کال پورې يې دکولن په پوهنتون کې د دکتورا لپاره د ساپوهنې پوليټکل ساينس،فلسفه او ټولنپوهنې په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ،په (۱۹۷۷) ميلادي کال کې د( فليپ پوهنتون نه د ماربورګ / لان )د سيکالوژۍ  ډيپارتمنټ ته ځان بدل کړ او په (۱۹۸۵) ميلادي کال کې يې په ساينسي علومو کې د پوهنتون د سيکالوژۍ ډيپارتمنټ دکتورا واخيستله،چې پوليټکل ساينس،فلسفه او ټولنپوهنه ورسره مل و.

د دکتورا د زده کړو په جريان کې په (۱۹۸۳) ميلادي کال پېښور ته تللی و او هلته د ضياءالحق  دمارشال يي رژيم له خوا په دې تور ونيول شو،چې ته د ډېورند کرښه نه منې او پښتانه د لوی افغانستان د جوړلو لپاره راپاڅوې (۱۸) مياشتې يې هلته په بېلا بېلو زندانونو کې تېرې کړې . د زده کړې سره سره  ستوري  په  جرمني کې د ډېرو  پښتنو (افغانانو) محصلينو سره خپلې  رابطې او اړيکې ساتلې او وخت په وخت  به يې  پښتنو (افغانانو) ته په ور پېښو ستونزو خبرې او غونډې کولې .له دې سره  سره به  يې کله کله د ستوري  په نوم  شاعري هم کوله .(۲۱ :۳)

۱- ۲ دندې 

په (۱۹۷۳م) کال کې ستوري د المان غږ راډيو په پښتوڅانګه کې دنده تر لاسه کړه او د پښتوڅانګې ټولې ذمه وارۍ  يې  په  سر واخيستې . دلته د ستوري ملاقاتونه اوليدنې له داسې بې شمېره  خلکو سره وشوې ،چې هغه ته يې د فکر نورې لارې  پرانيستې، ځکه نو دحضرت پاچاخان او اجمل خټک د افکارو مطالعه يې  پيل کړه . د دې دواړو مشرانو افکارو ستوری دې نتيجهې ته ورسوه،چې د پښتنو د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل او علت د هغوی بې اتفاقي ده .(۲۱ :۴)

۱-۳ دډاکټرکبيرستوري سفرونه 

ستوري لومړنۍ زده کړې د خاص کونړ په ابتدايه ښوونځي کې ترسره کړي دي ،څه وخت چې د خپل کلي له ښوونځي نه  په لوړو نمبرو فارغ شو،نو د نورو زده کړو لپاره د کابل  پر لور لاړ او هلته د رحمن بابا په عالي لېسه کې شامل شو. د رحمن بابا د لېسې د دولسم  ټولګي څخه په لوړو او ښو نمبرو فارغ شو،چې د ډاکترکبير ستوري  سفرونه د همدې ځايه پيل کيږي .

ډاکټرکبير ستوري  لومړنی  سفر  په  (۱۹۶۴) ميلادي کال د لوړو زده کړو لپاره  جرمني ته وکړ او هلته يې د فرانکفورت په کالج کې  زده کړې  پيل  کړې.(۲۱: ۳ )

دويم  سفر يې  په (۱۹۸۲) ميلادي کال کې پېښور ته د خپلې کورنۍ او ملګرو دليدلو په خاطر وکړ ،چې  په  پېښورکې د تورمخو پنجابيانو او د سيسه کوونکو له  خوا ونيول شو او بند ته وليږدول  شو، چې تقريبا اتلس مياشتې يې  په بېلا بېلو زندانونو کې تېرې کړې .

درېيم سفر يې  په (۱۹۹۳ ) ميلادي کال کې پېښور ته وکړ ،چې په دغه سفرکې يې  په پېښور کې  ((د پښتونخواد پوهنې دېرې )) بنسټ کېښود .

څلورم سفر يې په (۲۰۰۳)ميلادي کال کې خپل کلي کور کونړ ته وکړ،هم يې خپل خپلوان وليدل او هم يې دلته ((پښتو هنري ادبي ټولنه )) جوړه کړه او بېرته جرمني ته ستون شو .

