(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د ادب پلار

[18.Mar.2022 - 19:49]

دپښتو  د ادب پلار او ملتپال (قامپرست) سېاستوال  اجمل خټک دلسم تلین په یاد

 

وه پښتنو ! هېر نه کړئ دا ستاسو ملنګى خټک 

وخت به درنه داسې ليونى ګورئ بيا هم غواړي

 

اجمل خټک  بابا له ماشومتوب نه دفخر افغان  باچاخان  باباد لارې ملګری ؤ او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعاله توګه يې د((انګریزان دې د هند  نه ووځي))  د غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی د پېښور د ګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خو خپلې زده کړې همداسې نيمګړې پرېښودلې اوپه همدې سياسي غورځنګ  کې ئې په متارزه لاس پورې کړ. دا د هغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ او په همدې وخت کې يې  د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې

اجمل خټک باباد پښتو ادب د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه، او په همدې توګه يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي او انقلابي  شاعر نوم هم خپل کړ.

خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو او پارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خوله ازموينې يي راويست او زندان ته يي وردننه کړ. ده په زندان کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې زندان ته راوست.

له زندان نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهور زندان ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه

 .

کرونولوژي: لیک: څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د پښتو ادب ځلانده ستورى ارواښاد محمد اجمل خټک د حکمت خان خټک زوى د خټکو  خوشحال خان خټک د کورنۍ سره تړاو لرى .

- په ١٩٢٥ز کال د اپريل په مياشت د پښتونخوا د اکوړه خټک په کلي کې زيږيدلي دى .

- په ١٩٣٤ز کال کې د پښتو ادبي جرگه نوښار کې ميا سيد رسول رسا ، سمندر خان سمندر ، محمد نواز خټک ، سيد انورالحق ، مولانا عبدالحنان حامى او عبدالخالق خليق جوړه کړه. دځوانۍ د وخت نه ښاغلي اجمل خټک ددې جرگى غړى و.

- په ١٩٣٦ز کال کې د اجمل خټک پلار حکمت خان وفات شو .

 - په ١٩٣٧ز کال کې د دولسو کالو په عمر په شعر ويلو پيل وکړ او د خوشحال خان خټک د قبر په ليدو يې دا شعر ويلى وو :

قبــر د خوشحــال نيــکه پـه خاورو کې ورکيږي

خانان يې ټول نمسى دى په بنگلو کې اوسيږي

 - اجمل خټک د خپلو ملگرو سره په ١٩٣٧ز کال د نوښار ادبي جرگه جوړه کړه چې د هغه وخت ډير تکړه شاعران او ليکوالان په کې راټول شول .

 - د ١٩٣٨ز کال د اگست په ٢٠ مه نيټه کله چې د خوشحال خان خټک په مزار کې مشاعره شوې وه ، نو اجمل خټک په دې مشاعره کې شامل و .

- په ١٩٤٠ز کال کې کله چې اجمل خټک د ښوونځي شاگرد و د هغه نظمونه د خدايي خدمتگار تحريک په مشهوره رساله ((پښتون)) کې چاپيدل . ددې نه وروسته اجمل خټک د باچا خان د تحريک يو فعال غړى شو او د هغه په پتنگانو کې شامل شو او د باچا خان تر وفاته د هغه په کاروان کې د بې مثله قربانيو سره مخ په وړاندې روان و.

 - په ١٩٤٣ز کال کې چې په اتم جومات کې يې درس وايه، په همدې مهال په يو ښوونځۍ کې د ښوونکى په توگه مقرر شو .

 - په ١٩٤٤ او ١٩٤٥ز کلونو کې اجمل خټک د اکوړي په ميرو کې په نظمونو او غزلو سرو ، دغه دور کې يې درې قلمي مجموعې د غزلونو تيارې کړې وې ، چې ((ټکرې)) ، ((لمبې)) او ((لوخړې)) نوميدې ، خو هغه مجموعى ورکې دي .

 - په ١٩٤٤ز کال کې اجمل خټک د ((غره چينه)) او ((د مينې دنيا)) غوندې معياري نظمونه د نولسو کالو په عمر کې ليکلي وو ، چې ١٩٤٨ز کال کې قاضي عبدالسلام صاحب په ((ادبي سوغات)) کې چاپ کړو .

