(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشاعر محکمه

[26.Aug.2020 - 20:39]

د شاعر محاکمه

لیک او څېړنه: عبدالحلېم همت

په میکده کې لګیدلې سجده زنده باد

د شرابو نه ویستلې توبه زنده باد

اونۍ وړاندې د کونړ په څوکۍ کې یوه مشاعره شوې ده چې  یو شاعر پکې شعر ویلی دی او په غبرګون کې ځینې علماء کرامو دغه شاعر جهري توبې ته اړویستلې دی . دا موضوع په کونړ کې د شاعرانو، فرهنګیانو، علماء کرامو  او عام ولس ترمنځ په یوه توده معضله ( کشاله ) بدل شوې چې بیړنۍ تشریح او هواري ته اړتیا لري .

په دې لنډه لیکنه کې به دشاعر هغه شعرونه راواخلو او یو څه به یې وشاربو  چې ځینې مولوي صاحبانو پرې شاعر د کفر او ارتداد حد ته رسولې ، او بیا یې پرې  توبه کاږلې .

بیا به د توبې په شرایطو ، د شاعر او عالم په اصلي رسالت وغږیږو او بیا به د خلفاء راشدینو له سیرت څخه د شاعر د محاکمې یوه نمونه ولولو.

د شاعر حالت ، بیتونه او کیفیات

زما په اند شاعر شعر ویلې خو په چاپیریال کې شته بندیزونه، ډار او عدم فصاحت یې ددې سبب شوې چې ماتې ومني او د خپل شعر د څو بیتونو له تشریح تیر شي او بیا دیته اړشي چې علماء کرام پرې جهري توبه وکاږي . که شاعر توان درلودای چې خپل شعر تشریح کړي ، نو ښايي کشاله به دومره پیچلتیا ته نه تلله . ځکه د شاعر په شعر کې زما په غالب ګومان څو بیتونو د علماء کرامو حساسیت پارولی او خوراکي شاعر یې له ځواب عاجزه شوې دی .

په میکده کې لګیدلې سجده زنده باد

د شرابو نه ویستلې توبه زنده باد

که پورته بیت ته وکتل شي هیڅ داسې څه پکې نه په سترګو کیږي چې شاعر دې پرې توبې ته اړویستلې شيځکه شاعر په دې شعر کې هغه څه ویلي دي چې د یو پرهیزګاره او مبارز مومن ایمان یې غوښتنه کوي . ځکه شاعر په اصل کې په  دې بیت کې په ژبه باندې د تغیر المنکر هڅه کړې ده .  

په حدیث شریف کې راغلي دي : من رأی منکم منکرا فلیغره بیده ، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستع فبقلبه و ذلك أضعف الإيمان .

ژباړه : په تاسو کې که کوم څوک  کومه بده چاره وګوري ، نو په لاس دې پکې بدلون راولي ، که یې وس نه وي نو په ژبه دې پکې تغیر راولي او که د دې وس هم نه لري نو په زړه کې دې ورسره کینه وساتي او دا ضعیف ایمان دی.

نو به دې اساس که بیرته پورته بیت ته ولاړ شو نو ګورو چې  شاعر په لومړي نیم بیتي کې په میکده کې د سجدې لګول او په دوهم نیم بیتي کې له شرابو څخه د توبې ویستل ښې چارې ګڼلي دی . ځکه خو وايي چې دا دواړه عملونه زنده باد .نو اوس که  دا بیت وشنل شي نو جوتیږي چې شاعر کومه بده خبره نه ده  کړې ځکه  د بیت د تشریح په مهال د شاعر د تخیلي نړۍ د تفسیر دوه صورتونه کیدای شي  او دواړه یې سم دي.