پنځم سفر يې په (۲۰۰۵ ) ميلادي کال  پېښور ته وکړ او هلته يې د (( پښتوعالمي کنفرانس)) کې  ګډون  وکړ او خپله علمي وينا يې هلته وکړه

۱-۴ ژورناليستيکې هڅې 

دا چې  ډاکټرکبيرستوری د ساپوهنې ډاکټر و، سياسي ،اجتماعي، شاعر،اديب  او يو ليکوال  و،خو د دې تر څنګ يو ښه  ژورناليست  هم  و.

۱ده  په لومړی ځل په (۱۳۵۲) لمريزکال کې  (د المان  غږ راډيو) په  پښتوڅانګه کې دنده تر لاسه کړه او د پښتو څانګې ټولې ذمه وارۍ يې  په  سر واخيستې .

۲- په (۱۹۷۲م)کال په جرمني کې د ( سپرغۍ ) مياشتنۍ  مجلې مشري په غاړه وه .

۳ - په (۱۹۷۶م)کال کې په جرمني کې ( ولس غږ ) مياشتنۍ مجله د ده  د  مشرۍ لاندې خپريدله .

۴په (۱۹۸۵م)کال په جرمني کې (لمبه ) مياشتنۍ مجله د ده دمديريت لاندې خپرېدله.

۵په (۱۹۸۶مکال کې  په جرمني کې (د خيبر وږمهمياشتنۍ مجله  د نوموړي  په  مشرۍ  خپرېدله 

۶ -په (۱۹۸۶م)کال کې په جرمني کې( پښتونخوامهالنۍخپرونه) د ده  په مشرۍ خپرېدله  . (۲۱ :۸)                             

۱-۵ سياسي بوختياوې 

ارواښاد ډاکټرکبيرستوری  سربېره  پر دې، چې د ساپوهنې متخصص،ليکوال  او شاعر و، د  سياست  په ډګر کې يې خاصه ځانګړتيا لرله . زمونږ د هېواد د سياسي مبارزينو  په ليکه کې ځانته  وړ ځای لري .

هغه د پښتنو د يووالي رښتيني خدمتګار په  توګه د يومعقول او ثابت نظر او عمل څښتن وستوري د يو روڼ اندي  سياستوال په  توګه  د قوم  په دننه کې د دندو په اجرا کې قوي اراده تمثيل کړېده .

ډاکټرکبير ستوري د افغانستان  نه له ځان سره د ملي او قامي يووالي فکر او د پښتنو د پرمختګ  يو خوب  وړی و،چې په لومړی ځل يې  په (۱۹۶۵م)کال کې د (افغان  محصلينو ټولنه) په نوم بنسټ کېښود او په لومړی ځل باندې يې خواره  واره  افغان  زلمي تر يو بېرغ  لاندې راغونډکړل .مونږ دا ويلای شو ،چې دا د ستوري لومړی شعوري  سياسي ګام  و،چې  په  پوره حوصله  او باور يې  پورته کړی دی . په (۱۹۷۲م) کال کې د څوملګرو سره په فرانکفورټ کې د «د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ ټولنه » په نوم  يوه ټولنه جوړه کړه او د هغې مشر وټاکل شو . په (۱۹۷۶م) کال کې يې د ځينوملګرو په مرسته د« پښتنواو بلوڅو د ازادۍ لپاره د قومي اتحاديې » بنسټ کېښود او د هغې مشر وټاکل شو . په (۱۹۸۱م)کال کې په جرمني کې مېشتوپښتنود«پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند» په نوم يوګوندجوړکړ، چې کبيرستوری يې بنسټ اېښودونکو کې شامل و اود دې ګوند صدر هم  وټاکل شوهمدارنګه د کولن  په ښارکې يې  په (۱۹۸۶م) کال د ((پښتنو کلتوري ټولنه )) بنسټ کېښود او بن کې يې د پښتنو دکلتوري او ټولنيز ژوند د ښېګڼې  او په (۱۹۹۳م) کال کې يې د« پښتون کور» په نوم يوه ټولنه جوړه کړه . په (۱۹۹۸م) کې يې په پېښور کې« د پښتونخوا د پوهنې دېره » او په کال (۲۰۰۳م) کې يې په کونړ کې د«پښتوهنري ادبي ټولنه» په نوم  ټولنې  جوړې کړي دي

په سياسي لحاظ ډاکټر کبيرستوری د پاچاخان د فلسفې پلوي  و او د هغې لارښودنې په رڼاکې يې د پښتنو د يووالي ،ازادۍ او خير ښېګڼې لپاره کار کاوه .

