(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کشمیر شخړه

[18.Mar.2022 - 19:55]

د کشمیر شخړه / لیک: مولانا خانزیب

 

سعوده ! زه او ته هیڅ حق نه لرو

کړي کشمیریان به فېصله د کشمیر

(سعود بنګش)

 

د منل شوي نړۍ وال اصولو ترمخه کشمير د کشميرېانو دې چې هغې په کم حېثيت د چاسره پاتې کېږي خو ېو خبره ده چې د کشمير د خپلولو کم وخت د پاکستان سره وو نو هغه اوبه ډېرې پخوا د ،ورخ ،نه  تېرې شوي  کشمير اوس د چا په جذباتي نعرو  ترانو سندرو او جنګي شعارونو نه خپلېږي که د کنټرول لائن نه لږ هم څوک اخوا دېخوا شو نو بېا به نورې بربادې راځي ځنې خلک اوس هم د ،نسيم حجازي ،د خوبونو او خېالونو په نړې کښې ځانګي وائي کشمير به په  لښکرو اخلو خو چې کله شل زره قبائل پښتانه د خپل ،غوګين ، ټوپکو سره په اکتوبر 1947 کښې غزا ته تلي وو تر سرینګر رسېدلي وو  ولې ورسره په هغه وخت کښې چا ،بدرګه ،نه کوله ېا هغه وخت خو جرنل ډګلس ګرېسي پوځي مشر کاپر وو اوس خو ټول د خېره سره  زغره پوش جرنېلان ډګروالان  ځانته ښه کلک مسلمانان وائي چا ئې ښپې ته پړې اچولې   .

په هغه وخت کښې هم د جنرل قلي خان پلار خان بادر علي قلي خان او قيوم کشميري تماشه کوله او تراوسه کول شي  حقيقت دادې چې د کشمير خلک پخپل حال راضي دې او ېا په هغې کښې د ټول کشمير د ځانګړي وحدت سوچ دې پاکستان په پينځ اوېا کاله کښې نه په جنګ کشمير واغيست او په سفارتي توګه ئې هم بېللې  د هندوستان په آئين کښې بل کال د کشمير په اړه د آئيني بدلون او د کشميرېانو د غلي کېدو سره دا قيسه اوس  بيخي تمامه  شوې چې هغې سیاسي پاڅون نه کوي نو وائي ( مېا بيوي راضي تو کېا کرې قاضي ) د بل هېواد نه وطنونه نه ازادېږي تر څو چې خپل اولس تيار نه وي .

 

پښتانه وائي قبضه اصل ملکيت دې د کشمیر شخړه د حقيقي ستونزې نه زيات سیاسي شخړه ده چې د هند او پاکستان واکمنو په ګډه د خپل اړتيا ساتلو لپاره قصداً عمدا جوړه کړې چې موخه ئې د خپل اولسونو سیاسي او معاشي دوام داره ځبېښاک ساتل دي پښتانه اوس په پينځم مئي کښې کمه دل لګي نه لري .

 پدې اړه ولي خان ليکي ! چې پيرنګيانو کله هندوستان اونيولو نو د هندوستان د وحدت ختمولو لپاره ئې په هندوستان کښې څه پينځه سوه دوه شپېته رياستونه جوړ کړل څه د مخکښې نه وو خو پيرنګېانو دغه وېش ته نور هم دوام ورکړو چې ،راجه ګان ،نوابان، شهزاد ګان ، ئی باچان وو دا رياستونه پيرنګي ته کلک وفادار وو او د پيرنګي په قبضه ګېرې کښې کلک مرستيال وو ددغه رياستونو د واکمنو سره به پيرنګي په لوئي کچ مالي مرستې هم کولې خو بلخوا هندوستان هم ددوئي په مرسته پيرنګي لوټ کولو .

