(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه ډارېږم

[25.Jan.2022 - 21:45]

زه ډارېږم
لیک: ډاکتر ماخان مېږی شینواری

زه به لنډ خپل سیاسي اند له تاسو ګډ کړم او بیا به سره په ګډه پرېکړه وکړو، په پلو او مخامخ.

دا ځکه لیکم، چې زوړ یم، له څه شي ډار نه لرم او نه د  څه غوښتلو لپاره وخت.

دا چې څوک مې څنګه بولي، دا به د خدای په کارونو کې ګوته وهل ځکه وي، چې دا به د ما او د لوي څښتن په منځ کې وي او بل څوک نه شي پرېپوهېدلی.

یوه لنډه خبره یاد ته راغله بخښنه دې وي: ما د یوه کس په هکله وویل، چې جنجالي سړی دی، دې مل ملګري مې راته وویل، چې په زړه کې ډېر سپېڅلی دی. ما ورته وویل، چې زړه یې د لوي څښتن او د ده کار دی.

په ۱۹۶۳ ز ک کې مو په لسم ټولګي کې ارواښاد نظام الدین تهذیب د دنیاتو او د پښتو ښوونکی دنده واخستله، نو داسې ورو ورو یې دا موږ چې ملي دموکراتیک اند باله، ورسره بلد کړو او د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند غړي شوـ موږ یوه ډله وو). خبرې نه اوږدوم، خو د ارواېښاد نورمحمد ترکي وخت مې د پوره خوښۍ وخت وو، چې د ارواښاد امین سره لږ تیاره شو او د کارمل سره پوره ناهیلي منځ ته راغله او دسیاسي راتلونکي سره مو خپل اند ته د بدلېدو فکر هم وکړ، خو دا چې له سیاست لرې نه شو پاتې کېدلی، نو د کارمل په مخامخ راپورته کېدل په دې پرېپوهېدنه وو، چې باید د اخوانیانو سره کار وکړو او له هغو څخه د هیواد لپاره هېڅ هيله مند نه وو، خو د موږ باور په شوروي وو، چې ګوندې دوی به دومره ورانی نه کوي.

د  ارواښاد ډاکتر نجیب الله په اخرو څلورو کلونو کې مې د المان (بون) د سفارت دنده په غاړه واخسته د شار د، افیېر په توګه.

  

د اراښاد نجیب د حکومت له منځه تللو سره، چې اسلامي ګوندونه منځ ته راغلل، نو د ارواښاد رباني په وخت کې مو په هیواد کې انارښي حاکمه شوه، چې پوره ناهیلی او آن تر دې پورې، چې ګوندې هیواد مو نور له لاسه لاړ، خو دا هیله مو تالبانو بېرته راژوندي کړه، ښه پلوی  یې وم او د لومړي ځل لپاره مو په المان د بون ښار( هغه وخت دالمان پلازمېنه وهکې د دې لپاره یو مطبوعاتي کنفرانس هم جوړ کړ، د تالبانو په پلوي، چې بېرته مو هیلې راژوندۍ شوې، چې نه! هیواد مو شته او د ما په کړو وړو کې یې پوره بدلون راووست، چې له هغې را په دېخوا مې پنځه پنځوس کتابونه ولیکل او وژباړل، د نور ډېرو لیکنو سره مل.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې یوه الماني افغانپوه ژورنالست وویل، چې ګوندې زه ناشنلست یم. ما ورته وویل، چې زه د انارښي په مخامخ یم. له انارښي دکتاتور ښه دی.

 

امریکا په سر کې نړۍ د تالبانو حکومت له منځه یووړ او په ځای یې دا دموکراتي راوسته، چې ما دا په خپلو لیکنو کې دموکراتیک برېښنده انارښي بللي، چې پای کې هم ټاکل کېدل، خو حکومت یې د هغې له مخې نه جوړېده او د ګډوډۍ حکومتونه په واک شو، چې پای لاس ته راوړنه یې بېرته د تالبانو راتګ وو

 

نو اوس به دې بیا د تالبانو دکتاتور ته څه ووایو او څنګه تلنه باید ور سره وشي؟

 

تالبانو څه وکړل؟

ډېره غوره دا ده، چې

--  د سوونو افغانانو مرګژوبله له منځه لاړه.

-- خپل سري لهمنځه لاړه.