- په ١٩٤٥ز کال کې د افغانستان د نامتو ليکوال او مورخ پوهاند عبدالحى حبيبي سره په سراى اکوړي کې ملاقات وکړو .

 - په ١٩٤٧ز کال کې د پښتو ژبې مجلې ((عدل)) مدير شو او په اکوړي کې يې د بزم ادب بنياد کښيښود .

 - د ١٩٤٨ز کال د اپريل په مياشت کې راډيو پاکستان پيښور مرکز کې د سکرپټ رائټر په عهده واخستلى شو چې پنځه کاله يې هم په دغه عهده کار وکړ او هم په دغه کال يې د بابړې د خونړۍ واقعې په حواله معلومات جمع کولو دپاره کلي په کلي دورې وکړې .

 - په ١٩٤٩ز کال کې په اولسې ادبي جرگې په جوړولو کې لوى کردار ادا کړو او هم په دې کال ورسره د پيښور په ډين هوټل کې د تاجکستان مشهور شاعر ترسون زاده په مشرۍ د تاشکند او دوشنبى نه راغلو شاعرانو سره ملاقات و کړو ، او هغوي ته يې خپل مشهور نظم ((خيبر)) واورولو .

- د اجمل خټک د نثر ډيره غوره نمونه ((مسافر ته خطاب)) نوميږي چې د ليک په ډول ده . دا ليک اجمل خټک په ١٩٤٩ز کال کې ارواښاد عبدالروف بينوا ته ليکلى و. په دې ليک کې اجمل خټک د لرو پښتنو د محکوميت حالات بيانوي .

 - د پښتو ادب تاريخ په اردو ژبهپه ١٩٥٠ز کال کې چاپ شوى دى .

 - په ١٩٥٠ز کال کې د اجمل خټک او څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لومړنى ملا قات وشوو .

 - اجمل خټک په ١٩٥١ز کال کې د کاکا جى صنوبر حسين سره د اولسي ادبي جرگې غړى شو . چې دغې جرگې د پښتو ادب په غوړيدو او وده کې تر بلې هرې جرگې زيات کار کړى دى .

- اوه ويشت کلن زلمى اجمل خټک چې په مردان کالج کې په ١٩٥٢ز کال کې د ((ويښ زلمى سندره)) ووې ، نو يو نيم کال پرې قيد کړى شو .

 - په ١٩٥٢ز کال کې يې واده وکړ .

- د ١٩٥٣ز کال د اپريل په مياشت کې د ((پښتون ليگ)) جوړولو په الزام گرفتار شو. او د نوښار د پبو او نظام پور په حوالا تو کې څلور مياشتې بندى وو. د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې د پيښور هاى کوټ پر اجمل خټک باندې لگيدلي الزامونه رد کړل او با عزته رها کړو .

 - د ١٩٥٤ز کال د جنوري په ٣٠مه نيټه د بند نه را خلاص شو ، څو ورځى پس بيا FcR د قانون لاندې ونيولى شو . دا يې درېيمه گرفتاري وه . په ٩ مى را خلاص شو ، او څو ورځې پس د ((انجام)) اخبار ايډيټر شو .

 - په ١٩٥٦ز کال کې د مير مهدي شاه باچا سره په ملگرتيا کې نيشنل کنفرانس وکړ او په دغه کنفرانس، چې شاهي باغ کې شوى وو ، د ماسټر عبدالکريم ليکلې ډرامه ((کاروان روان دى)) د سټيج په سرو ښودل شوه . حکومت پرې پا بندې ولگوله ، په اجمل خټک سره د ملگرو مقدمه جوړه شوه او هم په دې کال د ((بلبل اکاډمي ډهاکه)) په بلنه دوي هلته، لاړل او په پښتون کلچر باندې يې وينا وکړو .

 - په ١٩٥٧ز کال کې د ((انجام)) ورځپاڼي ايډيټر (مسئول مدير) وو .

 - د ١٩٥٧ز کال دمى ، جون او جولاى په مياشتو کې بندى و .

 - په ١٩٥٨ز کال کې د اجمل خټک د شعرونو لومړى مجموعه ((د غيرت چيغه)) په پيښور کې چاپ شوه .

- د اجمل خټک مشهور اثر ( دا زه پاگل وم ) په لومړى ځل په ١٩٥٨ز کال په ٢٦٠ مخونو کې د پيښور په منظور پريس کې چاپ شوى دى .