لومړی صورت داچې په بیت کې دشعري ضرورت له مخې تقدیم او تاخیر دی . او هغه داچې شاعر د شرابو نه توبه ویستل ښه عمل ګڼي او له توبې سره سم خپل معبود ته په میکده کې سجده لګول او له دې بدې چارې څخه توبه ویستل زنده باد ګڼي  . چې په خپل ذات کې د اسلامي شریعت له مخې محموده  او ستایل شوې چاره ده .

دوهم داچې په اسلامي شریعت کې د فسق او فجور د مرکزونو محوه کول او په ښو مرکزونو بدلول هم د امر بالمعروف او تغیر المنکر اړتیا دهنو په دې صورت کې څه بدي کیدای شي چې میکده په مسجد بدله شي . او شرابخواره توبې ویستلو ته وهڅوي .

دلته شاید څوک دا ووايي چې : د فسق او فجور په مرکز ( میکده ) کې خو سجده ناروا ده . سجده باید په پاکه ځمکه ولګول شي ، نو د دغسې فکر خاوندانو ته دې وویل شي چې

لومړی خوښايي په میکده کې سجده لګول د شاعر واقعي غوښتنه نه وي ، بلکې هدف یې تغیر المنکر دی او له میکدې څخه د جومات د جوړولو په فکر کې دی .

دوهم داچې ، له میخور څخه د جمات د خطیب تمه نه ده په کار ، نو که هغه توبه وباسي او نیغ په نیغه د الله جل جلاله سره د وصل او تعلق د قیام په نیت نیغ په نیغه سجده ولګوي ، نو څوک یې نه شي محکومولی .

 دریم داچې نبي علیه السلام ویلي دي چېوجعلت لی الأرض كلها طهورا ومسجدا . ژباړه : زما لپاره ټوله ځمکه پاکه او مسجد ګرځول شوې . او علماء په دې پوهیږي چې ( کل ) حرف سور دی . او میکده هم د ځمکې یوه برخه ده .

څلورم داچې نبي علیه السلام یواځې په اوه ځایونو کې له لمانځه منع کړی ده ، سره له دې چې دهغه صلی الله علیه وسلم په دور کې په نامسلمانه عربو او عجمو کې دشرابو خوراک دود درلوده او میخانې او میکدې پکې موجودې وې ، خو سره له دې علم او فهم پیغمر علیه السلام اوه ځایونه ښودلي چې لمونځ پکې نه کیږي  چې له ( ډيران ، قصابخانې ، حمام ، د اوښآنو پنډغالي ، عمومي لار ، او د کعبې له بام څخه عبارت دي ) له دې اخوا پیغمبر په هیڅ یو ځای کې د سجدې له لګولو منع نه ده کړې

ویل کیږي چې شاعر په یو بل بیت کې مقدساتو ته توهین کړی دی ، ممکن د دوی اشاره دې بیت ته وي چې وايي

ملا عمر او ګلبدین او سیاف توپ لعنت

شمع اشنا، نجیبه فیض او ډیوه زنده باد

که سړی له واقعیت نه تیر نه شي نو شاعر واقعا ډيره بربنډه او بې هنره ژبه کارولې ده او په خپل بیت کې یې ډيره بعیده پرتله کړې چې پاروونکې ده

په حقیقت کې شاعر ته باید  وویل شي چې : د شاعر کار دا نه دی چې په بربڼده ژبه بربنډ حقایق ووايي ، بلکې د شاعر کار دادی چې په شاعرانه ژبه د ټولنې ستونزې راوسپړي او په اړه یې خپل احساسات په داسې ډول بیان کړي چې د نور خلکو احساسات بیدار کړي او د نیکمرغۍ په لور تګلوری ورکړي . پورته یاد شوي نومونه مقدسات نه دي ، خو د ولس یو شمیر  وګړي ورسره  اړیکه او خواخوږي لري. نو په کار ده چې داسې چا او داسې څه ته ګوتې ور نه وړل شي چې ټولنیز احساسات راو پاروي

قران عظیم الشان مسلمانانو ته حکم کوي چې د مشرکانو هغه بتانو ته هم کنځل مه کوئ چې هغوی په خپلو لاسونو جوړول او بیا یې خپل خدایان ګڼل . او علت یې دا ښايي چې دا کار به دوی وپاروي او نغوذبالله ، الله جل جلاله ته به کنځل وکړي .