د سياسي هلو ځلو په  وجه کبير ستوری  په پاکستان کې په (۱۹۸۴ -۱۹۸۳ ) ميلادي کالونو کې زندان  ته  هم تېر کړي دي . (۱۸: ۱۶۰،۱۷۰

تاريخ   پدې ګواه  دی،چې کوم  خلک د خپل قام  د سوکالۍ او  پرمختګ  لپاره  ګامونه اخلي، نو د هغوی مخ  ته خنډونه  خامخا راځي . د پاچاخان  بابا  ژوند زمونږ لپاره ښه بېلګه ده، چا چې د ژوند ډېره  برخه په زندان کې په دې ګناه تېره کړه،چې  هغه د پښتون قام د حق خبره کوله . ډاکټر کبير ستوری هم د دغه لوی او عظيم  قامي مبارز باچاخان د د لارې  سپاهي و،ځکه  ورته د ډېرو قوتونو  سترګې وې . هغه چې کله په (۱۹۸۲م)کال کې پېښور ته د خپلې کورنۍ او ملګرو دليدلو په خاطر راغی،نو لکه د نورو قامي مشرانو ونيول  شو او زندان ته  وليږل ش،چې تقريبا اتلس مياشتې قيديې د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې تېر کړ .

همدغه  زندان ستوري  ته  اصل حقيقتونه په ګوته کړل،هغه د قام  پرستو مشرانو سره له نږدې  نه  ليده کاته  وکړه او پدې  پوهه  شو،چې حقونه  د قربانۍ نه  پرته لاس ته نه  شي راوړل کېدای .د زندان دغه  شپې  ورځې به  ستوري  تل  يادولې، ځکه چې که  چېرې  هغه د قام  د خدمت  په  بدل کې  زندان   نه  وای ليدلی، نو ستوری  به د ژوند د سختو څخه  ناخبره و، نو همدغه  ستونزې او کړاوونه  وو ،چې  ستوري  ته  يې  نوره حوصله  ورکړه  او د قام او ملت خدمت ته يې  په ډاګه ملا وتړله.( ۲۱:.۹-۱۰)

-۷  د ډاکټرکبيرستوري اثار

ډاکټرکبيرستوری يو سياسي مبارز،فرهنګي،اجتماعي او ټولنيز شخصيت  تر څنګ شاعر، اديب ،ليکوال او د ساپوهنې  ډاکټر هم  و ،چې د سياسې مبارزې سره  سره يې مونږ ته لاندې  اثار  په  ميراث  راپريښې دي :

۱- سکروټه :(شعري ټولګه ) په (۱۹۷۶م )کال  په جرمني کې چاپ شوی .

۲- پښتونخوا (دمضامينوټولګه ) په (۱۹۷۷م)کال په جرمني کې چاپ شوی .

۳- وېره (يوه علمي اونفسياتي څېړنه ده ) په (۱۹۸۵-۱۹۹۰م) کلونوکې په جرمني اوپه (۲۰۰۱م)کال په پېښورکې چاپ شوی دی .

۴-د هوښيارتيا کلتوري بڼوتله (علمي او نفسياتي څېړنه) په (۱۹۸۵م) کال په جرمني کې چاپ شوی 

۵- د وېرې تله (ساپوهنه )په (۱۹۸۵م) کال په جرمني کې چاپ شوی دی .

