(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جدېدیت

[27.Oct.2020 - 16:16]

«جدیدیت»

ليکوال او څيړنکار: ډاکټر محب وزیر Muhib Wazir / 27.10.2020

جديديت: بېلا بېل صورتونه

کله چې د هر کوم يو تحريک، مکتب، فلسفې مطالعه کوو' نو مونږ هغه وخت د ډېر مشکل سره مخ شو چې دا مو د يو بل څخه د زماني لحاظ سره بېلوالے مقصد یا موخه وي او يا کله رانه خپل زده کوونکي يا اورېدونکي د يو بل نه د بېلوالي يا زماني تعين په اړه کومه پوښتنه وکړي ـ په داسې صورت کښې بېخي سړے د هغه کېفيت سره مخ شي چې که تپوس نه کوئ نو ښه پوهېږم او که تپوس کوئ' نو هيڅ نه پوهېږم ـ جديديت هم د يو داسې تحريک، مکتب يا صورتحال نوم دے چې د پوهېدو د پاره يې وخت لګي هم کړاو ـ دلته مونږ جديديت د څو اړخونو يا صورتونو په ترڅ کښې ګورو او د پېژندنې هڅه يې کوو ـ

 

د جديديت وړمبے صورت:

جديديت (Modernism) د ټولنيز پرمختګ دپاره په لويه کچه لاره هواروي او انسانانو په خصوصي توګه تخليقکارانو يا هنرمندانو ته طاقت وربخښي چې هغوي خپل تخليقي او هنري صلاحيتونه رابرڅېره کړي، په کار يې راولي او د خپل چاپېرچل ستونزې د سائنسي علم، تجربو او ټېکنالوجۍ په رڼا کښې هوارې کړي (۱) ـ دا يوه داسې اصطلاح ده چې د کارولو پېمانه يې د هر چا سره لږه بدله ضرور ده ـ ځنې پوهان او ادبي دانشوران په ادبي تناظر کښې هم (Modernism) د يوروپي نشاه ثانيه د روښان فکرۍ د تحريک يوه برخه ګڼي او سېکولرازم (Secularism)، مارکسزم (Marxism) او هيومنزم (Humanism) نه يې جدا نه حسابوي ـ ولې هندوستان/پاکستان په ادبياتو کښې دا باقاعده د مارکسزم ضد ګڼل کېږي او په شا يې د سورن کرکيګارد او د ژان پال سارتر "وجوديت" (Existentialism) په کار بوخت بولي (۲ ـــ ۳) ـ بله دا خبره هم کېږي چې جديديت د مدارجو نه راتېر شوے دے ـ د مثال په توګه يو وخت دا د عقليت پيداوار ګڼلے شو بلکې د سائنسي عقليت پسندۍ تحريک هم ورته وئيلے شو چې مذهبي تصورات د نوي فکر او عقل سره د جوړولو يا سمولو د پاره په ضد وو (۴) ـ د عقليت د تحريک سره د يوروپي ټولنې دا خيال وو چې ګني د نړۍ (يا ژوند) ټولې ستونزې د عقل سره هوارېدے شي خو هر کله چې نړۍ د عقل په ترڅ کښې د انسانيت وژنې وسلې جوړولو عمل پېل کړو او د يو بل د لاندې کولو عمل ته يې مخه شوه، تر دې چې د وړومبي نړيوال جنګ او بيا د دويم نړيوال جنګ تودوخه يې تر ستوني تېره شوه نو د عقليت نه مايوسي رامخې ته شوه نو دلته د جديديت بل اړخ مخې ته راځي ـ خو د مدارجو دغه عمل د جديديت لغوي مفهوم پورې سمېږي چې ترمخه يې هر هغه شے، اړخ يا فکر چې د زمانې د قايم کړي شوي روايت او تقاضو سره سم وي ـ يا د تاريخي مفهوم تر مخه پرون نه نن او نن نه سبا، شلمه پېړۍ د نولسمې څخه او يويشتمه بيا د شلمې نه نوې ده ـ  البته د يوې کوټلې بيانيې (Narrative) په توګه يې چې بيانوو نو بيا به دوه اړخونه په ذهن کښې نيول وي:

 

د ذهن يوه مخصوصه رويه

د فکر يا قدرونو يو عصري نظام (۵)

 