نو اصل داشو چې مسلمان به هغه چاته سپکې سپورې نه وايي چې له امله یې فردي او ټولنیز احساسات راپاریږي .

سره له دې چې شاعر دغه اداب نه دي مراعات کړي او ځینې رهبران یې له مشهورو ډمانو سره پرتله کړي او بیا یې ډمان زنده باد کړي دي ، دغه بیت د دې وړ نه دی چې څوک پرې دغه شاعر محاکمه کړي . ځکه علماء کرام باید په دې پوه شي چې شاعر د پورته یادو رهبرانو سره کوم پوله پټې نه لري ، بلکه د خپل هیواد بده ورځ ژاړي . اوسمهال ټول هیوادوال له بدې ورځې سره مخ دي، په جګړه کې ښکیل دي ، ګداګرۍ ته اړ دي، ناموسونه یې لوټ کیږي ، له اختطاف ، اختناق، فساد او قتل او قتال سره مخ دي . د پورته یادو شویو مشرانو ژمنه او هدف دا و چې په پیل شوې مبارزه به یې  هیودوال یو داسې اسلامي او شرعي حکومت ته ورسوي چې هلته به عمري عدالت حاکم وي ، خو و مولیدل چې حالت ورځ ته ورځ بتریږي . د عمري عدالت په ځای ولسونه د جهل ، بې سوادئ ، فقر او بیوزلیتوب په سیوری کې ژوند تیروي . شاعر په تحت الشعور کې له یو کړاو سره مخ دی او خپله غوسه د توپ لعنت په ویلو سړوياو داچې څو مشهورو ډمانو ته زنده باد وايي ، ښايي علت یې دا وي چې د پښتنو د محاورې په اساس ډمان بې ازاره مخلوق دی ، یواځينې کار یې په خپلو سندرو د خلکو د زړونو خوشالول دي . زه دلته دیته نه ځم ، چې پخپله موسیقي څه حکم لري او له ډمانو سره باید شریعت څه ډول چلن وکړي ، ځکه دا یو جلا تفصیلي بحت ته اړتیا لري .البته ددې یادونه ، اړینه بولم چې د شاعر دغه بربنډه او ناشاعرانه وینا ددې وړ نه ده چې څوک یې پرې توبې ته اړ کړي .

د شاعر بل بیت دادی چې

توره ، ټوپک ، چاړه ، بمونه مرمۍ ، غول خوراک

رباب، سیتار ، ډول سورنی ، چمبه زنده باد

 

په لومړي نیم بیتي کې توره ، ټوپک ، چاړه ، بمونه ، مرمۍ په غیرشاعرانه ژبه بد ګڼل شوي او په دوهم نیم بیتي کې ، د موسیقي الات ښه ګڼل شوي دي .

