(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امریکا د اسخباراتو

[22.Mar.2022 - 15:57]

 

لیک او څېړنه: ډاکتر رحمت ربي زیرکیار/کلېفونیا، امرېکا

All others        8%

2006-2012          Pashtuns         42%                  Pashto                       35%    (31,056,997;

(1385-1391)      Tajiks             27%                   Farsi(Persian)           50%   31,889,923;

Hazaras           9%                   Uzbeki & Turkmeni 11%    32,738,376;

Uzbeks            9%                   all other languages     4%    33,609,937;

All others       13%                   ………………………….   29,835,392;

July 2012 estimates….       30,419,928;

August 2016 estimates….   32,564,342).

Data collected and organized from the “CIA World Factbook” by Rahmat  Zirakyar

اوس نو دا پوښتنه په ځای ده چې آیا  د سي. آې. أې. د حقایقو په کتاب(۲۰۱۲-۱۹۸۱) کې د پښتنو وګړشمیرنې راټـیټـول د امریکې لپاره ځان- ګټې جنبه لري، یانې د پردې شاته د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) راوروسته په افغانستان کې د اقلیتي واکمنۍ لپاره د واشنګټـن په ملاتړ راڅرخي؟

د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو د کتاب په احصا‍یو رڼا اچول

دې ټکي ته باید ګوته ونیسو چې په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې  قوم ویشـنه لومړی په روسـیه کې (قـفـقــاز او مـرکزي اسیا)کې د واکمنۍ د چلونې  لپاره وکــارول شــوه. د افغانستان د نیـواک پـه مهال (زییز۱۹۸۹-۱۹۷۹) شورویانو هڅه وکړه چې هلته د ډیـرکیو(اکثریتي) پښتنو احصایٔیوي اهمیت راټیټ کړي. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې افغانستان ویشنـې ته چمتو کړي. دې موخې (هدف) ته د رسیدا لپاره، شوروي پوځي عملیات په غټه کچه  د پښتنو په خوارولو او راټیټولو باندې راچاپـیر وو،خو  په عین حال کې یې غیر- پښتون مسعود، دوستم  او نور استخدام کړل چې په شوروي نظام کې  د افغانستان د شمالي سیمو د خوندي کیدا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دې موخې ته د رسیدا لپاره دوه لارې شته وې: د افغانستان ویشل،  یا یې د مرکزي اسیا په سوشلیستي جمهوریتونو کې ورننویستل- دا هغــه جمهوریتــونه دي چې د افغـان تاجکـو، اوزبکـو او ترکمنـو قـومیان پکې استوګن دي .

د افغان کمیونیست ببرک کارمل(۱۹۹۶-۱۹۲۹) نوم د شوروي پوځونو له خوا د افغانستان د نیواک(اشغال: ۱۹۸۹-۱۹۷۹) سره هم مانا دی. د ده د واکمنۍ په مهال (۱۹۸۶-۱۹۷۹) پـه افغانستان کې د وګړشمیرنې کمـپین پیل شو د دې لپاره چې د پښتون ولس په وګړشمیرنه کې تقلب وکړي. د دې لپاره چې په اسانۍ سره په وګړیـزواقعـیتونو کې لاسوهنې وکړي، ډیر ځلې به یې  له وګړو نه دا پوښتنه کولهبه کدام لسان مسلط استید؟»( شــخصي معــلومات چې دهغــه مهــال د واکــمن  سازمان « د افغانستان د  خلکو د دموکراتیک ګـوند» د مرکزي کمیټې یو غـړي را سره شـریک کړي وو- زیرکیار). ډیر پښتانه په پښتو او دري(فارسي) غـږیـږي او دغه کفایت پر ځان د پښتنو اعتماد منعکسوي. پورتنئ پوښتنې ته(به کدام لسان مسلط استید؟د پښتنو جوابونه چې په ځان اعتماد پکې پـروت دی، په ماهـرانه ډول داسې کنټرول شوی وو چې د پښتنو واقعي شمیر پټ کـړي او د دغــه چل ول لــه لارې  پــه افغانستان کې د تاجکـانـو شمیر جـګ کـړي. پــه دې ډول ، د شــوروي - طلبه کا رمل  د سرشمیـرنې ټـیمونو د پښتنو قـومي هویت یرغمل کړ. د کارمل د ډلې جنرالانود احمد شاه مسعود پلویان شول او مرسته یې ورسره وکړه چې د ۱۹۹۲ زییز په  اپریل کې یې  د قدرت په ګدۍ کښینوي او له دې لارې  په اغیزمن ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان شـڼـډ کړي. په پایله کې، دې ماهرانه غبرګون ( ایتلاف) چې په قـومي او ژبني هویت را چاپیر و، «دوهمې سقاوۍ» ته لار پرانستله چې په انارشۍ (ګډوډۍ) او داخلي جنګ(۱۹۹۶-۱۹۹۲) چلیدله.

په دې پوهیدل مهم دي چې د بین المللي اړیکـو او نړۍ وال سیاست اکاډیمیک منظره یقیناَ د اساسي شکلي بدلون سره مخامخ شوې ده. بلاخره شوروي اتحاد د مړینې په کټ کې پروت و او باید  یو نوې تنظیم را پورته شي ، د دې لپاره چې رامنځته شوې اوښتنې توضیح کړي او د راتلونکو سیاست سازیو لپاره مخلید انځور کړيکله چې د ۱۹۸۹  په فبروۍ کې له افغانستان  نه  شوروي پوځونه ووتل،د دې سره جوخت د اسلام او منځني ختیځ د تاریخ د نامتو پوهاند برناډ لویس له قلم نه په ۱۹۹۰ کې «د مسلمانانو د غضب جرړې» په سرلیک لیکنه راووتله او ورپسې په ۱۹۹۳ کې د سیاسي علومو د وتلي پوهاند سامویل هنـټیـنګټـن لیکنهد تمدنـونو ټکر»)راووتله چې درې کاله وروسته په ۱۹۹۶کې په عین سرلیک د کتاب په بڼه خپره شوه. عموماَ لویدیز اسلام (رسماَ افراطي اسلام) د «نوي کمیونیزم» په بڼه ومیند. د دغه ډول سیاسي ذهـن په ډکون کې،   د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا د نړۍ والو حقیقتونو په کتاب کې  دافغانانو په قـومي او ژبـنیو احصایٔیو کې لاس وهنې تفسیرولی شو.

د امریکې مرکزي استخبارات  د هر کال په جولای کې «د نړۍ د حقیقتونو کتاب» خپروي. زه غواړم چې د پښتنو او د دوی د ژبې  د احصایٔیو موضوع توضیح کړم. لکه چې پوهیـږو، پښتون- دښمنه شمالي ټلواله د پرچمي ببرک کارمل د کمونستانو په مرسته، د ۱۹۹۲ په اپریل(۱۳۷۱ثورکې په کابل کې قدرت ته ورسیدله. له دې پیښې نه څه کم درې میاشتې وروسته، د امریکې مرکزي استخباراتو خپل  د نړۍ د حیقتونوکتاب د جولای په میاشت کې خپور کړ. په دغه کتاب کې د لومړي ځل لپاره د اکثریتي پښتنو او د دوی د ژبې  شمیرنې  په ارته کچه رالویدلې وې: ( له ۵۰ ٪ وګړو نه ٪۳۸ وګړو ته) او د پښتوژبې سلنې له ۵۰ ٪ نه ۳۵٪ ته راټيټې شوې وې. ولولئ:

Zirakyar, 2009, and Richardson, 2009, p. 275

د سي.آې.أې له  خوا  په افغانستان کې دغیـر- پښتون لږکیانو د وګړو د شمیر پـړسول او په مقابل کې  د  ډیرکیانو پښتنو د شمیر راټیټول څه هدف لري؟ د امریکې د مرکزي استخباراتو او د شمالي ټلوالې تر منځ غځیدلې او پالل شوې اړیکې په دې دلالت کوي چې دواړه خواوې د پښتنو او د دوی د ژبې د احصایٔیو په  راټـیټـولو کې  د یـوبل همکارۍ تــه اړتیـا لـري. د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو له خــوا  دا سنجول شوی او ځان- ګټی  کوښښ چې د ډیــرکیانو پښتنو ټـولنیزـ ژبنــئ شمیرنې راټیټې کړي د عامه اړیکیو(پبلیک ریلیشنـز) د چل(دسیسې) څرګندوی دیدهغه چل چې د ناروا جنګ په ملا تړ راچاپـیـر دی، او د مشروع جنګ پرتوګ وراغـوندي. په بله وینا، د دغه چل تنسته داسې غځول شوې ده چې په افغانستان کې اکثریت(یانې غــیر- پښتون اقــلیت) د اقلیت(یانې  پښتون اکثریت) له تش په نامه ستم نه خلاص کړي. دې ډول  احصایٔیوي- روحي عملیاتو د واشنګـټن سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې اکثریتي پښتون قوم محروم او اجنبي کړي. په دې ډول د امریکې د مرکزي استخباراتو(سي.آې.أېد نړۍ دحقایقو په کتاب» کې یې په افغانستان کې  د پښتنو د شمیر کچه له اکثرتي مقام نه  غټ اقـلیتې ګروپ ته راټیټه کړه.