-- او دا یې هم ډېره غوره ده، چې وژلالات یې سره راټول کړي. اوس چا ته نور څوک د جنګ غورې نه شي کولی.

 

اوس مې د راتلونکې لپاره اند په کومه لور روان دی؟ 

 

دلته د ما د ډار خبره منځ ته راځي

 

دا چې ډارېږم، نو د ارواښاد ظاهر شاه او ارواښاد داوود  او په پای کې د ارواښاد رباني انارښۍ وروسته مې تل د وخت د حکومت ملاتړ کړی، چې نوره بده نه شي، خو په خواشینۍ باید ووایم، چې تل د خرابېدو په لار مو واکبدلېدنه په زړه نه وه، چې دا اوس وخت هم راته خطرنا که برېښي، که څه هم دلته لږ د خپل فکر سره په مخامخوالي کې یم

زه د یوڅه له ماتې وروسته پوهېږم، چې دا اوسنی حال د هغه تېر راته ښه برېښي او د هغه تکرار سره هم هم اندی نه یم، چې تالب به بیا  منم او نه منم سره ګېر وی. اوس نو دا یوه  واک- که په خپلو کې سره یو وي ـ لرو مسؤلیت د دوي په غاړه دی.

دموږ مسؤلیت نو څه دی؟ 

 

زه له خپله ځانه غږېږم.

اوس د دوه سیاستونو په منځ کې راګیر یو.

یا به تالبان نه منو او په مخامخ به یې جنګېږو او د ټولو هغو سره به چې مخامخ یې دي یوځای کېږو.

دا هم په دوه ډلو وېشلی شو.

یوه هغه چې د موکراتۍ- لکه چې ورسره بلد یو- غواړي او بله ډله یې بیا همهغه دي، چې هیواد یې وران او دې حالت ته راورساوه او بیا هم غواړي، همدې د مخه موخې لپاره د حکومت واګې په لاس کې ونیسي

دا موږ له هیواد دباندې یا دننه، چې خانونه هیوادپالي دموکرات بولو، موږ دومره نظم او توان نه لرو، چې د تالبانو د له منځه وړلو کې مخکښ رول ولوبوو، نو هرو مرو به د همهغو پسې ځو، لکه دا تراوسه، چې ما وې له دوي پسې ښه کېدی شي.  

هغه د دوي څرګند داسې ځان منظم بللو خو یې په مخامخ د جنګ اعلان کړی، روا یا ناروا په دې نه غږیږم.

دا نور چې داسې کومه ډله نه لرۍ یا داسې توان منده ډله، چې پرې ګڼلی شو، نو ورسره ناخوښ څه وکړي؟

ما د تېرحکومت پلوي کوله، په دې هیله، چې څو کاله وروسته به ښه شي او دا دوه سري به ورک شي. دا چې دا کار به شوی وی یانه، دا پوښتنه خو له منځه لاړه

او دې موږ داسې په نامه هیوادپالو ته راځم، چې په مخامخ خو یې څه نه شو کولی، خو د دې بلې داسې په نامه مقاومت جبهې سره به یوځای کیږي، چې ګومان مې دی، دا سمه لار نه وي.

او پخپله خو یې د له منځه وړلو لپاره څه نه شو کوی، خو راځۍ دې ته فکر وکړو، چې د ګډکار لپاره یو بل رابللی او رغملی شو او که نه؟

زه خو په دې اند یم، چې د هیواد دموږ او هیواد لپاره به د ګډ کار هڅې ګټورې وي. دا یواځې او یواځې هلته ښې کېدی شي، چې پراخه زغم، دا داسې ملي او هیوادپال ډېر او ان تر اخره توانه پورې زغم ولري او دا د زغم اخر هم ی د ځان لپاره ونه ټاکي، چې یره بس دی( دلته به لږ فکر سره وکړ، سخته غوښتنه ده).

 

دموکراتانوته، چې هیوادپال هم دي

په افانستان کې دا اخرو شلو کلونو کې داسې په نامه موږ دموکراتانو د هغو حکومتونو ملاتړ کاوه او ښه مو ترې هم نه راتلل، چې دا مو په غونډو کې ویل، داسې ډلې ټپلې مو هم جوړولې.