 - په ١٩٥٩ز کال کې د ديره اسماعيل خان په تاريخى زندان کې بندى و .

 - په ١٩٦٠ز کال کې د ((کچکول)) په نوم د اجمل خټک نثري اثر چاپ شو .

 - په ١٩٦١ او ١٩٦٢ز کلونو کې د اجمل خټک ادبي روابط د هشنغر د ليکوالو سره پراخ شو .

- کله چې په ١٩٦٢ز کال کې د ښارواليو انتخابات کيدل نو د اکوړي رئيس هم په دغه ووټونو کې ځان کانديد کړ . اجمل خټک په دغه ووټونو کې ډاکتر شير بهادر ودراو او د هغه دپاره يې کمپاين پيل کړ .

  - په ١٩٦٢ز کال کې د پښتو ټولنې لخوا ورته ((د غيرت چيغه)) نومي کتاب باندې لس زره افغانئ جايزه انعام ورکړى شوه ليکن اجمل خټک دا وانه خستو او ويې ويل چې ما دا کتاب د پيسو گټلو لپاره نه دى ليکلى، زه خو ددې مجموعې حقيقي تعبير غواړم .

- په ١٩٦٣ز کال کې عبدالرحمان پژواک چه د ملگرو ملتونو په موسسه کښې د افغانستان مشر استازى د اجمل خټک په د يو غزل پيروي وکړ او له نيويارک څخه يې کابل ته ولېږه ، دلته  په کابل راډيو کې د هماغه غزل په طرح مشاعره وشوه . ددې مشاعري د شعرونو مجموعه د امان الله سيلاب صافى په اهتمام په همدې کال د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شو .

 په هغه مهال ، اجمل خټک د پاکستان په يو زندان کښې بندي و ، د مشاعرې د يو برخه وال د شعر يو بيت :

اجمل گوزڼ وهلى دى په جېل د پاکستان کښې

تې جيغو د غيرت ته څه ځــواب لـــرې کــــــه نه ؟

- په ١٩٦٤ز کال کې د اجمل خټک د ((غيرت چيغه)) دوهم ځل لپاره په کابل کې چاپ شوه .

- په ١٩٦٦ز کال  د اجمل خټک ژوند او فن کتاب په پيښور کې چاپ .

 - په ١٩٦٦ز کال کې اجمل خټک د خوشحال خټک د تلين په مناسبت په هغه علمي او څيړنيز بين المللي سيمينار کې گډون وکړ چې د پښتو ټولنې لخوا په کابل کې جوړ شوى و . ددې سيمينار په ټولو غونډو کې د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان هم گډون کړى و .

- اجمل خټک په ١٩٦٦ز کال کې يې د ادبي او سياسي ملگرو شريک تنظيم ((اولسي ملگري)) جوړ کړ .

- په ١٩٦٦ز کال د دسمبر په لومړۍ ورځ د پښتونخوا په بخشالى کې يوه ډيره درنه مشاعره وه . ددې مشاعرې صدارت اجمل خټک کاوه .

 - په همدى کال د ((شهباز)) اخبار ايډيټر شو ، چې تر ١٩٧٢ز کاله پورې په دې اخبار کې يې کار کاوه .

- په همدى کال د حکومت لخوا گرفتار او بندى کړى شو .

- په ١٩٧٠ز کال د انتخاباتو په مهال په خيرآباد کې د ((نشنل عوامي پارټۍ)) په استازيتوب اجمل خټک په ډير جوش او ښکلي انداز تقرير وکړو ، او د خبرو په پيل کې دا شعر وويل :

وايه تيار خوره د ملتان جيل دې ليدلى دى ؟

دا اجمل خټک دى چې د دار سرته ختـلى دى

- د ١٩٧٠ز کال انتخابات په ملک کې الني انتخابات وو . په دې انتخاباتو کې د ضلع نوښار نه نيشنل عوامي پارټۍ داړخه اجمل خټک ته د قومي اسمبلۍ دپاره ټکټ ورکړى شو .

 - په ١٩٧٢ز کال کې د ذوالفقار على بوټو سره يو ځاى په دولتي هيئت کې د چين په دوره ولاړ.

 - په ١٩٧٣ز کال کې د پنډۍ د خونړۍ پيښې په وجه کابل ته لاړو .

