(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ريډيو پېښور يو غږ

[09.Jul.2020 - 15:14]

د ريډيو  پېښور يو نوموړےغږ  انورعلي

ليکرشيد احمد

کوم خلک چې دريډيو پاکستان پيښور باقاعده اوريدونکي دي اوورسره دخبرونوشوقين هم وي نو هغوئي دوه اوازونه نشي هيرولے۔يو دپښتو ژبې نوموړے نيوز ريډر او صداکار محترم "انورعلي" اوبل محترم"عنايت الله ګل"۔ دادواړه داسې اوازونه دي چې ترډيرې مودې ئي خبرونه اوتبصرو نه علاوه په بيلا بيلو پروګرامونو کښې په باقاعدګۍ سره برخۀ اخيستلې ده اوپه هغه وخت ئې نقد داد وصول کړے دے۔ شائد که ريډيو پاکستان پيښور ته بيا داسې اوازونه اوغږونه ميلاو شي۔ خداے بخښلي عنايت الله ګل به په پي ټې وي پيښور هم خبرونه وئيل۔ ددوئ سره دريئم اواز په موجوده وخت کښې دښاغلي هارون الرشيد دے۔ 

کله چې په کال ۱۹۸۸ دسمبر کښې زه ريډيو پاکستان پيښور ته  د پروګرام پروډيوسر په حېث راغلم نو زما ډيوټي په ډيوټي روم کښې اولګيدله چې د ډيوټي افسر ډيټي به وه اودهغې ضرورت به ځکه وو چې ډيوټي افيسر به دټولو پروګرامونو نه خبر شو۔ ډيوټي افسر ټول پروګرامونه اوري، په هغې تبصره کوي او دهر چا سره يعنې پروډيوسر ، ليکوال ، انوسر اوکمپئيرانو سره ئي نيغ په نيغه رابطه راځي اوداسې دسټيژ اوريډيو د الف بې نه خبر شي۔ په هغه زمانه په هينداره پروګرام کښې دادواړه ښاغلي راتلل دخبرونو نه علاوه به ئي تبصري وئيلې۔ 

محترم  انور علي صيب په دغه زمانه د ټرک سره ډغره وهلې وه۔ اودغريب ټول هډوکي مات ګوډ وو۔ مائي نوم اوريدلو خولاملاقات مې ورسره نه وو شوے۔ په دغه زمانه به کله کله په ټوکانونو دفتر ته راتلو چې بچي به ورسره هم راغلل۔ دهيندارې پروګرام داهميت نه خبرو۔ اواز ئي ډېر خوږ اوصفا وو۔ په دغۀ تکليف کښې به هم کار له راتلو۔ اوزمونږ اشنائي جوړه شوه۔دپروګرامونو اوخلکو په حقله به ئي هم پوهه کولم۔ زما سره په ذاته توګه ئي مينه وه۔ په دغۀ زمانه انورعلي صيب دفردوس خوا وشاه کالونۍ کښې اوسيدلو۔ بچي ئي واړه وو اوپه سکولو نوکښې ئي سبقونه وئيل۔