 کله چې په درېم د جون ۱۹۴۷ کښې د هندوستان د ازادۍ تګ لاره اعلان کړې شوه نو دازادۍ په اړه پيرنګيانو دا هم اووئل چې مونږ ځو خو اقتدار اعلی به واپس هم دې ریاستونو ته ورکوو دا ېوه ډېره د لانجې نه ډکه پرېکړه وه ځکه چې هيچا ته پته نه وه چې رياستونه به څه کوي او دچا سره به ځي . دغه راز پيرنګېان چې ډېر زورو وو خو د اولس د زور وړاندې زور اوبه شو او زړه نا زړه ددې سيمې نه کډې په سر کولو ته تېار شو دغه راز د مذهب په اساس وېش هم د پيرنګي پلان وو چې مقصد ئې د هندوستان مرکزيت او زور د تل لپاره د وېش ښکار کول وو هندوستان د زرګونو کاله تاريخ لرلو او د پېړو پېړو راهسې هندوان او مسلمانان د ېو بل سره ښه په خوشالۍ ګډ ژوند تېر کړې وو هيڅ کم مذهبي فرقه واريت نه وو بلکې مذهبي فرقه واريت هم د پيرنګي په دسيسو جوړ کړې شو او لا تراوسه دغه لېونتوب روان دې . هم دغه وجه وه چې د دېوبند ستر ستر علماء ددې مذهبي وېش کلک مخالف وو ځکه چې ددې په نتيجه کښې د هندوستان د دارالدعوت حېثيت همېش لپاره ختم شو مسلمانان چې په سلو کښې څلوېښت سلنه وو څه وخت پس غالب ونډه وال به وې د تل لپاره ،لږه کي ،اقليت ،او د هندو مذهبي جنونېانو وړاندې لکه د شرمښ مخې ته د بې وزله ګډې ولوېده . پيرنګېانو دا هم غوښتل چې وېش ېو جنجالي کار دې ددوه نوي هېوادونو وسائل برابر ويشل ېو اړين کار دې ډېلې د زمانو نه پلازمېنه ده نو ددغه وخت وائسراې لارډ ماؤنټ بېټن به ددغه عمل د څارنې او سر ته رسولو لپاره د ېو کال پورې ګډ شريک ،ګورنر جرنل ،وي چې پاکستان د معاشي سياسي او انتظامي کړکېچونو نه رووباسي خو جنا صېب د خپلې څوکې په ارمان کښې دغه خبره اونه منله هم دغه پرېکړه د کشمير د شخړې سره د وسائلو د نه وېش سبب شو د درېم جون نه پس د هندوستان سردار ولبهه بهائي پټېل د رياستونو وزير وو نو هغه د راجه ګانو سره سمدستي اړيکه ټېنګه کړه او د ،کشمير، دکن، جونا ګړ  ،قلات بهاولپور، بهوپال،او ، رامپور ،نه پرته ټول رياستونه ئې د هندوستان سره په ېو کېدو آماده کړل .

 کراچۍ پلازمېنه وه خو دغه وخت ېو وړوکې ښار ګوټې وو درې لکه آبادي لرله قدرت الله شهاب ليکي چې د دفترو لپاره هېڅ کم وسائل نه وو خلکو ښه په ايماندارۍ نوي هېواد له کار کوو خو هرڅه په ډيلي کښې پاتي وو د دفترو کاغذونه به مو د ،کيکر، په غنو ازغو کلکولدویمه شخړه مسلم ليګ پخپله جوړه کړه چې دائې وائل چې د الحاق واک به د رياست د راجه وي  کانګرس دا واک د رياست اولس ته ورکول غوښتل چې دا يو جمهوري خبره وه  د مسلم ليګ مقصد حیدرآباد  او جونا ګړ حاصل کول وو ځکه حيدراباد ېو لوئي مالدار رياست وو د رياست نواب مسلمان وو او د پاکستان په حق کښې مرستې هم کړې وې خو د مسلم ليګ د کوتاهو د لاسه حيدر آباد او جونا ګړ هم د پاکستان نه لاړ د جونا ګړ په پاکستان کښې شاملول هم د جنا صېب لېونتوب وو ځکه چې د پاکستان سره ئې هيڅ کمه پوله نه لګيده نواب مهابت خان د پاکستان سره رياست ېو کول غوښتل خو ناکام شوې وو يعقوب خان بنګش وائي چې شاه نواز بهټو چې د نواب خاص سړې وو د ذوالفقار علي بھټو پلار وو د سنده نه تلې وو اول ئې نواب اوزغلولو بېا ئې د پاکستان سره د ېو راجه پحېث الحاق اعلان کړو چې دا په اصل کښې کشمير ته لار هوارول وو ځکه چې په جوناګړ کښې نواب د الحاق حق لرلو نو په کشمير کښې ولې نه لرلو خو څه وخت پس هم دغه د سنده نه تلي سرشاه نواز د پاکستان سره الحاق لغوه کړو او جونا ګړ ئې په هندوستان پسې ورتړلو او پخپله ئې کراچۍ ته ښپې راسپکې کړې او شاته ئې ېوې لوې شخړې ته لار جوړه کړه او کشمير هم د ټول عمر لپاره لانجمن شو ځکه چې د کشمير زېاتره خلک مسلمانان وو خو مهراجه هري سنګهه  ئې هندو وو .