دوه  ډاډوړ افغان پوهانو چې د نومونو ښودل یې لازم نه دي، ما(زیرکیار) ته وویل چې درې  سـړي د پښتنــو د احصایٔیو د راټیــټولو په عملیه کې «دخـیل» وو، یانې لاس یې پکــې لاره: دوه تــنه(ر.فاو  ا.ا.) غیر-پښتون افغانان دي چې هر یو یې د داکترۍ علمي درجه(پي. ایچ. ډي) په ژبـپوهنه کې لاسته راوړې دي. دریم سړی(ی. ت.)د افغانستان په چارو کې یو امریکا یي چار پوه دی چې د « زل» سره ښې اړیکې لری. په دوه  غیر-پښتون افغان ژبـپوهانو کې یو یې (ا. ا.) د امریکې په دفاع وزارت کې ژباړن او د (فارسي؟) ژبې ښوونکی دی  او هغه بل یې د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې یو لوړ رتبه مامور و. دواړو د مسعود- رباني د رژیم (۱پریل ۱۹۹۲-سپتمبر ۱۹۹۶سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. دا معلومات یو ځل بیا زما ادعا کوټـلې کــوي چې تور بي بي (سي.آې.أې) او د مسعود- ربانــي رژیــم د ډیره کیانو(اکثریتي) پښتنــو د شمــیرنو پــه راټيـټولو کې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لرلهمسعود او د ستمي ممبر خادمانو یې له پښتنو نه، په تیره له پښتو ژبې نه  کرکه لرله، ځکه چې پښتو د دې جوهر لري چې د یو دولت  او یو هیواد په څیر د افغانستان ملي پـیژاند (هویت) خوندي کړي. په يو پښتو متل کې راغلي دي چې :ملــنــګ مـــه وژنــه، کچکــول ور نــه واخـــله

ښکیلاک (استعمار) نه یوازې ښکیل شوی ولس د خپل  برلاسي ښکیلاکګـر کلتور د اداره چیانو له لارې په ولکه کې ساتي، بلکې په غیر مستـقـیم ډول يې د ښکیل شوي کلتور د مطیعـو غړو د استعمالولو له لارې هم څارنه کوي. کلونیالیزم او امپـریالیزم دواړه په غټه کچه یو بل ته ورته دي، بلکې یو بل پیاوړی کوي هم: د دواړو شاتـه  هڅه ونکې قوه داده چې له ښکیل شــوو یا په ولکــه کې ساتل شوو ولسونو نه ګټه واخلي. مسعود د مشکل کـــشا په څــیر پــه افغــانستان کې د شــوروي اتحاد،ایران، او  دامریکې د سیاسي اجندې لپاره کار ورکړ

په امریکه کې زیـږیدلی ایریک مارګولیس یو تجربه کار ژورنالیست، لیکوال او معتدل جمهوري  پـلوه سړی دی چې په غټه کچه د منځني ختیز، سهیلي اسیا او اسـلام په اکله لیکنې خپرويپــه ۲۰۰۹ کې هغه دې پایلې ته ورسید چې امریکه په افغانستان کې  سوله او استحکام نشي تامینولی خو داچې ډیرکي پـښتانه (۵۵٪) په خپل هیواد کې د حق څښتنان شوي وي، یانې «د طالبانو سـره دې» چې د «پښتون ولس یو برخه ده نیغـه معامله وشي».

لانــدې لښتـلـیک ( جــدولپه افغانستان کې هغـه قـومي او ژبنئ شمیرنــې ښــئ چــې ارواښــاد اکاډ یمیـسن عـبـد الشکور رشـاد د خپل عکس العمل په څیـر د سي.آې.أې. دحقایقو د کتاب د شمیرنو په ضد راټــولې کړې  او خپرې کړې وې،  ځکه چې هلتــه د سـي.آې.أې په ذکــر شــوو شمیرنـو ( ۱۹۹۲په جولای) کې  د لومړي ځل لپاره   دپښتنو احصائیې له اکثریت نه غـټ اقلیت ته راټیټې شوې وې. جولای ۱۹۹۲ هغه مهال و چې نږې درې میاشتې وړاندې  د همدغه کال په اپــریل کې په کابل کې تاجکطلـبــه رژیــم  رامنځته شــوې و. د اکاډیمیسن عبد الشکور رشاد  لښـتـلیک پـه لانــدې ډول دی

Title of Book

د کتاب سر لیک

Author

د لیکوال نوم

Date and Place of Publication

کال او خپـریـد ځای

Percentage of Major Ethnic Groups

د  غـټـو قـومونـو سلــنې (٪)

Pashtun

پښتون

Tajik

تاجک

Hazara

هزاره

Uzbek

ازبک

Afghanistan Prof. M. Ali 1955 Kabul 60 20    

Afghanistan Max Clumborg 1960 60 30 3 3

The National Languages of

Afghanistan Prof. Aslanov 1964 USSR 60      

The World of Geoethnology M. Mahjub Yawari 1987 (5th Ed.) Iran 60 20 5 5

World’s Largest Languages McKenzie 1987 Europe 55-65      

History and Establishment of

Afghanistan Abdul Azim Walyan 1987 Iran 70 13    

Fundamentalism Reborn?

Afghanistan and the Taliban William Maley 1998 London 62.73 12.4 9 6

Afghanistan Federal System M. Enam Wak 2000 Pakistan 62 12 9 6

The World Almanac Primedia 2000 USA 38 25 19 6

Copyright www.hewad.com

سمـون

له کیڼې خوا نه د پورتني لښتلیک په دوهم لړ کې دوهم نوم ته پام وکړئ: د افغانستان په اړه  د جرمن- ژبي اطریشي چار پـوه فامیلي نــوم (تخلص) سـم نه دی ښودل شوی(کلَمبورګ). روغ شکل یې (کلیمبورګ) دی. مَکس کلیمبورګ خپلې لوړې زده کړې د هنر په تاریخ او قوم پوهنه کې بشپـړې کړې دي. ما (زیرکیار) نږدې ۴۰ کلونه وړاندې  د مَکس کلیمبورګ یو وتلی کتاب په دې سرلیک لـوستلی و

Max Klimburg, Afghanistan: Das Land im historischen Spannungsfeld

Mittelasiens, 1966.

