(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تهذیب

[25.Jan.2022 - 20:47]

لیک: امیر یوسپزی

د دنیا وړمبې جدید تهذیب د مصر نه شروع کیږی د بت پرستۍ او انسان ته خدائ ویل هم د شپږ زره پخوانی مصری تهذیب سره دنیا ته راغلی 

 

ما ډیر وخت سوچ کوو چې اخر داسې کوم راز وو چې د نمر نه به زمکه او د زمکې نه به سپوږمئ په خپل مدار کې ګرځیده او ددغه مدار یا چکر وهلو سره به شپه او ورځ هم راتله خو بیا به هم مصری باچایانو خپل اولس ته ویل دا نمر هم زه راخیژوم شپه هم زه راولم او ورځ هم سپوږمئ هم زما لاس کې ده او زمکه ،نمر هم خو بیا هم د هغوی اولس په هغوی باور کولو ځکه د دغه دروغژنو خدایانو د اولس ذهن دځان پوری محدود کړی وو نو ځکه د هغوی ذهنونه صرف د خپل ځانه پیل کیدل او په باچا ختمیدل د دوی ذهنونه دغه فرغونیانو داسې واړه واړه جوړ کړی وو چې د باچا نه مخکې کوم دور وو چې سپوږمئ د زمکې نه او زمکې د نمر نه چکر وهو ؟

خو د دوی دغه سوچ چرته وو ؟ ځکه باچایانو ورله ذهنونه په مختلفو تاویلونو ځندانی کړی وو

د ډائنو سار په زمانه کې هم دا عمل جاری وو خو چونکې د دغه غلام قوم ذهن په باچا ختمیدو نو هغوی ته څه مالومه وه؟

نو ځکه دغه مصریانو خپل باچا همیشه خدای ګڼو .

دغه مثال نن زمونږ په معاشره کې هم موجود دی د دوی ذهنونه دی فوج د خپلې میډیا د لاری او د کتاب نصاب د دروغژن تاریخ د لارې دومره ورکوټی کړی چې دوی ته ددغه جرنیلانو نه په اخوا هیڅ په نظر نه راځی دغه جرنیلان که زمکه بایلی هم دوی هغه لوئ حکمت ګڼی دغه جرنیلان کې خپل نیم ملک بایلی نو هم دې خلکو ته دغه کې لوئ حکمت ښکاری که څوک د کور نه اغوا کوی نو هم دوی ته دغه کې لوئ حکمت ښکاری که څوک بې عزته کوی هم دوی ته دغه کې لوئ حکمت ښکاری که بلوچستان د غارونو ژوند ته لیږی هم یی دوی لوئ حکمت ګڼی که جمهوریت په خپله خوښه بدلوی که خپل ټټوان سیاست دانان مخې ته راولی که پخپله راځی او که پښتونخوا د بین الاقوامی پراکسی جنګ میدان جوړوی هم دې خلګو ته دغه کې لوئ حکمت ښکاری دا خلګ د یوویشتمې صدۍ خلګ نه بلکه د دوی یو لوئ اکثریت د قدیم مصر د فرغونیانو د غلامانو برابر دی_ ۲۲ دسمبر کال ۲۰۱۹ 

Amir Esapzai 

-
بېرته شاته