(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه د کولتوري

[05.Apr.2022 - 17:05]

ولې د وخت واکمنو او حکومتونو د هېواد  د یو ستر ډېره کي (اکثریت) پښتنو په روا حق سترګې پټې کړې او بله ژبه یې په پښتون قوم وتپله (حاکمه کړه)؟.

اېا پښتنو واکمنو چې، درانېان، بارکزېان، پوپلزېان او محمدزېان وو، دومره پوهه نه لرله، چې پدې پوه شي، چې د پردۍ ژبې حاکمېت د پردي کولتور (فرهنګ) د مسلط کېدلو ېوازېنۍ اغېزمنه لاره ده او که د کوم قوم ژبه محکومه وي، نو هغه قوم محکوم پېژندل کېږي.

ولې پښتو ژبې ته چې د هېواد د خلکو د غوڅ ډېره کي (مطلق اکثریت) ژبه ده او پښتانه واکمنان هم له نسبي (اتنېکي) پلوه په پښتون قوم پورې تړلي وو او د واکمنېو ساتونکي یې هم پښتانه ګڼل کېدل د خپلې  ژبې پر ځای بله ژبه حاکمه کړېوه؟. (۷مخ)

د شلمې او ېووېشتمې پېړۍ روڼ اندي افغانانو ، ولې دهېواد ددې لرغوني او حقدارې ژبې ((پښتو)) ته وخت واکمنو پښتنو  او په تېره بېا د مشروطېت د داعیې مبارزو پښتنو په کوم ملي ېا علمي لامل او دلیل خپل پام نه دی وراړولی  او د افغانستان د ډېره کېانو دغه ژبه ((پښتو)) یې د رسمي چارچلونې ژبه نه ده پېژندلې.

ښایي د پښتنو واکمنو او سېاسي مبارېزېنو د پوهې کچه (سطحه) دومره وچته نه وه، چې په پښتنو باندې د کولتوري ښکېلاک  د خطرونو او زېانونو اندازه ولګولی شي او د پردۍ ژبې د حاکمېت علمي او ملي مفهوم وپېژني.

پښتانه واکمن  اوو پوه پښتانه هم  پدې هکله مسئول ګڼل کېږي.

(پښتانه د کولتوري ښکېلاک په لمو کښې۲۰۸مخ)

د کتاب لیکوال : غوث خیبری

-
بېرته شاته