زه پــه دې ډیــر ډاډه یم چې دا بـه هغه کتاب وي چې په پـورتني لښتلیک کې یې  لـڼـډ سر لیک راغلی دی. اوس به  نوروهغو لویدیزو چینوته راوګرځم چې د افغانستان وګړشمیرنوته پکې ګوته نـیول شـوې ده

په نورو لویدیزو چینو کې د افغانستان د قومي شمیرنو اټکلونه

ګل جانان ظریف د خپلې ډاکترۍ په علمي کتاب کې (۱۹۷۲دیته ګوته نیولې چې له ۱۱ تر ۱۲ ملیون افغانانو نه د  نږدې نهه میلیونو مورنئ ژبه  پښتو ده. ایچ.ایف شورمن اټکلوي(۱۹۶۲) چې پښتانه لږ تر لږه د افغانستان دوګړو نیمایي بره خه جوړوي. دغه شان ډي.اِن. ویلبر لیکي(۱۹۶۲) چې پښتانه د افغانستان د وګړو( ۵۰٪تر۶۰٪ ) جوړويد افغانستان لپاره د سیمې په کتاب کې( ایریا هنډ بُک فور افګانستان، ۱۹۷۳، څلورم چاپ) له ۱۶ میلون افغانانو نه له « اته میلون» نه زیات  یې  پښتانه دي. د مګنوی او نبي(۱۹۹۸) د کتاب له مخې، په افغانستان کې پښتانه « خورا مهمم او ښایي خورا غټ قومي ګروپ جوړوي....معیاري اټکل دا دی چې [ دافغانستان] د وګړو ٪۴۰ تر ٪۵۰ » پـښتانه دي. د نړۍ د کلتورونو پوهـنامه(دایــرت المعارف، دریم ټوک، ۱۹۹۲)داسې اټکلوي چې پښتـنو له جنګ نه په وړاندې افغانستان کې«٪۵۰تر ٪۶۰» وګړي لرل. دیـربشایر او دیربشایر(۱۹۹۶) کاږي چې پښتانه د افغانستان« د ټولو وګړو ۵۴سلنې[۵۴٪] جوړوي». د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري« یا  فارسي» دي چې « په ترتیب سره د وګړو ۵۲٪ او ۳۰٪ پرې غږیـږيفرید زکریا د په امریکه  کې په سي.اِن.اِن. نومې ټلویژن کې د بهرنیو چارو مهم اووه نیز پروګرام چلوي چې جي.پي.ایس.(نړۍ وال عامه واټ) نومـیـږي. زکریا په افغانستان کې د ملګروملتونود پخوانی استازي پیتر ګلبرست سره په خپله مرکه کې وویل چې پښتانه د افغانستان دوګړو «اکثریت، ۵۰٪» جوړوي( ۱۱ اپریل ۲۰۱۰).  ارنولډ هغه امریکایي استخباراتي مامور و چې په افغانستان، جرمني، سویډن، برما، جاپان او انګلستان کې موظف  شوی و، او بیا په ۱۹۷۹ کې متـقاعد شو. دغه  امریکایي استخباراتي مامور په خپل کتاب(۱۹۸۳:مخ ۲) کې لیکي چې پښتو په افغانستان کې « د نـږدې  ۵۵٪ وګــړو اصلي، بــومي ژبه دهخو سره له دې، ارنــولډ په افغانستان کې  یــو بــرلاســي او« نااشنــا» واقعــیت ته زموږ پام راګرځوي چې په خپل هیواد کېکه څه هم پښتانه د وګړو لـــه  نیمایي  نه غــټه برخه جــوړوي، ژبـــه یــې مغـلوبه ده».

 

نیراپ او سیکیـنس(۲۰۰۱) کاږي چې په افغانستان کې وګړشمیـرنې پــه غـټه کچه پـه  اټکلونو ولاړې دي. په افغانستان کې  لومــړئ او «خــورا علمي دمـوګرافـیک[جمعیتي] څــیـړنه» پـــه ۱۹۷۴-۱۹۷۲ زییز کې تر سره شوې وه. دغې سروې(څیـړنې) چې  دافغانستان د حکومت په هــمکارۍ سره د امریکې د بـین المللي پرمختیا  د ایجنسۍ لپاره د نیویارک د دولتي پوهنتون له خــوا پلې شـوې وه، لس عـشاریه آتـه(۱۰،۸) میلیون ځای په ځای شوي(مقیم، دایمي)وګړي يې اعـلان کړل. خو د کوچیانو شمیر یې ونه ښود. د کوچیانو شمیر ځانله څه د پاسه یو ميلیون اټکل شــو(مخ ۹۹).  په همــدغه مخ کې راغلي دي چې په ۱۹۹۵ زییز کې د افغانستان د وګړو شمیر اتلس عـ-شاریه څلور (۱۸،۴) میلیون اټکل شوی و. یـو څو مخونه وروسته، موږ په ۱۹۹۶زییز کې د وګـړو دشمیر یو بل اټکل لوستلی شو: «نـږدې» څلویـښت سلنې(۴۰٪) افـغانان پښتانه ووپــاتي نور په پـرله پسې ډول ۲۵،۳٪ تاجکان، ۱۸٪ هزاره ګان، ۶،۳٪ ازبکان، ۲،۵٪ ترکمنان وو، اود نــورو پاتی ډیــر کوچنیـو قـومي ډلو انـدازه ټول ټال اووه عشاریه نهه سلنو(٪۷،۹) ته رسیدله چې یوه سلنه (۱٪) قـزلباشان هم پکې راغلي وو( مخ ۱۰۴). په همدې مخ کې د ۱۹۹۵ زیـیز لپاره د پښتنو د شمیر یوې بلې اندازې ته پام وکړئ:د «خورا ستراو رواجاَ په سیاسي لحاظ خـورا قــوي قومي ګروپ»یانې د پښتـنو شمیر په ۱۹۹۵ کې «په اټکل سره لس عشاریه یو» (۱۰،۱) میلیون و(مخ ۱۰۴). که موږ دغه اټکل شوې شمیر(۱۰،۱میلیون) د ټولو وګړو په شمیر یانې په ۱۸،۴ میلیون وویشو، د پښتنو شمیر به نـږدې ۵۵٪ ته جګ شي

10,100,000 ÷ 18,400,000= 0.5489=55% Pashtuns

نور خو لا څه کوئ چې د امریکې د مرکزي قواو جنرال ټامي فرانکس چې په اکتوبر ۲۰۰۱ کې  د افغانستان او په مارچ ۲۰۰۳ کې د عراق د یرغلونو مشر و، په خپل کتاب کې په «اکثریتي پښتنو»( میجوریټي پشتـونز) غـږیـږي(لاندې ووینئ).

اوس به یو څو فرانسوي چینو ته هم وکسو: په« اینسیکلوپیدیا دې لاګورا» (۲۰۱۳) کې پښتانه ۳۸٪، پښتو ژبه ۳۵٪، تاجک ۲۵٪، «افغان فارسي»(دري۵۰٪، هزاره ۱۹٪، ترکمن ۱۱٪ اټکل شوي دي. په «لی پیتیت لروس» (۲۰۱۱) کې پښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۰٪ ګڼل شوي دي. په «لا روس اینسیکلوپیدیک» (۲۰۰۷) کې هم پښتانه ۴۰٪ کڼل شوې دي. د «و.ن.ګد پروګرام (د سبا افغــانستان) له مخې چې په ۲۰۰۱ کې رامنځته شوی و، پـښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۲٪،ا و هـزاره ۹٪ اټکل شوی وو. په «اتلس ایکونومیک موندیال» (۲۰۰۰) کې پښتانه ۳۸٪، تاجک ۲۵٪، او هزاره ۱۴٪ اټکل شوی وو. زه (زیرکیار) له ډاکتر عثمان روستار تره کي نه منندوی یم چې زما سره یې د پورتنیو فرانسوي چینو وګړ شمیرنې شریکې کړې(۱۳ مارچ ۲۰۱۳). د افغانستان د قومي او ژبنی  جوړښت  د شمیرنو لپاره د فرانسې په  دریځ باید نوکې رڼـــا واچـــوم: دغــه شمــیرنې په افغانستان کې د یوې  پښـتون- ضد ډلګــۍ او د هغــې د تـش پــه نامـه« افــسانوي» کوماندان مسعود  سره د فرانسې د حکومت کلک تمایل ښئ. د افغانستان لپاره  په پورتنیو  فرانسوي احصایٔـیو کې هغه پښـتون- ضـد دریځ څـرګندیـږي چې د۱۹۹۲ له  جولای را هیسې د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو په کلني کتاب کې یې تنسته غځول شوې ده. د دغــه ورته والــي دلیــل دادی چې پخــوانئ ښکیلا ک ګره (استعماري) فــرانـسه او اوسنــئ امپریالیستي امریــکه دواړه د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ مخــرج لــــريسیـاسي ګـوډاګـی احمد شاه مسعــود. نــوموړي د دې جـرأت لاره چې په  ښکیلاکګــرو او امپـریالیسـتي قـدرتــونو (شوروي اتحاد/روسیې، فرانسې، او امریکېاو پـه فارسي- ژبــي ګاوڼـډي  ایـران بانـــدې  بې لــه کـوم  تبعــیضه د افغــانستان خــپلواکي، حاکمــیت او د خــاورې بــشـپـړتیا لــیلام کــــــړي.