- د ١٩٧٣ز نه تر ١٩٨٨ز کاله پورې اجمل خټک په افغانستان کې و ، په همدې مهال د افغانستان نه روسيې ، جرمنې ، چکسلواکيا او هند ته سفرونه وکړل .

 - ژوند او خوندد اجمل خټک يو بله وړه شعري مجموعه ده چې د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنگي چارو رياست لخوا په ١٩٧٧ز کال کې چاپ شوى دى .

  - د وخت چغهد اجمل خټک د شعرونو مجموعه په ١٩٧٧ز کال کې چاپ شوى دى .

 - د ١٩٨٠ز کال د دسمبر په مياشت کې د علاج لپاره چکسلواکيا ته سفر وکړ .

- په ١٩٨٣ز کال کې د اجمل خټک شعرى مجموعه د ((گلونه تکلونه)) په نوم چاپ شو . ددې مجموعې زياتره شعرونه په چکوسلواکيا او مسکو کښې ليکل شوي دي .

 - په ١٩٨٤ز کال کې د اجمل خټک شعرى مجموعه ((د غيرت چيغه)) د دوهم ځل لپاره په کابل کې چاپ شوه .

- په ١٩٨٥ز کال د اجمل خټک شعرى مجموعه د ((گل پرهر)) په نوم د قومونو او قبايلو وزارت لخوا چاپ شوه .

- گل پرهرد اجمل خټک شعرى مجموعه په ١٩٨٥ز کال کې د قومونو او قبايلو وزارت لخوا چاپ شوه  .

 - په ١٩٨٥ز کال په کابل کې د اجمل خټک د زوکړې شپيتمه کاليزه د يو سيمينار په ترڅ ونمانځل شو .

- په ١٩٨٥ز کال کې د اجمل خټک ((دا زه پاگل وم ؟)) د دوهم ځل لپاره د قبايلو او قومونو وزارت لخوا په ١٤٨ مخونو کې چاپ شو .

 - په ١٩٨٧ز کال د اکتوبر په مياشت په کابل کې د حسن ناصر شهيد ورځ نمانځل کيده ، اجمل خټک ددې غونډې صدارت وکړه .

 - د اجمل خټک ((ژوند او خوند)) شعري مجموعه د لوړو زده کړو د وزارت لخوا په ١٩٨٧ هـ ل کال کې چاپ شو .

- د ١٩٨٩ز کال د جنوري په ٢٧ اجمل خټک د خپلې اوږدې جلا وطنۍ نه پس خپل کور کلى ته ستون شو .

- په ١٩٩٠ز کال کې د مضامينو، کالمونو مجموعه د ((کچکول)) په نوم چاپ شوه. او هم په دې کال د ماسټر خانگل په اخبار ((بانگ حرم)) کې مدير شو .

- په ١٩٩٠ز کال کې په عام انتخاباتو کې د خپلې حلقې نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ (اولسي جرگې) ممبر شو او هم ددې کال د جنورۍ په ١٩ مه نيټه د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزى صدر هم وټاکلى شو .

 - په ١٩٩٢ز کال د حج د فريضي د ادا کولو لپاره عربستان ته سفر وکړو.

- په ١٩٩٣ز کال کې د پاکستان د سنا مجلس غړى شو .

- د اجمل خټک د زوکړې او يايمه کاليزه په ١٩٩٥ز کال کې اکوړه خټک د خوشحال بابا هال کې د اکوړه خټک کړيو جوړ کړى و .

 - په ١٩٩٦ز کال په کابل کې د اجمل خټک او عبدالغنى خان غنى د ژوند ، شخصيت او شاعرۍ په اړه علمي تحقيقى سيمينار جوړ شوو .

 - په ١٩٩٧ز کال کې د ((افغان ننگ)) په نوم د اجمل خټک يو شمير ادبي کيسي د يونيورسټى بک ايجنسى لخوا چاپ شو .

- د ١٩٩٨ز کال د اکتوبر په دريمه نيټه يې د پاکستان د وړو صوبو او محکوم قومونو يو تنظيم جوړ کړ .

 - په ١٩٩٩ز کال کې اجمل خټک سره پرويز مشرف ملاقات وکړ . د اقتدار حاصلولو نه پس اجمل خټک لومړى سياستدان وو چې پرويز مشرف ورسره ملاقات وکړو . د دغه ملاقات وروسته د اجمل خټک او د عوامې نشنل پارټۍ د اختلافاتو باعث وگرځېد .

