(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مولانا خانزیب

[05.Apr.2022 - 17:21]

په 1927کښې چې کله د الینګار فقير او ترنکزو باباجي په مشرۍ کښې په کړپه کښې لوېه غزا وه  مشران وائي د باجوړ او مومندو د غازيانو لښکرې چې کله دهر لوري رالې ډېر پکښې داسې ځوانان وو چې ،ګيرې ،خرولې ېا کمې وې د ترنګزو باباجي سره چې کم شیخان وو شیخان زورور خشک مزاجه خلک وي  باباجي له رالل وائل دا ،بې ګيرې ، خلک غزا ته مه پرېده ! ترنګزو باباجي ورته وائي خدائې مو پوهه کړه ! غزا بې ګيرې هم کېږي په سبا له چې کله لوئي جنګ اوشو پيرنګېانو لوېه بمباري اوکړه  ماښام چې د شهيدانو مړي راغونډول شو نو شهيدان زياتره هغه ځوانان وو چې ،ګيرې ،خرولې وې. د غټو ګيرو شیخان ټول غازيان پاتي شوي وو .

 

په اسلام کښې ګيره شته زمونږ په کلتور کښې هم ګيره شته د هر پېغمبر او د وخت د مصلح هم ګيره پريښې خو په ګيره کښی اسلام نشته  ځکه د ،عيسايانو ،یهودیانو ، او ګورونانک مننونکو ،سيکانو ،هم اوګدې اوګدې ګيرې وي  ډېر د خدائې نه منونکو ملحدانو هم ګيري پريښي باچاخان وائي ما به په  ړومبې کښې په جوماتونو کښې پښتنو ته تقريرونه کول  ځنې مولانو راپسې تقريرونه شروع کړل چې بې ګيرې سړی څنګه په جومات کښې تقرير کوي باچا خان وائي چې کله مې ګيره پرېښوده نو بيا به راپسې لږېا وو چې دې بونډې ګيرې والا ته ګوره او تقريرونه ته ئې ګوره ! ډېر ځل به په لويه ګيره ېو سړې لوئي ځناور وي د اسلام او عقل نه به خلاص وي هر بد عمل به کوي خو پدې به ډاډه وي چې ما ګيره پرېښې  خو ډېر ځله بې ګيرې به نېک انسان وي مونږ چې څومره وينو نو بې ګيرې ځوانان د ډېرو غټو ګيرو والا نه ښه مسلمانان وي د چا اسلام په ګيره او نه ګيره تلل د ديني منهج ئې دعوت نه د ناخبرې لوئي دليل دې .

پښتانه چې څنګه وائي چې کلي په زور نه کېږي داسې مسلماني هم په زور نه کېږي  .

عمر فاروق چې کله يروشلم ته لاړې د عيسايانو سره ئې لوظنامه اوکړه چې کله د مانځه وخت شو سوفرونیئس ورته په کليسا کښې د مونځ کولو اووئل خو عمر فاروق د هغې په ،معبد ،کښې مونځ ددې نه اونه کړو وائل هسې نه چې سبا له ددې نه مسلمانان په زور جومات جوړ کړي چې زمونږ خليفه پکښی مونځ کړې .

په اسلام کښې د کلمې نه راواخله تر د هر ټولنيز عمل په اړه هيڅ جبر نشته ځکه ايمان د نمائشي بنړې نه بلکې د زړه د تسلې نوم دې مولانا شبلي نعماني وائي چې د عمر فاروق د دور د رياستي نظام چې څومره هم څېړنه کول شي نو هغه د روايتي اجباري حکمونو په ځائې د اولس د خېر ښېګړې په بنسټ ولاړ نظام وو د هر ګام پدې بنسټ وو چې اولس ته څنګه آسانې او ښېګړې جوړې کړې شي د وخت خليفه ځان د تنقيد نه بالا نه ګنړلو د فرات په غاړه په  مړې ګډې باندې هم ځان ګرم ګنړو ( لو ماتت شاة على شط الفرات ضائعة، لظننت أن اللّه عز وجل سائلي عنها يومالقيامة)  

که  د ، بنو اميه، بنو عباس ، بنو فاطمه ، بنو سلجوق ، تر دې چې آخري ، خلافت عثمانیه  ،هم چرته په ټولنیزو چارو کښې اجباري حکمونه نه دي کړي د فقهاوو څومره روایات چې د ګيرې په اړه  هم وائل شي نو ټول د ترغيب او دعوت په اړخ وي د پېغمبر ص په زمانه کښې چرته هم داسې ېو رواېت نشته چې د جومات نه هغه څوک ویستل شوي وي چې ګيره ئې نه وی ېا د کم مجلس نه ئې څوک پدې پاڅولي وي وهلي وي زورولي وي چې ګيره ئې نشته ېو ورځ څه خلک رالل په ګيرو کښې پټې  کرښې جوړې کړې وې رسول الله ص دهغوئې د اصلاح لپاره دومره  اووئل چې خپل شکلونه ورانول ښه خبره نه ده .