 

د افغانستان اساسي قانو داسې جوړ سو، چې د ډلو په ځای کسانو ته واک ورکړل شو، چې په هغې کې هغه د سر سړی بې ډلې او دا نور په واک ؛ډ کسان د ډلو کسان وو، چې له همدط امله به یې پښې ورته دربوهلي، نودوي به ډارېدل او د واک په ؛ډون کې به یې د دوي بغاوت او هر څا منل.

که تالبان هم په همداسې یوه حالت کې راغلي وی، بده به وی.

 

حکومت:

واک اوس تالبانو نیولی او د حکومت د جوړولو حق ځان ته ورکوي، چې په مخامخوالي او پلويتوب یې وغږېدو.

حکومت په دې پرېپوهېدنه چې کابینه یا وزیران.

 

د وزیرانو دنده

وزیران که د هرمسلک کسان وي، هغوي دومره د مسلک سره سر او کار نه لري، دوي دا خپله اداره ترتیب او کنترول کوي، د کار خلک یا متخصصین هغه کسان دي، چې د جوړښت کارونه کوي او دا تالبان ځانله نه شي کولی، چې همدې کسانو ته اړتیا لري.

دا چې د وزارت په ککره کې څوک دۍ، دا مسلکي نه وي، خو تنظیمي او کار ورته مسلکي کسان کوي.

 

په پای کې دا بیا وایم، چې څه لرو، هغه دې تر هغې ملاتړ کړو، تر څو چې له هغې ښه بدیل ولرو. دکتاتور لرو، خو د دموکراتۍ په هیله هلې ځلې او نه د انارښۍ په لور، چې له منځه وړلو ته یې بیا دکتاتوري اړیینه کیږي.

 

دا هم نه پوهېږم، چې د دکتاتور له منځه وړل به دا ځل انارښي او که د هیواد شتون له منځه تلل او ټوټه کېدل وي،

 

هیوادپالنه د ما په اند داده، چې د هیواد دساتلو او ابادولو لپاره هرڅه په ځان ومني او د خپل ورور پېغور ورته بد ونه برېښي او خپل د موخې کار، چې د هیواد  او هیوادوالو د هوسایېنې لپاره دی، وزغمي او په هغې لار لاړ شي.

 

زه زوړ یم او دا مې د زړه خواله دي

 

د موږ په تېرو حکومتونو کې هېڅ داسې حکومت نه شته، چې موږ دې هغو پسې وزاړو، د پسې ژړلو حق کوم حکومت باید ځان ته ورنه کړي، حکومت هغه دی یا رژیم، چې ځان وساتي او د سوکالی جوګه وي.

 

یوه بله خبره:

امریکا او نړی په دومره توان چې یو حکومت منځ ته راوړ، هغوي هم د حکومت د نوي کېدو لپاره څو کاله وخت ورکړ او بیا پسې هم همغه واکوال پاتې شو او دا کار دې ټولو شلو کلونو کې وشو. دا وخت دې تالبان ته هم ورکړ شي، که دوي دا هم نه وایي.

دا هم کېدی شي، چې تالبان د لرلو ستونځو له امله، چې د هیواد خلک ماړه نه کړي سره وپاشل شي، دا به هم ناوړه بدلون وي، نو دې ټولو او نور اړخونو ته باید فکر وشي، سره په غږیږو او بیا نو سره یو شو، چې بله لار نه شته.

که موږ سره نه یو کېږو، نو بیا دې له  تالبانو څخه  دا حق نه اخلو یا دې دې ته نه رابولو، چې لرې دې شي او واک دې په دې پرېپوهېدنه چې هېڅ چا ته پرېږدي.

 

د یو څه سره زه ډېر مخامخوالی لرم، چې هغه ټولشموله حکومت دی، چې موږ یې یواځې دا په موږ نازل شوي سره بلد یو او دا بیا دوه حکومتونه دي، چې په یوه هیواد یا د موږ هیواد کې باید نور ځای ونه لري. د هیواد په ودانولو کې باید وړ کسان ونډه ولري، خو چې د قدرت دعوا ونه لري.

هغه کسان خبرو ته رابولم، چې ځانونه دموکراتان او په هیواد مین بولې، چې سړه سینه خبرې پرې وکړو. له ټول ګرانو لوستونکو مننه

د تاند او دعوت ن ج  درنو خپرونو کې خوره شوې.

-
بېرته شاته