زما په اند، له ۱۹۹۲زییز وروسته به بـرتانوي او جرمني چینو هم د افغانستان د ټولنیـز- ژبني ترکیب لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو احصایٔیوي قالب کارولی وي

 

د دې لپاره چې په افغانستان کې  راتوږل شوې (مصنوعي) وګړشمیـرنې ناچله وښیم، دیته اړتیا لرم چې «دافغانستان لپاره د واک موسسې»  مفصله څیـړنه او معلومات وړاندې کړم. دلیل یې دادی چې تر اوسه پورې د وګړشمیـرنې او قومي ترکیب  د شننې (تحلیل) او سروې  دې پروژې په افغانستان کې خورا معتبر او  اصیل سند وړاندې کړی دی

د افغانستان د قومي او ژبنیو ډلو لپاره د واک موسسې احصایٔـیې

د لاسـوند(سند) په څیر، «دافغانستان قـومي جوړښت» هغه ۲۵۵- مخیز کتاب دی چې  د شپـږ کلنې څـیـړنې اوسروې د پروژې په اوږدو کې رامنځته شوی دی(اپریل ۱۹۹۱- جولای ۱۹۹۶). د غــه تحقیقي او څیـړنیزه پروژه په پـیښور(پښتـونخوا )کې د تاسیس شوې « واک مـوسسې» په لارښودنه بشپـړه شوه او نتیجه یې په ۱۹۹۸ زییز ( ۱۳۷۷لمریز) کې خپره شوه. واک موسسه په مالي لحاظ په ځان متکي ( سیلف فنـډینګ)سازمان دی. انجنیر محمد انعام واک چې  د واک موسسې موسس او مشردی ، په خټه تـریـن- پښتون افغان دی، د ننګـرهار ولایت د سره رود  په سیمه کې  په ۱۹۵۴زییزکې زیـږیدلی دی، او د کابل پـوهنتون د جیالوجۍ له پوهنځي نه فارغ شوی دی. محمد انعام واک څوکتابونه په خپله مورنئ ژبه پښتو کې خپاره کړی دي. هغه مهال چې په ایران کې یې کار کاوه، هلته یې  دوه کتابونه په فارسي هم خپاره شوي دي. «په افغانستان کې د قومي جوړښت » کتاب تر نن پورې  د احصایٔیوموثـق او معـتبر اثر دی

په ۲۰۱۲ زییز(۱۳۹۱ لمریز) کې په کابل کې «اریانا دایرة المعـارف» د قـومي جوړښت شمیرنې خپرې کړې چې د واک موسسې د شمیرنو سره یې اړخ لګاوه: پښتون دوه شپـیته عشا ریه درې اویا سلنې(۶۲،۷۳٪)، تاجک دولس عشاریه اته دیرش سلنې (۱۲،۳۸٪)، هزاره نهه سلنې (۹٪)، ازبک شپـږ عشاریه لس سلې (۶،۱۰٪)،ترکمن دوه عشاریه نهه شپـیته سلنې (۲،۶۹٪)، او نور. مـیـرمن ثـریا پوپل چې اوس په کابل کې  د علومو د اکاډیمۍ مشره ده، پورتنئ قـومي  جوړښت یې په ولسي جرګه کې اعلام کړی و. په اریانا دایرة المعارف کې داسې راغلي دي: «دافغانستان ملی اتنیکی جوړښت چې په دې وروستیو کې څرګند شوی او په لاندې ډول وړاندې کیـږي: پښتانه ۶۲،۷۳،  تاجک ۱۲،۳۸ ،هزاره ۹،۰۰، ازبک ۶،۱۰، ترکمن ۲،۶۹، ایماق ۲،۶۸ ....»، اریانا دایرةالمارف، مخ ۴۵۵

د واک مـوسسې د  طریقه پوهـنې(میتودولوجي) اعـتبار

د واک موسسې د تحقیقاتو اعتبار په مفصلو او دقــیقو هڅــو ولاړ دی. د افغان ټولنې د کلتوري نازکیو اود ټولنیـز- قومي نظم پـيژنـدنه، او د  کافي وخت لرل  چې نتیجې لاسته راوړي د دغې تحــقیــقي پــروژې ځانګــړ تیا وې دي.

له څـیـړنې نـه وړانــدې  د افغـان پـوهانــو،روڼ انــدانو، عـزتمندانو، پخوانیو دولتي مامورانو، ښوونکو، او دیني او ولسي مشرانو سره د پروژې په اړه مشورو،  بحثونو او د هغوی نظریو ته غـوږ نـیول د پــروژې د بــریالــیتوب په لوري  مهم ګام ودغو بحثونو، نیـوکو او لارښودنو د تحقیقاتي ټـیم د غـړو افـق ارت کړ چې د ځاییزو ټولنو ټولنیزو- کلتوري معیارونو(نورمونوته درنـــاوی وکــړي او د اعتماد په چاپیـریال کې خپله تحقیقي پروژه پـرمخ بوځي. د تحقیقاتي ټـیم غړي د مسلکي کسانو/چارپوهانو له خو روزل شوي وو. سر بیره پر دې، د ۱۹۹۱ زییز په پیل کې سریزه (مقدماتي) سروې په ایران (تهران او مشهد) کې او د پښتونخوا په پیښور او کویټه کې د کــډوالــو افغانانــو په منځ کې پلې شــوې وه. دغه ډول سریزې/ازمایـښتي مرکې د ۱۹۹۱ په لومړیو وختونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د پـوهـو خلکو سره هم شوې وې. دا سروې د حـوزې په کچه پـیل شوه او ښکته کلي ته ور وغځیدله. واقعي سروې په افغانستان کې په غـټه کچه  د ولــسوالۍ په ســویه خو په ځینو ځایونو کې د کلي په سویه هم پلــې شوه ( مې ۱۹۹۱ تر سپـتـمــبر ۱۹۹۶).  د واقعــي سروې په مهال، د تحقــیقاتي ټـیــم ځینې غړي په ۱۹۹۵زییز کې روسیې او د مرکزي اسیا هــیوادونو ته لاړل. د دغه سفر موخه(هدف) دا و ه چې هلته د میشتو افغانانو سره د افغانستان  په شمالي ولایتونو کې د مقدماتي سروې معلومات (ډاټا) شریک کړي  او نظر یې معلوم کړي. ځینې مرکې چې د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د میشتو افغانانانو سره شوې وې،  واک مــوسسه په دې  قانــع کــړه چې د افغانستان په ځــینو شمالی ولایـتـونو (لکه بغلان، سمنګان او بلخ)کې خپله سـروې تکـرار کړي. د ۱۹۹۶ په لومـړیو کې  د  دغـو ولایتونو  په  یو څو ولسوالیو کې  سروې(څیـړنه) بیـا اجرا شوه

 

نانــسي هاچ دوپـرې (چې  د امریکې د یو نامتو افغانستان پیـژندونکي پخواني  پــوهــاند لویٔــیس دوپــرې مـیر من ده) د واک موسسې له خــوا« د افغانستان د قـومي جوړښت» د کتاب (۱۹۹۸= ۱۳۷۷لمریز) په اړه په  خپله بـډیـره (تقـریظ، حمایت) کې داسې لیکلي ديډیـر لږ لیدل شوی چې افغانانو به د دغسې اریـانوونکې موضوع سره عـلاقــه ښودلې ويله همدې امله میـرمن دوپرې محّمد انعام  واک ته شابسی وایي چې«په دې مهمه هـڅه کې مخکښ دی»( ۱۱ جون ۱۹۹۸، یونیورسټي ټاون، پیښور). په پښتو کې  دغـه ۲۵۵- مخیز کتاب په لڼډه بڼه  په انګریـزي ژبه کې په پـــیښــور کې خــپــور شو (جــولای ۱۹۹۹) چې وروستنئ نسخه یې د میرمن نانسي دوپـرې لــه خــوا کتل  شــوې(ایـډیټ) وه

د محّمـد انعام  واک د وژنې هـڅه: ۱ جون ۲۰۰۰

د واک موسسې اغیزمنتیا ته  د  دوه رژیمونو دسیسه سازانو دخطر په سترګه وکتل: په کابل کې دمسعود- رباني رژیم او په پاکستان کې پنجابمسلط  حکومت. د دې لپاره چې د دغې مهمې موسسې زړی وچ کړي، د پاکستان  پنجاب- مسلط  حکومت او په کابل کې  د مسعود- رباني رژیم به د واک موسسې د موسس او مشر محّمد انعام واک د وژنې هڅه کړې وي