- (٢٠/٥/٢٠٠٠) کښې د عوامي نيشنل پارټۍ نه د اجمل خټک ويستل : په شلم مى دوه زرم ميلادى کال کې د اسفند يارولي خان له خوا د اجمل خټک درکنيت معطل کولو اعلان وشو او دوي زياته کړه چې اجمل خټک به د پارټۍ خلاف ورزي کوله ،

- د ٢٠٠٠ز کال په اگست کې اجمل خټک د نيشنل عوامي پارټي پاکستان په نوم د يو نوي ګوند اعلان وکړ . د همدې کال د اگست ٢٢نه تر ٢٤ مې نيټې ددې پارټۍ مرکزي تاسيسي کنونشن پيښور ناصر پور کې وشو او دوي ددې مرکزى صدر او عبداللطيف افريدى مرکزى سکرتر شو .

- د ٢٠٠٢ز کال د عام انتخاباتو د نتيجې نه پس چې د قوم پرست گوندونو صفايا پکې وشوه . د ولي خان سره د ملاقات دپاره ولى باغ ته لاړو او دا تگ د اختلافاتو د ختميدو باعث وگرځيد.

- د ٢٠٠٣ز کال د مى په ٣ مه نيټه نيشنل عوامي پارټۍ پاکستان په نيشنل عوامي پارټۍ د ضم کولو اعلان په اکوړي کې اجمل خټک پخپله حجره کې هغه وخت وکړ چې اسفندر يار ولى خان ، ميرمن نسيم ولى او د پارټۍ نورگڼ مشران ورته په جرگه راغلل د دغه نه پس دوي په يو دروند جلوس کې ولى باغ ته لاړل . د ولى خان سره يې يو ځاى پريس کانفرانس کې با ضابطه طور د ضم کولو اعلان وکړ .

- د ٢٠٠٥ز کال د مارچ په ١٢مه نيټه په پيښور کې د افغانستان قونسل ښاغلى عبدالخالق فراهي په لاس اجمل خټک ته د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزى ليک سره د گلونو د گلدستې اکوړي ته راوړو .

- د ٢٠٠٥ز کال د اگست د مياشتي پر اوومه نيټه د پښتو ادبي غورځنگ له پلوه په کوټه کې د پښتو ژبي د ښاغلي اجمل خټک په وياړ يوه ورځنۍ څيړنغونډه وشوه .

- د اجمل خټک افتوبيوگرافي (قصه ، زما د ادبي ژونداوله حصه) په ٢٠٠٥ز کال کې چاپ شوه .

- د ٢٠٠٦ز کال د اپريل د مياشتې په ١٩-٢٠ مه نيټه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د اجمل خټک د اتيايمې کليزې په وياړ علميڅيړنيز سيمينار جوړ شو .

- په ٢٠٠٦ز کال کې د اجمل خټک د شعرونو مجموعه (( د ژوند چيغه )) په پيښور کې چاپ شو .

- د اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کاليزى په مناسبت په ٢٠٠٦ز کال په کابل دوه ورځنى علمي سيمينار جوړ شو . دا سيمينار د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا جوړ شوي وو . ددې سيمينار لپاره ، د تاشکند د ((دانشمند ډاکټر عارف عثمان څېړنيز اثر (حاسه ويونکى مبارز شاعر- اجمل خټک) تر عنوان لاندې ، د څېړنپوه استاد بختانى خدمتگار په زيار چاپ شو .

- د ٢٠٠٨ز کال د اگست په مياشت کې د يونيورسټي بکايجنسى لخوا د اجمل خټک شعرى مجموعه ((د سپين غر د سره)) په نوم په پيښور کې چاپ شو.

 _ اجمل خټک د ٢٠١٠ز کال د فبرورى په داوومه نيټه د پښتو نخوا په اکوړه خټک کې وفات شو .

_ د ٢٠١٠ ز کال د مارچ په ١٤مه نيټه په کابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزارت لخوا د اجمل خټک څلويښتي د يوې غونډې په ترڅ کښې ونماځل شوه .

 _ د ٢٠١٠ ز کال د مارچ د مياشتې په ٢١ مه نيټه د نشنل عوامې پارټي لخوا په اکوړه خټک کې د اجمل خټک څلويښتي د يوې غونډې په ترڅ ونماځل شو .

