(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بزګر لور

[11.Apr.2022 - 13:01]

 

دبزګر هوښیاره لور / دماشومانو له پاره لنډه کیسه

لیک: ګرېم برودر ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

 

په پخوانیو زمانو کې یو بې وزله اوبې وسه بزګر په خپله کوچنۍ ټوته مځکه په کار اوزیار لګیا و، ده یوه ښکلې لور درلوده او دواړه په یوه واړه کورکې اوسید ل. یوه ورځ لورکي خپل پلار ته و ویل چېراځه چې پاچا ته ورشو اود یوې ټوتې مځکې هیله ترې وکړوپاچا چې د دوی د بې وزلۍ نه خبرو، د څړمځکې یو کونج يې ورکړ. لور او پلار په ګډه په مځکه کار پیل کړ، هغه يې یوې کړه او غوښتل چې غلې دانې پکې وکري او میوه لرونکې ونې پکې کینوي. د کارد تمامید و په وخت کې يې په مځکه کې د خالصې طلا یو اونګ بیاموند. په دې وخت کې پلار لورته وویل چېواوره ! زموږ ګران پاچا په موږ دومره مهربان و چې دا مځکه يې راکړه، په عوض کې باید موږ دا طلا يي اونګ ده ورکړولور يې ور سره ونه منله او پلا ر ته يې وویلچې پلار جانه! اونګ مو پیدا کړی دی، خو دهغه لاستی مو نه دی پیداکړی، پاچا به بیا لاستی هم را نه غواړي، ښه به دا وي چې غلی شيپلار د لور خبره ونه منله، اونګ يې راواخیست، پاچا ته ورغی او ورته ويې ویل چې دا طلايي اونګ مې په هغه مځکه کې پیدا کړ چې تا راکړې ده. اوس نو زه دغه اونګ تاته د درناوي او مننې په توګه وړاندې کوم. پاچا اونګ واخیست او ويې پوښته چې نور څه دې نه دي میندلي؟ بزګر و ویل چېنه» پا چا ورته و ویل چې باید لاستی یې هم پیداکړې. بزګر و ویل چې هغه يې پیدا نه کړ، خو خبره يې باد یوړه او کومه ګټه يې ورته ونه کړه. پا چا بزګر بندي کړ او تر هغه به په زندان کې پروت وي ترڅو چې د اونګ لاستی پیداکړي. د زندان ساتونکو د نورو زندانیانو په شان ده ته اوبه او ډوډۍ وروړله. یوه ورځ يې چیغي او نارې ترغوږو شوې چې ویل يېاخ ! کاشکې مې د لور خبرې منلې وای، اخ ! کاشکې مې د خپلې لور خبرې منلې واید زندان ساتونکي پاچا ته ورغلل او ورته ويې ویل چې دا زنداني په چیغو لګیادی او وايي چېاخ ! کاشکې مې دخپلې لور خبرې منلې وایاونور نه څه خوري او نه چیکي. پاچا ساتونکو ته امر وکړ چې دا زنداني ده ته ورولي. زندانې يې پاچا ته ور وست او پاچا پوښتنه ور نه وکړه چې ته ولې دا چیغې وهې چېاخ! کاشکې دخپلې لور خبره مې منلې وایاولور دې څه درته ویلي و؟» زنداني و ویل چېهو »، « هغې راته و ویل چې زه باید اونګ تا ته د ر نه وړم او که نه نو مجبور یم چې لاستی يې هم پیداکړمپاچا ورته و ویل چېایا ته دومره هوښیاره لور لرې؟، دا باید یو ځل ما ته راشيجلۍ پاچا ته ورغله او هغه ورته وویل چې که په رښتیا ډیر هوښیاره یې، نوزه یوه معما در ته وایم او ته دا معما حل کړه. که معما دې سمه حل کړه، بیا دې ځانته واده کوم. جلۍ سم د لاسه ورته و ویل چې هو، زه غواړم چې دا معما حل کړم. پاچا ورته و ویل چېما ته په داسې حال کې راشه چې نه دې جامې اغوستې وي، نه لوڅه وې، نه په پښو، وې او نه په څه سپره وې. که دا کار دې وکړی شو، نو بیا واده در سره کومجلۍ لاړه جامې يې وایستلې او بې جامو شوه. ځان يې دمایانو په یوه لوی جال کې ونغښت، اوس نو لوڅه نه وه، یو خر يې کرایه کړ او دهغه په لکۍ پورې يې جال وتړه، خره جال کش کړ، اوس نه سپره وه او نه پیاده وه چې تر پاچا پورې يې ورسوله. پاچا چې دا حال ولید، ورته ویې ویل چې معما دې سمه حل کړه او ټول شرطونه په ځای شول. د جلکۍ پلار يې دزندان نه ازاد کړ او دا يې د میرمنې په توګه کور ته روانه کړه او د پاچاهۍ ټوله شتمني يې ور ته وړاندې کړه. ډ یر کالونه وروسته یوه ورځ پاچا د ښار د کتنې  د پاره راو وت اوچې ګوري ډیر بزګران دخپلو کراچیو سره د شاهي قصر په مخ کې ولاړ دې. بزګرانو لرګي پلورل. ځینو بزګرانو خپلې کراچې په آسانو پور تړلې وې او ځنې نورو بیا په غوایانو پورې تړلې وې. یوه بزګر درې اسپې درلودې، یوې يې یو بیاڼ دنیاته راوړ. دا بیاڼ له دې ځایه وتښتید او ولاړ د دوو غوایاتو تر منځ، چې کراچۍ پسې تړلې وه، ودرید. کله چې بزګران سره راټول شول، تر منځ يې دعوه او یو جنجال پیدا شو. ټیلې پیلې پیل شوې، شور اوغال مغال پورته شو. دغوایانو خاوند بزګر ویل چې دا بیاڼ زما دی، زما غوا زیږ ولی دې، ځکه چې په دې ځای کې ولاړ دی.

