(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بشري جغرافیه

[17.Mar.2022 - 16:04]

بشري جغرافېیه 

له « تاریخي جغرافیه » پرته بې معنا ده

ایا پښتانه رښتیا د سلیمان غرنۍ جغرافیې سخت دریځه کړي؟

شهسوارسنګروال

 

یوشمېرپه توکمیزونا روغېیوککړکسا ن اوس په یوې بلې څېرې ، یوې بلې پلمې اوتریوه بل غولوونکې سرلیک لاندې،غواړي دخپلو شوموعادتونوله مخې یونوی څپرکی پیل کړي اوپه ډله ییزورسا نېیوکې ورته نوې جامې واغوندي اوبیا ورته  وړځا ې ومومي ...!؟

موږ اوس په بیلا بېلوټولنیزوخپرونواورسا نېیو کې دا سې اکا دمیک ،پوه اوهوښیارکسا ن لروچې دچا په اوتو بوتونه تېراوځي ، دافغانستان جغرافېیه د تاریخي جغرافیې په رڼا کې د خپلوخلکوویاړلی ټا ټوبی ګڼي .

دا ډول څرګندونې چې « خشنه جغرافېیه ،خشن وګړي مینځته راوړي » د ملنډ و وړده ... چې ګنې پښتا نه دسلیمان غره سخت دریځه کړي دي !؟

درنو دوستانولما نه مه پوښتې چې د« چا » نوم واخلم ،خوهمداچې یوڅوک دخپلې نا پوهۍ له مخې زموږ له تاریخه غلا کوي ،همدا شرم یې بس دی ، زه له چاسره سیاسي ،ژبنۍ اوتوکمیزې ناندرۍ نه وهم، زه دځا ن اودچا دسپکاوي جوګه نه یم، زه کله کله دومره بېوسه اوبېوځله شم چې له ځانه مچان هم نشم شړلی اوپا تې لا دا ، چې چاته ووایم،ولې دې دګران افغانستان یوه لرغونې ژبه ،چې دپښټواونورو اریا يي ژبوپه څېرلرغونی تاریخ لري،له داسې یوې مجهولې اصطلاح سره تړاو ورکوۍ،چې ریښه یې له «ارامي لیکدود نه راوتلې وي... پهلوي سا سا ني یا دووم .

کله چې فنکیانو، کلدا نیانو، اشوریانو...میخي لیک ورغا وو په ارامي لیکد ود نا متو شو، ولې پرونی پارس اوسنی ایران ددجلې اوفرات دټولواکمنۍ برخه وه،خو افغانستان یوخپلواک هیواد و،چې موږ پارا دا تا یا پیشدادیان، اسپه  (غرشا سپه وکرساسپه،چې دارمستترګرشاسپ نریمان بللي) اونورې سلطنتي کورنۍ دساري پّه توګه یادولی شو .

دهخا منشیانو دواک په مهال« ارامي »ددوۍ دفتري ژبه شوه ، په افغانستان کې له ویدي سنسګرت اواوستا پرته نورې سیمه ییزې ژبې اولهجې هم وې ،چې داندوس اواکسوس تر مینځ ویل کېدې  لکه پراچي، اشکاني،زیباکي،واخي،شغني،روشاني،نورستاني، پشه یي،برکي برک، وایګلي ،منجاني، ساکي، دري ، پښتواونورې دیادولو وړدي .

هغه څوک چې خپل تاریخي ار زښتونه ... نه پېژني هغه به نودخپل لرغوني هېواد،طبعي،اقتصادي،سیاسي ،بشري... جغرافېیه څه وپېژني؟ غواړم په دغه لیکنه کې داډول کسان چې دافغانستان جغرافېیه نه پېزني، دهېواد تاریخي ویاړنوته ژمن نه وي اوان توکمیزوناندرېیوورته سترګې دومره پټې کړې دي،چې دافغانستان غرونه غرونه ویاړونه « دایران پارس » په لمنه کې ا چوي ... دمثال په ډول څو بېلګې وړاندې کووم :

۱--- دري ژبه ،دافغا نستان یوه لرغونې زبه ده او اوږتاریخ لري... خویوشمېرکسانو دایران حکومت دخوشحاولو لپاره « فارسي دري » کړه . پارسوا دیو قوم نوم و،چې له « ما د یانو» سره په ګا ونډ کې اوسېدل، چې بیا « اشوریانو» چې سامي نژاده ول دمادیانواوپارسیانوځمکه لاندې کړه اودوۍ یې کلا بند اومستعمره کړل ،ترهغې چې هخا منشیان واک ته ورسېدل .