_ د اجمل خټک د وفات د لومړۍ تلين په مناسب د ٢٠١١ زکال د جنورى په ٣٠مه نيټه په اکوړه خټک کې يوه ادبي غونډه او مشاعره وشوه .

 _ د اجمل خټک د وفات د لومړى تلين په مناسبټ د ٢٠١١ز کال د مارچ په ١٩مه نيټه په کابل کې د سردحدونو او قبايلو چارو وزارت لخوا يو علمي _ تحقيقى سيمينار جوړ شو .

منابع او ماءخذونه

 ١- بينوا، عبدالروف، اوسنۍ ليکوال، لومړى ټوک، کابل ، ١٣٤٠ هـ ش ، (١، ٢، ٣ مخونه ) .

 ٢- عثمان ، عارف، حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک ، د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار په زيار ، د لوړو زده کړو وزارت ، ١٣٨٤ هـ ل ، (١٢ مخ) .

٣- خټک، اجمل، د ژوند چيغه، پيښور، ٢٠٠٦ز کال .

 ٤- خټک، اجمل، ژوند او خوند، کابل، د لوړو زده کړو وزارت، ١٩٨٧ز کال .

  ٥- خټک، اجمل، گلونه تکلونه، دولتي مطبعه ، ١٩٨٣ز کال ، (لومړى مخ) .

  ٦- ساحل، محمد يوسف، انقلابى او مبارز شاعر، د مقالو ټولگه، پښتو ادبي غورځنگ ، کوټه، ٢٠٠٦ز کال .

  ٧- خټک، اجمل، گل پرهر، د قومونو او قبايلو چارو وزارت، ١٩٨٥ز کال .

٨- خټک، اجمل، د سپين غر د سره ، يونيورسټي بکايجنسى ، پيښور، ٢٠٠٨ز کال .

 ٩- خټک، اجمل ، افغان ننگ، يونيورسټى يک ايجنسى ، پيښور ١٩٩٧ز کال .

 ١٠- رضا، پروفيسر افضل ، ښاغلى اجمل او پښتو غزل ، د مقالو مجموعه ، مرکزي خوشحال ادبي او ثقافتى جرگه ، پيښور، ١٩٩٧ز کال .

 ١١- خټک ، مثل خان راهي ، اجمل خټک ، ژوند او فن ، مرکزي خوشحال ادبي او ثقافتي جرگه ، لاهور ، ١٩٩٧ز کال .

 ١٢- خليل ، هميش ، پښتانه ليکوال ، اول ټوک ، پيښور ، ١٩٥٨ز کال .

 ١٣- خټک ، هارون الرشيد، بابا اجمل خټک د ادب جمال او د سياست جلال ، پيښور ، ٢٠٠٦ز کال .

 ١٤- د اجمل خټک ياد، د مقالو مجموعه ، د لوړو زده کړو وزارت ، ١٣٨٦هـ ل، کال .

 ١٥- بختانى خدمتگار ، پروفيسور عبدالله ، رنگين غوندې عذاب د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، کابل ، ١٣٨٨ هـ ل کال او دوهم چاپ١٣٨٩ هـ ل کاليونيورسټي بک ايجنسى پيښور .

١٦- بختانى خدمتگارپروفيسور عبداللهخوشحال خان او يو څو فرهنگيالى خټک.

١٧- د غني او اجمل ياد .

.........

 

د يو ملا نه مې تپوس وکړلو

ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟

هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې

تازه مېوې او د شودو رودونه 

خواکې کتاب ته يو طالب ناست و

ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟

د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو

وېل يې ښايسته حورې او شنه خالونه

شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و

په خپله ږيره کې يې لاس وهلو 

دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده 

ښکلي غلمان او جنتي سرونه 

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو

ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟

خپله شمله يې سموله، وېل يې 

د سرو او سپينو عنبري کورونه 

خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و 

ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟ 

د خپل تندي خوله يې وچه کړله 

وېل يې مړه ګېډه، خواږه خوبونه 

يو لېونى غوندې په لار تېرېدو 

ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟

خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې 

بس د انسان د خوشحالو خوبونه

ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو

دۀ په اوترو سترګو بره کتل 

دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې 

ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه 

ويل يې اى د لامکان خاونده !

په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى

ګنې ددغې لېونتوب په نامه 

که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى

داجمل خټک اروادې ښاده وي !

-
بېرته شاته