(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ستوري یاد

[24.Feb.2022 - 19:29]

دارواښاد ډاکتركبير ستوري  په یاد  زماخاطرې !

لیک: پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

 

داچې ارواښاد ستوری د یو قامې مشر په صفت د ژوند په ټوله موده کې  د خپل قوم په خدمت کې په عملي توګه بوخت وو، نو لدې کبله هغه د خپل قام سترګي (څراغ) ګڼل کیږي . 

ډاكتر ستوری د هېواد يو نوميالى ساينسپوه، د ټينګ عزم، د سپېڅلي ايمان او عقيدې خاوند او د پښتو ژبې او ادب په ډګر کې د لرې او برې پښتونخوا يو بې ساری علمي ځلانده ستوری وو او دی، چې د ساېنسپوهنې  او نورو ټولنيزو څانګو په برخه کې، په تېره بيا په ساه پوهنه  كې یې ګڼ شمېر كتابونه ليكلي دي، چې لدې لارې  یې خپل ولس او د پښتو ژبې کولتور ته ستر تاريخي نه هېرېدونكي علمي اثار وړاندې کړې دي.

ستوري پدې باور درلود، چې پښتو ژبه هغه وخت په ملي او نړیواله کچه د نورو ژبو سره سیالي کولای شي، چې په ساینسي، تخنیکي، طبي  اوعلمي اثارو غني شي.

اوس چې زموږ ملي سراسري پښتو ژبه د بېلابېلو ګواښونو او چیلنجونو سره مخامخ ده، نو پر موږ ټولو فرض ده، چې د دغه ګواښونو پر وړاندې په مېړانه ودرېږو او د ارواښاد ستورې د پیغام سره سم د علم او قلم په ژبه ورته ځواب ورکړو.

 

زماپه اند د ډاكتر كبير ستورې دفلسفي پلویانو د هر اړخیزو هلوځلو پایله  وه ، چې نن ورځ  پښتو ژبې  د رسنیو په نړیوال ډګر کې رسمیت وموندد یوې بېلګې په توګه  ګوګل ژباړن  (ټرانسلیټ Translate)  ټولې ۱۰۳ ژبې لري ،چې يوه يې هم پښتو ژبه وټاکل شوه. دا خو یو څرګند حقیقت دی، چې  ګوګل ژباړن  (ټرانسلیټ) د پښتو ژبې د ودې په برخه کې يو لوې رول لوبوي او د پرمختګ سبب یې ګرځي.

اوس نو هر څوک کولای شي، چې د ګوګل ژباړن له  لارې پښتو هم بلې ژبې ته واړوي او هم له نورو ژبو څخه پښتو ته متن وژباړي

 

۱- خاطره : د پښتنو یووالیکله چې پر ۱۹۶۵ ز کال کې  د محصلینو لومړۍ اتحادیه د المان دفرانکفورت په ښار کې جوړیدله ، نو د اتحادیې په برنامه باندې لانجه پیدا شوه . ډاکتر ستوری اوڅو نورپښتانه په دې اند وو، چې د اتحادیې بنسټیزه موخه په لومړي ګام کې د لراوبرو پښتنو یووالی دی

داځکه، کله چې یوځل  پښتانه سره په یوه خوله شي، نو د هیواد نورو قومونو یووالی په اسانۍ سره مینځ ته راتلای شي. دلیل  یې دا وو،  چې پخپله پښتانه  د پښتنو له لاسه  د زده کړو (علم )، تخنیک او تمدن څخه تل د دولتي  واکدارانو  پر مټ لیرې ساتل شوي دي، چې په سر کې یې قزلباش شتون لري

دبېلګې په توګه : د۱۹۶۲ ز کال څخه راپدې خوا د رحمن بابا او د خوشال بابا د لیسو زده کوونکو باندې په المان کې په یوه او یا بل نوم تحصیلي برسونه  بند شول او هیواد ته بیرته ولیږل شولد ده او زما نظرداسې وو، چې په هیواد کې میشت غیر پښتانه قومونه  پوره د علم خاوندان دي ، بې له هغې سره متحد دي او مشران هم لري . هغوی ته د هیواد په داخیل  او د هیواد څخه بهر د پښتنو ضد کړیو له خوا لارښوونه هم کیږي

په داسې حال کې، چې یوه بله ډله په دې نظروه، چې د افغانانو ترمینځ توپير، وه نه شي او ټول یوشان دي. نن ورځ سپينه شوې ده ، چې په دې اړوند د ارواښاد ستوري نظر بیخې  ریښتونی وو.