په اصل کې که وسله ، هغه که هر ډول وسله وي د کافر او نامسلمانه دښمن په مقابل کې وکارول شي قدر او عزت یې يې اړین دی  ، خو که همدغه وسلې د خپل مسلمان ورور ، ګاونډي او هم توکمه په مقابل کې وکارول شي نو باید چې وغندل شي. ځکه هر ډول وسله د علماء کرامو په وینا ذوحدین ده . په ښه استعمال کې محموده او ممدوحه ده او د بد استعمال په مهال مذمومه ده  . مثلا که لوډسپیکر د اذان لپاره وکارول شي ښه شی دی ، خو که د نورو بدیو لپآره وکارول شي بد دی . پاتی شوه د موسیقۍ دالاتو په اړه ، نو هلته هم شاعر د داسې ګناه مرتکب شوې نه دی چې څوک یې محاکمه کړي . ځکه که د علماء کرامو خیال وي نو نبي علیه السلام فرمایلي دي چېأعلنوا النكاح ولو بدفيانی نکاح اعلان کړۍ اګر که د چمبې په وهلو وي ، نو سوال دادی چې که چمبه ډير بد شی وي ، نو ولې پرې د یوې حلالې چارې اعلان کیږي . همدغه شان د انصارو ماشومانو مدینې ته د راتګ په مهال د نبي علیه السلام استقبال د شعرونو په ویلو او د چمبې په وهلو کړی و ، نو که بده چاره وې ولې ، نبي علیه السلام منع نه کړهنو چې په یو شي باندې د حلال واده اعلان کیدای شي ، نو په شعر کې یې په رواړلو او له هغه وسلو سره پرتله کولو کې څه حرج دی ، چې دم ګړۍ د کافر وژنې په ځای مسلمان وژنې لپاره کارول کیږي .

زما د خبرو مطلب دادی چې ، شاعر مسلمان وژنه ځوروي او وايي چې مړه ددغه وسلو نو خو چمبه او ستار ښه دی ، ځکه وژنه پرې نه کیږي بلکې موسقیت رامنځته کوي

توبه او استغفار:

توبه او استغفار په اسلامي شریعت کې محموده چاره ده او په قران عظیم الشان کې توبې او استفغار ته ترغیب ورکړل شوی دی . الله جل جلاله فرمايي : فتوبوا الی الله جمیعایانې ټول الله جل جلاله ته راوګرځئ ، په خپلو زړو بدو پښېمانتیا ښکاره کړئ . همدا شان د استغفار ( بښنې غوښتو ) ته هم مسلمانان هڅول شوي دي . په سورت نوح کې راځي : استغفروا ربکم انه کان غفارااو له خپل رب څخه  بښنه وغواړۍ ، بیشکه هغه جل جلاله بښونکی دی . نو مسلمان بنده باید د تل لپآره له خپل رب بښنه وغواړي .

خو توبه بیا خپل شرایط لري . علماء کرام وايي چې کله یو عام وګړی توبه وباسي نودرې شرطونه لري ، لومړی داچې د ګناه څخه به لاس وباسي ، ځان به ملامت ګڼي ، له رب به څخه به بښنه غواړي او د بیرته نه ورګرځیدو قصد به کوي ، البته د علماء کرامو لپاره د توبې څلورم شرط دادی چې چې په منبر به توبه وباسي . خو دلته شاعر رانیول شوی دی او په عام محضر کې پرې توبه ویستل شوې ده .

د توبې : الفاظد توبې لپاره په شریعت کې کوم ځانګړي الفاظ نه دي بیان شوي ، البته د توبې لپاره د امنت بالله او کلمې رد الکفر ویل او د استغفار کلمات ویل محمود دي . پاتی شو دا الفاظ چې   .... مې خوړلي دي ، بد مې کړي دي ، جک مې وهلي دي ، دا د شرعي توبې کلمات نه دي . بلکې د عوامو ترمنځ د پښیمانۍ لفظونه دي ، چې له یو عالم سره یې پخپله ویل او یا په بل ویل مناسب کار نه دی.

د توبې ویستلو طریقهپه فردي جرمونو کې توبه د فرد خپله چاره ده چې څنګه یې وباسي او چیرته یې وباسي او کوم کلمات وکاروي . خو که فرضا د چا جرم لوی وي  لکه ارتداد او زندقه ، نو په دغه صورت کې دا د عامو مسلمانانو وظیفه نه ده چې له چا د توبې ویستلو غوښتنه وکړي ، بلکې دا بیا د امیر او قاضي دنده ده . هرڅوک نه شي کولی چې څوک را ونیسي او توبې پرې درستې کړي .