پــه ۱۹۹۸زیـــیز(۱۳۷۷لمریـــز) کې   په پښتو کې «د افغانستان قومي جوړښت» له چــاپیــدا (زییز۱۹۹۸=۱۳۷۷لمریز) نه وروسته، په جولای ۱۹۹۹ کې په  دغه سرلیک کتاب په لـڼـډه انګریزي بڼه هم خپور شو. د واک دریم کتاب «فدرالیزم په افغانستان کې»په ۲۰۰۰زییز کې خپور شو. په دې  کتاب کې لیکوال د غیرقانونی، بې اتباره او نامشروع «ډیورند لایـن»(۱۸۹۳) په دواړو خواو کې د پښتنو د یووالي  موضوع راولاړه کړې وه. په پیـښور کې میشتې افغان چینې په دې باور دي چې درې ذکر شوو کتابونو د پاکستان استخبارات او مسعود قهرجن کـړي وو. د شمالي ټــلوالې مشر مسعــود درې شیان نــشو زغــملی: (۱) د افغانستان پښتون هویت، (۲) په افغانستان کې د پښتون وګــړو اکثریتي شمیر (څه د پاسه ۶۲ ٪)، او (۳) د ویـشل شـوو پښتنو یووالی ته اړتیا. د پښتنو د یووالي استدلال د پاکستان استخباراتو ته کړاو راپورته کړې وه. د دغه ډول دریځــونـو په رڼا کې ســړی داسې استــدلال وړانــدې کولی شي چې د محّمد انعــام واک  د وژنې پــریکړې ته بــه د ده درې ذکــر شوو کتابونو لارپرانستلې وي. د کار لپاره له خپل اوسید ځای نــه د وتلــو په مهال، د ۲۰۰۰زییز د جون په لومړۍ  په واک  باندې په پیښور کې د خپل اوسیدځای د دړې (دروازې) په مخکې د نامعلومو ټـوپکیانو لخوا برید وشو: دوه مړدکي یې په کـیڼ مټ او یو یې په خیټه ور ننوتل. واک دوه سړي د خـپل استوګنځي په دوه مخکې ګــوټـونو کې ولیدل. کله چې په پیښور کې  له روغـتون نه رخصت شو، ناروې لومړئ هیواد و چې واک د کــډوال په څیــر ومنــي

د محّمد انـعام واک د وژنې په هـڅه کې د پاکستان د استخباراتو په کچه د مسعـود د لاس  لـرنې احتمال غـټ دی. سربیره پر دې، د پاکستان استخبارات مسلکي قاتـلان لري او دوی ځانونه ډاډه کوي چې په نخښه شوې انسان ژوندی پاتی نـشيدا واقعیت چې محمد انعام واک   د ټوپکیانو له بـرید نه ژوندې راووت، د مجـرمانو (ټوپکیانو) بیـړه په ډاګه کوي چې په ګړندي ډول وتښتي  د دې لپاره  چې ځایـیز پولیس یې ونـشي نیولی. که چیرې دغه مجـرمان د پاکستان د استخباراتو سړي وای، هغوي به ځانونه ډاډمن کړي وای چې د محّمد انعام واک ژوند پای ته ورسوي مخکــې له دې چې د جنایت له صحنــې نه ووځي ځــکه د دې پـروا  یې نـه لــرلــه چې ځایـیز پــولیس بـــــه یـې ونیســي

واک مـوسسه تـیرې وګـړشمیـرنې د نیـوکې لانـدې نـیسي

د دې واقعیت پر بنسټ چې افغاني ټولنه ګـډوله( نامتاجانسه) ده، واک موسسې په لاندې دلیلونو د تیرو وګړشمیرنو را ټولـونې د نیوکې لاندې نیولې دي

لومړی، په افغانستان کې په تیرو وګړشمیـرنوکې  د قومي او ژبنیو ګروپـونو تر منځ توپیر نه و شـوی. د بیلګې په ډول، په هرات کې فارسي(دري)ژبي پښتانه د تاجکانو په تول کې تلي ووفارسي ویونکي هزاره ګان په قـومي لحاظ هزاره ګان دي، نه تاجکان. په افغانستان کې د شاهي کورنۍ غړو به په خپله راشه درشه کې فارسي(دري) کاروله، خو هغوی به محّمد زایي پښتانه ګڼل کیدل، نه تاجکان. پښتني ټولنه په غټه کچه قـومي ده اوپیـژاند یې هم په غټه کچه د قوم  له لارې خوندي کیـږي. که موږ افغـان ټولنه  د یو نارنج سره پر تله کړو، ژبه د نارنج د پوټکي  په شان ده، خو د پوټکي په منځ کې خـوندي شوې برخې بیلا بیلې دي او بیلا بیل قـومونه او قـبیلې  تمثــیلوي. په افغا نستان کې د ژبني پیژاند (هویت) او قومي پیژاند د ګډولو (مخلوطولوله لارې  د قومي سلنو (فیصدیو) ټاکل د دې مشکل سبب ګرځي چې د  قـومي پیژاند اندازه وټاکل شي. د دې  مانا داده چې تاجک قـومي پـیژانـد  نه دي، بلکې یـو نا مشخص ژبـنئ پیـژاند دي( ډیفالټ لــینګـویــستیک آیـډنـټـيـټي). پایله  داه چې په پښتو نه پـوهیدونکي/یا پښتــو نه ویــونکي پښــتانه، د تاجــکو په تـول کې تلـلی وو. فارسي/دري ویونکـو پښتنو خپل کلـتوري پــیژانــد  د نـږدې اته ســلنو (اووه عشاریه درې اویا سلنو/فیصده: ۷،۷۳٪) په کچه تاجکانو ته پریښود. په بله وینا، په افغانستان کې په سلو کې نـږدې اته پښتانه فارسیوان/تاجکان شوي دي یا فارسیوان/تاجکان پښتانه  دي. پښــتانه په قــومي لحاظ، د افغانــستان د وګــړو دوه شـپیـته عــشاریه درې اویــا ســـــلنــې (۶۲،۷۳٪) جــوړوي، خــو په ژبـني لحاظ پنځه پنځوس سلنې (۵۵٪). بیا هم  وینو چې پښتنو د واک موسسې  د وګړشمیرنې د سروې د بشپـړیدا په کال (۱۹۹۶) کې  په قـومي لحاظ او دغه شان په کلتوري لحاظ هم  د افغانستان د ټولو وګړو (۱۷۹۱۸۴۵۴) اکثـریت جوړ کړی دی

دوهم، کوچني قومي- مذهبي لږکیان(اقلیتونهلکه اسماعیلي تاجکان او شیعه قـزلباشان د هزاره ګانو په تـول کې تللي دي. په دې  ډول، د هـزاره ګانو شمیــر جګ شود افغانستان پـه اکــله د امــریکي نامتو متخصص پـوهاند لویس دوپـرې (۱۹۸۹-۱۹۲۹ زیـیر) تـیمـنیان په ایماقـو کې شمیـرلي دي. خو هغوی اصلاَ پښتانه دي، نه ایماق. دغه  شان،  په هـرات کې  د فــارسیــبانـانو (فارسي- ویونکو خلکو) ستره برخه پښتانه دي، او یو څه یې ایماق دي

دریـم، په افغانستان کې د ژبې او قـوم  ګـډوله کول( مخلوطول) دوګـړشمیرنې لپاره روغ کار نـه دی. دا روغه ده چې افغان فارسي(دري) د تاجکانو ژبه ده. خــو دا د دې مانــا نــلـري چې ټـول فارسي- ویونکي افغانان دې په هـډ تاجکان وي. په دې اړوند کې  کوټلې پوښتنه داده چې ولې غـیر- تاجک افغانان دیته ترجیح ورکوي چې په خپله راشه درشه کې دې له  فـارسي(دري) نـه کارواخلي؟ د دې وضعې غټ دلیل دادی چې فارسي(دري) د دربار، ادارې، تجارت، مطبـوعاتـو ، او دغــه شان په غــټه کچه د  ښــوونې او پـوهــنې ژبــه وه