کله چې د نائن اليون نه پس امريکا کابل ته په ړومبي ورځ راله د الجزیره ټي وي خبرونه مو اوریدل لوئي خبر په ړومبي ورځ دا وو چې په لوئي شمېر کښې په  حمامونو کښې خلکو غټې غټې ګيرې خرولې .

په قيامت کښې به د ېو حاکم نه ددې پوښتنه نه کېږي چې ستا رعيت ګيرې پريښی وې که خرولې بلکې د هغوئې د ټولنيزو حقوقو د ترسره کولو او نه ترسره کولو پوښتنه به کول شي .

 

مولانا خانزېب.

.........

د آئنسټائن نه پس د شلمې پېړۍ ستر ، طبعيات دان سټيفن هاکنګ ،بلل شي خو حنظله خان وائي د ېويشتمې پېړۍ د پاکستان د سیاست ستر نبض شناس رښتينې ،سټيفن هاکنګ ،  چوهدري شجاعت دې دا هم بيخي حقيقت دې چې د پاکستان د سیاست په ګټو هم دغه د پنجاپ معذوره مازغه ښه پوهېږي  د مشرقي رواېاتو هم دا حسن دې او هم د فکري کمالاتو حقيقي تقابل چې هغوئې د خپل رنځور خلکو نه هم سټيفن هاکنګ جوړوي او مونږ د چوهدري شجاعت پشان د کمالاتو نه ډکې نسخې  دا سړې د اوس نه نه ! د پلار نيکه نه پدې لوبو کښې جامع المعقول والمنقول دې د ،ضياالحق ، نه راواخله تر ،نواز نواز ، جرنل مشرف ،او بيا ،عمران نيازي ، ټولو صواحبو سره ښه په نره ولاړ وي ځکه چې ساه ئې ټول عمر هم د اقتدار په طوطي کښې الوځي ټول عمر لږ وي خو بر ئې ډېر وي  .

په ۱۹۵۱ کښې د تاج برطانيه لاندې پينځه کاله د پاکستان د ګورنر جرنل په څوکۍ غلام محمد نومې داسې کس ېو کېنول شوې وو چې سټه ئې ګوزن وهلې وه په خبره بې څوک نه پوهېدل د خولې نه بې هروخت ،کېاځې ، بېدې د هند د حکيم په کوشتو به لږ لږ خوځېدو  د لويديځ نه روستې  جينې مس ،روت بورل ،به ورله ټوله ورځ ،  ښانګې ،پاکولې قدرت الله شهاب ليکي چې  ،مس بورل ،به د ګورنر جرنل د خبرې څنګه تشريح اوکړه بس هغه به منل شوه ځکه چې د بل چا په فهم کښې به نه راتلې چې باچا سلامت وائي څه!   پدغه حالت کښې هم په ټول هېواد کښې تر ختيځ پاکستان ، پورې بيړنې حالت ،لږولې وو .

ېو ورځ تې مس بورل پوښتنه کړې وه چې پتا کښې خو د باچاهي هيڅ کمال نشته څنګه واک ته رارسېدلی ؟ د بالښت لاندې د خپل پير انځور به ايښی وو وائل د خپل دې مرشد په دعا برکت 

مولانا خانزېب.

.......

په 1951کښې په ماسکو کښې د ،انټرنېشتل کميونسټ پارټۍ ،غونډه وه د ټولې نړۍ نه ورته د محکوم قامونو سياسي مبارزين رابلل شوي وو کاکا جي صنوبر حسېن هم دغه غونډې ته بلل شوې وو د وخت حکومت ورته  دتګ اجازه نه وه ورکړې کله چې غونډه شروع شوه نو هغه څوکۍ چې د کاکا جي لپاره ځانګړې وه دهغه انځور پې کېښودل شوې وو .

په قامي سياست کښې ډېر کم خلک وي او ډېرې کمې موقعې داسې وي چې چې د ېو قامي مبارز په تشه څوکۍ د هغه انځور اولږول شي .

علي وزير هم پدغه لږو خلکو کښې دې چې نن د هغه په څوکۍ محسن داوړ دهغه انځور ایښې  هم پدغه اسمبلې کښې د سپيکر په څوکۍ ناست سړې هم ځان  پښتون ګنړي خو د علي وزير لپاره د دغه اسمبلی د جوړ کړې شوي قانون ترمخه حکم نشي جاري کولې د پښتونخوا صوبې په پينځه پنځوس څوکو کښې په 39 څلوېښت کرسو باندې هم ددغه ګوند خلک پښتنو او څه غېبي مرستې کامیاب کړي خو دغه ېو پښتون هم د آئين لاندې د اسمبلې غونډې ته د زمري علي وزير لپاره غږ نشي کولې ځکه ووټ د پښتنو نه غواړي خو کار بل چا له کوي.

