(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان او

[18.Aug.2020 - 15:51]

فخرافغان او کامه

د ( کامه يو کلی څو څلي ) له کتاب څخه

کامه تش د يو ځای ، سيمې او ولسوالۍ نوم نه دی بلکې کامه د يوه تاريخ ، تمدن ، کولتور، ثقافت ، علمي اکاډمۍ او د افغانانو په ځانګړي توګه د پښتنو د سترې علمي پانګې نوم دی ، کامه چې څومره زرخېزه ده او د وطن په سطحه يې حاصلات توليد کړي دي په همدې ډول يې فکرونه ، فيلسوفان او علمي شخصيتونه هم زېږولي او پاللي دي ، کامه د ګران افغانستان د نورو سيمو په شان ښکلې ده خلک يې ارام ، پو ، ميلمه پال اوعلم دوست دي 

ښايي همدا لامل به و چې دعدم تشدد سرلاری او د پښتون قام سترسياسي شخصيت فخر افغان خان عبدالغفار خان پاچا خان هم بيا بيا کامې ته راغلی او کامه والو ته يې په مساجدو ، کليو ، بانډو او دېرو کې تقريرونه کړي دي د همدې خبرې د اثبات دپاره د پاچاخان د رسمي خادم ، ميلمه پال او کوربه ښاغلي عبدالله مسېزي کامه وال يوه خاطره دلته ستاسو سره شريکوم

( فخرافغان باچا خان بابا په کامه کې

دپښتنوسترمشر فخرافغان خان عبدالغفارخان چی پښتانه یې د ډیرې مینې د باچا خان په نوم هم یادوي په کال(۱۳۵۳)هجري شمسي کې د ملت د بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د پادشاهۍ اوسلطنت په وخت کې کابل ته راغی،د اوړي په موسم کې یې یوڅو میاشتې په کابل کې تېرې کړي چې هلته به هره ورځ په سوونو پښتانه او نور افغان مشران دبابا ملاقات ته ورتلل او د هغه خبرو او نصېحتونو ته به یې په ډیره مینه غوږ ایښوده بیا کله چې د کابل هوا سړه شوه په ژمي کې جلال آباد ته راغی او دلته یې هم دننګرهارد ولسونومشرانواوکشرانوډیرتود هرکلی وکړ.

پدې وخت کې زه (مسیزی)دننګرهاردقبایلوپه ریاست کې د بابا په خدمت مؤظف شوی مامور وم.زه به هره ورځ دبابا مېلمستون ته ورتلم د بابا او د هغوۍ د ملاقاتیانو او مېلمستون خدمت به مې په ډېراخلاص او مينه سرته رساوه.نو بابا چې زما ددوۍ په چوپړکې هلی ځلی ولیدلي د هغه وخت والي(ډاکټر محمد عمروردګ) ته یې وویل:(چې ددولت لخوا دې په افغانستان کې زما د خدمت لپاره د قبایلودریاست مدیر (عبدالله مسیزی) په دایمي توګه وټاکل شي زه پرې پوره باوراواعتماد لرم)نو ما به داسې فکر کاوه چې زه د خپل ارواښاد نیکه په ډیر ویاړپه چوپړ کې ژوند تیروم ځکه چې ما ته داخبره معلومه وه چې بابا(باچا خان)په نړۍ کې د سولې او عدم تشددسالاری دهند د ازادۍ یو نومیالی میارزاودپښتنوسترمشراوغازي دی.

د پنجشنبې په یوه ورځ یې ما ته وویل چی کامې ته به لاړشواودجمعې په ورځ به د کامې د سنګر سرای جومات کې دجمعې لمونځ ادا کړو او د لمانځ نه وروسته به زه دکامې خلکو ته وینا وکړم ما ورته وویل سمه ده هماغه وه چې کامې ته لاړو موږ سره دقبایلو رئیس نادر خان زخه خېل اپرېدی،فقیرمحمد(بایزی)عبدالوکیل(صداقت)غلام صدیق خان(اټک)یوسفزی دلواړګي یومشرصاحبدین شینواری ملګري و.دسنګرسراې په جومات کې دجمعې دلمونځ نه وروسته باچاخان(بابا)دکامې خلکوته په ویناکې(ورونو زه ستاسولیدو اوستاسود ژونداو حالاتونه د خبریدو او تاسو ته د وینا کولو لپاره راغلی یم ورونو تاسې وګورۍ چه ملتونو په نړۍ کې څومره ترقي کړې ده او دخوشحالۍ ارام ژوند تیروي ددې لامل څه دی؟ دا ټول د علم او پوهې برکت دی او دا مونږ چې وروسته پاتې یوو لامل یې دا دی چې مونږ د پوهې اوعلم څخه بې برخې پاتې شوي یوو زمونږ پېغمبر (ص) ویلي دي چې د علم اوپوهې طلب وکړي اګرکه په چین کې وي نو لازم دي چې مونږ خپل زامن او لوڼوته دیني زده کړو سره سره عصري علوم هم ورزده کړو اود ناپوهۍ د تورې تیارې نه خلاص شو بله خبره دا ده چې تاسووګورۍ چې یوکافربل کافرورور نه وژني خو مونږ پښتانه په جزوي خبره خپل ورور وژنو ،نور دا ملاماتونکې رواجونه پریږدي او په یو اتفاق د خپل هيواد خدمت وکړۍ).

