(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرستال ګولوله

[05.Mar.2022 - 18:10]

د کرستال ګلوله/ دماشومانو لپاره لنډه کیسه

ژباړن: پوهاند رڼاګل آریوبزی / لیک:برودر ګریم

یو وخت یوې جادو ګرې درې زامن در لودل. درې واړه وروڼه یو په بل ګران وو، خو بوډۍ جادو ګرې په خپلو زامنو باور نه درلود او ډاریده چې واک او د جادو ګرۍ ځواک به ترې واخلي. له دې امله يې دمشر زوی نه په خپله جادو د هسکو غرو شاهین جوړ کړه او هلته په کومه پرخه اوسیده او کله کله په لوړ اسمان کې په لویو لویو دورو ښکته او پورته د الوتلو په حال کې لیدل کیده. دوهم زوی يې په نهنګ واړوه چې دلوی دریاب په تل کې اوسیده او یوازې هغه دوخت به په سترګو لیدل کیده    چې داوبو لويې څپې به يې پورته لوړې شندلې. دواړو به هره دورځ یوازې دوه ساعته د انسان حیره در لوده. کشر زوی يې وډار شو چې دی به هم په کوم ژوې واړوي، خرس اویابه لیوه ترې جوړ کړي، نو ځکه په پټه ترې وتښتید. ده اوریدلي و چې د طلايي لمر په قصرکې یوه جادو شوې شهزاد ګۍ ناسته ده او غواړي چې ازاده شي. یوازې هغه دڅوک د دې دازادولو جأت کولی شي چې له ځان نه تیر وي. درویشت زلمبانو په دي لارکې ژوند له لاسه ورکړ او په ډیرسخت اوله رنځونو ډک زوند مړه شول، یوازې یو کس پاتې دي او تر هغه وروسته بل څوک هغې خوا ته د ورتګ اجازه نه لري. داچې دی یو زړور زلمی او په زړه کې يې هیڅ ډار نه و، نو نیت يې وکړ چې د طلايي لمر قصر ته به ورځي. ډیر موده هرې خوا ته پسې وګرځید خو پیدا يې نه کړ، ترڅو چې په یوه ځنګل ور برا برشو او په دې هم نه پوهیده چې دځنګل نه د وتو لار چیرته ده. ناڅا په يې دوې لويې بلاګانې ولیدې چې پهلاسو اشاره ورته کوي او ځانو ته يې بولي. دی ورغی او بلاګانو ورته و ویل چېموږ دواړو په دې خولۍ دعوه ده، خو داچې دواړه یو شان زور او ځواک لرو، نویوه هم په بله زوروره نه شوه. تاسې دا کوچنې انسانان تر موږ ډیر هوښیار یاست، نو ځکه دا پریکړه تاته در پریږدوهلک ورته و ویل چېتاس ولې په دې زړې خولۍ دومره جنګ او دعوه کوی؟» بلا ګانو ورت و ویل چېته د دې خولې په کمال خبر نه يې، دا د جادو خولۍ ده، که څوک يې په سر کړي اوهرې خوا او هرځای ته چې وغواړي لاشي، په هغه شیبه کې به هلته ويهلک ورته و ویل چېدخولۍ ماته راکړی، زه تر یوه بریده له تاسې لیري خم، تاسې به زما دغږ سره سم رامنډې کړی او هر یو چې زر راورسید خولۍ به د هغه ويده چې خولۍ په سرکړه، نو روان شو، فکر يې د شهزاد ګۍ سره و، دا لويې بلا ګانې يې هیرکړې او په خپله لار روان و چې دزړه له تله يې هوسیلی را و وت او ويې ویل چېکاشکې اوس دطلايي لمر په قصر کې ویپه کومه شیبه کې يې چې دا خبرې له خولې نه راوتلېو چې ګوري د لوړغره په سرد قصر د دروازې په دمخکې ولاړ دی.