 

۲-خاطره : په پښتو ژبه خبرې کولپه  ۱۹۷۴ ز کال دجرمني فرانکفورت په ښارکې دافغانانو یوکنفرانس جوړ شو، چې  ډیرو پښتنو اولږو غیر پښتنو زده کوونکو پکې ګډون کړی وو. په مجلس کې ټولو پښتنو خپل وړاندیزونه په  درې ژبه ولوستل .

خوکله چې د  ډاکتر ستوري  وار راغی، نو په لوړ غږ او زغرنده (جدي) پښتو ژبه يې خبرې پیل کړې. غیر پښتنو افغانانو غوښتل، چې دی په درې ژبه وغږیږي ، خو ستوري ورغبرګه کړه : (زه افغان یم او دهیواد  د اکثریت  په ژبه خبرې کوم .)  

غیر پښتانه افغانان سره راټول شول اوپه لوړ اواز يې چیغې  ووهلې  (تو پاکستاني  هستي ، زیرا به زبان پاکستاني ګپ میزني، به زبان دري ګپ بزن) . ده خپلو خبروته  پرته له خنډ او ځنډ دوام  ورکړ او وه يې ویل : (زه د افغان نامتو پاچا احمدشاه بابا او د هیواد د ډېره کي  په ژبه خبرې کوم .)

ورپسې مجلس دومره ترینګلی شو، چې غیر پښتنو افغانانو هڅه وکړه ، چې په ډاکتر ستوري باندې فیزیکي حمله وکړي، خو د پښتنو زړه ورو ځوانانو په مټ ددې خطرڅخه بچ پاتی شوده  د هیڅ چا پروا  هم نه درلوده . په پایله کې يې  په لوړغږ وویل :  (سپې به غپیږي او کاروان به تیریږي).

 

 

۴- خاطره : د پښتوژبې سره مینه  : کبیر ستوري به ویل : په هرچا چې خپله مور ګرانه وي ، نو په پښتو ژبه  به لیکل ،لوستل او خبرې کوي . پښتانه د پښتو سره او پښتو د پښتنو سره نه شليدونکې اړیکي لري.   دا ځکه،  چې د قران شریف  په آیه 

77 سوره قصص کی راغلي دي:  «لاتنس نصیبک من الدنیا». 

ژباړه : مه هیروه هغه برخه (دنیا، شتمني، ژبه،عزت) چې الله په دې نړۍ کې درکړې ده . د دې ایت شریف په رڼاکې هرڅوک ،چې په مورنۍ  ژبه ویل، لیکل او لوستل نه کوي ، نو دا مانا لري، چې د مور احترام نه کوي  او دا یوه ګناه ده.

د کبیر ستوري ډیره مبارزه په دې لاره کې وه ،چې  دهیواد په ټولو پوهنتونونو، رسمي دفترونو کې دې پښتو ژبه وکارول شي. د بیلګې په توګه یې دلاندې شعر دامطلب ډیرښه بیان کوي.

سیاسي واکمن که پښتانه شي، پښتو کاندي د سرکار ژبـه

هم د ښوونځي، هم د دفـتر، هم د  خپل کار ژبه

بیا به پوهان او امیان حس  کړي  ضرورت د پښتو

پـښتو به شي بیا د پوهنې ، تجارت  او د روزګار ژبـه 

مالاندې شعر د ارواښاد ستوري په افتخار د پوهنتون درسي کتاب په لومړې مخ کې لیکلی دیدکتاب عنوان  دی (سرطان او د چاپېریال رادیو اکټیویټی)

كه زما ستوري په قبر چېرې راشې

په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم

 

۵- خاطره : د پښتنو سره مینه :   په  کبیر ستوري باندې پښتانه ډیرګران وو، که په هره جامه به وو، که په هر ګوند کې به وو اوکه هر سیاسي فکر به يې درلود، بیاهم په هغه باندې ډیرګران وو. زماپه اند د پښتنو سره دارواښاد ستوري مینه (دلیلی اومجنون ) سره ورته وه ، داځکه هغه به ویلالله ج بنده بخښي، خو پښتانه یوبل نه بخښې ، او دا یو ډیر ناسم کار دی.