۶- ژوندي خيالونه (شعري ټولګه ) په (۱۹۹۷م ) کال په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوی دی 

۷- د قلم  توره (شعري ټولګه ) په (۱۹۹۹م)کال په  پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

۸- د هوښيارتيا تله (ساپوهنه )په (۲۰۰۰م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

۹- ژبساپوهنه (ساپوهنه ) په (۲۰۰۰م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

۱۰- سندريز پېغام ( شعري ټولګه) په (۲۰۰۲م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوی دی .  

۱۱- دهوښيارتياکلتوري بې پلوه تله (ساپوهنه ) په (۲۰۰۴م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

۱۲- د پېدايښتي بڼود هوښياتيا تله (ساپوهنه ) په (۲۰۰۴م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

            ۱۴کليات  ډاکټر کبير ستوری. (۲۰۰۷)م .. پېښور: د پوښتونخوا دپوهنې دېرې له خوا چاپ دی .

۱۵- خوږې  مسرۍ (شعري ټولګه ) په (۲۰۰۶م) کال کې  په  پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوې ده .

۱۶- پښتانه د ولس پېژندنې له نظره (ناچاپه ليکنې ) په (۲۰۱۶م) کال کې په پېښور ،پښتونخوا کې چاپ شوی دی .

۱۷- د خوب معنا دا اثر ځانګړی نه دی چاپ شوی ( پښتانه د ولس پېژندنې له نظره) د مقالو ټولګه ده ،د نصير ستوري له خوا چاپ  شوی دی . (۲۱: ۸-۹ )

۱-۸ د ډاکټر کبير ستوري اولادونه 

ستوری  اووه  اولادونه  لري، چې  ټول  يې  په  ثمر رسولي او ښه  پالنه او روزنه  يې  ورکړې ده، چې هريو د ده د لارې  پيرو او هغه شمع  چې ډاکټر کبير ستوري بله کړې وه ،هغه يې ځلانده  ساتلې ده .د اووه  اولادونو  څخه  يې دوه لورګانې او پنځه  زامن  :(بصير ستوری ، نصير ستوری ،اميرکروړ ستوری ،نسيم خان ستوری او ايمل خان ستوری )دي .دغه  هر يود پلار لاره تعقيب کړې او  نيولې، لکه نسيم ستوری  چې  دغه اثار لري : بېدار ذهن  شعري  ټولګه،نوی سوچ  شعري  ټولګه، د سبانسيم  شعري  ټولګه،پښتون نظر شعري ټولګه او نور . بل د کبير ستوري ناچاپه ليکنې او پښتانه  هنرمندان د نصير ستوری په زيار چاپ شوې دي،د بصيرستوري دوه شعري ټولګې (د وينوکرښې اوسندرې په سلګو کې ) چاپ دي . د ډاکټر کبير ستوري  ژوندي  يادونه ،ترتيب او زيار يې د نسيم ستوري او ايمل ستوري  ويستی او داسې نور پرې د ادب  ډګر اباد او خړوب  دی

۱-۹ د ډاکټر کبير ستوري شخصي ژونداومړينه

لومړی  به د ستوري صاحب  په  شخصي  ژوند رڼا وچوم ،ستوری  په خپلشخصي ژوند کې د ډېر ساده مزاج  خاوند و. له انسانيت سره مينه د هغه شعار و،په  علم  او  پوهه يې کلک باور درلوده،ځکه يې د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې په علم او پوهې په حاصلولو کې ليده .له  هر چا سره  به يې  په  نرمه  او خوږه  لهجه  خبرې کولې .هر چا چې  به  ورسره  ليده کاته کول ،د ستوري له خبرو به  يې خوند اخيسته .داسې  پښتانه  به ډېر کم  وي ،چې  ستوری  يې  په  ژوند ليدلی وي او د هغه  ښو اخلاقو اعتراف  به يې نه وي کړی. سپينې خبرې به  يې کولې او هيڅ  خبره به  يې  پټه او پنا نه کوله . له دروغو اوغيبت څخه  يې ډېره کرکه  کوله ،هغه  په  خپله  وينا کې  ډېرې  رښتينی و او  په خپلو  ملګرو د  زړونو  ساتنې لپاره  به يې کله  هم د چل  ول  نه  کار  نه اخيسته . ښه  لباس او ښه  خوراک د ستوري کمزوري  وه ،د يوخاص او ځانګړي  مزاج  څښتن  و.هر څه  چې  به  يې خوښ شولو ،هغه  شی  به  يې اخيسته . هغه  به  ويل  چې د سبا هيڅ  پته  نه  لګي ، په کار ده  چې مونږ له وخت  سره يو ځای  لاړ شو  او د ژوند نه  هم  نن  خوند  واخلو .هغه  کله  هم د پيسو د ګټلو او ذخيره کولو هڅه  نه ده کړې . په  مجموعي توګه  ستوری  يو  پياوړی  نرم  مزاجه  او دروند پښتون  و،ځکه نو ورته  پښتانه  په  درنه  سترګه  ګوري .