هم د دغه ورځو خبره ده۔ زه په يونيورسټي نائن(۹) هاسټل کښې  ديره ووم دچوټئ ورځ وه اولائق صېب سوات ته تلے وو۔ د روژې مياشت وه لس ملټه کم اووه بجې وي اودماښام دروژه ماتې يعنې بانګ وخت وو۔دغه وخت مونږ روژه ماتې مخې ته ايښې وه اوما دکينټين دفون نه ډيوټي روم ته فون اوکړؤ چې دهيندارې ملګري راغلي دي اوکنه۔ ډيوټې افسر وئي هيڅ څوک نيشته۔ زه په منډه لاړم روژه ماتې مې پاتې کړه بانګ شورو وو اوزه سکوټر ته اوختم ځان مې ريډيو ته اورسولو۔په منډه سټوډيوز ته ورغلم چې زه مائک ته مخامخ کښيناستم اولاساه مې ماته وه چې خبرونه ختم شول اوانجينئيرمائک راکړو ما دپروګرام دپرانستې اعلان  اوکړو او يوه سندره مو پلے کړه چې ترڅو زما ساه برابر شي ۔سندره شوروه چې ديکښې دسټوډيوز دراوزه پرانستلے شوه  او انورعلي صيب راننوتلو ماته ئي وې لاړ شه زما بچي بهر ډيوټي روم کښې دي تالي مې ډوډۍ راوړې ده اوپروګرام زه کوم۔ دغۀ زمانه  انورعلي صېب په چوټۍ وو او په ټانکورو ګرځيدلو۔ بل کس به نيولے وو۔ ولې دهغه دانسان دوستۍ او احساس ذمه وارۍ دغۀ حال وو چې ديوې سندرې قدرې ددورانيې په وخت کښې ئي دکوره ماله روژه ماتي راوړۀ اودا ورته پته وه چې تبصرې وئيل دي نو دچوټۍ ئې هيڅ پروا اونکړه خپل بچي یي راوستل پروګرام ئي اوکړو۔ او زما په زړۀ کښې دانورعلي صېب قدر نور زيات شو چې ترننه ئي پور وړے يم۔ دسوچ خبره ده چې په دغه لږ ساعت کښې دروژه ماتې په وخت دخواراک توکي ، ډودئ شربت اونور مواد پيک کول اوبيا رکشه رانيول اوپه تندۍ سټوډيو ته رارسول۔ ددې زه سوچ کولے شم چې څومره په بيړه اوتکليف دوئ راغلي وو۔

د انورعلي صېب شخصيت هم همه جهت دے۔ پروفشنلي ډير مظبوط او ذمه وار سړے دے۔ په رنګ تک سور سپين ، په ونه ميانه قد نه دنګ اونه چيت، تل سپينې استري کړې جامې اغوندي اودجامو په لړ کښې تر اخري حده حساس دے۔ انا پرست اوبې انتها خود دار دے اود خپل  انا خلاف هيڅ خبره نشي برداشت کولے، په دوستانه کښي اود بل په عزت کښې ډيره اوګه ښکته کوي خو که خبره دعزت راغله نو بيا هرڅه له لته ورکوي۔ په خپلې کورنۍ اويوسفزي کيدلو فخر کوي۔ پلار ئې موړ سړے وو اوډير زيات تعلقات ئي وو۔ دصوابۍ دمشهور کلي زيدې اوسيدونکے دے ولې اوس پيښورے شوے دے اوپه پيښور حيات اباد کښې خپل کور لري چې دريټائرمنټ نه پس ئي جوړ کړے دے،يوه لور اودوه ځامن لري۔ مشر ځوے ئې په ټي وي کښې دنيوز سيکشن انچارج دے اوکشر دصحافت څانګه پيښور يونيورسټي کښې پروفيسر دے.

انورعلي صېب سره به ټوقې خلکو د دوئ  د اناپرستۍ او خود دارۍ په وجه هم کولې۔ دلفظونو په معنو او چل ول ښۀ پوهيږي ادائيګي ئې لاجوابه وه ۔ لائق صېب به دپروګرام درپورټ په وخت ډېر تعريف اوکړؤ خو يوټکے به ئي اوليکلو چې انداز ئي دخبرونو وو ۔ انورعلي صېب چې به دغه رپورټ اوليدو نو ډير سخت به غصه به وو۔ يو ورځ ما هم داسې اوليکل انورعلي صېب چې پروګرام ختم کړو نو ډير سخت په غصه کښې راغلو۔ په دغه ورځو کښي دوئ دپښو نه پلسترونه پرانيستي وو اويوه مظبوطه امسا به ورسره وه ۔امسا څه وه لوړ وو۔ چې خبره به ئې په غصه کښې کوله نو هغه امسا به ئي مځکې له راخلوصوله۔ مونږ خاندل  او انورعلي صيب ماته مخامخ د ميز هغه غاړې ته ولاړ وو په سخته غصۀ کښي خبرې کولې۔ لائق صېب پټ شو اوما به د دئ امسا ته کتل چې چرته سر له رانشي هغه خو الله خير کړو خو ماته ئې نيغه نيغه کوله چې امسا ميز له راغله او ښۀ مظبوطه غبرګه شيشه ماته شوه۔ ماسره غم شو چې اوس به څه کيږي۔ خير چې دوئ لاړل نو ما په شيشه رپورټ اوليکلو چې زه دفتر ته راغلم نو دا شيشه ماته وه اوداسې معامله لاړه ختمه شوه۔ 