 یانې دده  مینه د پښتنو سره  دومره زیاته وه ، چې پښتون به  یې د ټولو سیاسي تیروتنو سره سره هم بخښلو اوویل به يې : چې ګڼ پښتانه غیر شعوري ګناه او تیروتنې  کوي او خدای دې ورته هدایت وکړي .   

په دې اړوند په ده  پسې یوه ټوکه هم جوړه شوې وه، چې یو چا د کبیر ستوري څخه وپوښتل ،چې پلانی سړی د ستاسو د ګوند (حزبغړی دی اوکه نه؟ 

ستوري په ځواب کې ورته وویل : نور خبر نه یم، خوکه  پښتون وي زموږ په  ګوند کې به وي او که پښتون نه وي، نو زموږ سره نه دی.

 

۶- خاطره :د ډاکترنجیب سره ملاقاتچې ډاکتر ستوري د  ډاکترنجیب الله سره په کابل کې ملاقات وکړ، نو همدا لامل  وه، چې ډیر نیږدې ملګري دهغه څخه مرور شولڅرنګه چې ارواښادستوری دساه پوهنې علم لوستلی وه نو ده ویل: چې ماغوښتل ، چې د ډاکترنجیب  Therapie درملنه وکړم . دا ځکه چې ډاکټرنجیب یو پښتون دی او په غیرشعوري توګه د پښتنو په ضدعمل کوي، خو په زړه کې صادق او کلک پښتون دی.

 

۷- خاطره : د پښتو ژبې علمي کول : دخداى بخښلي  ستوري لومړی پیغام دا وو، چې ماته يې وویل :"زما جنازې ته مه  راځه، زما پيغام د ولسونو په منځ کې خپور کړه "

دغه راز یو بل پیغام  یې داوو، چې داساسي قانون او د نړیوالو پرنسیپونو  په رڼاکې باید د هیواد په پوهنتونو او ښوونځیو کې داکثریت ولس پښتو ژبه تدریس شي  او لکه د نړی د نورو هیوادونو په شان دې  د اکثریت ژبه  په دفترونو کې پلي (عملي) شی . دري ژبه دې د دویېمي رسمي ژبې په توګه ومنل شي .

  ارواښاد ستوری او ارواښاد ډاکتر درويزه اڅکزی  هغه لومړني ساینسپوهان وو، چې په جرمني کې یې د پښتو ژبې علمي کولو هلې ځلې پیل کړې .  هغوی ترخپله وسه په دې اړوند ګڼ شمیر علمي او مسلکي کتابونه هم ولیکل . د هغوی په وینا باید هر پښتون په خپل مسلک کې په پښتو ژبه کتابونه ولیکي، ترڅو پښتو ژبه یوه علمي ژبه وګرځي . په دې اړوند درحمن بابا لاندې شعر پرځای دی :

ماچې خال دستا دوروځو په میان ولید                                  

نه بل هسې رنګ امام شته نه   محراب

یو کتاب په سړبن کې چا ونـه کړ                  

بې رحمانه چې یـې وکړ داکـتاب

     (رحمن بابا)

 

۸- خاطره :د لر او بر پښتون  یووالی :   د ارواښاد ستوري په مزاج كې ناقراري وه، ددې  وجه دا وه، چې هغه د پښتون قام د سوكالۍ او وحدت خوبونه ليدل، ان تردې حده پورې چې سګرټ  څکولو ته یې لاس واچوولو. دکوزې پښتونخوا ټولو قامي مشرانو، شاعرانو، اديبانو او عام ولس سره يې اوږدې اوږدې مركې وكړې. د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره يې د اړيکو لړۍ (سلسله) پيل كړهدبیلګې په توګه : دپښتنو دقامي مشرانو او په ځانګړي توګه دمحمد افضل خان لالا بلنه جرمني ته دیادولو وړده.