د ډاکټرکبير ستوري  په  مزاج  کې ناقراري  وه .د دې  وجه  داوه ،چې هغه د پښتون قام د سوکالۍ او يووالي خوبونه ليدل ،خو خوب «خوب» وي ، په عمل کې هغه  ته د افغانانو د کړاونو او ستونزو احساس و،کوم  يو چې  پښتون  قام  د پېړيو  پېړيو  ورسره مخ دی . د قام  غم  هغه ،خندا ته نه  پرېښوده .هغه  چې  به کله د خپلوملګرو او دوستانو سره  په  مجلس کې ناست  و،نو خوب  به هم  ترې  پاتې و او په  شپو شپو به يې شوګېرې کولې . د عمر په اخري کلونو کې کله چې د زړه له ناروغۍ څخه  خبر شو،سګرټ  يې   پرېښودل،خو دغه  لوګو د ډاکټر کبير ستوري  په  زړه کې کور کړی و . هغه د زړه  ناروغ  شو،څو ځله  پرې د زړه  دوره (حمله ) راغله ،خو لا يې  پوره  نه  وه  راغلې، د ناروغۍ  په  دغه  حال کې درې ځل  پښتونخوا ته  راغی . په  پښتو عالمي کانفرانس،پښتنو په قومي  جرګې، د پښتو  په  نړيوال  کنونشن  او  نورو  نړيوالو او مقامي غونډو او دستورو کې يې عملي ګډون  وکړ .د ټولو قامي مشرانو،اديبانو او عام  ولس سره  يې اوږدې  اوږدې مرکې  وکړې،د دې  دور د لويو شاعرانو  لکه : رحمت شاه سايل  او  اجمل  خټک  سره  يې د  زړه  خبرې  وڅېړلې او دلته  د پښتون  قام د هر خادم  ځای  ته  ولاړ او د نظر تبادله  يې  ورسره وکړه . ډېر کلونه  پس  يې د خپل کلي د خاص کونړ ولسوالۍ (تنر)اونورو سيمو سيلونه  هم  وکړل . د ژوند په  وروستيو ورځو شپو کې هغه دومره  فعاليت  څرګنداوه  لکه  چې هغه  خپل هر څه  رانغاړي،کله  چې  بېرته  جرمني ته ستون  شو،نو ناروغي  يې  زياته  شوه . پدې  موده  کې څو ځل روغتون  ته د علاج  لپاره  ورسول شو او له  روغتون څخه  بېرته  خپل کور ته  راوستل شو. څلورم  اپريل  په  کال (۲۰۰۶م ) د لوی او عظيم  ستوري  وروستۍ  شپه  وه . د ژوند دغه  وروستۍ  شپه  يې د  خپل کور د غړو او خپل ملګري  او خپلوانو سره  په  خبرو شوګير کړه . خو  په  څلورم  داپريل د  سهار  پر مهال (۵بجې د مرګ استازی د هغه د کور د روازه  وټکوله  او د پښتنو دغه  ځلانده  ستوری  په  ابدي خوب  ويده شو .ياد يې  تل  له  مونږ  سره دی ، په ګور دې نور وي او جنتونه يې ځای شه . (۲۱ :۱۱ -۱۲ )

سرچېنه: د ډاکتر کبیر ستوري ژوند او مبارزه

-
بېرته شاته