(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوب

[25.Jan.2022 - 20:52]

خوب

لیک: ثنا اعجاز

ما خوب ليدو چې  ډاکټر همدرد د خوب ليدو نه انکاري شو ـ نو بيا ما خوب ليدو چې 

 

په محکوم افغان وطن کښې پښتو سرکاري ژبه ده ـ د دولت له اړخه د بې تعليمه خلقو له د ژبې ذدکړي ډي غټ پروګرامونه روان دي ـ په سهيلي ، شمالي او منځنۍ  پښتونخوا کښې يې ډاکټر برکت شاه کاکړ ، اباسين يوسفزي او سلمه شاهين مشران کړى ـ شناختي کارډونه،نکاح نامې ، د کار روزګار کارډونه اوحته د قبرونو خزې په پښتو ليکل کېږي ـ  ځوانانو او پيغلو  غوتنه کړې چې هغه خلقو سره به ودونه کوي چې پښتو کښې ليک لوست کوې شي ـ 

 

ما خوب ليدو چې 

 

د باچا خان، ملالۍ مېوند ، الف جان خټکې ،غازي امان الله خان او ارمان لوڼى  په نوم جوړ ښونځو / مکتبونو کښې  د جيينکو شمير د هلکانو نه زيات دي ـ  جينکو / انجونو د تير کال په شان د کال هم هارورډ ، اکسفورډ او ايل اېس سي مقابلې ګټلي  او څه ته پکښې سکالرشېپ هم ميلوړشوې ـ پراٸېوټ سکولونو واله هم خپل بچي دى سکولونو ته رالېږي ـ 

 

ما خوب ليدو چې 

 

په جينوا کښې کانفرانس کښې د پښتنو افغانانو خپل کېس وړاندى کولو نه پس فېصله شوې چې پاکستان د لر او بر پښتنو نه معافي اوغواړي کني سينکشنې به نه ختمېږي ـ برطانيه د مورټېمر ډيونرنډ او د هغه وخت د برطانوي دولت له اړخه  د ډيرنډ تورې کرخې, د جنوبي پښتونخوا دپاره د برېټش افغانسان په ځاٸې د برېټش بلوچستان نوم کارولو معافي غوختې او د ټو لو کړو نه انکاري شوې ـ 

 

ما خوب ليدو چې 

مشر مامود خان د مشر اسفنديار خان او علي وزير سره د محکوم وطن د خپلواکۍ نه پس ته  يوه لويه جرګه راغوختې چې په افغانستان کښې روان مقاومت کښې د تېزٸ لارې لټوي ـ 

امريکه د روس خلاف په لر او بر کښې د جهاد په نامه چې کم فساد کړې هغې مافي غوختې خو اوس د پښتنو / افغانانو په چل نه پوهېږي ـ اوس څوک د مزهب په نامه د دوي د فسادونو هېس برخه نه جوړېږي ـ 

 

ما خوب لېدوـچې 

 

د سلام پور څادرې اوس په غرب کښې فېشن سټېټمنټ دى ـ په ميلان کښې د وزيري ګڼ خت ، اود کاکړي نستوڼو ډېر ډېمانډ دى ـ  خو د فرانس ټول مارکېټ لغماني اوګد کميس او د قندهار خامک نېولې ـ چين اوس ډېمانډ د زيات والي له وجې مشيني ګنډونه راوېستي ـ د صوابۍ تمباکو ټولې پېسي کروندګرو ته مېلاوېږي د دې ټول سواب لياقت يوسفزٸي اوـمحمد علي ډاګېوال ته رسي چې مبارزه يې کړې ـ  نو اوس عمېر يوسفزي او زرين ذاده يوسفزٸ وطن ته واپس شوي ـځکه اوس د مذدورو حجت نشته ـ  او اې د سوات بېګمې ورېژې ، د اشنغر ګړه ، د قندهار انار او د مردان پېړې  اوس د انګلېنډ په سوپر مارکېټونو اسده او لېډل او د امرېکه سوپر مارکېټونو وال مارټ او آلډي انک کښې په خپل نوم او تفصيل ميلاوېږي ـ  

 

ما خوب ليدو چې 

 

د ارمان لوڼى نظم "ماشومه تا يو ښه ادم غواړمه" د نصاب برخه شوـ  ډ اکټر وقار علي شاه د ليک او سېړنې په لړ کښې نوبېل جاٸېزه اغستې ـ د خان شهيد ليکـدود د نصاب برخه شوې مشال خان خوېندې د مشال خان فاونډېشن د لار د اقبال لالا او ډاکټر خادم حسېن  په مرسته دولس د تنقيدي اوـتخليقي سوچ راجوړولو ادارې چلوي ــ ـ ما خوب لېدو چې د لر او بر ځوانان او پېغلې خپل د وخت څلوېخت سلنه وخت په سياسي او علمي شعور کښې لګوي ـ 

 

ما خوب لېدو چې

 د پکتېکا اود وزېرېستان په جماتونو کښې د جمعې په ورځ ملا د ملي ګټو  په مبارزه او د جينکو تعليم او روزګار کښې موجود برکت باندې مسلې کړيـ 

 

ما خوب لېدو چې 

 

