(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له انسانیت سره مینه

[05.Apr.2022 - 16:15]

له انسانيت سره مينه او له پښتانه څخه کرکه  ولي؟

 لیک: ارمان لوڼی)                          

په نړۍ کي د ټول اولس سر شېمرنه تقريبا ۷ اربه ته رسېږي . دا ټول په انسانيت کې د انسان په معنا  يو له بله سره برابر ديټول پر مخ تللي هيوادونه او دهغو وګړي خو د انسانيت دعوې ښه په کلکه کويد هر چا په آئين کي داسته چي پر بل هيواد به ناحقه ظلم نه کوو. او له ځپلو سره به مرسته کوو

 

خو له پښتانه سره دميرې چلن کېږي . هغه په دې چي د نړۍ نورو پر مخ تللو هيوادو د پښتانه کړه وړه (حوليه) يعني د پښتانه ږيره ، برېت ، لونګۍ ، دا  ټول له ترهګرو (دهشتګردو) سره تشبح کړي دي.

 

 ترهګر په نړۍ کي په دې نامه معرفي سوي دي ،چي  ترهګر يا طالب پښتون دی، او پښتون طالب دی. تر دې نارې لاندي  ټوله نړۍ دا وايي چي طالب پښتون دی . او پښتون طالب دی . هغه په دې چي د طالب او د پښتانه کړه وړه (حوليه) يو دي . دپښتانه له لونګۍ اوله ږيري خلګ او نړۍ له دې کبله کرکه (نفرت) کوي .

 

زه دا ټولي خبري ردوم  ، او دا  ټولي خبري د پښتانه په ضد يو سازش بولم!!!

له پښتانه سره کرکه ( نفرت) په درې ۳ عواملو کي بولم. هغه په دې چي پښتانه يا ډېر زورور  دي . يا ډېر بهادرقام دی ، له دې کبله جهان و پښتنو ته دا درې ۳ عوامله ځکه پېښ کړل چي پښتانه خو يا وه وېرول شي ، او يا برباد کړل شي .دا فيصله ټولي نړۍ په ګډه کړې ده. که يورپ دی ، که امريکا ده، که روس دی، که چين، که ايران، سعودي عرب او که پاکستان دی. ټولو په ګډه دا پرېکړه وکړه او دا درې عوامله يې پلي (اپلای) کړو.

 

اول؛ - پښتون بايد بې علمه وي :: ټولي نړۍ دا پرېکړه په زړه وه منله چي پښتانه له به علم په هيڅ حال کي هم نه ور کوو. او دا عمل يې روان کړی دی. چي علم کول کفر ګڼل کېده او په ضد يې ډېر غټ تبليغ و سو. بيا د افغانستان له سکولونو يې را وخلې بيا د خيبر پښتونخوا . د فاټا (قبائلو) او د جنوبي پښتونخوا تر سکولونو چي په زرګونو سکولونه و نړول سول. په بمونو الوځول سوي دي . آن دا چي د انجونو په سکولونو کي ترهګرو د اوبو په ټېنکۍ کي زهر لا وا چول ،چي په درځنو انجوني مړې، او بې هوشه سوې

 

 د ملالي ويشتل په خپله يو غټ ثبوت دی.

د پېښور د سکول واقعه خو د ټولو و مخ ته پرته ده. چي په څومره بې دردۍ يې و وژل  په والله که څوک د ښکار تيتران ، کرکان، زرکي دومره په بې دردۍ و وژني. د سردار بهادر خان ښځينه (ومين) پوهنتون کي يې په بم د کوټي څومره خويندي را مړې کړې

بيا دا اوس د باچا خان پوهنتون واقعه خو بېخي تازه ده چي د هر څومره هېرزړي سړي په ياد ده. او د خندا خبره خو دا ده چي کمه کمېټۍ د تحقيقات د پاره جوړه سوې ده، هغو پر ځای د دې چي قاتل يې معلوم کړی وای، سفارش کړی دی چي ، وي،سي، فضل الرحيم مروت صاحب دي له چوکۍ لري کړل سي ، بس بيا مسله حل ده. د مړو حق بيا ادا دی چي v,c  لري سي .

اې د انسانيت علمبردارونو ولي غلي ياست ؟ 

آيا ستاسو خو هم په خوله کي ګوړه نه د لکه زموږ د مشرانو؟

 

دويم : غر يب ساتل؛ دا وخت پښتانه د غربت تر ليکه لاندي ژوند کوي. يعني پښتانه په نړۍ کي تر ټولو غريب قام دی. اوله بلي خوا د پښتتانه په خاوره کي هغه ټوله شتمني (مېنرلز) سته چي په نړۍ کي شتون لري . خو بيا هم غريبان دي . دا د خدای له خوا نه بلکه د سازش تحت(تر پلان لاندي) غريبان دي. کني خدای خو زموږ په د وطن په غرو کي بې شمېره شتمنۍ پيدا کړې دي. حلانکه موږ دومره شتمن يو چي نور ټول پرېږدو، خالي دوه۲ څيځونه  راخپل کړو (دجنوبي پښتونخوا) . يايې سټېټ راکړي

 

  ا؛  که موږ د هندو باغ کروم (کورمائټ ) په خپله خوښه خرڅ کړو. يعني په جهاني (انټرنېشنل) منډۍ کي يې په جهاني قيمت په خپله خرڅ  کړو. د جنوبي پښتونخوا و هر نغري ( په کور کي چي څو وروڼه وو) ته يو، يو لک ۱۰۰۰۰۰   کالداري ور رسېږي

 

  ب؛که موږ خالي د ژوب ډيويژن د جهاني (انټرنېشنل) جهازو د سړک باج (ټېکس) واخلو زموږ هر څه باندي کېږي

د يوې اندازې سره سم ويل کېږي چي دا باج (ټېکس) د څلرويشت ۲۴ سعاتو تقريبا څلور کروړه  روپۍ جوړېږي . چي دکال حساب ورته و سي . د بلوچستان تر بجټ هم زيات دی. دغه رنګه دا نور راواخله. ... 