څــلـورم، پښتو ژبه په خپل هیواد کې له ټولنیز اتبار او شهـرت( سوشَل پریستیـژ) نه محــرومـه وه، ځکه چې په هـډ پـښتنه شاهي او واکمنه کورنۍ هڅه ونکړه چې پښتو زده کړي، ویې لیکي، ویې لــولي او پرې وغـږیـږي. له همدې امله پـښتو یوه هــیره شوې، غـفلت وهلې  دوهمه درجه ملي ژبـه شــوه. که پاچــا اود کــورنۍ غــړو یې په پښتو کې راشه درشه نه کــوله، ولــې به د  دولت لــومړي وزیر، وزیران، د پوهــنتون استـادان ، د پارلمان غـړي، جــنرالان ، دپــلوماتـان ،والــیان، مطـبوعات ، تجارت،...او عــوام دیته اړتیا ولري چې پښتو د راشې درشې د   لــوښـي (وسیلې) پـه څــیر وکاروي. عـملاَ، پښتانه د دې ارمان له ډکولو نه محروم شوي وو چې په خپل هیواد افغانستان کې د قدرت مقامـونو ته ورسیـږي، خـو داچې فارسي/دري یې زده کـړې وي او لیکل او لوستل پرې کولی شي. په عمل کې د پښتو مخه نیول شوې وه چې ټولنیز اتبار او شهرت  یې په برخه شي او د سیاسي اقتصاد قلمرو ته ورننوځي. پښتو خپل ټولنیز اتبار او شهرت ته د رسیدلو لپاره له- پاس- نه- کښته حل(ټاپ- ډون  سولوشن) ته کلکه اړتیا لـرله او لـري یې. د غه ډول حل پښتوته د دې زمینه برابروي چې د سیاسي اقتصاد په چـوکاټ کې یو اغـیزمن شـریک  شـي. پښتون شاعـرـ فیلسوف ګل پاچا الفت(۱۹۰۹- ۱۹۷۷زییز) په خپل یو بیت کې د پښتـو مخ په ټـیټـیدو ټولنیـز اتبار ته داسې ګوتـه نیـولې وه

سر او کار د خلکو دې د ژبې د سرکار سره               کـله به غـریبه پښتو ژبــه د سرکار شي

[د لته باید په لڼډ ډول د ژبې سیاسي اقتصاد  معــرفي کړم: پښتو ژبــه د افـغانستان د دولـت پــه عـملیاتو( قوانیو، لایحو، راپورونو، تړونونو،... اعلامــیو) کې برلاسې نه وه، او دغــه شــان د اقتصاد په ډګـر کې هم د اموالود تولید، توزیع آو استهلاک په عملیو کې نه کارول کیدله. په بــله وینا، پښتو نه د دولت په عملیاتو کې او نه په اقتصادي عملیاتو کې د روزۍ د ګټلو لوښی و].

پـنـځـم، فارسي/دري  د مطبوعاتو او زده کــړو غــټه ژبه وه. په خورا ډیرو ښونځیو او تقریباَ د لوړو زده کړو په تقریبَا ټولو موسسو کې فارسي کارول کیدله. دغه شان، په جوماتونو او مدرسو کې  د دیني زده کړو په نصاب کې فارسي د  درنې برخې خاونده وه: د دیارلسمې زییزې پیـړۍ د فارس [اوسني ایران] د لیکوال او شاعر سعدي شیرازي په دوه کتابونو (بوستان او ګلستان) کې د ده صوفيانه، ټولنیز او اخلاقي فکرونه انځور شوي وو، او له دې امله په جـوماتـونـو او مدرسو کې تدریس کیدل. [ دغه شان، «پنج ګنج» چې د غټ صوفي استاد شیخ یعـقوب صرفي کشمیـري (۱۵۹۴-۱۵۲۱کتاب دی، د اوسنیو طالبانو په تعلیمي نصاب کې نیول شوی دی: دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر الحاج مولوي محمد اقبال د الاماره ویب پاڼي سره په  «اوږده مرکه » کې داسې ویلــي دی: تر څــو چـې په « اطرفو او کلیوالي سیموکې ...د ابتدایي ضروري دیني تعلیماتو لپاره....یو ټاکلی نصاب جوړیـږي... مروج دیني مضامین لکه قاعده، قرآنکریم، شروط الصلات، قدوري، پنج ګنج او د مجاهدینو د وخت د مکاتبو د لومړنیو  درېو صنفونو کتابونه ورته ویل کـیـږي.» - ایمیل  جولای ۲۰۱۳

له ۱۹۳۵زییز  راهیسې ایران او پخوانی فارس او ژبه یې فارسي لــه پیـړیــو راهسې په بـین المللي سویــه په فـارسي(پرژن) شهـرت لاره، نه په «ایــراني». د یـو قـدرتمــن ګاوڼـډي په څیر،ایران په افغانستان کې ژورکلتوري نفوذ لاره. د دې لپاره چې د لویدیز کلتوري تـولیدات د ایــراني کـلتور د  خیالونو سره اڼـډول (تعـدیل، برابر)کړي، فـیلتر(صاف) یې کــړل  او پــه مناسب چـوکاټ کې  یې بــرابــر کړل.[ د ایران په شاهي دوره او له ۱۹۷۹ راهیسې د ایران په اسلامي جمهــوریتي دوره کې د ایــران کلتوري او مذهبي تولیداتــوپه افغـانسـتان کې د دریمې سـقاوۍ ( د ۲۰۰۱ له اکتوبررا هـیسې پـام وړ غـلبه کړې ده].

دري/فارسـي عـملاَ د افغانستان د ټولو دولتي  مامــوریـنو لپاره اجـباري  ژبـه وه. پښتانه او نور غیـر- تاجک ګروپونه بــه چې کابل ته  د زده کــړو، تجارت او کار لپاره لاړل، بــله لار یې نـه لرله، خو دا چې د فــارسي لا ر ونــیسي.   پــــه افغانستان کې معتبر اخبار (انیس) به په فارسي کې خپریده. د افغانستان په پــلازمینه (کابل) کې د ښځیـنه پښتــوـ ژبـــو لپاره یــو ښوونځی نه و جوړ شوی. په کابل کې یوازې دوه لیسې ( های سکــولزد نارینه پښــتو ژبو لپاره جــوړشـوي وو(د خوشحال بابا او رحمان  بابا لیسې). « بــې پښتــوارګ د پښتنو ارګ دی»- دا زما زیرکیار چغه وه). د ژبې د اهمیت د شننې(تحلیللـپاره ولـــولئ: زیرکیار،۲۰۱۰ دســمبــر= زییز ۱۳۸۹لینده

ژبې یوا ځې د پوهاوي- را پوهاوي( افهام او تفهیم، ارتباط ) وسیلې نه دي، بلکې  د نفـوذ، قدرت او پـیژاند (هـویت) وسیلې هم ديپه ځانګـړي ډول په سیاسي  تـنظیم شوې ټـولنه  یـانې  ملي دولت کې. تـر هغه مهاله چې په نړۍ کې ملي دولـتونه شتـه وي، هلته به ملي ګټې او ملي ژبــې  هــم شته وي. ژبې د ملي او کلتوري پیژانـد لپاره بنسټـیز ارزښت لـري. د انسان راتـلونکی  په کلتوري پـیژاند او کلتوري تنـوع کې خوندي شوې ده: زیرکیار،  دسمبر۲۰۱۰=۱۳۸۹زییز

په افغانستان کې قــــومـــي او ژبــــنــئ ســـلنـــې (فـیصدۍ)، واک موسسه: ۱۹۹۶-۱۹۹۱        Wak Foundation Research and Survey1991-1996             

Number       Major Ethnic Groups               Ethnicity %                     Language %

 ګڼه             غټ قـومي ګروپونه              ٪  قومي سلنــې                 ٪ ژبنئ سلنې                                  

     ۱                        Pashtun                               62.73                                     55

     ۲                          Tajik                                 12.38                                      33

     ۳                         Hazarah                               9.00                                      00

     ۴                           Uzbek                                6.10                                   5.80

     ۵                          Turkman                             2.69                                    1.4

     ۶                          Aimaq                                 2.68                                     00

په افغانستان کې د وګړو د شمیرنې د معلوماتو لپاره واک موسسې  اووه(۷) سیمې په لاندې ډول ټاکلې وې

For collecting  demographic data in  Afghanistan, seven regions were determined by the

Wak Foundation  as follows:

(۱)    شمالي سیمه: سمنګان، بلخ،جوزجان، او فاریاب ولایت

(۲)    شمال- ختیزه سیمه: بدخشان، تخار،کندوز، او بغلان ولایت

(۳ )   شمال- لویدیزه سیمه: غور، بادغیس، هـرات او فـراه ولایت

(۴)    ختـیزه سیمه: پکتیا، ننګـرهار، کونـړ او لغمان ولایت

(۵)    ختیزه- مرکزي سیمه: غزنی، لوګر، وردګ، کابل، کاپـیسا، پروان او بامیان ولایت

(۶)    سهیلي سیمه: نیمروز،هلمند، کندهار، زابل، پکـتیکا او ارزګان ولایت

(۷)    کــوچــیــان

Northern Region: Samangan, Balkh, Jozjan and  Fariab province.