 انورعلي صېب چونکې په نيوز سيکشن کښې کار کولو۔ په هغه زمانه دصوابئ فقير محمد صېب  نيوز ايډ يټر وو اوکه نا آے اين اي وو خو هغه ددوئ انچارج وو اوورسره يوبل اے اين اي  هدايت الله بنګش وو چې هغه ځانله يو نفسياتي کيس وو خو زمونږ سره ئې ډير ښه تعلق وو۔ هغه به انورعلي صېب دتنګولو لپاره او کله کله زمونږ يا دلائق زاده لائق په وينا داته بجو نه يو پينځه ميلټه وختي چوټي کوله اوګاډے به ئې بوتلو۔ دهغه سره به نور کسان هم لاړل نو داسې به د ګاډې بيرته سټېشن راتلو کښې وخت لګيدلو نو انورعلي صېب به زمونږ سره په ډيوټي روم کښې ناست وو ګپ به ئې لګولو او د دې  ګپ اوټوقو د پاره به اکثر داسې کيدل ۔ ولې انورعلي صيب چا نه پوهه کولو۔ بلکې وې به ئي ورته هدايت بنګش تاسو ته صبر نه کولو مخکښې لاړ شو۔ اوانورعلي صېب دهغه نه مشر اوسينئر وو نو غصۀ به شو ۔ انورعلي صېب به وئيل په زوره اوپه چيغه  "انورعلي يو حقيقت دے داخلک هسې سوزياو مونږ به ترينه خوندونه اخيستل۔

انور علي صېب ريټائرډ شو نو دهغوئ تلل زمونږ لپاره ديوې خلا سوب شول۔ په يو وخت کښې ما فيچرونه ريکارډ کول دا ډير مهم وو اومونږ پرې ډيره خواري کړې وه۔ دهغې لپاره داوازونو ضرورت وو۔ نو ما انورعلي صېب او بل خپل ملګري خداے بخښلي ايس ايم اسحاق ته خواست اوکړؤ په ګور دې نور وي په ناروغۍ کښې دهغې لپاره راتلو اوريکارډنګ به ئي کولو اوداسې انورعلي صېب په ډير ښه شان ريکارډ کړل۔ دا د صحاح سته، داحاديثؤ دمجموعو، اوامامانو په حقله وو اوزه خپله خوشبختي ګڼم چې مونږ دغه فيچرونه ريکارډ کړي وو اواوس دغه په کتابي شکل کښې هم د لوستونکو تنده ماتوي ۔ 

انورعلي صېب لهجه يوسفزۍ پسته اوخوږه لهجه ده ۔ دلفظ ادئيګي ډيره ښه کوي اوڅومره کسان چې به ورسره وو نو هغوئ ته به ئي خؤ ښودله۔ دلفظ سره سره به ئې ورته ادائيګي او دهغې سټريس پازيز(stress pauses) يعني چرته دمه کول دي چرته تيز اوچرته په قلاره وئيل دي ښودل۔ اوډيرو ملګرو ترينه استفاده کوله۔ الله دې ژوند د ښه صحت سره ډير کړي۔ اودسر سيورے دې په کشرانو قايم وي۔