په معنوي توګه جديديت د نوي خيال، سوچ، کردار او عمل عکاسي کوي او په خصوصي توګه د نوو راټوکېدونکيو کلتوري او ټولنيزو خوځښتونو تجزيه ده کوم چې په مغربي ټولنه کښې په نولسمه او شلمه پېړۍ کښې د ټولنيز بدلون په پايله کښې مخې ته راغله، مقصد دا چې جديديت د هغو ټولو خوځښتونو بشپړه مطالعه او څيړنه وړاندې کوي(۶) ـ  انتهوني ګيډنز (Anthony Giddens) په خيال جديديت په علومو او ټولنه کښې د لاندينو درې څيزونو يا توکيو مطالعه يا د شتون نمائندګي کوي:

 

عقليت ــــــــــــ (Dis-Embedding)

انعکاس/تنقيدي شعور ـــــــ (Reflexivity)

زمان و مکان فرق ختمېدل ــــــــ (Distanciation) (۷)

برنو عناصرو/توکيو يا د جديديت د فکري نظام کومه کوټلې بيانيه چې مونږ ذکر کړه، باندې د پوهېدو د پاره د غربي نړۍ دوه سوه کاله وړاندې کلتوري/ټولنيز توکيو باندې پوهېدل ضروري دي، له کومې چې دغې بيانيې وجود موندلے دے او بيا د دغه بيانيې څخه د جديديت يوه اصطلاح يا تحريک يا صورتحال مخې ته راغلے دے:

 

فطري قانون علت: (Natural Causation) چې تر مخه يې يوه حادثه/ واقعه/ پېښه د بلې علت جوړېږي ـ کائنات د علت په قانون کښې تړل شوے ګڼل ـ

افاقي ارتقاء: (Universal Evaluation) د څيزونو په بدلېدو رابدلېدو یقین لرل ـ د ډارون او برګسان نظريه ارتقاء ته ورته سوچ يا فکر لرل ـ 

ټولنيز عليت: (Social causation) ټولنه او ټولنيز قدرونه هم د فطرت د قانون پابنده ګڼل ـ

خوور وور يوالے: (Dimensional Integration) حقيقت يا مظهر ساده نه وي، ددې بلها پټ اړخونه وي، هغه ټول پټ اړخونه په يو ښکاره يا په نظر راتلونکي حقيقت کښې محسوسول ـ

انساني محبت: (Humanistic Love) د هر قام، نسل، رنګ، مذهب نه بالا د انسانيت سره مينه لرل ـ

د ژوند اثبات: (Life Affirmation) ژوند تش د اخرت پټے نه ګڼل ـ په ژوند يقين ساتل ـ په ژوند داسې يقين ساتل چې په پايله کښې د مرګ نه پس ته ژوند باندې هم د بشر يقين پوخ شي ـ

د قدرونو تلاش: (Creativity of Values) د موروثي قدرونو د خونديتوب/ تحفظ سره سره د نوو قدرونو تلاش او رامخې ته کولو هڅه ـ (۸)

ظاهره خبره ده چې دا واړه اړخونه/ شيان/ توکي د پينځلسمې عيسوي پېړۍ نه راشروع کېږي او نولسمې عيسوي پېړۍ پورې په پوره جوبن کښې د غرب په خاوره موجود وليدل شول ـ کوم چې پورته ذکر شوو درې مهمو اړخونو (سېکولرازم (Secularism)، مارکسزم (Marxism)  او هيومنزم (Humanism)) د عقل او تنقيدي شعور او زدکړو يو نه ستړي کېدونکي زغل په ترڅ کښې د زمان او مکان فرق له منځه يووړل شو ـ ابلاغيات  بغېر د وخت د خرڅ (لګېدو) نه په سيکنډونو کښې د نړۍ کونج کونج ته وراسېدل او دا رنګې د علم ترسيل اسان شو ـ دغه درې توکي د جديديت ماخذ وګرځېدل او ټولنه کښې د جديديت انځور مخې ته راغے ـ په دغه وړومبي صورت کښې جديديت د کومې ځانګړې تهيورۍ يا فلسفې نمائندګي نه کوي، بلکې د ډېرو تهيوريانو يا فلسفو عمل دخل د شتون په ترڅ کښې د يو ځانګړي عصري قدرونو نه راټوکېدلي نظام يا ذهن نمائيندګي کوي ـ

 

د جديديت دويم صورت:

د جديديت يو بل صورت يا اړخ هغه دے کوم چې د يوې ځانګړې تهيورۍ يا فلسفې په ترڅ کښې مخې ته راغلے دے، چې د "وجوديت" (Existentialism) په نامه يادوله شي ـ وجوديت د نوموړي ډينش فلسفي سورن کرکيګارد (Soren Kierkegaard) له تعليماتو او افکارو نه ماخوذ ده ـ خو د بده مرغه د يورپ نور قامونه ډېر وروستو په ډينش ژبه وپوهېدل ځکه د کرکيګارد نوم لږ وروستو رامخې ته شو ـ دغه فکر او تهيوري نوموړي جرمني فلاسفر مارټن هائيډګر (Martin Heidegger) په مخه بوتله، خو د نور پرمختګ بېړه يې پېژندل شوي فرانسوي فلاسفر ژان پال سارتر (Jean Paul Sartre) په خپلو اوږو واخسته او باقاعده يې د وجودي مکتب فکر بنياد کښېښود ـ (۹)  

وجودي فکر يا فلسفه چې د کومو تصوراتو يا توکيو نه رغوڼه مومي، هغې کښې د يورپ د هغه وخت او يا بيا د اوسني وخت ځانګړې بې قراري او اضطراب، تشويش، د سامراجي طاقتونو تر منځه د اېټمي وسلو بې درېغه زياتوالے او استعمال، په ټولنه او په ټولنيزو رواياتو او قدرونو د انقلاب په نوم د بريدونو لړۍ، مذهب کښې فرقه واريت ته توجه کول، د سائنسي اېجاداتو تر مخه د عقيدو او روحاني قدرونو زوال ته مخه کېدل، د وړمبۍ او دريمې نړۍ ترمنځه د غلام او آقا په رنګ اړيکې، ورځ تر ورځ زياتېدونکې ناهيلي (مايوسي) او د انسانانو تر منځه د عدم ژغورنې ستونزه تر ټولو اهم دي (۱۰)

دا په بنيادي توګه د ذات د بې معني کېدو يو احساس دے چې د بشر د داخل نه په ډېر شدت سره راپورته کېږي، په دومره شدت سره چې ځنې وخت کښې د ذات نه پکښې د کرکې (نفرت) توکے (عنصر) هم شامل وي او د جبر احساس هم پکښې شامل وي ـ بشر دا سوچ کوي ګني موجوده نظام، علمونه او نظريې د جبر په بنسټ ولاړې دي او زما د ځان /وجود /ذ‌ات پکښې هيڅ ژغورنه/ تحفظ نشته' نو بس هغه بيا د کرکې يو احساس سره مخ شي، د ټولنې نه، نظريو نه، د فلسفو نه، د نظام نه او تر دې چې د خپل ځان نه هم او دغه کرکه چې څنګه زياتېږي او خورېږي نو د دهشت او وحشت احساس رامخته کېږي، بشر د هر څه نه ويره او ډار محسوسوي او د دغه احساساتو (عدم تحفظ ـــ کرکه ــ ويره) په ترڅ کښې د بشر/ بشري فطرت يا د بشري ټولنې پېژندنې عمل ته د وجودي فلسفې نوم ورکړے شو ـ په بنيادي توګه دا مايوس کن صورتحال د وړومبي صورتحال د هغه کمال نتيجه ده چې د انسانانو په بنيادي ستونزو کښې د هواروېدو جوګه ونه ګرځېدو ـ

په دغه صورتحال کښې د انسان سره کومه داسې ځانګړې عقيده پاتې نه شوه چې د دوي پوره وجود (ذات) ته کومه معنا او مقصد وروبخښي، ددغه دور  انسان د کوم پېغام او پيام سره څه خاص دلچسپي پاتې نه شوه، د فلسفې، سياست، مذهب او اخلاقو د دائرې څخه د وتلو په لټون سر شو، د کائنات پېژندنې په ځاے يې د خپل ذات د عرفان او پېژندنې هڅه وکړه او خپلې تجرې یې مقدسې وګڼلې' نو يو داسې اظهار ته اړتيامند شو چې د خپل ذات ازانګې پکښې واورېدې شي (۱۱) ـ دلته نه فلسفې د وجوديت رنګ واخستو او تخليق يا هنر (شاعرۍ يا ادب) د جديديت نوم خپل کړو ـ کوم چې د دويم صورت نمائيندګي کوي ـ

 

د جديديت ادبي صورت:

ترڅو چې ادب کښې د جديديت خبره ده نو دا د سماج د پېژندنې ځان ته يوه خپله پېمانه لري او له دې کبله د سماجي ژوند په هر اړخ يې خپلې نخښې نښانې پرېباسلې دي او بيا په ادب کښې دا باقاعده د يو ادبي تحريک په صورت کښې په مونږ ځان پېژني ـ نو بايد دا خبره مو په ذهن کښې وي چې دا د پورتنيو دواړو ذکر شوو صورتونو عکاسي کوي ـ  البته د يورپ او براعظمګي (هندوستان) په ادبياتو کښې به هغه توپير بيا هم په نظر راځي، کوم ته چې وړاندې اشاره شوې ده ـ مقصد د يورپ په ادبياتو کښې به د وړومبي صورتحال عکاسي زياته د جديديت په نوم مخې ته راځي او د هندوستان په ادبياتو کښې به د دويم صورتحال (د وجودي فلسفې په رڼا کښې) عکاسي زياته مخې ته راځي ـ 

د جديديت څرک د غربي نړۍ په ټولو ادبياتو کښې د صنعتي پرمختګ او ښاري ژوند د نړيوال بدلون په رڼا کښې د يو کوټلي جواب په څېر راننوتے دے ـ د وړومبۍ نړيوالې جګړې نه وړاندې هنري جېمس (Henry James) او جوزف کانراډ (Joseph Conrad) او داسې نورو ليکونکيو د جديديت بنیاد ايښے وو، خو په صحيح توګه جديديت د يو غورځنګ په حېث د وړومبۍ نړيوالې جګړې نه پس پېل کېږي، د جګړې نه پس ټول ادبي موضوعات د فکري مايوسۍ او مزاحمت عکاسي کوي ولې چې انسان زياتره په فکري طور د مغربي ټولنې او د هغوي د کلتوري بنسټونو نه ماړه خوا او زړتورے شوے وو ـ د ټي اېس ايليټ (T. S. Eliot) اوږد نظم “The Waste Land” د اغېز نه ډکه (موثره) جديدي فنپاره يادېږي ـ د آئرش ليکوال جېمس جويي (James Joey) ناول (Ulysses) چې په کال ۱۹۲۲ کښې ليکل شوے دے، د جديديت ستره نمونه ګڼلے شي ـ دغه ناول کښې د درېو کسانو قيصه ده چې د ښاري ژوند سره اړه لري ـ دا د درېو کسانو قيصه په اکي يوه ورځ بيانوي چې "د شعور چينه" د تکنيک لاندې بيانېږي چې د جديديت خاصه ده ـ دغه قيصه کښې د روانو جملو په ځاے ګډوډ، مات مات او پېوند کارۍ د تېکنيک نه کار اخستے شوے دے ـ  دارنګې امريکنو جديدو ليکونکيو ورجينا وولف (Virginia Woolf) مارسل پروسټ (Marcel Proust) وېليم فولکنر (William Faulkner) او نورو ډېرو هم په ادبي ليکنو کښې د روانۍ، تشريحاتي او موضوعاتي تسلسل په کلکه غندنه کړې ده (۱۲)

ادب کښې مونږ په اطلاقي ډول د دې پېژندګلو د موضوعاتو نه پرته د احساساتو/کېفياتو په ترڅ کښې کولے شو او احساسات/کېفيات مونږ همېشه د پاره د ټکيو او په خصوصي توګه د اصطلاحاتو تر شا پېژنو ـ په يوه فنپاره چې مونږ کله د جديديت مهر ثبت کوو' نو دا لانديني احساسات/کېفيات به نظر کښې ساتو:

 

تسکې وسکې/تس نس/تيت پرک کېدل، څوک نه لرل/يوازيتوب/تنهايي/د خپلولۍ (رشتې) له منځه تلل، ناهيلي/مايوسي/ناامېدي، تياره/لار ورکه/لادرکه کېدل، ويره/ډار/خوف/دهشت سره مخ کېدل، ختمېدل/له منځه تلل/نېست کېدل/نابودېدل، معنا ورکېدل/فضول کېدل، د نااشنايۍ سره مخ کېدل/اجنبيت، د خاورې سره خپلوي ختمېدل/په خپله خاوره در په در کېدل، د خپل شخصيت ادراک نه کېدل/ځانګړتيا ختمېدل، تنګښت/بوريت/بېزاره کېدل، ځان د يو څيز/شے په شان ګڼل، ايسارېدل/محدود کېدل/ زوال سره مخ کېدل، شک کول/ګډوډ کېدل/منل او رد کول، غم/غصه/احتجاج زيات کول، انکار پسې انکار/بغاوت پسې بغاوت کول، اواز نه رسېدل/وېنا نه اثرانداز کېدل، په ځان کښې ډوبېدل/له ځانه بهر نه وتل/انفراديت غوښتل، هر څه کښې يو شان والے ليدل/هر څه تکرار محسوسول (۱۳) او داسې نور کوم چې د ذکر شوي دويم صورتحال (وجودي فلسفېتوکي (اجزاء) ګڼل شي ـ