قصر ته ور ننوت، ټولې کوټې يې یوه په بله پسې ولیدې او په وروستې کوټې کې يې شهزاد ګۍ پیداکړه. دشهزاد ګۍ مخ دایرو په شان سپین، له ګوړینجو ډ ک، سترګې يې خړې او ویښتان يې سره وو. هلک د شهزاد ګۍ په لیدو سخت وډار شو او ويې پوښتله چېایا ته هغه شهزاد ګۍ يې چې دښکلا اواز په ټوله دنیا کې خپوردی؟»شهزاد ګۍ ځواب ور کړ چېدا زما اصلي څیره نه ده، زه دانسان په سترګو کې داسې بې ډوله او بې شکله ښکارم، ترڅو ته پوه شې دچې زه څنګه ښکارم، دې آینې ته وګوره، هغه هیڅوک نه غولوې اوزما اصلي څیره درښييبیايې هلک ته آینه ورکړه. هلک په آینه کې دیوې دومره ښکلې پیغلې انځور ولیده چې په ټوله دنیا کې يې ساری نه درلوده. دانځور په لیدو دومره  خواشینی او غمګین شو چې له سترګو يې اوښکې وڅڅیدې. بايې شهزاد ګۍ ته و ویل چېزه د هيڅ ډول خطر نه نه ډاریږم، دومره راته ووایه چې ستا دازادولو لار کومه ده؟» شهزاد ګۍ ورته و ویل چېڅوک چې د کرستال ګلوله تر لاسه کړي اوجادوګر ته يې مخامخ ونیسي، د جادوګرد جادو ځواک ماتیږي، زه ازادیږم او خپله اصلي بڼه تر لاسه کومبیا يې ژور اوسیلی وایست اوزیاته يې کړه چېځینو خو خپل ژوند په دې لار کې له لاسه ورکړه، خو په تا مې، ای ځوانکیه! ډیر زړه سوزي چې ځان له دې لویو خطرونو سره مخامخ کوېزلمي و ویل چې هیڅ شی زما مخه نه شي نیولی، خو دومره راته و وایه چې څه باید وکړمشهزاد ګۍ ورته و ویلچې داسې وي نو باید په هرڅه پوه او خبر شې.کله چې دهغه غره له سر نه چې قصر په ولاړدی، ښکته لاړ شې، هلته دچینې په غاړه یو وحشي خوسند ر ولاړ دی، ته به دهغه سره مقابله وکړې. که بخت درسره مرسته وکړه او په هغه بر شوې، نو دهغه له تن څخه په یو داور الو تونکی را پورته شي، دالو تونکي په نس کې داور سکروټې په شان یوه هګۍ ده او دهګۍ په منځ کې دکرستال ګلوله ده. الوتونکی په خپله خوښه دا هګۍ نه غورځوې، ترحو چې دی کار ته مجبور نه شې. که په مځکه ولویږي، نو په شاوخوا کې يې هر څه اور اخلي او سوزي او ورسره سم هګۍ دکرستال ګلولې سره یو ځای ویلې کیږې. په دې صورت کې په ټولې هلې ځلې بې ګټې شيځوانکی ښکته د چینې په لور روان شو، هلته دا وحشي خوسندر ولاړ و او دهلک په رمباړو او ټو پونو شو. دسختې او اوږ دې مقبلې نه وروسته په دي بریالی شو چې به خپل خنجر د خوسند ر نس څیرې کړي او مځکه پریوت. ورسره سم يط له ځانه داور الوتونکی راو وت او غوښتل يې چې په تیښته کومې خوا ته ولوزي، خو په دې شیبه هغه شاهین ـ د هلک ورور ـ چې پاس په وریځو کې الوته، په هغه پسې شو او د دریاب په لور يې تیښتې ته مجبور کړ، دخپلې تیرې مښوکې د برله پسې بریدونو له امله يې په داس تنګسه را ګیر اود هګۍ اچولو ته مجبور کړ. هګۍ په او بو کې ونه لویده، د دریاب په غواړه دیوه ماهي لویدونکې په کوټنۍ ولویده چ ورسره سم لوګي او لمبې ترې را پور ته شوې. په دې شیبه کې يې ډا بل نهنګ شوی ورور په اوبوکې په لامبو په خپل ټول زور را پورته شو چې داو په څپه يې اور مړ شو. هلک دهګۍ په لته کې او له نیکه مرغه يې بیامونده. هګۍ ویلې شوې نه وه، خو داچې ناڅاپه د دریاب سړې اوبه په تويې شوې، پو ټکی يې یو څه ګوړینجې شوی و، خو د کرستال ګلولې ته تاوان نه و رسیلی او هلک په اسانې د هګۍ نه دکرستال ګلوله را وایستله.