په لوې افغانستان کښې د لر او بر پښتنو خپل ځان سره شوي ټول رېجنل او نړېوال ظلمونه او جرمونه نه صرف ډاکېمنټ کړي بلکې لس ميوزيمې پې جوړې دى ـ او نړيوال ټورېسټان/سېلګري اوس دغه ميزيمونه کتو نه پس اکثره معافي اوغواړي خو دلته کوربانه ورته واٸي بس اوس خېر نور مونږ معاف کړي يې خو نور داسې نشي کېداى ماضي خبرې نه تکراراووـ 

 

ما خوب لېدو چې 

 

د لوې افغانستان پالېمان  کښې ښځې پېنځه اويه فېصده شولې ـ ناسا کښې د ځل د قندهار ، کندوذ ، بر دير او اورکزو نه ساٸنس دانانې تللي ـ  مومندو کښې يو پلار د لور پېدا کېدو خوشالې کښې زېب بنګښ او لطيف ننګر هارې راغوختي ـ  يوې مېرمن او د هغې خاوند د خپلې مور په مشوره دوېمې لور پېدا کېدو ورستو د خداى شکر اوباسو او نور بچو نه راوړو فېصله يې اوکړه ـ  په دى خوشالې کښې د ډاکټر همدرد ورېرې اېشمه ګل د دوه شعرونه سره يوـاذاد نظم په خپل فېس بک پاڼې خپور کړو ـ 

 

ما خوب ليدو چې 

 

امجد شهزاد  "که نور څه نه کېږي نو شور جوړ که " شعر فارسي ته ترجمه شوې او ايران د مترقي انقلاب برخه جوړ شوې ـ کله چې د لوې افغانستان دروېش لوکل او څوارلس انټرنېشنل چېنلو ورسره رابطه اوکړه نو هغوي ورسره شريکه کړه چې اوس د هغه پنځلس د موسيقې اکېډمو نه پس په فرانسه، المان او د امرېکه لسو رياستونو کښې اکېډمې خلاصوي نو ډېر شعر ته پام نه وي ـ بى بى سي راپور مطابق امجد شهزاد کښې د کاميابو ـد وجې نشه راغلې خو سوات يو ليکوال اوـتاريخ او کلتور پوهه اوستاد ډاکټر عثمان اولسيار واٸي چې بى بى سي د پښتونخوا ټي وي ، سنګرنيوز ، شمشاد  او اريانه اوېجه د ټولې دنيا کښې مشهورٸ نه پس مثال د دروغژن ميډيا دى ـ او نه يې څوک ګوري ـ   د امريکه د پلېمت سټېټ پوهنتون يو استاد ليوـسنډي واٸې چې منځنۍ او سهيلي پښتونخوا او د قندهار او لوګر سېمې په نړۍ کښې ټولو نه زيات ميوزېکل انټرومنټس غږولو وال ځوانان اوـپېغلې لري ـ اوـبيا يې ږرته د وږمه فېروز ډاکيومېنټري اوښودله ـ يوـچا ورته واٸېل ما د دهغه سېمې يوې بلې پېغلې جماٸمه افرېدي ډاکيمنټري په شمشاد اوـنېشنل جيوګافک کتلې ـ 

 

ما خوب ليدو چې 

 

 واک د پښتنو ښځو سياسي شعوري غورځنګ په لر او بر کښې کتابتونونو جال خور کړې ـ د پښتنو د يونيم سل کاله سياسي تارېخ کښې د ښځو کار او مبارزه ډاکيمنټ کړې ـ د اذادى جدوجهد کښې او بيا پښتو ژبې خدمت أه لړ کښې اوسنۍ مشره بېنظيره مندوخېل کابل کښې يو سېمېنار لري ـ وړانګه لوڼۍ خپل لسم کتاب کښې ليکي چې څنګه هغې هارورډ کښې د خپلې ډګري دورانـکې د واک د مشرې چارې سمبالې کړې وې اوس بېنظيره هم دکسې کولې شي چې پوسټ ډاک اوـکار يوـځاٸې اوکي ـ خو جمااٸمې  په خېبر کښې د ښځو ژونلسټانو ته خپل مبارزه په خقله واېنا کښې اواٸېل چې د وړانګې د هارورډ وختو کښې د واک رسالې او د جينکوـاکېډمو ټو کار په هغې او پشتنې په اوګو ووـ د ږوب کلېوالې او قندي صافۍ په کور کښې خوـودونه ووـ  فاطمه هوتي د فرانس په اقليمي بدلون کانفرانس کښې خپل د رېسرچ برخه چې مرسته ورسره واک کړې وا وړاندې کړه ـ او حميدې په هالېنډ کښې د باچا خان او الف جان خټکې ورځ لمانځلو راپور شريک کړوـ  

 

ما خوب لېدو چې

 

 د غفور لېوال صېب ګوند د ځل د کابل ټو سيټونه ګټلي ـ  حمدالله ارباب ته کلتور منسټري مشر دى ـ او لمن د لور تحريک مشره ده ـ برېښنا صافۍ د صدارت امېدواره ده ـ 

 

زه نېمه ويښه نيمه ويده /اوده د خوب سلسله نه ماتوم ــــــــ جاري به وي ـ ځکه چې زه ګڼم چې هر مرام اوـلاس ته راوړنو له اول خوب ليدل مهم دى که په اودو وي که په وېښه وي ـ

ثنا اعجاز

-
بېرته شاته