(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور پشتین

[18.Mar.2022 - 21:16]

منظور پشتین 

(سیلاب مسېد)

منظور پشتين په کال ١٩٩٢ کې د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی. پلار یې عبدلودود مسید  د کلي په ښوونځي(سکول) کې استاد دی.

 منظور پشتین خپلې لومړۍ زدکړې  د کلي د ښوونځي (سکول) نه پيل کړي. د زده کړې (تعليم) مزل يې د گومل پوهنتون ډيره اسماعيل خان نه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.

ځوان او تاند ځوان منظور  پشتین  د۲۰۱۹ ع کال د  فرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو،  نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو ورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د اردو ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.

ښاغلی پښتين د شمنخيل مسيد قبيلې د يوې کورنۍ دی. وړوکوالی يې په خپلو روايتي پښتنو کې تير شوی او ډير تنکی ځوان و چې په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کې سره د کورنۍ د خپلې سيمې نه کډوال کړی شو. د کډوالۍ ژوند يې په ډيره اسماعيل خان کې تير کړو.

 

منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی. تير کال يې واده کړی. د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه وایي:  خپل کور او کلی  پرېښودل ورته ډير گران کار و

 پلار يې د کډوالۍ په وخت په ده پاسلونه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو په افسوس سره وایي،  چې کله واپس کلي ته لاړو نو نه يې د کور ودانۍ  پاتې وه اونه یې کتابونه.

 منظور پښتين وايي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.

 

منظور پښتين وایي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار باچا خان، د روښانيانو د تحريک مشر بايزيد روښان چې په پير روښان هم شهرت لري او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال خوشال خان خټک خپل لارښود مني. د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ د اوسني مشر علي خان مسید لمسي دی . 

د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.

 

د منظور پښتين په وينا د اسلام اباد په پرلت کې ورته د ټولو نه گران او بوگنونکي وختونه هغه وو چې کله حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنل چې زمونږ غوښتنې پوره شوې او نور به احتجاج ختموو. او وایي،چې  خلکو له يې ډاډ په دې ورکولو چې که ستاسو نه هر څه هم څوک يوسي خو ستاسو زغم او حوصله ستاسو تر ټولو لوي قوت دی او په دې يې ډاډ پيدا شو چې گډونوالو د منظور پښتين د خبرې ملاتړ اعلان کړو.

 

 حوصله يې ډيره قوي ده، په تش جيب په خپلو پښو د پښتنو کلو بانډو ته تلی او خپل پيغام يې رسولی

ښاغلي پښتين خپل لومړی تنظيم د محسود تحفظ تحريک په نوم په کال ٢٠١٣ کې جوړ کړو او چې کله په دې وپوهېدو چې خپله کورنۍ ، قبيله او پښتون قام  يې په شا ودريدل نو د تنظيم نوم يې د مسېد  نه د پښتون تحفظ تحريک ته بدل کړو.

 

د اسلام اباد پرلت ته د منظور پښتين لومړۍ وينا دا وه چې کومې غوښتنې يې راوړي اول يې ورته د پاکستان ايين او قانون ښه مطالعه کړې او داسې نه ده چې په پټو سترگو راغلی دی.

د ماينونو د صفا کولو په اړه وايي: دې مسلې ته يې پوره توجه هله وگرځيده کله چې خبر شو د سکول د استاد يې دواړه پښې د ماين په چاودنه کې الوتې دي. د ماينونو د ښکار شوو خلکو مرسته يې له اوله کوله چې هم يې ورته مالي مرستې ټولولې او هم يې ورته د وينې بندوبست کولو خو دې پېښې يې د ماينونو په اړه نظر بدل کړو. واي استاد له يې نه دی تلی او نه د تلو زغم لري ځکه څنگه به هغه استاد وويني چې دی يې تر دې ځايه رارسولی او هغه به ورته ستړي مه شي ته پاڅيدلی نه شي.

 

د نورو خواخوږو په شان منظور پښتين پخپله هم د خپل ژوند په اړه انديښمن دی. په خوي ډير عاجز دی او نزدې ملگري يې وايي،چې  منظور پښتين ډير غښتلی او  ذهين ځوان دی. په خپل مقصد ډير مين او په خپل دريز کلک ولاړ دی.

 

منظور د خپل ناچاپه کتاب په اړه هم ډير انديښمن دی او وايي، چې  د وزيرستان په حالاتو دغه ١۴٠٠ پاڼې کتاب به پښتانه او بشر خوښي خلک دير خپه کړي،  چې دوي دا ولولي "د وزيرستان په خلکو څه تير شول".

د وزيرستان د خلکو شتمنۍ له منځه لاړې او د ډرون نه واخله د جنگي جهازونو په بمبارو کې په وزيرستان څه ونه شول. د طالبانو په اصليت او ظلمونو يې هم رڼا اچولی ده. وايي انديښمن دی که په پښتو ژبه ليکلی کتاب يې چاپ شي دا به د خلکو قهرجن غبرگون رامنځ ته کړي.

 

د اسلام اباد د پرلت يا احتجاج په اړه وایي، چې  دا يې د ژوند لويه کاميابي ده او نيت لري يو کتاب په دې هم وليکي چې په پرلت کې يې څه وليدل، څه پرې تير شول، کله زړه ماتی شو او څنگه يې خپل زغم ماتېدو ته پرېښودی نه دی. د وزيرستان په ښځو او ماشومانو څه تير شول او څنگه يې د رواياتو سره لوبې وشوې. منظور پښتين دا هر څه قلم ته د سپارلو نيت لري..

[سیلاب مسید]

-
بېرته شاته