د پي ټي آئي په ضد هيڅ کم بارنې سازش نشته بلکې دغه خلک پخپله د بارني مالياتي ادارو د موخو ترسره کولو لپاره راغلي وو د هېواد اقتصاد ئې رنځور کړو د نړې والو او ملکي قوتونو د چا چې پکښې څومره غرضونه وو هغه پې ټول ترسره کړې شو او اوس نور لکه د اودس ماتي د لوټې ګوزار کړې شو دغه د پاکستان د پينځه اوېا کاله نه راروان سیاست دې او دغه ئې انجام وي بائد چې پښتانه نور پداسې غېر سياسي قوتونو تېر اونه خوري خپل ځان او خپلو ستونزو ته پام پکار دې چې ډز ددې د اوږې نه کوي خو ايجنټان د بل چا وي .

هل من مدکر ،القران .

مولانا خانزېب

..........

په ېو ټولنه کښې کلتوري تنوع / تکثيريت / پلورل ازم،  دهغه ټولنې ډؤل او فطري جوړښت وي دغه رنګارنګي دټولنيز جمالياتو عکاس وي په هره ټولنه کښې مذهبي ،لساني ،فکري ، کلتوري تنوع ،خامخا وي خو کامل انسانان د ېو بل سره په مشترکاتو ژوند کوي هم ددغه تنوع د حقيقي وجود په خاطر اسلام خپله کلمه هم په چا په زور نه مني د امت اختلاف رائې ته رحمت وائل شوې په اسلامي بنړه ددغه تکثيريت د زغم ننداره مونږ ته فقط په حج کښې ښکاري چې هيڅوک د چا د  فروعي عمل په ضد کم غبرګون نه ښائي ځکه چې مسلکي تنوع د اوس نه نه د څورلس نيم سوه کاله نه ده فروعي او مسلکي تنوع هم د تکثيريت د حقيقت منلو لامل دی خو په باقي ژوند کښې په اوس وخت کښې مسلمانانو د خپل جهالت د خويونو له کبله دغه ګڼ والې ېو فتنه ګرځولې تر دې چې د مسلکي اختلاف له کبله په ېو بل پسې مونځ ئې هم زړه نه غواړي په مارکيټ اوجره کښې ېو وي خو په جومات کښې د اختلافاتو ښکار کړې شی د فکرونو تنګ والې ټول انسانان په ېو فکر اودرول ارمان کول ټولنيزه خپسه زېږوي چې په نتيجه کښې د ژوند ژواک حرکت رنځور کېږي اسلام دغه تنوع کله هم نه رد کوي بلکې د هر بشر که په هره عقيده وي د حقوقو څارنه وائي خو ولې په عمل کښې زمونږ خبرې بل شان شي .

مولانا خانزېب.

......

پښتنو خدائې مو په لار کړه ! د مار او نولي په جګړه کښې کله تماشه هم خوند کوي.

 

په نړۍ کښې د ټولو نه زيات اوزګار خلک هم په پښتنو کښې وي کله هم چې ېو عمل څو پېړۍ په ېو اولس کښې پاتي شي هغه دهغه اولس د فطرت برخه شي .

پښتانه به چې پخوا د ژمي په تېرېدو کښې په ډډه واوښتل نو د کاپرستان او ېا دهند په لور به په لښکرو کښې روان شو  خپل جنګي خوئي بې هم سوړ کړو  پردي کورونه بې ښه ډېر ړنګ کړل او غنيمتونه بې هم د ځان سره راوړل د کشمير لښکرې هم دغه شان تلې وې ديارلس زره په کشمير کښې وژل شوي وو خو د ېو څلې او ېاداښت چاته نه دې مالوم  اوس هم په پښتنو کښې دغه د لښکرو خوئي ښه پوخ پروت دې د هرچا لښکر کېږي خو سیاسي کېږي نه د قاميت مفکوره ورته هسې سنډا ته سرينده ښکاري  چې چا ورته ګرمه نغاره اوډنګوله بس ورپسې ځي  خو ستونزه داده چې په اوسنو لښکرو کښې نه اوس جهاد شته او نه کم مال غنیمت تش د ممبرانو وزيرانو په ګاړو او ډوډې په لښکر کښې ځي  البته په اوسنو لښکرو کښې  ډنډې  ښې ډیرې دي خدائې دې اوکي چې پدغې سره  پکښې خپل زړونه سپک کړي .

مولانا خانزېب.

Maulana Khanzen , Bajawar/Pakhtunkhwa

-
بېرته شاته