انورعلي صېب د پيرۍ مريدۍ هم ډير په سختۍ سره قائيل دے او د خپل پير کرامات مني اوخپلې ځينې کاميابۍ دخپل پير کراماتو او دعاګانو برکت ګڼي۔ هسې داپيري مريدي ځانله يوعقيده ده چې دا د هندي، يوناني اوعيسائي مذهبونو دکتابونو دترجمو سره په مسلمانانو کښې رائج شوې وه۔ کله چې ابونصر فارابي ديوناني فلسفې کتابونه عربۍ ته ترجمه کړۓ اوشرحې ئې ورله اوليکلې۔ په دغه زمانه فلسفه په مسلمانانو کښې رواج شوه۔ بوعلي سينا د فلسفې قائيل وو اوهغه په دې کتابونه اوليکل۔ دهغوئ نه ورستو ابن طفيل هم د دې قائيل وو خو دغۀ هغۀ عالمان وو چې پير مرشد قائيل نه وو۔ دوئ د ديدار په روحاني توګه قائيل وو اودغۀ عقيده داسلام سره متصادم نه ده ولې د پير مرشد په عقيده باندې متشرعين اعتراضؤنه کوي او داسلام او نبي عليه سلام دتعليماتو سره ئې متصادم ګڼي۔ دبايزيد روښان او اخوند درويزه ترمينځه هم دغۀ جګړه وه۔ دهغې دنورو وجوهاتو سره سره دا متنازعه مسئله هم يوه لويه وجه  وه ۔ پير روښان د چا مريدي نه وه کړې اوپه خپل رياضت اومراقبه ئې د سلوک منزلونه  ترسره کړي وو ۔ ولې بل اړخ ته نور تصوفي مسلکونو واله د فنا في الشيخ عقيده لري کومه چې دځينې متشرعينو مطابق شرک ته رسي اخؤند درويزه هم د پيربابا مريد  او مرشد منونکے وو۔ متشر عين صوفيا اوپه دوئ کښې فرق دادے  چې متشرعين وائي چې نبي عليه سلام وئيلي چې په مانځه کښې خضوع اوخشوع داوي چې صرف الله حاضر ناضر او ګڼلے شي ولې ځنې پيران مريدانو ته وائي چې خپل شيخ په ذهن کښې راوله اوفنا في الشيخ شه ۔ دوئ دمرشد رهنمائي ضروري ګني۔ داځانله بحث دے دلته په ديکښې ډير نه پريوځو خؤ خبره مې دانورعلي صېب کوله نو هغوئ دخپل پير دکراماتو ډير عقيدت مند دے ۔ماته يوه بله خبره راياده شوه يو ملګري راته قيصۀ کوله چې په دې څوکنو کښې يو تن قبر ته ولاړ وو جنګلې ئي ورله کلکې نيولې وې اوئيل ئي چې لس زره روپۍ مې پکار دي اونن به ئي راله راکوې۔ يو بل کس چې ددوئ دا دعا واوريدله نو چونکې هغه موحد وو وئي وئيل ورته چې دالس زره روپۍ واخله خؤ د مړؤ نه ئې مه غواړه جمات ته ورشه دالله نه ئې اوغؤاړه۔ وائي دغه سړې روپۍ جيب ته واچولې او بيا لاړو قبر ته بيا اودريدلو وئيل ئې ورته چې زما يقين وو چې ته به ئې راکوې خوبيا ئې دداسې خلکو په لاس مه راليږه چې تاته بد رد وائي۔ خبره مې په دې پوري کوله کله چې انورعلي صېب ريټائرد شو نو د پينشن اوجي پي فنډ مسئله ئې راغله دغۀ وخت ريډيو سره د فنډ کموت وو اوټول پيمنټونه ليټ شوي وو۔ انورعلي صېب ماته اووې ځکه چې دغۀ وخت زه په اسام اباد کښې  ووم اوپه اين بي ايس کښې مې ډيوټي وه۔ يوسحر وختي دواړه يو ځائے لاړو اوچې اکاونټنټ کمرې ورغلو هغه زمونږ ملګرے اوختو هغه زر دکنټرولر سره خبره اوکړه اوهغه وئيل دستي واجبات ور کړئ۔ مونږ چې بيا متعلقه اکاونټنټ ته ورغلو نو هغه وې لږ صبر اوکړۍ چيکونه جوړوو ولې چې زه لاړم نو انورعلي صېب ته ئي وئيلي وو چې بيا راشئ دوئ بيا ماته اووې اومونږ بيا کنټرولر افس ته ورغلو هغوئ هغه اکاونټ واله ښۀ بې عزته کړؤ وې اوس ورته پيسې ورکړئ۔ مونږ ئې کښېنولو اوچيکونه ئې انور علي صېب ته ورکړل۔ کله چې دوئ رخصتيدل نو ماته ئې وې زما د پير برکت دې اوليدلو دڅو ورځو نه مې دهغه وظيفه کوله او دادي کار اوشو ددې مطلب داهم نه دے چ ګني متشرع نه دي پينځه وخته مونځ اودس کوي اودالله نه غؤاړي۔  دوئ په مياشت کښې يوځل شل بانډۍ ته ځي دپير سلام  دپارحاضري کوي ولې اوس ډيره موده اوشوه چې د دوئ پير هم لکه چې دکرونې په وجه دمريدانو سره نه ميلاويږي او هغه هم اوس ان لاين ملاقاتونه کوي اواستانه ئې پينډۍ ته بدله کړې ده اوخپله لويه د پيربهائي برادري لري ۔ کوم سړے چې ستا شکرانو ته شپې سبا کوي پخپله څه کار نه کوي هغه به چاله څه اوکړې ۔ بس په الله عقيده کلکه ساتل پکار دي۔ نور دهر چاخپل فکر اوعقيده ده۔ ډير پيران مې ليوني هم ليدلي دي۔ زمونږ خلک چې ليونے اوويني نو وائي دا رسيدلے دے اودهغه نه سوالونه کوي۔ داسې پيران هم شته چې دجمعې شريفې مونځ نه کوي ولې معتقيدين ئي ښه بلها زيات وي اورسيدلے ئې ګڼي۔