 

مسلم ليګ پخپله فارمولا کښې ګير رالې په کشمير کښې مسلم ليګ په ېو دوه کښې درېان وو چې اوس ئې په کم ګز کچ کړي خپل ګز ورته تاواني پرېوتو او د کانګرس ګز ته د وخت نه ټينګ شوي نه وو. د کشمير راجه کمه پريکړه نشوه کولې چې ده چا سره لاړ شو خپلو ګټو ته ئې کتل

ولي خان وائي چې په کشمير د حملې نه مخکښې ،خان بادر قلي خان، د ،باچا خان ،خواته رالې قلي خان اووئل چې مونږ په کشمير حمله کوو او ته راسره خپل خدائي خذمتګار مرګري کړه چې په جهاد کښې برخه واخلې باچاخان ورته وائي زه هم غواړم چې کشمير دې دپاکستان برخه شي خو ستا ددې طريقې سره مې اختلاف دې ځکه چې که په کشمير حمله اوکې نو لازما به هغې د هندوستان  نه امداد غواړي که کشمير ته د هندوستان پوځونه رالل نو بیا ؟ باچا خان ورته وائي چې زه درته آسانه لار ښاېم دا لانجه به په شيخ عبد الله خلاصه کړو هغه د مهراجه هم خلاف دې  زه به ورسره خبرې اوکم او ډاډ به ورکم دهغه د مهراجه سره  نه لږي زما ورسره پدې اړه ډيرې خبرې شوي زه به ئې راضي کم تسلي به ورکم او د کشمير لانجه به داسې ختمه کم چې څنګه ئې پاکستان غواړي خو دا هله چې جنا صيب هم دا تسلي راکړي چې په پاکستان کښې به د ټولو صوبو حېثيت د ېو داسې مرکز وي چې صوبو له به دننه مکمله خودمختاري ورکوي پخپلو وسائلو به زمونږ واک وي !

قلي خان اووئل چې دا خو ډېره ګرانه ده دا خبره ډېر وخت غواړي زمونږ جلتي ده  وخت کم دې کشمير زرتر ځکهه نيسو که کشمير اوس اونه نيسو نو که هندوستان لږه ساه واخيسته کشمير ته به ئې مخه شي او دا کار به نيمګړې پاتي شي  خو په تلو تلو کښې اووئل چې ستا دا وړانديز به زه بره اورسوم کچرته پدغه وخت کښې د باچا خان خبره منل شوې وې نو د شېخ عبد الله په مرسته دا هرڅه ډېر په آسانه کېدل خو پدې ملک کښې کم کار چا کله په سړي توب کړې.

