(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خامخا یې

[28.Mar.2022 - 17:05]

لوستل یې مه هېروئ.

د هلمند سیند د افغانستان د اوږدو سیندونو له ډلې څخه لومړی درجه اوږد دی چې 95% یې د افغانستان په خاوره او پاتې 5% د ایران په خاوره کې بهیږي.

افغان دولت د هلمند سیند ته د پام را اوښتو او د اوبو مدیریت له کبله ایران تر هر وخت ډېر وارخطا دی او همدا علت دی چې په دې وروستیو کې مخالفین لا تجهیز او جنګ تر نورو وختونو ډېر شدید شویدی:

ایران د افغانستان سرحد ته نژدې ساحو کې ژورې څاګانې کیندلي تر څو د افغانستان د ځمکنیو اوبو څخه په استفاده خپل زراعت او چاپیریال ښه وساتي او له دې سره یې د افغانستان اوبه د پمپونو او پايپونو له لارې زاهدان ولایت ته چې د ۲۰۰ کیلومتره په واټن لرې پروت دی د زراعت پخاطر انتقال کړیدي.

که د یو جریب کلني عوائد او حاصلات حساب کړو نو له ۵۰۰۰۰ تر  یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) افغانیو او که په موثره توګه استفاده شي تر دې هم لوړ حاصل او عوائید لرلی شي خو مونږ به یې دلته في جریب کلني حاصلات کم ( ۵۰۰۰۰ ) افغانۍ حساب کړو او د برېښنا له درکه یو مېګا واټ (۱۰۰۰) کورنیو ته برېښنا ورکوي که هره کورني د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ د برېښنا بیل پرې کړي نو دا به هم مناسبه اندازه وي چې مونږ د دوه نوو جوړو شوو او بل پاشدان چې جوړېدل یې جریان لري لنډه رڼا واچوو:

پاشدان بند په هرات کې:

د اوبو زېرمه کولو ظرفیت: 54 میلیون متر مکعب

2 میګاواټه برېښنا چې 2000 کورنیو ته برېښنا ورکوي او کلني عوائید یې نژدې 12 میلیون افغانۍ کیږي.

13000 هکټاره ځمکه خړوبوي چې مجموعي 65000 جریبه کیږي او کلني عوائید یې نژدې 42.7 میلیونه ډالرو ته رسیږي.

سلما بند:

د اوبو زېرمه کولو ظرفیت: 640 میلیون متر مکعب

42 میګاواټه برېښنا چې 42000 کورنیو ته برېښنا ورکوي او کلني عوائید یې نژدې  252 میلیونه افغانۍ کیږي.

80000 هکټاره ځمکه خړوبوي چې مجموعي 400000 جریبه کیږي او کلني عوائید یې نژدې 263.6 میلیونه ډالر ته رسیږي.

کمال خان بند:

د اوبو زېرمه کولو ظرفیت: 52 میلیون متر مکعب

9 میګاواټه برېښنا چې 9000 کورنیو ته برېښنا ورکوي او کلني عوائید یې نژدې 54 میلیونه افغانۍ کیږي.

184000 هکټاره ځمکه خړوبوي چې مجموعي 920000 جریبه کیږي او کلني عوائید یې نژدې 605.3 میلیونه ډالر ته رسیږي.

پورته حالت دښمن د داخلي خائینینو په واسطحه کلک څاري او هېڅ کله نه پرېږدي چې مونږ (افغانان) دې ځان بساینې ته ورسېږو.

راتلونکی زمونږ دی.

انجنیر عبدالوارث کریمي

-
بېرته شاته