کله چې ځوانکی جادو ګر ته ورغی او په مخې يې دکرستال ګلوله ونیوله، هغه ورته وویل چېبس، زما دجادو ځواک اوبه شو. ته سر له نن څخه د دي طلا يې لمر قصر پاچا يې او هم کولی شې چې وروڼه دې له جادو ازاد او پیرته دانسان په بڼّ کړېځوانکي تر هر څه دمخه شهزادګۍ ور ودانګل او کله چې کوټې ته ور ننوت، نو ګوري چې دشهزاد ګۍ دښکلا شغلې هرې خوا خپرې دي. دواړو په ډیره خوشالۍ د واده ګوتې یو بل ته ور کړې.

Liste von Märchen - Grimms Märchen - Grimmstories.com

 

 ............

 

 

 

 چینډخان په شیدو کې/ د الماني سرچینو نه

ژباړن:پوهاند  رڼاګل آریوبزی

په یوه اوړي کې د سختې ګرمې له امله یوه کلي ته نږدې یوازنی ډنډ وچ شواو دوه چینډ خان هم مجبور شول چې له دې ځایه کومې بلې خوا ته کوچ وکړي. هلته په ګاونډ کې د یوه بزګر کور و. دي کور یو پخلنځی درلود چې تر څنګ يې د خوراکي ټو کو د ساتلو د پاره یوه وړه او سړه کوټني وه او په کوټنۍ کې د تازه او غوړو شیدو ډ که کټوه وه. چینډ خانو چړپ کټوې ته ورټوپ کړل، شیدې يې چیکلې اوشنډې يې زبیښلې، ترڅو چې دواړه ښه ماړه شول. او س يې غوښتل چې د کټوې نه بیرته را و وزي. هڅه يې وکړه چې د کټوې نني دیوال ته په لامبو ځان ورسوې، خو دا چې ډیرې شیدې يې چیکلې وې، هلته يې درسیدو وس ونه رسید. که هر څومره دیخوا اوهغې خواته سرګردانه وخوځیدې او یو خوا اوبل خوا يې ټوپونه و وهل، دکټوې نه يې د راوتو امکان پیدا نه کړ. ورو ورو ستړې شول او له پښو ولويدل. په پای کې يوه چنډخ دې بل ته و ویل چېملګریه ! موږ نور ختم یو، زموږ د خلاصون لاره اوچاره نشته، هلې ځلې نور مانا نه لرياو د د دې خبرو سره يې ځان خوشې کړ او په شیدو کې ډوب شو. دابل چسنډخ تمه لنډه نکړه خپلو هڅو ته يې دوام ورکړ او ټوله شپه يې په شیدو کې په لامبو اوخیزونو تیره کړه. د بلې ورځې په سهر، کله چې د لمر تودې شغلې کوټنۍ ته ننوتې، چنډخ دکوچو په غونډارې ناست و، اوس ېې له دې ځایه په خپل ټول قوت یو ټوپ وکړ او دکټوي نه را و وت.

Bezaubernde Kurzmärchen aus aller Welt 

-
بېرته شاته