په غريب سړي چي شتمن څنګه او څومره ملنډي وهلې و هلی يې سي . لکه په موږ چي يې وهي.

اې د انسانيت علمبردارانو ولي چپه خله ياست؟ 

که ستاسو په خوله کي هم ګوړه ده لکه زموږ د مشرانو؟

 

دريم:، مذهبي بنسټپالنه (انتها پسندي)؛  کله چي بنسټ پالنه را منځ ته سوه .په دې لوبه کي له امريکا او له سعودي عربه سره سره ټولي نړۍ ډېره په جذبه برخه واخستله. او دې بنسټ پالني ته يې دومره هوا ورکړه چه لمبې يې اوس تر نوري نړۍ پوري ورسېدلې دي. په دې کي چي کله له مجاهدينو ورسته طالبان جوړ کړ سو، او پر افغانستان يې ور اېله کړل . هغه جوړ کړل سوی طالب يې په پښتون حساب کړ ی دی . چي طالب پښتون دی ، او پښتون طالب!!

زه دا وايمه چي پښتانه طالبان نه دي . او نه طالب پښتون دی ، طالب طالب دی . ټولو ته ښه په ډاګه معلومه ده چي طالب چا جوړ کړی دی. او اډې يې چېري دي، روځل کېږي چېري، پيسې څوک ورکوي ، بيا په القاعده کي چا کنورټ(بدل) کړل. او اوس بيا په داعش کي چا کنورټ کړل. پښتانه خو دومره استعداد نه لري .

دلته ماته د عبدوالعلي اخونذانده دا ټوکه را ياده سوه .( چي عبدالعلي اخونذاده ته يو چا ويل چي دا طالبانو ټولو غلاوي شروع کړې دي. ډاکې وهي ، دا ولي ؟ کني طالبان خو پخوا داسي نه وو.

اخونذاده ، ځواب ورکړ چي ګله طالبانو غلاوي نه دي شروع کړې بلکه غلو طالبي شروع کړې ده.)

زه له هغو ټولو د انسانيت له علمبردارانو دا پوښتنه کوم چي د انسانيت سره مينه دا ده چي  تر اوسه دوی په دې نه دي پوهه که يې ګوړه په خوله کي ده چي مرم هم زه ، ترهګر هم زه يم؟

قاتل هم زه يم، مقتول هم زه يم؟ کافر هم زه يم، مسلمان هم زه يم؟ که زه طالب يا ترهګر  وای نو زه به خالي قاتل وم . مابه بل څوک وژل. دا زه څنګه ترهګر يم چي خپل اولس خپله مور وطن او سکولونه نړوم . خپل ماشومان وژنم ، استاذان وژنم؟

خو اوس دا درې ۳ واړه عوامله ناکامه ښکاري. بلکه ناکامه سول. هغه په دې چي پښتانه نۀ ترهګرنه دي ، نه  بنسټپاله دي.

زه ټولي نړۍ ته ته چيلنج کوم ټولو تاريخ دانانو ته ، ملکو ته ، چي د تاريخ په اوږدو کي دي پښتانه يوه ورځ ترهګر ثابت کړي. يا دا راته و وايي چي دوو ملکو تر منځ يې  مخبري کړې وي. موږ له هيچا سره کرکه (نفرت) نه کوو ، نه موکړې ده ، نه بې څوک ثابته کړې.

دا زموږ له انسانيت سره مينه ده ،چي څوک مو په تاريخ کي ترهګر نه سي ثابتولی.

 

اوزه به يو مثال درکړم د افغانستان په ټولټاکنه کي دوه اميدواره ده ولاړ وو ، اشرف غني او عبدالله ،عبدالله ، اشرف غني و ګټله، عبدالله ،عبدالله و بايلله.

هغه ځکه چي اشرف غني په ټولو جنګونو کي د يوه جنګ هم پلوي نه دی پاتي سوی. او عبدالله ،عبدالله د يو مذهبي ډلي بنسټپاله کس وو. نو افغان اولس وه اشرف غني ته په دې ووټ ورکړئ چي دی بنسټپاله نه وو. تر دې غټ ثبوت بل نسټه د انسانيت سره د ميني

 پکار دی چي نړۍ له پښتانه سره کرکه نه مينه وکړي. خپله دوه مخي پرېږدي . او چې څوک پښتانه وژني دهغو خلاف دي اواز اوچت کړي ، کني تاريخ به يې نه کړې معاف.

 

آشيا يک پيکر آب و ګيل است

ملت افغان درآن پيکر دل است

 

از فساد او فساد اشيا 

از کشاد او کشاد اشيا

-
بېرته شاته