(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حاجي ګلزار

[19.Aug.2020 - 16:03]

دحاجى ګلزار خان اورکزى جنازه 

 

د ډيرو کونډو رنډو د بلو ډيوې شوې تتې 

 يو غر غوندې انسان ؤ بيمارو چوره چوره کړو

په خپله ئې تراخۀ کۀ د ژوند لپې لپې څښل خو

صابر ئې په خوږو د محبت د کور پوره کړو

(صابرشاه صابر)

ما چرې دا سوچ هم نۀ ؤ کړے چې زۀ به د ګلزار حاجى صيب د جنازې کټ له بۀ اوږه  ورکوم. زۀ به په خپل عظيم پښتون دوست په خپل لاس خاورې اچوم اؤ زۀ به د هغه په قبر دهغه د جنازې جلوس ته تقرير کوم زما په دې تير دوه څلويښت کاله ژوند کښې چې چا چا پسې زړۀ ډير زيات درديدلے دے په هغو کښې يو زما مشر ترۀ حاجى  صاحب شاه بل زما ځوانى مرګ د ترۀ زوې عيسى خان (شهيد)، بل عنايت الهې ګران اؤ د ټولو نه زيات حاجى ګلزار خان اورکزے ؤ ګلزار حاجى زما ډير نزدې دوست ؤ دومره نزدې چې بل هيڅ يو تن سره مې دومره نزديکت نۀ دے پاتې. د هغه هر راز ما سره ؤ اؤ زما هره پرده هغه سره ؤ د پښتو ژبې  دا لوئې محسن ډير دروند پښتون ؤ

