(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال بابا

[18.Mar.2022 - 19:41]

 

د خوشال خان بابا پېژندنه

مخ - ۷۷, پښتو د دولسم ټولګي لپاره 

.

خوشال خان بابا د شهباز خان زوى، د يحيا خان لمسى او د ملک اكوړي كړوسى دى.

يو زر دوه ويشت كاله له هجرته تېر وو چې د خټكو په بڼ (باغ) کښې د شهباز خان كره يو خوشال توتي (طوطي) پيدا شو.

وړوكى و، لوى شو، په خبرو او چغارو راغى، د خټكو په باغونو وګرځېد.

د توتيانو يو لوى سېل ورپسې شو.

د وطن ټول بڼونه او د روه (د پښتنو وطن) غرونه یې تر وزرو لاندې كړل.

په هر بڼ او هر ګلزار کښې یې خواږه چغار خوندونه پرېښودل، د باغ مړاوې او مخ پټې غوټۍ ورته وغوړېدې، موسکۍ شوې.

د خوشال د شاعرۍ وږمه د غړندو او مړاوو بوټو د تازګۍ لپاره په چلېدو راغله، د طبيعت مارغه یې وزرونه خپاره كړل، والوت، د تیرا په لوړو غرونو وګرځېد.

په جګو نښترو ګښېناست، و اوچتو څوكو ته وخوت، په دې وخت کښې ورته د هغه ځای بازانو او كوترو د روښان پيغام چې د عبد القادر (عبدلقادر د احداد زوى، د شيخ عمر لمسى، د پير روښان کړوسى دى چې په ۱۰۴۴ مړ شوى دى) په لاس تر دغه وخته رارسېدلى و، ورساوه، و ميدان ته راووت، د آزادى او مېړاڼې جنډې یې ورپولې، په كلک او ټینګ عزم د ملت او قوم د لويۍ او يووالي لپاره له سره تېر شو، د پښتون د آزاد ژوند او خپلواكۍ لپاره یې له وينو سره لوبې وكړې، خپل همت یې د زمري په خوله کښې له لاسه ور نه کړ.

د وطن د مينې په نارو یې ويده زړونه راویښ كړل.

د عزت ساتندوى، د پښتونولۍ ګټندوی او د پښتو ژبـې نوميالى اديب او ننګيالى شاعر و پېژندل شو.

د اجتماع او اخلاقو په ميدان کښې هم وځغاست.

له خلكو سره د دوى په ژبه لګیا شو، د پښتونولۍ درانه خويونه او سپېڅلي اخلاق یې بيان كړل.

پښتانه یې د قوم او ملت خدمت ته راوبلل.

د تصوف او سلوک په دنيا کښې هم والوت د جهان او آسمان په ننداره سر شو

.

.

راشه وغړوه سترګې

د جهان ننداره ګوره

چې ښايست لري په ستورو

د آسمان ننداره ګوره

.

.

خوشال خان بابا هېڅ ډول مضمون پرې نه ښود، حقيقت یې له مجاز سره ونښلاوه.

عشقي، اخلاقي، اجتماعي، وطني، ملي، فلسفي، تصوفي، رزمي، حماسي، فكاهي، او نور هر راز مطالب یې د شعر په جامه کښې ونغښتل.

د هر چا د ذوق لپاره یې د خپل شعر باغ او بڼ له رنګارنګ ګلونه څخه ډک کړ.

ساده او آسان شعر یې ووایه.

د افكارو مرغلرې یې د شعر په ښایسته مزي کښې وپېیلې.

د زړه د ټوټو ترجماني یې وکړه.

د خبرو ملک یې فتح کړ او د پښتو لوى استاد شو.

په فصاحت کښې حسان، په رزم فردوسي، په اخلاقو کښې سعدي، په فلسفه کښې خيام، په عشق او تصوف کښې حافظ او د فطرت د ښكلا انځورګر وبلل شو. د ده په ښه شعر د پښتو ژبه په آب او تاب شوه، د بلبلو د نارو لپاره یې د وينا او خبرو باغ جوړ کړ، لكه چې ويلي یې دي.

.

.

ما خوشال چې په پښتو شعر بيان كړ

د پښتو ژبه به اوس په آب او تاب شي

همېشه به پرې نارې وې د بلبلو

دا چې ساز كړ نن خوشال په ويل باغ

.

.

لنډه دا چې خوشال خټک د پښتو ادب يو لوى اديب، غښتلى شاعر د مليت پتنګ، د پښتونولۍ ليوال، د ننګ او غيرت ټوټه، د تورې او مېړانې بيرغ او د عزم او همت لوى غر وپېژندل شو.

له شعر پرته، په نثر کښې هم د لوى لاس خاوند او د پښتو نثر د نوې دورې لارښوونكى وګڼل شو.

د يو قوي نثر ليكونكى، پوه مورخ، لوى عالم، مشهور مولف، په صفت وستايل شو.

دغه وجه ده چې نن موږ د ده د علم او پوهې، تورې او ننګ مقام ته د احترام سرونه ټیټوو او د ده د سپېڅلو ارزوګانو د پوره کېدلو هیله کوو.

خوشال خان بابا د (۷۸) كالو په عمر د ١١٠٠هـ كال د دویمې خور په ٢٨ نېټه وفات شو او د هوډي غره تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

(ممتاز خان)

-
بېرته شاته