(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون مشرتابه

[24.Feb.2022 - 19:42]

پښتون ''مشرتابه'' خاموش

لیک: نورالشر نوید

د تېرو زمانو په لويو لويو سياسي بحرانونو، په سختو سختو پوځي او ولسي ډکټېټرانه حکومتونو کې د پښتنو قيادت د ټول پاکستان د مرکزي اپوزيشن د مشرۍ رول لوبولی دی!!

دا هم يو حقيقت دی چې د پښتنو مشرتابه نه لويو لويو زوره ورو حکمرانانو نه ړق وهلی او نه یې ترې په ارامه خوب کړی دی!!

دا به هم هيڅ څوک هېر نه کړي چې زموږ مشرتابه د مزاحمتي سياست بنياد ايښی دی او مزاحمت یې په هيڅ يو مصلحت نه دی مات کړی!!

دا به هم هر چا ته په ياد وي چې سياسي کومټمنټ یې نه د مېز له پاسه بایللی دی نه يې له مېز لاندې!!

خو!!

نن چې موږ د سياسي ماضي د ټپ شوي کتاب پاڼې په ''حال'' کې را اړوو نو داسې محسوسوو لکه چې دا کتاب، دا پاڼې، دا لفظونه اصطلاحات دغه ماضي هډو زموږ نه دی.

يا موږ هډو د خپلو دغه لفظونو مانا او اصطلاحات نه يُو!!

هر کله چې يو قام د خپلو تحريکونو او د خپلو لفظونو نه جا شي د هغوى سياسي ماضي ختم شي او کوم قام چې سياسي ماضي نه لري نو د هغه ''حال'' مشکوک وي او مستقبل ورک فنا!!

موږ دا وخت په يو مشکوک پراسراره ''حال'' کې ژوند کوو او مستقبل مو تورتم سُرنګ دی، ځکه چې زموږ خاوره د پردو جنګونو مېدان ده او موږ د پردو جنګونو سپايان يُو.

د نورو د مفاداتو اېجنټي او جاسوسي کوو.

لښکرې لښکرې ولسونه له خپلو کورونو د خپلو علاقو نه راپاڅول کيږي او په خپله خاوره کې ورپورې د پناه ګزين نوم تړل کيږى.

د ننګ ناموس خلق په کتارونو کې امدادونو ته درول کيږي، په هغوى د مذهبي ښوونکو له خوا د ''صبر جميل'' او د حکمرانانو سياستوالو له طرفه د ''اتحاد، تنظيم او يقين محکم'' تلقين اورول شي.

پېښور کې د ټولو اطرافو او ولسونو پناه اخستې ده.

په ټولې پښتونخوا کې د ټول پاکستان د غلطو پاليسويو اور او د ټولې دنيا جنګ دی.

ټول پښتون په خپله خاوره د پناه ګزين په شکل پروت دی.

غېر ملکي او ملکي اين چې اوز، مختلف تنظيمونه، فلاحي ادارې يو او بل په انفرادي او اجتماعي توګه د بې کوره خلکو امدادي کارونه کوي.

سياسي مشران يا د سياسي ډلو په نمائندګۍ د مختلفو ګوندونو مقامي ليډران حکومتي چارواکو اهم شخصيات يا د هغوى په نمائندګۍ نور خلک د امدادي سامانونو سره راځي، عکسونه اخیستل کيږى پرنټ او الېکټرانک ميډيا باندې يوه حاضرى لږى او بس!!

سياسي عقيدت لرونکي حلقې وايې چې پښتون مشرتابه د سخت امتحان او نازک صورتحال سره مخ دى، د سياسي عقيدت او شخصيت پرستۍ نه ازاد او سياسي شعور لرونکي حلقې وايې چې پښتانه د قيادت د بحران سره مخ دي، داسې په تاريخ کې په اول ځل وشو چې په ولسونو کې د مزاحمتي تحريک زور شته خو رهبر نه لري.

زموږ سياستونه په داسې حالاتو کې د مار او پاړو د لوبې تماشې ته ناست دي، مار او پاړو دواړه خطرناک دي، څوک چې د مارانو تماشه کويى او په پاړوګانو ځان دموي او دا خوش فهمي لري چې په ما به دا زهر اثر نه کوي لويه بې وقوفي ده!!

د مار او د پاړو د لوبې تماشچيان سياستوال او سياستونه که په دې خوش فهمۍ کې ځان محفوظ ګڼي چې موږ ''پاړوګانو'' دم کړۍ يُو نو دا حقيقت دې هم څوک له نظره نه غورزوي چې خطرناک ماران د ايجازې نه ووځي نو بيا پاړو هم چيچي، د پاړوګانو مرګ هم د مار د لاسه وي!!

په داسې حقيقتونو او بدلونونو کې چې دپاړو څه ضمانت نشته نو د سياستونو څه ګارنټۍ ده!!؟؟

د سياستونو او سياستوالو، قامي رهبرانو او مشرانو تحفظ او ضمانت په خپلو ولسونو کې دی، په ساوٴنډپروف محفوظ کمرو او په ''کانټه تار'' اوسپنيز حاشيو کې نه!!!

دا وخت پښتانه ولسونه خپل رهبران قامي مشران، د ماضي د مزاحمتي سياستونو او تحريکونو وارثان واپس غواړي!!

که څوک ځان ته قامي مشر وايي او د خفيه پراسراره کېمپ نه واپس خپلو اولسونو له نه راځي نو هغه به سبا له د پښتون قامي تحريک د تاريخ حصه نه وي، بلکې په تاريخ کې به د قامي مجرم په نوم ياديږي، ځکه چې په داسې حالاتو کې چپ پاتې کېدل د ولسونو جدا او ځان له پاتې کېدل قامي جرم دی.

که څوک د سياسي عقيدت په جذبه او ړنده عقيده اوس هم دې ته د قيادت بحران نه وايي نو هغوى دې لږ ساعت ، فقط يوې لحظې له د سترګو نه د عقيدت چشمې لرې کړي، د عقيدې د سجدې نه دې راپاڅي.

دې ټول لوې پښتون وطن او تار تار شوى پښتنو او خېمه خېمه خانه بدوشي پښتونخوا ته دې وګورﺉ، د جلسو جلوسونو او اتڼونو خوشو مېدانونو، شاړو حجرو او خالي جوماتونو بې امامه صفونو او خاموشه خاموشۍ ته دې سترګې واړوي.

هغوى سره په څنګ کې يا تر لرې لرې ډېر لرې پورې څوک رهبر په نظر راځي!!؟؟

بيا دې په خپل پښتون خوږ ايمان ووايي چې د پښتنو په تاريخ کې د دې نه بده ورځ نوره څه ده!!

دا د قيادت بحران دی او که نه!!؟؟

نورالبشر نوید

 

-
بېرته شاته