ډير حيا دار پښتون ؤ اؤ ډير سخى اؤ ولى پښتون ؤ دومره سخى انسان ؤ چې ما په خپل ژوند کښې د هغه نه بل سخى کس نه دے ليدلے. يو وخت ٢٠٠٥ کښې چې هغه الجزيره هوټل په کالام کښې جوړولو نو زۀ اؤ هغه په يو ځائے تلو. په ټوله  لاره به يې مزدورانو اؤ کباړيانو ماشومانو له پيسې ورکولې. اؤ بيا به دا عمل د هاغه طرفه هم شروع وه اؤ دا دې پيسو شمير به د زرګونو ؤ دلکونو شمير به ؤ. زما يو بدقسمتى دا ده چې زۀ چا سره ډير نزدې پاتې شم اؤ هغه وفات شى نو که هسې زۀ هر شپه پړپړې پړپړې ليکل کوم خو په هغه تن ليکل نۀ شم کولے. ارباب سيف الرحمان، ايازداودزے، مياتقويم الحق کاکاخيل، عنايت الهر ګران، عبدالهر جان مغموم، پريشان خټک، عبدالهي غمخور،محمد صديق پسرلے اؤ ډاکټراعظم زما هغه قدرمند مشران وو چې پوره ديرش کاله ادبى  سياسى ژوند ورسره ما يو ځائې کړو. اؤ زما دا خيال ؤ چې په دې هر يو به زۀ ځان ځان له کتاب ليکم خو چې دا ښاغلى  وفات شول اؤ زۀ پرې هر ځل د ليک په اراده ناست يم نو د سوچونو  فکرونو پتنګان مې تار په تار شويدى. خو د دې بره ذکر شوو ملګرو په شمول زما چې د ټولو نه کوم نزدې اؤ هر نازو راز دوست ؤ هغه حاجى ګلزار خان اورکزے ؤ چا سره چې يوو پوره ديارلس کاله دسحر نه تر ماسخوتنه زما دځوانۍ د مستۍ نيم ژوند تيرشوے دے اؤ د چا د اخلاص ، ځوان مردۍ، سخاوت، ورورولۍ په سوونو خاطرې چې زما په زړۀ اؤ ذهن کښې اوړى راوړى و لې نن ئې زۀ د دې کاغذ په مخ نۀ شم محفوظولے. د هغه مرګ ماته دا حقيقت دے چې دومره لوئې درد رارسولے دے لکه څومره چې يو تن ته دپلار په مرګ رسىاؤ رشتيا خبره دا ده چې ما باندې د دې کروړ پتى، ارب پتى  پښتون په دلو دلو احسانوننه دى هغه ماله کله  تش لاس نه دے راغلے اؤ نۀ هغه زۀ يا زما بچى تش لاس پريښى دى د مرګ نه صرف دوه مياشتې مخکښې ئې هم زۀ قطر ته واستولم اؤ بيا ئې زۀ هلته پوره لس ورځې ونازولم. په خپله شاعر، اديب نۀ ؤ خو په پښتو ډير زيات مئين څه دپاسه پنځلس کاله د پاک پښتو ادبى ټولنې دوحه قطر چيئرمين پاتې  شوے ؤ بيا ما اؤ هغه د اردو اؤ پښتو وړومبۍ رنګينه مجله دستار انټرنيشنل شروع کړه اؤ پوره درې کاله مو دا وچلوله اؤ اوس دا ده معمار انټرنشنل مجله ده چې پوره دووه کاله ئې دهغه په سرپرستۍ کښې خپرونې وکړې هم دغسې د پښتو اؤ اردو د څلويښتو نه زيات ک تابونه دهغه په مالى لګښت چاپ شوى دى په خپله ئې هم په اردو کښې د پنګال د تبليغى سفر رپورتاژ ((روشنى)) په نوم ليکل ےدے مطلب دا چې لزار خان د تيرو پنځويشتو کالو راهسې مسلسل د قلم قبيلې دملګرو همنوا ا هم فکره راروان پاتې شوے دے ما دهغه داسې داسې کمالات ليدلى دى چې په مخ دزمکې مې دبل پښتون نۀ دى ليدلى. هغه يتيم خانې چلولې، جماعتونه ئې جوړول اؤ هر دوه مياشتې پس به ئې د شلو شلو ديګونو لوئې لوئې خيراتونه کول د دې نه هم زياته دا چې هغه په خپل ژوند کښې په شلګونو خلق حجونو اؤ په سلګونو عمرو له ليږلى دى. هم داسې ما سره به هر سحر په موټر کښې دخپل حيات اباد فيز ٤ د کور نه کښيناستو. په ارباب روډ د سټنيډرډ چارټرډ بينک نه به ئې پنځه ويشت زره روپۍ راوويستې اؤ د غرمې تردوؤ بجو پورې به يې دا ټولې پيسې خوارانو ، مزدورانو له لږې لږې د لوئې الها په نوم ورکولې. په هفته کښې خو به ئې يو ځل ضرورت خپلو خپلوانو اؤ يارانو دوستانو له دګډورو د لړلې اؤ وريتې پروګرام کولو. ډير لوئې زړۀ ئې ؤ چې چا به ورنه هرڅه وغوښت ماته نۀ شى ياد چې د هغه د دره به بې نوا څوک تلى وى. تر دې چې يو ځل ئې زما په مخکښې يو غريب سړى ته د اشنغر په يوه ګاڼۍ کښې دخپل لاس د پنځوسو زرو روپو ګهړۍ په لاس کښې واچوله. ګلزار خان چرې د چا د لاندې ټيټه نۀ وه وړې، هغه به ايم اين اے ، ايم پى اے اؤ ملکانو ، خانانو له هم پيسې ورکولې. سخت خود دره پښتون ؤ چې چا به ورسره ډيره وړه نيکى وکړه. دۀ به ئې په ډيره غټه بدل خلاصولو يو کال مخکښې زۀ هغه مزاحيه شاعر ميراوس اؤ دهغه ورور ذکى خان کوهاټ ته تللى وو هلته د هغوى د امروتو باغونه دى. په باغ کښې ګرځيدو چې ماته رانزدې شو وې، صابرشاه يار په دې يو لاس کښې مې داسې څړيکې شروع شوې، اصل کښې د هغه نه دا يو لاس د خپيړې سره لږ بره څه ډيره موده مخکښې سوزيدلے ؤ اؤ دا ورته هم هغه سوزيدلى ځائے نه مسئله جوړه شوې وه چې وروستو ئې په الشفا هسپتال اسلام اباد کښې ټيسټونه وکړل نو د کيسنر بلاک معروف ډاکټر على افريدى ورته دا غم لړلے خبر واورولو چې خان ستاسو د دې لاس