North-Eastern Region: Badakhshan, Takhar, Konduz and Baghlan Province

North-Western Region: Ghor, Badghis, Herat and Farah Provice.

Eastern Region: Paktia, Nangarhar, Kunar and Laghman Province.

East-Central Region: Ghazni, Logar, Wardag, Kabul, Kapisa, Parwan and Bamyan province.

Southern Region: Nimroz, Helmand, Kandahar, Zabal, Paktika,  and  Orzgan.

Nomads

Ethnicity-Based Percentage of Major Ethnic Groups in Seven Afghan Regions

د  افـــــغـــــــانـــستان د ســــیـمــــو پـــــه کــــچ  د غــټـــــو قـــو مـــــونـــــــو  ســــــلـنـــــــــــې  ٪    

ســــیـــمـــې         پـښتـون                تـاجــک                هـــزاره               ازبــک

Northern               684,532                148,191                253,756                 765,708

30%                          6%                       11%                       33%  

North-Eastern      711,194                  981,807                  89,605               283,916

33%                          45%                      4%                     13%

North-Western      1,115,037              154,912                  27,166                  6,071

59%                       8%                          1%                      0%

Eastern                   1,994,275               18,237                      879                      0

90%                       1%                           0                       0

East-Central             2,907,405             912,454                 1,000,495          37,388

58%                    18%                        20%                   1%

Southern                    2,047,679               2,812                   239,959               447

87%                   0%                           10%               0%  

Nomads                     1,780,000

89%                      0%                            0%              0%      

Total                         11,240,122           2,218,413             1,611,860      1,093,530      

62.73%              12.38%                    9%             6.10%

Considerable  Minorities            Total                   Small Minorities

کوچني لـږکیان/اقلیتونه                         ټـول             پـام وړ لـږکـیان/اقـلیـتونــه    

 ایماق                تـرکمن               ټولټال/ګرینډ ټوټل

1,305                   378,797             2,232,289                  61,345                  2,293,634

0%                        17%                     97%                          3%

35,149               2,101,671                  71,285                 2,172,956

2%                       97%                         3%

478,825                 49,046               1,831,057                   53,053               1,884,110

 25%                         3%                      97%                          3%                 

2,013,391                   200,462             2,213,853

91%                          9%  

18,694                 4,876,436                 119,535             4,995,971

 0%                        98%                           2%

2,290,897                  67,033             2,357,930

   97%                          3%   

1,780,000                  220,000          2,000,000

89%                          11%

 480,130             481,686                   17,125,741                792,713         17,918,454

 2.68%                  2.69%                       95.58%                    4.42%           

اوس نــو بــایـد د شمالي ټــلــوالې د مشــرانــو پــه خــواصــو بـانــدې  یــو څه رڼــا واچــوم

د شـمالي ټـلوالـې  غــټ لــوبغـاړي  د امریکایي جنرالانو او استحباراتي مامورانو په قضاوت کې دا مهمه ده چې د شمالي ټـلوالې د مشرانو صداقت او اعتبار راوسپـړو او ګوته ورته ونـیسو ځکه چې د پښتنـو د وګړشمیـرنو په ټګمارۍ کې د دوی مغرضانه او بې شرمه فعالیت د دوی د کـرکټر څرګــندوی دی. لانـدې کرښې د شمالي ټــلوالې د غـټانـو په هغه ارزونې را څرخي چې د امریکې د استخبارتي او پوځي  مامورینو په اقـتباسـونـو ولاړه ده

د ۲۰۰۱ زییز د سپتمبر د نهمې نیټې (۹۱۱) له بخولې نه دوه ورځې وروسته، د امریکې د ملـي امنــیت د جــرګې په غــوڼـډه کې  (۱۳ سپتمبر ۲۰۰۱) ولسمشر جورج ډبلیو بوش غوښتل چې د ســي.آې.أې  د مشرتابه له خولې د شمالي ټـلــوالې د مشرانو په اکله وپــوهيـږي. کوفـر بلک ( په سي.آې.أې کې د ټـروریزمضـد مرکز مشر) ورغبرګه کړه: « د [شمالي] ټلوالې یو مهم جنرال عــبدالرشید دوستــم د هـرچا معــاش خــور دی ـ  د روسیې، ایــران، او پاکـــستان»(د اقتباس لپاره ولولئ :وُډوارډ، ۲۰۰۲، مخ ۵۳). وُډوارډ  د  دفـاع وزارت د استـخباراتي ایجـنسۍ (ډي.آې.أې) د « ډیـر پـټ یاداشت» (هایــلي کــلاسیفایــــډ مـیمو) له مخې پــوهـیده چـې په دغــه یاداشت کې «په غــټـه انــدازه په جنـرال فهیــم پـــړه اچــول شــوې وه، اساســاً یــو ډارن ســړی چې ږغــیـږي او ږغیـږي بــه، او بیا د جنـګ ډګــر ته نـــه راوځي»  (مخ ۲۶۸). د امریکې د ملي امنیت د جــرګې پـه ذکــر شوې غــوڼـډه کې د سي.آې.أې مشر ټینـیټ وویــل چې : « د سي.آې.أې. پــه ټـیم او پــه ټـنــونــو پیســو[ شمالي] ټلواله په یوه منسجمه جنګي قـوه اوښتلی شي»(۵۱مخ)

دامریکي د مرکزي قدرت د مرستیال مشر کوماندان جنرال مایکل دیلانګ په وینا ، د شمالي ټلوالې غټ کوماندانانو ( دوستم، خلیلي، فـهیم، او اسماعیل خان) به« بې له پـښیمانۍ جګړه او وژنه کوله» او دا «د هغـوی لپاره د ژوند یـوه لار وه». جنرال دیلانګ زیاتـوي چې د هغـوی «هـر یـوه شخصـا تر  پنځـوس تنو وژلي وو»، او د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) نه وروسته به هغوی «په نظري توګه»  هغه جنرالان وي چې د امریکي د مرکزي قدرت د مشر کوماندان ټامي فـرنکس لپاره بـه په افغانستان کې جنګـیـږي( دیلانګ  د نواه لوکمَن سره، ۲۰۰۴،مخونه ۲۴ـ ۴۷). دغه شان جنرال فـرانکس پــه دې واقعیـت پـوهــیده چې« شمالي ډلــې [ شمالي ټلوالـــه] د اکثـریتـي پښتنــو په ضد جنګـیږي» او دغــه کار بــه په افغانستان کې بل داخلي جنګ راولاړ کړيد جنرال فــرانکـس  د ویــنا لپاره ولــولــئ: بیرنتسین، ۲۰۰۵، مخـــونه۲۹۲-۲۸۹). بیرنتسین چې په افغانستان کې د امریکې د مرکزي استخباراتو عملیاتي کوماندان و، د شمالي ټلوالې په اکله زموږ سره خپله تجربه داسې شریکوي: «زه د خپلې تجربې له مخې پوهـیـږم چې ایرانیان او د دوی افغان کاکازي ټول د زړه له کومي غالۍ/قـالین پلورونکي دي». په ضمني توګه، بيرنتسین په دې عقیده و چې د شمالي ټلوالې ټول کوماندانان به افغانستان د یوې غالۍ په شان خرڅ کړي. د ۲۰۰۱ زییز د اکتوبر په ۳۰، د امریکې د مرکزي قواو غـــټ کوماندان ټامي فرانکس تاشکند ته راورسید(دلته ورته فهـیم او دده د خـزانې مــشر عــارف منـــتظر وو). لــه غــوڼــډې نه لـږ وړانـدې، جــنرال فرانکــس د سي.آې.أېایجــنټ  بیرنتسیــن ته داسـې وویل: « د دې وخــت رارسیـدلی دی چې د قالــینــونــو پـه قـیمــت [د شمالي ټــلوالې د دوه مشرانــو ســرهوغــږیـږو». کــله چې فهــیم ډیــرې پــــیسې وغـــوښـــتلې، جنــرال فرانکـــس د فهــیم دغــه هـڅــه «بــولشـیټ» (چټـیات، مـزخـرفات) وګڼله ( فــرانکـس، ۲۰۰۴،مخونه: ۳۱۱-۳۰۹). زما (زیرکیار) په دې څيـړنه کې لــه ټـــولو وړانــدې شـوو حــقیقـتونو، مفکــورو او خیالونـو نه بـاید لانــدې نتیـجـه راووځي