څومره چې دژبومساله ده دهخا منشیانوپه وخت کې، لکه څرنګه چې دژبوتاریخ ښودلې ده ،خروشتي لیکدود دمتون لپاره ډېر عملي نه ووپه کتیبواوډبرلیکونو کې استفاده ترې کېده، ولې « ارامي »لیکدود دهخا منشیانودفتري ژبه وه‌.

۲--- له ارامي لیکدود نه پهلوي لیکدود را مینځته شو، چې بیا یې په ایران فارس  کې دیونا ني لیکدود ځا ې ونېو ،ورپسې ادبیات پرثوي،یا پهلوي اوپهلوي ساسا ني مخې ته راغلې .

پهلوي ا ثارپه ګشتا سپنامه ،شاهنامه ،کلیله ودمنه کې راڅرګند شول،ورورو یې « دري » ژبې ته لاره وکړه... خو «دري » ژبه له دېنه سلګونه کاله دمخه زیږېدلې وه نو ځکه يې دپهلوي ی فارسي ادامه نه شو ګڼلی .

په دې تړاو دسمنګانورباطک کې یوډبر لیک تر لاسه شوی او ښو دل کېږي چې دري له تخاري،سغدي اوپارتي ژبومرکبه وه .

۳--- دري ژبه لکه دپښتو او دافغانستان دنورو ژبو په څېر افغا نستا ن کې موجوده وه... ولې له بده مرغه یوشمېر بد مرغوزموږ دغه لرغونې ژبه د ایرانیانودخوشحالۍ لپاره په فارس ورګډه کړه، چې په « پارسي دري » یې ونوموله اوحال داچې پارس دیوقوم نوم دی نه دکومې ژبې .. ناصرخسروپه سفر نامه کې لیکلي دي، ما یو څوک ولید چې دقیقي یې بلخي کتاب ورسره و،خو په درې ژبې نپوهېده په پهلوي یې خبرې کولې !؟

۴--- دري ژبه ،دلرغونې تخاري ژبې یوه لهجه ده ، شاو خوا دوه زره کاله عمر لري... نو که داسې وی نو زه دا ډول کسانو ته وایم،چې خپله یوه لرغونې افغاني ژبه پارس یانې اوسني ایران پورې مه تړۍ اودا دتاسو لپاره دتاسو دځان سپکاوی دی!!

دپرتلیز، تاریخي اوتشریحي ژبپوهنې له مخې معاصر ژبپوهان ټينګار کوي ،چې د«دري» ژبې لومړی ټاټوبی لومړی افغانستان،دویم مینځنۍ اسیا(په ځا نګړې ټوګه تاجکستان ) اودرېیم ایران ګڼلی شو .

۵--- هغه بدمرغه کسا ن چې په توکمیزونا روغیواخته دي ددوۍ ناروغي دهرې ورځې په تېرېدولا ډېرېږي اولکه د«کورونا » دناروغۍ په څېر په څوڅوبڼوبیا بیا راغبرګېږي... را واخله،پښتانه د سلیمان غرونو« خشنې جغرافیې خشن کړیدي ...» دغه نا لوستي لا تر اوسه هم په دې نه پوهېږي ،چې ددې ستر ټبرلرغونی ټا ټو بی کوم ځاې دی...؟