خو ددې بره ذکر شويو کېفياتو/احساساتو نفسياتي او پس منظري مطالعه هم د جديديت ذمه واري ده ـ دلته جديديت په خپل تنقيدي شعور کښې دا ګوري چې د تخليق کوونکي د دغه مايوسۍ، بې درکۍ او ناهيلۍ په شا يو ستر ارمان او خواهش پروت دے چې د وګړي پېژندنه، د وګړي اهميت، د وګړي د ستونزو مخ نيونه، د وګړي ټولنيز کردار مخ ته راوړل يا داسې نور نور ـ ياده دې وي چې وګړے تش تخليق کار نه دے، دلته وګړے د پوره انسانيت نماينده دے او د نومې انسان مقدمه يې په سر اخستې وي ـ دغه ځاے کښې جديديت د هغه انسان دوستۍ سره غاړه غټۍ کېږي چې د وجودي فلسفې يو بنيادي توکے دے ـ

مونږ چې بره د کومو کېفياتو او احساساتو ذکر وکړو' نو په دې نتيجه رسېدے شو چې جديديت د معروضيت په ځاے موضوعيت ته زيات پامته داره دے او مونږ بيا دا هم پېژنو چې د معروض په مقابل کښې موضوع بيانول يا تشريح کول ګران کار د ے ـ مونږ په عام ژوند کښې بل خو تشريح کولے شو او پېژندلے شو او رايې پرې هم ورکولے شو' خو خپل ځان/ ذات په اړه بيا مونږ چپ يو ـ ځکه مونږ چې کله د يوې جديدي فنپارې لوسته کوو' نو هغې په پوهېدو کښې مونږ لږ د مشکل سره مخ کېږو ـ وجه يې دا وي چې د فنپارې تخليق کونکے د خپل ډېر کوشش باوجود هم په پوره پوره ابلاغ کښې يا خو کامياب شوے نه وي او يا هر څه په ډاګه وئيل نه غواړي ـ په بادي النظر کښې مونږ ته متن مات مات، پرې پرې، بې ربطهے پيچيده او خامخا پېوندي ښکاري؛ خو په ژور نظر سره د کتو نه پس نه خو هغه متن مات وي او نه پرې وي، نه بې ربطه وي او نه بې ځايه پېوند شوے وي ـ

محب وزير

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حوالې

1. Berman, Marshall, All That Is Solid Melts, Into Air: The Experience of Modernity, 

second ed, London, 1988, ISBM 0-14-010962-5

2. نارنک ،کوپی چند،مابعدجديديت عالمي تناظر میں  ،مشموله: تنقيد  کی جماليات(جلد ۵)،مرتب: پروفیسرعتیق الله،لاهور ،فکشن هاؤس ، ۲۰۱۸ ، ص:۲۸۹

3. الطاف انجم . داکتر ،  اردو ميں مابعد جديديت ، لاهور ، عکس پبليکشنز ، ۲۰۱۸ ، ص:۴۱

4. هم دغه کتاب ، ص: ۳۸

5. خواجه ، يوسف جمال ، جديديت کيا هے ، مشموله: تنقيد کی جماليات (جلد۵) ، ص:۱۵

6. http://www.hanshofmann.org/biography

7. George Ritzer, 2008, Sociological Theory, 7th Edition, McGra-Hill Higher Education,

p.266

8. خواجه ، يوسف ، جديديت کيا هے ، تنقيد کی جماليات (جلد۵) ص ص: ۱۷ ــــــ۲۲

9. قیصر الاسلام ، قاضی ، تاريخ فلسفه مغرب ،کراچی ، نیشنل بک فاوندیشن ، ۲۰۰۵،  ص ص: ۱۸۲،۱۸۳

10. هم دغه کتاب ، ص ص: ۱۸۴،۱۸۵

11. احمد سرور ، آل ، پروفیسر ، نظر اور نظریے ، کراچی ، ادرو اکیدمی سندهـ ، ۱۹۸۷، ص ص: ۱۷۱،۱۷۲

12. https://www.britanica.com/art/Modernism-art (12 Nov 2018)

13. لطف الرحمن ، جديديت کی جماليات ، صائمه پبلی کیشن ، بهار (بهارت) ، ۱۹۹۳ ، ص:۱۳۹

-
بېرته شاته