دې بل بز ګر ویل چې نه، دانشي کیدی، دا بیاڼ زما اسپې دنیا ته راوړی دی، نو ځکه دا زما مال دي. دعوه تر پاچا پورې ورسیده. پاچا داسې حکم وکړه چې بیاڼ دهغه چا دی، چير ته چې ولاړ و. بیاڼ دغوایانو خاوند ته، چې په رښتیا دهغه نه و، ور کړشواو د آسانو خاوند تش لاس پاتې شو. دی په بیاڼ پسې ډیر خپه شو، ژړیده او ګیلې او مانې يې کولې. ده له چا اوریدلې و چې د پاچآ میرمن ډیره زړه سوانده او مهربان ښځه ده، ځکه چې دا هم دیوه غریب بزګر په کورنۍ کې لویه شوې ده.  ملکې ته ورغې او ورته ویې ویل چې مرسته ور سره وکړې، ترڅو خپل بیاڼ بیرته تر لاسه کړي. ملکې ورته وویل چېهو ! زه په دې شرط مرسته درسره کوم چې چا ته به حال نه وا يې، نوزه درته وایم چې سهار دوخته، کله چې پاچا د ساتونکو دکتنې له پا ره راوزي، د سرک منځ په هغه برخه کې چې دی تر تیریږي د مایانو جال وغوړوه او ځان داسې وښیه چې ګوندې دمایانو په نیولو لګیا يې،، جال داسې راټول کړه لکه چې د مایانو نه ډ ک وي او په یو لوښې کې يې تش کړهبیايې دا هم ورته وویل چې که پاچآ پو ښتنه ور نه وکړي، نو دی باید څه ورته و وايي. دهمدې ورځې په سبا بزګر، لکه څنګه چې ملکې ورته ویلي و، د وچ سرک په منځ کې د مایانو نیول پیل کړل. پاچا چې دی ولید، نو یو ځغاستونکی يې ور ولیږه او ورت ويې ویل چې د دې احمق نه پوښتنه وکړه چې د وچ سرک په منځ کې څه کوي. بزګر په ځواب کې ورته و ویل چېزه دلته مایان نیسمځغاستونکې ورته و ویل چې دلته خو اوبه نشته او د دې وچ سرک په سر څنګه مایان نیسې. بزګر ورته وویل چېپه دې پاچاهۍ کې چې غوایان بیاڼ زیږولی شي، نو زه هم کولی شم چې د وچ سرک په سر مایان ونیسمځغاستونکي پاچا ته د بز ګر ځواب ورساوه. پاچا چې ځواب واورید، بزګر يې را و غوښت. پاچا بز ګر ته و ویل چې دا ځواب تا له ځانه نه دی ورکړی، په بیړه ووایه چې چا در ښودلی. بزګر ویل چې اله دې زما مل شي او نه يې غوښتل چې ملکه ور په ګوته کړي. خو هغه يې د وښو په ګیډیو کیناوه او تر هغو يئ واهه، ترڅو مجبور شو چې اقرار وکړې او و وايي چې دا ځواب ملکې ور ښودلی و.

پاچا چې کورته راغی ښځې ته يې و ویل چېته ولې له ما سره خیانت کوې، ته مې نور میرمن نه يې،  دلته ستا وخت پای ته ورسید، ځه هلته لاړه شه، له کوم ځایه چې راغلې یي، دبزګرۍ کور ته دې لاړه شهپاچآ میر منې ته دا اجازه ور کړه چې په خدای په امانۍ کې هغه شی دځان سر وړلی شې چې تر نورو ټولو درته ښه ښکاري او تر ټولو ډ یردر باندې ګران وي. میر من يې ور ته و ویل چېهو  ګرانه سړیه! ته چې کوم امر کوي، زه يې په سترګو منمبیا يې لاس ترې چاپیر کړ په مخ يې ښکل کړ، دخدای په امانۍ په وخت کې يې د خوب ډیره قوي دوا راوغوښتله، په کیلاسونو کې يې واچوله. پاچا خپل ګیلاس په یوه سا وچیکه او ملکې یو ډیر وړوکی غوړپ ور نه وکړ. پاچا په ژور خوب ویده شو او ملکې یو نوکر را وغوښټ او ویده پا چا يې په پاک اوسپین رخت سره وپیچه او د نوکرانو په مرسته يې ګادۍ ته پورته کړ او خپل دبزګرې کورګنکي ته يې راوست. هلته يې په یوه کټ ګنکي کې وچاوه. یوه شپه او یوه ورځ ویده و او کله چې ویښ شو، شاوخوا يې وکتل او ويې ویل چېای زما خدایه ! دا چیرته یمبیا يې نوکرا نو ته نارې کړې، خو یو نو کر هم نه و. آخر يې میر من راغله او رته دويې ویل چېګرانه پاچا! تا ما ته امر وکړ چې په ټول قصر کې هر څه چې تر نورو ټولو را باندې ډیرګرا ن وي، له ځان سره وړلی شم. ما ته ته د بل هر څه نه ښه اوله بل هر څه نه ډیر ګران يې، نو ځکه مې ته د ځان سره راوړې» پاچا چې دا واورید نو دستر ګو نه يې اوښکې روانې شوې او ویې ویل چېګرانې میر منې! ته زما او زه به ستا یمبیر ته يې د ځان سره قصر ته بوتله، له سره يې واده سره وکړ او تر اوسه یو ځای ژوند کوي.

11.04.2022

-
بېرته شاته