 

 مسلم ليګيانو هم هغه شان اوکړه چې د څه نه باچا خان منع کړي وو او د وخت نه وړاندې ئې ورته حقيقت ښودلې وو مسلم ليګ په کشمیر د قيوم خان او د ترنګزو باباجي د ځامنو په مرسته په زرګونو پښتانه قبائل ورواچول په ظاهره پاکستان داسې ښکاره کوله چې دا خو قبائل دي زورور خلک دې زمونږ نه آزاد دي پخپله په کشمير ورغلل کله چې د کشمير مهراجه ګېر شو نو دهندوستان نه ئې خواست اوکو د خبرو اترو نه پس ئې ورسره د ېووالي پريکړه اوکړه خو په راتلونکي کښې د عمري پرېکړې اختېار به د اولس په ټول پوښتنه ،استصواب ،باندې وي

 

پښتانه چې ډېر سرينګر ته هم رسېدلې وو اوس کار وران شو د هندوستان پوځونه کشمير ته په منډه ننوتل څه پښتانه روغ، سالما غانما ،رووتل ددغه وخت د غزا سره ډېرې کمزورې خبرې هم ېادول شي چې د ځائي خلکو سره ډېر زېاتي شوي خو جنګ له تلي ډير پښتانه ځائې په ځائې ګېر شو د ځنې څيړونو ترمخه څه ديارلس زره پښتانه پدې جګړه کښې وژل شوي وو خو ددغه مړو پښتنو اوس په پاکستان کښې نه څوک ورځ مانځي او نه ئې څوک يادوي او نه ئې په کشمير کښې څلي مالوم دي پښتانه ټول عمر په ورکو لارو کښې غازيان وژل شوي. کله چې د مسلم ليګ نه خبره د،شکور، نه ،شکرې ،شوه نو جنا صېب خپل دپاکستان  دهغه وخت جرنېل صېب چې پدغه ورځو کښې په عارضي توګه ،جرنل ګريسې ،وو کمانډر انچيف ،جرنل مېسوري ،وو خو هغه لندن ته په چهټی تلې وو د هندوستان کمانډر انچيف ،جرنل سرراب لاکهه هارټ، وو جرنل ګرېسي د پاکستان واکمنو ته اووئل چې چې تر اوسه دپاکستان هندوستان شريک کمان دې دهغه نه پغير زه څه نشم کولې.

 

 سپريم کمانډر فيلډ مارشل ،ارکينلک، دې هغه بله ورځ لاهور ته رالې جنا صيب ته ئې اووئل چې زه به ،ماونټ بيټن ، ستا د خبرې نه خبروم ځکه چې د مسلم ليګ د غلطو په وجه هغه ځان له ده هندوستان ګورنر جرنل وو او دوېش نه پس ئې هندوستان له ډيرې ګټې خوندي کړې وې .

ولي خان زياتوي څه وخت پس د کشمير څه لږه ټوټه د پښتنو په مټ پاکستان ته پاتي شوه په زرګونو پښتانه اووژل شو قيوم خان پکښې ګټې اوکړې د ترنګزو باباجي ځامنو ،پاچا ګلانو ،ته په پيښور کښې د هندوانو نه پاتي لوئي لوئي کورونه او ځمکې ورکړې شوې.

کشمير ددغه وخت واکمنو هم د اکتوبر په کال ۱۹۴۷  پدغه مياشت کښې د تل لپاره اوبائلو او د مودي د تېر کال پرېکړې کشمير د تل لپاره د هندوستان کړو  دهغه وخت نه تر اوسه نه په جنګ کشمير اونيول شو او نه په خبرو ملکونه په سندرو او نقشو نه نيول شي نه اسلامي نړۍ د کشمير د شخړې سره کمه چاره لري په نړې کښې قبضه ګير مير وي وس دباقي ملک خير پکار دې دلته ميشت قامونو ته دې خپل آئيني قامي سياسي حقوق ورکړې شي چې د بنګال پشان  نور بنګله ديشې جوړې نشي پښتانه د محروميت ښکار دي بلوچان غرونو ته ختلي  .

 

منې که نه د غېرو د نصاب کرامتونه 

تباه پښتنو پورته کړل غږونه دکشمیر

ممتاز اورکزئې..

 

ولي خان پخپل کتاب ،باچا خان او خدائې خدمتګاري،کښې او فضل رحيم ساقي پخپل کتاب ،خدائي خدمتګار، کښې د کشمير د شخړې  په اړه دېر په صراحت سره ليکنې کړي ( ددې دوانړو ليک ځکه سند دې پدې اړه چې دوئې ددغه وخت د پيښ چاپيريال عيني شاهدان دي )

 

مولانا خانزېب...

-
بېرته شاته