اعتدال او توسط :  

اسلام د عدالت او وسطیت دین دی او تسامح او زغم یې ځانګړنه ده . په قران کریم کې راځي چې : اعدلوا هو اقرب للتقوییانې  مسلمانانو په خپلو چارو کې له عدالت کار واخلئ ، ځکه همدغه چاره تقوی ته ډیره نږدی ده . په بل ایت شریف کې الله جل جلاله فرمايي چې : و کذلک جعلنکم أمة وسطا. الأيه . ياني تاسو مې په ټولو امتونو کې وسط ګرځولي یاست مانا داچې تاسو منځلاري او معتدل یاست ، افراط او تفریط به نه کوئ .

هدف مې دادی چې، علماء کرامو ته په کار ده چې خپل رسالت او اصالت وساتي ، او شاعرانو ته په کار ده چې په شاعرۍ کې خپل حدونه وساتي ، راپآروونکې او تخریشوونکي ژبه ونه کاروي ، بلکې ددې په ځای باید د شعر هنریت او محتوی ته پام وکړي ، او په شاعرانه ژبه ټولنیزې ستونزې او کشالې داسې راوسپړي چې خلکو ته پرې نیک لوري ته تګلوری ورکړي .

د شاعر محاکمه

په پای کې به د شاعر دمحاکمې یوه نمونه ولولو

وايي چې یوه ورځ  عمربن الخطاب رضی الله عنه کوم داسې شاعر محاکمې ته راوغوښت چې په شعر کې یې له محبوبې سره په جنسي مقاربت او شرابو په څښلو اعتراف کړی و. چا دغه شعر عمر رضی الله عنه ته وړاندې کړ ، هغه شاعر ته وویل چې : تا په خپله ګناه اعتراف کړی او باید حدي جزا درکړل شي . شاعر ورته وویل چې د قران عظیم الشان له مخې شاعر نه شي محاکمه کیدای ځکه په ایت شریف کې راغلي دي چې :

 وأنهم يقولون ما لايفعلون- ياني دوی کله کله داسې څه وايي چې نه یې کوي . نو په دې اساس ما یو څه ویلي چې نه مې دي کړي . نو عمر رضی الله عنه خوشی کړ

هدف مې دادی چې شاعران د یو ځانګړې تخیلي نړۍ خاوندان دي، وینا یې اکثرا له حقیقي نړۍ څخه لرې وي ، ډیر کرتې یې وینا له شخصیت او عقیدې سره نه شي پرتله کیدای ، ځکه د یو ځانګړي حالت له مخې شعر وايي ، شاعر که په شعر کې دشرابو، میکدې ذکر کوي ، نو هغوی واقعا شرابیان نه وي ، بلکې د مۍ او میکدې ذکر له پخوا راهیسې د شعر یو لازمي توکې دی چې هم په جاهلي شاعرۍ کې وجود لري ، هم د اسلامي دور په شاعرۍ کې شتون لري . د عباسي دور ، اموي دور دشاعرانو شعرونه که وکتل شي ، د ډیرو داسې شاعرانو شعرونه به ومومو چې دشرابو او محبوبې سره د وصل خبرې پکې شوي وې

که علماء کرام د نبي علیه السلام د شاعر حسان بن ثابت هغه قصیده مطالعه کړي چې د نبي علیه السلام مدحه یې پکې کړې ده . ددغه قصیدې  لومړني بیتونه هم د محبوبې سره له راز او نیاز او دشرابو له صفت ډک دي . ورپسې دغه رجحان  پښتو او فارسي شاعرۍ ته هم راغلي دي . خوکله چې مسلمان شاعر د شرابو، مینا او میکدې ذکر کوي ، واقعي معنا یې دا نه ده چې هغوی شرابخواره دي ، بلکې د شرابو ، میکدې او مینا نه یې هدفمعنوي کیف اولذت دی چې شاعران ورته شراب او مۍ او میکده د سمبول په توګه کاروي .

-
بېرته شاته