د کامې ولسوالۍ ډېر سياسي ، ژبور او قومي شخصيتونه په فخرافغان بابا ډېر ګران و چې د دې جملې نه محترم ارواښاد خان فقيرمحمد خان بايزی چې د کامې د لوی خان او قومي مشر مرحوم حاجي حسن خان مشر زوی و مرحوم بايزی صاحب پو ، ارام او يو فقير انسان و تل به يې د پښتنو تر منځ جرګې مرکې کولې او غټې غټې دښمنيانې به يې ختمولې او دوه توربوران به يې وروڼه کول ، بل سياسي ، ادبي او ولسي شخصيت مرحوم عبدالوکيل صداقت و چې په بابا په خاص ډول ګران و ، صداقت صاحب په پارلمان کې د ننګرهار او د کامه والو استازی و په ملي مسايلو کې يې جدي دريځ درلود او په خپله دوره کې يې ټول وکيلان متحد کړي و او هيچا د پښتو او پښتنو خلاف سنړ نه شو کولای صداقت ښه عالم ، نطاق او بليغ انسان و او د پښتونستان په هره غونډه کې به موجود و همدا وجهه وه چې په بابا تر ځانه هم ډېر ګران و او پوره حساب يې پرې کولو٠

بل ارواښاد حبيب الرحمن منتظم صاحب و ، منتظم صاحب هم ليکوال و هم شاعر و او هم د بصيرت خاوند و منتظم صاحب د افغان ملت ګوند بنيادي شخصيت و او د پښتونستان په موضوع کې ډېر حساس و د پښتونستان د مېلمنو پالنه يې کوله ، منتظم  مطبعاتي و منتظم صاحب مياخيل او اخوندخيل تخلص کاوه خو د راډيويي پروګرانومو سمبالوونکی و نو ځکه د مياخيل په ځای په منتظم مشهور شو.

او همدارنګه د کامې ولس باندې باچا خان بابا هم ډیر ګران وو او هره جمعه به کامې ته زمونږ ځای او هم د کامې د نورو خلکوکلیواوبانډو ته راتلوخصوصاً د کامې د(خښي) د کلي دارواښاد دغلام صدیق خان (اټک یوسفزي) کلي او هوجرې ، دیری ته به راتلو او ارواښاد به یې ډیر قدر او عزت کاوه او په دروند نظربه یې ورته کتل ارواښاد غلام صدیق خان(اټک یوسفزی) په (۱۳۳۱)کال کې د (خښي)کلي کې زیږیدلی بیا یې د کامې د اخوند کلي په لمړني ښوونځي کې زده کړې سرته رسولي بیا یې نورې عالي زده کړې د کابل د رحمان بابا په لېسه اوحربي پوهنتون کې سرته رسولي اود یو فوځي افسرپه حیث یې د هېواد په مختلفوولایاتو کې دندې سرته رسولي .

او په(۱۳۵۸)کال کې یې ځواني خاورې شوه او ځوانېمرګ شو الله دي یې وبخښي خوشکر د باز د ځالې باز الوزي. د نوموړي نه درې زامن هریوګران ښاغلی عبدالوکیل(اټک یوسفزی)اواجمل(اټک یوسفزی) پاتې دي.چې عبدالوکیل(اټک)دلوړوتحصېلاتونه برخه مند دی ښه لایق او نومیالی لیکوال،شاعراوقومي شخصیت اودښه شهرت څښتن دی. په اوچتو او مهمو چوکېو کې دنده ښه په بریالیتوب سرته رسولي او اوس هم په رسمي عالي مقام(دمشرانوپه جرګه کې د تقنیني مشاورپه توګه دنده سرته رسوي)چې په دنده کې ښه مؤفق اوبریالی دی .ددې نه پرته موصوف د باچا خان بابا د مینه والوپه ډله کې ترډیرو مخکې دی.په همدې اساس یې د باچا خان بابا په خپل هېواد افغانستان کې زما عبدالله(مسیزی) کتاب دخښي کلتورې ټولنې په پاملرنه چاپ کړي دي زه ورته د هيواد او وطنوالو په خدمت کې لابریالیتوب،ښه ژوند او مؤفقیت غواړم.