کينسردے اؤ دا خبر په مونږ ټولو لکه د اسمان د تندر راګزار شو د کيسنر نوم ډير بد اؤ ډير دروند دے اؤ دې ميرات مړى بيمارۍ ډير ښۀ ښۀ ځوانان خوړلى دى. بهر حال هغه هم په الشاف کښې د ډاکتر محمدعلى افريدى نه علاج شروع کړو. دا ډير ګران علاج ؤ په کروړونو روپۍ ئې په ځان ولګولې خو مرض په ځائے د کميدو ورو ورو زياتيدو زۀ به هفته لس ورځو کښې خامخا يو ځل تپوس پوښتنې له ورتلم خو د وفات نه پس درې مياشتې مخکښې ئې ډير کمزورے کړو. د سر اؤ ږيرې ټول ويښته ئې ودړيدل اوس ګلزار حاجى هغه ګلزار خان نۀ ؤ پاتې په چا چې ټول محفل اباد ؤ اوس به د هغه دواړه موبائلونه هم بند وو اؤ ما به اکثر رابطه د هغه مشر زوې يوسف خان، اجمل خان يا قضاى نويد شهزاد سره کوله په دې دوران کښې دوه درې ځلې داسې وشول چې د هغه طبيعت به لږ ښۀ شو نو ماته به يې دخپل ورور ګلزن خان عرف ذکى خان په موبائل اطلاع راکړه  چې لږ ښه يم راشه چې لږې سره ګپې اؤ غورې وکړو. اؤ بيا به زۀ نور خان اورکزے اؤ (ميټهو خان دوبۍ) کشر ورورالف دين بنګش د يو ورځې لپاره هغه د پنډۍ د بحريه ټاون کورته ورغلو خو دې ورځو کښې هغه انتهائى زيات  کمزورے شوے ؤ مونږ به خبرې کولې اؤ هغه به راته صرف په مينه مينه کتل. په ١٥ نومبر ٢٠١٤ ې هغه مستقبل په الشفاء، هسپتال کښې داخل کړو بيا به زۀ يو ورځ ترمنځه د هغه تپوس له ورتلم خو په ٢٠ نومبر هغه په کومه کښې لاړو بيخى بېهوشه شو مونږ ته ډاکټرانو ووئيل چې خان اوس د بچ کيدو نۀ دے د دۀ د کينسر بيمارى سرته اوخته په ٢٣ نومبر ززۀ نياز مومند اؤ نور خان بيا هسپتال ته ورغلو دې وخت کښې د هغه د ځنکدن علامې، هغه نه د هغه زامن يوسف خان، عيسى خان، اجمل خان اؤ اقبال خان سره د زومانو عبدالمالک هلال خيل اؤ ډاکټرنويد راټول وو مونږ يو بل  ته ښۀ په چغو چغو وژړل، ګلزار حاجى د مرګ په بستره مړاوے مړاوے پروت ؤ دا ډير سخت ساعت اؤ دا زما د ژوند ډيره دړديدلې ورځ وه زما هغه دوست پټې سترګې پورت ؤ چا سره چې زۀ پوره ديارلس کاله ګرځيدلے اؤ خنديدلے ووم. په ٢٥ نومبر  ما په خپل کور کښې دوه بجې د ماسپښين مونځ کولو څلور رکعته سنت مې کړى  وو اؤ په فرضو ولاړ ووم چې زما دواړه موبائلې ګړنګيدل شروع شوې، چې سلام مې وګرځولو نو د يوسف ،اجمل ، نويد ، حاجى مسافر اؤ عبدالمالک فونونه راغلى وو. اؤ ماته پته ولګيده چې يا خوګلزار حاجى پاسيدلے دے اؤ ګرځيدلے دے اؤ يا دلوئې الهد په لور د حق په لار تلے دے اؤ همداسې وه چې ما ديوسف نمبر ملاؤ کړو نو هغه راته صرف دومره ووئيل صابرشاه مونږ يتيمان شو. صابرشاه بابا خو مړ شو. اف...اف.. اف... اوس تاسو سوچ وکړئ چې دا اواز به څومره دروند ؤ خصوصاً د هغه تن دپاره د چا نه بغير به چې حاجى صيب يو لمحه هم نه ګرځيدو د چا هرې غم ښادۍ کښې په چې صابرشاه صابر مشر ؤ د چا د بچو د ودونو په کارډونو کښې به چې هم د صابر شاه نوم په سر کښې ليکلے شوے ؤ ګلزار حاجى وفات شو د شلمې صدۍ د پښتنو لوئې مير او ميړۀ سترګې پټې کړې. مونږ د هغه د جنازې وخت سبا يعنې په ٢٦ نومبر ٢٠١٤ يوولس بجې کيښودو سبا نهه بجې ئې هغه د بحريه ټاون نه په ايمبولينس کښې ناګمان باد ممبور د هغه خپل باغ يوسف باغ ته راوړو. دا ډير لوئې باغ دے په باغ کښې پښې ايښودو ځائے نه ؤ يو مخلوق خلق راچليدلى وو  دد ادب اؤ سياست د دننيا لوئې لوئې هستۍ هم راغلې وې د هر تن سترګې سرې وې هرې سترګې لمدې وې اؤ چې ګلزار حاجى حاجى غوندې يارباش اؤ  پښتون انسان پسې خلقو نۀ ژړل نو بيا به ئې په چا پسې ژړل د کوهاټ، سوات، هنګو،  پنډۍ اسلام اباد اؤ عن چې د قطر اؤ دوبۍ نه هم ميلمانۀ راغلى وو يو خوا ته په يو کټ کښې حاجى نور زادين اؤ حاجى منير اورکزى غاړې ورکړې وې اؤ په چغو چغو ئې ژړل هلته د چمن په بره سر کښې ايم پى اے عتيق الرحمان اورکزے سرپه زنګون ناست ؤ د سوئمنګ پول په غاړه  اباسين يوسفزے اؤ  لائق زاده لائق د حاجى صيب ديادونوخاطرو ډيوې بلې کړې اؤ دلته ماسره وزيربادشاه جانان، نياز مومند، ملتان همت، صادق سرګردان اؤ ظفرخان ظفرشهيد اورکزى د حاجى بابا د بيلتون سلګۍ وهلې حاجى صيب د تيراه ميرکلام خپلو کښې په ١٩٦٤  کښې د مرزا خان په کورکښې پيدا شوے ؤؤ ټوله ځوانى ئې د قطر په سرو شګو کښې تيره کړه په ناګمان کښې دفن شو. ټول ژوند ئې په سفر سفر کښې تير کړو ډير څه ترې نه پاتې شول مونږ ته خو ئې صرف خپل خواږۀ خواږه  يادونه پريښودل

اوس دې يادونه افسانې ښکارې

دا څه دستور د زمانې ښکارى

-
بېرته شاته