ولې څومره چې دسلیمان دغرونو مساله ده، دغې سیمې شپږ سوه (۶۰۰) کیلو متره اوږدوالی درلود ،چې میلونونه افغا نا ن په کې استوګن ول . مستربیلو « پخپل  دافغانستان قومونه نومې کتاب کې کښلي دي «ګندا ریان (چې موخه یې پښتانه ول) ددوهم ځل لپاره  بېرته خپل پلرني اولرغوني ټآ ټوبي غور ته په لومړۍ میلا دي پېړۍ کې ځکه راستانه شول،چې د ابا سین شا و خوا خپل مینځي جګړې نښتې وې ... همدا راز مستر برون،دایران جغرافېه نومې کتا ب کې،مستر تتلردافغانستان تاریخ کې ، دغور سوریان،دسلیمان غره سلېمانخیل او دملتان لودیان پښتانه ګڼي  .

۶--- یو شمېر توکمپال « افغان تاجکان» دهخا منشیېانو« کروش اوداریوش» پاتې سوني ګڼي اوپه کروش اودار یوش ویاړي !؟ دهېښتېا خبره ده،چې ددوۍ لاسونه داریایی افغانانوپه وینو سره دي او دوۍ یې خپل اتلا ن ګڼي !!

حال داچې د هېرودوت له انګېرنو ښکاري چې کوروش په ۵۳۰م ز د« مسا ګیتو» ساکوله واکمنې «مېرمن تا مېرېس » له خوځکه په افغا نستان کې ووژل شو چې ددې زوې« سپر خا پیس »یې اختطاف کړی و...

۷--- که چېرې دهېرودوت دا خبرې ،چې پارتا، اپریتي (اوسني اپرېدي )، ستا ګېدي،ګنداري ،تادیکي ،ساکي ...اونورې څرګندونې رښتیا وګڼونو بیاخو دادیکي اوسني تا جیکي دي چې په یوشمېر متونوکې تازیکي بلل شویدي اومیر غلا م غبار پخپل کتاب « جغرافېیه تاریخي افغانستان » کې ددې خبرې پخلی کړی دی...نو که داسې وي نو تا جکان دهخا منشیانو زوزات نشو بللی ... نو ښه به وي چې توکمپاله پردیپال دڅو ټنګو لپاره خپل افغاني ویاړونه په « ایرانپارس» ونه پلوري ... !؟

ددې لپاره چې یوشمېر نا لوستي‌ په دې پوه شي ، لرغوني اریایان د هریرود، هېرمند اوفرارود له لارې  دافغانستان جنوب اوغرب ته ګډه شول،چې په پاې کې«ایرا نپارس» ته ورسېدل ... نوپه دې بنسټ ویلی شو ،هغه څوک چې د« زرتشترساتونکی اوپالوونکی ګشتاسپ دهخامنشي داریوش پلارګڼي بیخي بې بنسټه ده اوداځکه چې نامتو کتاب اوستا هخا منشیان نه پېزندل،نوځکه یې پخپلو پا ڼو کې دهغوۍ یا دونه نده شوې .

۸ --- نو زه په ځغرده هغه چاته سپارښتنه کووم چې لیکلي یې دي ګنې  « دسلیمان غره خشنې جغرافیې پښتانه خشنه کړي دي ...» افغا نان یوازې دسلیمان غره اوسېدونکې نه دي بلکې د لرغوني تاریخ په اوږدوکې له باختر نه را واخله ترغوراوبیا په ټوله سیمه کې خواره واره شول...په دې  تړاولسګونه لاسوندونه شتون لري،چې شکاکیون کولی شي وې لولي،چې زه دساري په توګه، دعتبي(تاریخې یمني )‌،حدودالعالم ، ابن اثیر، ابن بطوطه،آ بو ریحان البېروني ، منها ج السراج ، سیفي هېروي ،ملیسن ، تامسن ، راورټي ،‌ ډار مسټټر، مسټر بیلواو ان ترهېرودت پورې تاریخپوها ن یادولی شم . په ډېر درناوي داوس لپا ره همدومره

۱۵ ۱۱ ۱۴۰۰لېږدي --- ۴ ۲ ۲۰۲۲ زېږدي

                   لندن

............

-
بېرته شاته