پـــــــــــايــــــــلـــــــه

ښکـیلاک (استعـمار)اوامـپـریالـیـزم په خپـلو ټولو جیــوپولیـټـیک لــوبوکې د نــورو هــیوادونــوپه لـږکـیانو(اقـلیتونو) باندې اتبار کړی دی. په افغانستان کې یې د «لوي» احمد شاه مسعود د مشرۍ لاندې شمالي ټلواله یوه وتلې بیلګه ده. د امریکې ولسمشر فرانکلین دیلانو روزویلټ ویلي چې «په سیاست کې هـیڅ ناڅاپـي نه پیـښیـږي. خــوکه پیـښیـږي، ډاډ لــره چې حتماَ بــه دغسې پـلان شوی وي»(داقتــباس لپاره ولولئ: مـوور او سلاتر، ۲۰۰۳،مخ ۳۲۳). روزویلټ په یوه معـتبره/اشرافي وزمه  سیاسي کورنۍ کې زیـږیدلی و؛ په هاروارډ پوهنتون کې د حقوقو پوهـیدونکی (محصل) و، د اقتـصادي اتحادیـو حقوقـپـوه و؛ ایالتي سیناټـُـرو؛ د بحري قواو مرستیا وزیر و. دغـه شان، دی د نــیویــارک ایـالت والــي (ګــورنر) و او دامــریکې یــواځـینئ ولسمشر وچــې څــلورځلــې ټاکــل شـــوی و ( ۱۹۴۵-۱۹۳۲زییز). ســربـیره پر دې، د ده په لارښــودنه امــریکـا له سختـو وختونـو ( له غټ اقـتصادي رکود، او دوهمې نړۍ والې جګړې:۱۹۴۵-۱۹۴۱)نه راووتــله

روزویلټ  په یوغـشي دوه مرغۍ وویشتلې: ده په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د امریکې د ګډون له لارې غټ اقتصادي رکود او هـیټلر ته ماتې ورکړهد ولسمشر روزویلټ د ارتې سیاسي تجربې له مخې، زه د ده له پورتني اقتباس نه مخ نشم اړولی. د ده په اقتباس کې خوندي شوې هوښیارتیا، قــضاوت او سیاسي پــوخوالی زما فـرضیه غښتلې کوي چې: له ۱۹۹۲زییز راهیسې، د امریکې مرکزي استخباراتو په غـور اوتـفکر سره، د پاڅون والو اکثریتي پـښتنو ټولنیزې- ژبنئ احصایٔیې را ټیټې کړې. خو په مقابل کې یې د افغانستان د لږکــیانو (اقــــلیـتونـو) قـومي او ژبنئ احصایٔیې وپـړسـولې  ځـکه چې په غټـه انــدازه د امریکې امپراتـورانه اړتیاو ته حاضر وود مسعـود د مشرۍ لاندې، پښتون ـ ضد شمالي ټلـوالې په افغانستان کې د شوروي/روسي ګټـو د پـلـي کــولــو  لپاره عـین رول لـوبـولی و. عـملاَ مسعـود د افغان ملت د غـبرګون د کمزوري کولو لپاره د بهرنیو قدرتونو «پنځـم غـوڼـډ» و.[پټ غوڼـډ/پټ پلویان چې په انګریزي کې ورته « فـیفت کالم» وایي. پنځم غوڼډ عموماً هغــه چـاته ویل کیـږي چې په خپل هیواد کې د بل چا د ګټـو لپاره لګیا وي. دغه ټکي د هسپانیې د داخلــي جنــګ (۱۹۳۹-۱۹۳۶) په مهال هسپانوي جنرال اِمیلو مولا ویـدال ته منسوب شـوی دی. نوموي دغه ټکی په ۱۹۳۶ کې  د یو ژورنالست په شتون کې وکاراوه، په د ې ډول چې د نوموړي جنرال څــلور غـوڼــډونه به په پــلازمینه( مادرید) بر ید کوي او د ده له پټـو پـلویــانو جوړشوی پنځم غـونډ به په مادریـد کې جـمهوري حکـومت له دنــنه کـمزوری کــوي].

د سي.آې.أې له خوا د افغانستان د قـومي او ژبنـیو شمیرنو اټکل د ډیـرکیو (اکثریتي) پښتنو لپاره  کلک عـواقـب لري. د دوی شمیرنې د امریکې د مرکزي استخـباراتـو له خوا  د ۱۹۹۲ په جـولای کې را ټیـټې شوې وې، او دا  په هغه کال کې چې د غـټ شوروي- پـلوه ببـرک کارمل د ډلـې  د کمونیست جنرالانو په مټ د مسعود- رباني  تاجک- پلوې ډلګۍ په کابل کې قدرت کې تښتـولی و. د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا اټکل شوې شمیرنې به په افغانستان کې د یوې نوې ممتازې خو نوکرې سروالې پټې په ټاکلو کې کارول کیـږي. د بیلګې په ډول،  یو افغان- امریکایي  چې د امریکې د ستانـفـورډ په نـوم د یـو وتـلي پـوهنـتون د انـګړ(محوطې) سره اشنا دی، ماته په ۲۰۱۲ زیـیز کې  داسې معـلومات راکـړل: پــه دغـه پـوهــنـتون کې د افغـانســتان  د پـو هیـدونکـو (محصلینو) په منځ کې «یـو بې اهمـیته شمیـر» («تعـداد نـاچیـز») پښتـانه وو. کــه څه هـم د کابل اوسنئ رژیم اليکـرترونیک پیژاند پاڼې  (الیکترانیک آیډیـنــټــیټــي کاردز) ویشـي ، کیدی شي چې  د فساد او تقـلب احتمال ډیرجګ وي ځکه چې اوسنئ رژیـم په اغیـزمن ډول د تیر احمد شاه مسعود  د ناسـتنانو (قایم مقامانوپه ولکه کې دی (لانــدې مل وګـورئ). الیکـترونیک پیژاندپاڼې بـاید هغه مهال ترتیب او اداره شي چې اوسنئ رژیم د بهرنیو قـواو او شمالي ټلوالې له منګـولو نه خلاص شوی وي. بیا نو د ټـولنیزو- ژبنیو شمیـرنو مشکل د الیکـټـرانیک پـیژاند پاڼـو له لارې له منځه تللی شي. خو دا اوسنئ ښکیلاکـګر، نوکر اوڅوڅـڼـډیزه فاسد رژیـم د دې تـومنه نـه لري چې ملي ایلیکـتـرونیک پـیـژانـدپاڼې راوباسـي او ویـې ویشـي. یـو مـشروع، ویـا ړمـن او  باورمن ملي حکومت به د دې تومنه ولري چې ذکر شوې پیژاند پاڼه خپره کړي او ویې ویشي. په ملي ایلیکترو نیک پیژاند پاڼـو کې باید لاندې  ټکي خونـدي شـي: (۱) د پـیژاند دواړه برخې: قـوم او ژبـه؛ (۲په پــیژاندپاڼــه  کې باید دخــپل خاونـد د ګــوتې ټـاپــه خـونـدي شـوې وي (فـیـنګــر پـریــنـټـید)؛ او (۳) په پـیژانـدپاڼه کې خــوندي شــوې  ژونـد نـامه (شــرح حـال:بـــایـوګــرافـیکل ډاټــا) بـــاید  پــه ماشــین/کـمـپـیـوټـرکې د ولاړولـو (لوستلو) وړ وي

-
بېرته شاته