 

 ۹خاطره :دسیاسي ګوند جوړول : ډاکتر ستوری په اروپا کې هغه سیاسي لومړنی شخصیت وو، چې دپښتنو  ټولنيز ولسوليز ګوند بنسټ يې کیښود او هر کال فرهنګي او سیاسي کنفرانسونه او غونډې جوړويهمدا  لومړنی ګوند وو، چې په ۱۹۹۳ زکال  د نوامبر د میاشتې په ۱۲ مه نېټه یې د ډیورند کرښه باطله اعلان کړه . داځکه چې د نوموړې مصنوعي کرښي سل کاله تیر شوي دي او د پخوا په شان هیڅ اعتبار نه لريزماپه اند همدا اوس په افغانستان کې جوړشوی نوی تحریک ( پښتون خوځښت) او ځینې نور خوځښتونه  د ده دمبارزې پایله (نتیجه) وه .

 

۱۰- خاطره : دارواښاد کرکټر او خوی :  ستوری سپین سپېڅلی سړی وه : (شف شف به یې نه کولو) په هر مجلس کې به یې د خپل فرهنګي نظر او سیاسي تګلارې څخه  په ډاګه دفاع کوله  او پدې هکله یې  د هیڅ چا پروا  نه لرله

 . ماته  یې وویل : ډاکټره! په هر   واده  کې برخه اخله ، خو د بل چا اټن (سندرې) به نه کوې  بلکې خپل اټن (سندرې) به کوې . په دې اړوند پخپله  عبدالرحمان بابا نه واورئ:

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک                               

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هيڅ خندا مي له دي خلکو  سره نه شي                                        

ژړه وي مي هغه  تللي تللي خلک

 (رحمن بابا)

 

 ۱۱- خاطرهصبر او حوصله   :    د ارواښاد ستوري په مغزو کې سیاسي تیوري پخه شوې وه. ده به خپل نظر  په هر مجلس کې په  ډیره حوصله او دلایلو سره  وړاندې کولو، که مقابل سړی به ورته ډیر جدي او په غوسه هم شو، خو دی به  دخپل نظر څخه نه اووښت . په پیل کې به ېې د سګرټ یو اوږد کش وکړ او  په زغرده اوجرئت سره به یې د خپل سیاسي فکر څخه دفاع  کوله .  

۱۲- نیکخواه او د ښه نیت سړی ووستوري د هر چا په هکله  ښه نیت درلود  او نیکخواه سړی وه . د خوشال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي 

چې دخلکو نیکخواهي لري په زړه کې                    

مبارک  شه بادشاهي لري په زړه کې 

ستوری کلک مسلمان وو او ماته يې وویل : خَیرُ الناسِ مَن نَفَعَ النّاس؛.  

ژباړهد خیر سړی هغه څوک دی، چې بل چاته یې خیر ورسیږي.  

 

۱۳- خاطره : ډیر میلمه پال پښتون وو:   ستوري به هغه څه پیسې چې په خوارۍ سره  ګټلې، تقریبا ټولې به یې په سیاسي او فرهنګي ټولنو، غونډو، د کنفرانسونو او میلمنو باندې مصرف کولې . د ده په وینا ، یو عالم فیلسوف ویلي دی.  (هر څوک چې د پيسو غلام وي، نوپه خپله مبارزه کې  نه بریالی کیږي

          

۱۴- داولادونو روزنه : خپل اولادونه یې په افغاني، اسلامي او د پښتونولۍ په روحیه  روزلي دي . اسلامي روحیه یې  داده چې د مشرانوا حترام کوي او په کشرانو مهرباني کوي . همدارنګه د خپل پلار سیاسي او فرهنګي مبارزه پرمخ بیایي .             

لیکوال :

الحاج پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

دافغانستان داتوم انرژي پخوانی مسئول مشر

او دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی پخوانی استاد

-
بېرته شاته