(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زیب منتظر مسید

[25.Jan.2022 - 20:38]

علمي او نوښتګر شخصیت، چې هم لیکوال دی ، هم ژباړونکی ، هم شاعر دی او هم تکړه رسام او انځورګر.دغه ستر شخصیت ښاغلی زیب  منتظر مسیدصیب دی

لیک: ډاکتر لطیف ېاد .

ښاغلی زیب منتظر مسید  د جهانزیب مسید شمن خیل صیب زوی اوپه  ۱۹۶۵ زیږدیز/میلادي کال  کې زیږیدلی دی  .لومړنۍ زده کړې یې دکابل دخوشال خان بابا په لیسه کې تر سره کړی دي او په ۱۳۵۹لیږدیز  کال کې د دې لیسې نه فارغ شوی دی .

لوړې زده کړې یې د مهندسۍ په رشته کې د ماسټرۍ تر کچې  پورې ، د ابو ریحان البیروني په نامه ،د پخواني شوروي اتحاد د ازبکستان جمهوریت د تاشکند ښار د پولیټیخنیک په انسټیټیوټ  کې پای ته رسولې دي . د یادوونې وړ ده چې ده  په تاشکند کې د زده کړو په مهال د روسي ژبې نه دوه کتابونه (جګړه) او (غښتلي وګړي) پښتو ته ژباړلي دي ، چې جګړه نومی کتاب یې  چاپ ، خو غښتلي وګړي نومی کتاب یې په نړیوال سیاست کې د بدلون له کبله چاپ نه شو.

ښاغلی منتظرمسید د ۱۹۹۱ نه تر ۱۹۹۳ پورېد ازبکستان غږ، د تاشکند راډیو د پښتو څانګې سره  هم کار کړی دی .

نوموړي د ښوونځي له وخته دشعر او شاعرۍ او همدارنګه انځور جوړونې سره لیوالتیا لرله  چې،په ۲۰۰۵زیږدیز/ میلادي کال کې یې د شاعرۍ په ډګر کې د (اوکا ) په نوم یوه د شعرونو ټولګه چاپ کړې ده . د شعرونو بله ټولګه یې چې ( ویښې شپې ) نومیږي، چاپ ته تیاره ده

ښاغلي منتظر مسید د شاعرۍ ترڅنګ  د لیکوالۍ سره هم لیوالتیا  لري او د سیاسي، ټولنیزو او ځینو نورو مسایلو په اړه یې  یوشمیر لیکنې د هیواد  په ځینو ورځپاڼو، ویبپاڼو  او رسینو کې خپرې شوې دي

نوموړی دانځورګرۍ په ډګر کې هم خپله ونډه لري او وايي چې، رسامي یا انځورګري یې هم د ښونځي  له وخته  کله چې په اتم ټولګي کې و پیل کړې ده او د شوق له مخې به یې کله ناکله ځینې انځورونه جوړول.

نوموړی دخپلې انځورګرۍ یا رسامۍ په اړه وايي: « ما رسامي په مسلکي توګه نه ، بلکې د یوه اماتوراوددغه هنر دیوه  لیوال   په ډول تر دې دمه مخکې وړې ده . زه  په رسامۍ کې د کوم ټاکلي سبک نه پیروي نه کوم او دا  راته مهمه هم نه ده ، بلکې کله مې چې کوم څه په خیال او ذهن کې راشي ، بس کینم او انځوروم یې، خو زیاتره وخت زما انځورونه د ریالیزم د سبک سره ډډه لګوي» .

دی د خپلې شاعرۍ او انځورګر ۍ په اړه وايي، « زه شعر او انځورګري د پیغام د رسولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروم او له دې لارې غواړم د خپل ولس ناخوالې،  ستونزې ، خوښۍ ، بریاوې او خیالات نورو ته ورسوم او داچې په دې لاره کې څومره بریالی او یا نابریالی یم، دا قضاوت به د هنر میه وال کوي ».

ښاغلی زیب منتظر مسید صیب دپنځو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دي . که څه هم ما ته تراوسه لا داویاړ نه دي په برخه شوي  چې دوی له نږدې اومخامخ  نه وګورم، خو دفیسبوک له لارې سره اړیکي لرو. ما په دغوفیسبوکي  اړیکوکې ښاغلی منتظر مسید صیب یوپوه ،متواضع او دخپلو خلکو او ټولنې په رنځونو دردمن انسان وموند ،خکه زه تل دده لیکنې  ، تبصرې او کامنټونه لولم او هم دده دنوښتګروګوتو باندې جوړشوي  انځورونه یې هم ګورم چې په خپلو لیکنو او انځورونو کې واقعا  دریالیزم دسبک پیرودی

زه ډیر خوشاله یم چې په خپل فیسبوک دښاغلي زیب منتظر مسید صیب دملګرتیا ویاړ راپه برخه شوی دي ،زه دوی  ته د لا زیاتو بریاوو او خوشالییو هیله کوم

د ا یې هم دشعرونو دوه  بیلګې:

غزل

جام مې ډک کړ، ماویل شپه خو لا اوږده ده

سپینه میاشت جیل کې د تور تم برمته ده 

دا چې ځم، خو تر منزله نه رسیږم

یا خو زه یم کوږ روان یا لار کږه ده

نه خو کړی شم ترې انکار، نه یې منی شم

راته ویلي یو چا داسې افسانه ده

دغه تږی، جل وهلی یې لا څوک دی

چې یې لاس کې جام، پر شا یې میکده ده 

ښکاري بیا یې کوم منصور دار ته روان دی

(منتظره ) جوړه ښار کې بیا غوغه ده

----------------------

پښتانه یو مرګ او ژوبله مو خوښيږي

بم، ټوپک توپه او[ شوبله] مو خوښيږي

چې پیدا یو او پرځان یو پوهیدلی

دټوپک سره مو کار، پرې لوبیدلي

له هرچا سره مو سر په سنګ وهلی 

خپل وران کلی مو ساتلی، سر بایللی

کور لاجوړ نه وي، لومړی غم د سنګر کړو

غار، سوری د ګاونډ  لور ته برابر کړو

چې مو زوی پیدا شي، کړو د ټوپک ډزې

چې رالوی شی، کړي جګړه دشپې او ورځي

غیرتیان یو، دنګو غرونو کې خوشال یو

په اواره ، سمه ځمکه کې ملال یو

په نس وږي، برتیور او شمله ور یو

خو، غرور کې تر هر چا لوړ یو او بر یو

چې یې ډیر وژلي، غه زموږ اتل دی

که سټالین دی، که هیتلر، چنګیز مغل دی

وایو نوره نړۍ ټول پاګل ، نادان دي

موږ په سمه، دوی ناسم لور ته روان دي

(منتظر) هم دی پښتون، خو نور دی ستړی

له دې حاله ، شي دې ورک دا ژوند خوشمړی

شوبله = ټانک

Zeb Muntazer Maseed

By: Dr. Latif Yaad

-
بېرته شاته