د ارواښاد دوهم زوې ګران اجمل(اټک یوسفزی)دی چې دا هم د لوړو تحصېلاتو نه برخه مند دی او ګڼ شمېر کتابونه يې تر اوسه چاپ شوي دي او اوس د ناروې د اوسلو په ښار کې ژوند کوي او هلته هم په مطبوعاتي چارو بوخت دی موصوف هم د ښو اخلاقو څښتن او ښه شهرت لري مونږ ورته تل د بریالیتوب او ښه ژوند او اوږد عمر او خوشحالۍ دعا کوو او دا هم ښایې چې ولیکم چې د ارواښاد کورنۍ په کامه کې د ښې هوجرې او دیرې خاوندان دي چې هوجره اودیره یې تل د دوستانوپه بنډارونو ګرمه وي او د ميلمنوخوراډیر قدراوميلمه پالنه کوي او اجمل(اټک یوسفزی)هم د باچا خان بابا د مینه والو تکړه زلمی دی او کشری زوې یې یوسف صدیق(خټک) دی چې د مصر د(الازهر)پوهنتون نه فارغ او سیاسی علوم یې لوستي دي اوس مهال د امرېکا په کلېفورنیا ښار کې اوسیږي الله دې د باچا خان او صدیق خان(اټک)اروا ښاده لري.

پاتې دې نه وي چې کامه او د کامې علمپروره او وطن دوستو خلکو هم لکه د نورو درنو لر او بر پښتنو او افغانانو په څېرد وطن او قام او دين په ساتلو او خدمت کې خپل پوره کردار ادا کړی دی اوپه خاصه توګه لوی مفسر او عالم مرادعلي رحمت الله د ټول پښتون قام دپاره قرانکريم د لومړي ځل دپاره د تفسير يسير په نوم په پښتو ژبه وليکه ارواښاد استاد قيام الدين خادم پخپله يوه لويه علمي پانګه وه او د پښتوپالنې تر څنګ يو لوی سياسي شخصيت و د ويښ زلميانو د نهضت له بنسټ ايښودونکو له جملې څخه و د ويښ زلميانو د نهضت تاثيرات تر ننه پورې محسوسيږي او په ملي مسايلو کې د ځوانانو په روح کې غځونې کوي او همدارنګه د افغان ملت ګوند اجاد او د پښتونستان او لوی افغانستان د ګټلو او جوړولو مسايل او په دې ټولو مسايلو کې د کامه والو رول او کردار يو لوی او تاريخي بحث دی ٠ 

ځوانيمرګ جګړن غلام صديق خان اټک هم د يوه نر پښتون په څېر د هغه وخت په سياسي ګرمو مسايلو کې خپل د وطن دوستۍ کردار ادا کړی دی ، که څه هم شهيد صديق خان اټک هغه وخت بېخي زلمی و خو د پښتونستان او لوی افغانستان مسايلو يې عزم ډېر پوخ کړی و زه د شهيد صديق خان اټک ډېر نږدې دوست او ملګری وم او د شهيد اټک په هوجرو او دېرو کې د ډېرو سياسي او کلتوري غونډو او جلسو عيني شاهد يم مثلا لکه څنګه چې مې مخکې وويل پاچا خان به کامې ته هر وخت راتلو کامه او ټول کامه وال پرې د علم او پوهې له مخې خاص ګران وو ، په پارلمان کې د کابل او پغمان د خلکو وکيل او د جمهور ريس ډاکټر نجيب الله د مشرې خور بي بي خاوند نيک محمد خان او ډاکتر نجيب الله کامې ته راغلي ،ارواښاد اجمل خټک ، نثار مظلوم ، شهيد محمدموسی شفيق ، شهيد امان الله سېلاب ، استاد خادم . د افغان ملت ګوند اکثره غړي او مشران به اکثره وخت په کامه وو او همدارنګه بابا ې ملت محمد ظاهر شاه او د شاهي کورنۍ ډېر غړي کامې ته په سيل او ميلمستياوو راغلي دي٠)

ومن الله توفېق

عبدالله مسېزی کامه وال

سرچينه : د صديق عمر اغېز فيسبوک پاڼه

انځور کې ارواښاد صداقت ( قره قلوالا ) له پاچا خان بابا سره

د ( کامه يو کلی څو څلي ) له کتاب څخه

-
بېرته شاته