په کال ۱۹۶۹ کښې نثار محمد خان دپښتو ډرامې دپاره اډيشن کړے وو۔ او په اول ځل ئې دسقراط مرګ ډرامه کښې دسقراط تقرير کړے وو۔ بيا له هغه ځايه ټي وي کښې ئي هم په ډيرو ډرامو کښې کار کړے دے۔ اکثر اناونسمنټؤنه به دوئ کول۔  د ډروامو اکثر اناونسمنټؤنه به د دوئ په اوازکښې ريکارډ کولے شول۔ ماچې کوم مذهبي فيچرونو کښې دوئ ته دصداکارۍ خواست کړے وو نو په هغې کښي دوئ ډيره خواري کړي وه۔ 

په يوه زمانه زۀ اولايق زاده لايق صېب په سعيد اباد کښې يو کور کښې اوسيدلو۔مونږ له به يو هلته يو دهوبي چې په رفيق دهوبي مشهور وو جامې وينځلې اوستري کولې اولايقزاده لايق به هر سحر دهغه ددوکان نه استري کړې جامې چې ايغې نيغې به وي داسې راوړلې چې دهينګر کنډه کښې به ئي ګوته ورکړه اوپه اوګه به ئي راواړلې۔نواکثر به کميص لاندې اوپرتوګ باندې وو۔ يوه ورځ دلايق زاده لايق صېب ميلمه راغلو ناوخته وو نو چې کوڅې ته رارسيدلے درفيق دهوبي نه ئي تپوس کړے وو چې دلايق صېب کور راته اوښايه۔رفيق دهوبي ورته وئيلي وو چې سحر وخټه راشه اوپه دې کوڅه کښې دغۀ ځاے مخامخ اودريږه چې چا زما د دوکانه پرتوګ په اوګه راخيستلے وو په هغه پسې شاته ځه هم دغۀ به لايق زاده لايق وي۔اوداسې سحر په لايق صېب ورپسې ميلمه راغلو مونږ وې کور دې څنګه معلوم کړؤ نو دغه قيصۀ ئې راته اوکړه نو داسې چې دريډيو په نيوز سيکشن کښې په داسې نيغو استري کړو جامو کښې څوک ناست وو اوپه زوره زوره يعنې چغه چغه به ئې خبرې کولې نو د تپوس ضرورت بيا نه وو هم دغۀ به انورعلي وو۔

انورعلي صېب هروخت پاکې پړقيدلي جامې اغوندي اوښۀ خؤش لباسه دے پيزار ئې هروخت داسې پالش وي چې پړق کوي ورسره ښۀ خوش خوراکه هم دے۔ دستر خوان ئي ښۀ لوئي اودهر نعمت نه ډک وي۔ ميلمه ته هغه د چاخبره ځان حلالوي۔  الله ورله ځامن هم ډير تابعدار او با ادبه ورکړي دي دوئ ئې تربيت هم ډير ښۀ کړے دے۔ اوهغؤئ هم ښۀ تربيت اخېستلے دے مشرے ځوے ږرفان خان ئي دپي ټي وي نيوز پيښور مشر دے اودويم ځوے نعمان خان داليکټرانيکس پروفيسر دے اودجرنلزم څانګه نن سبا خدمت کوي۔ انورعلي صېب د مانځه په سختۍ سره پابندي کوي اوکشش کوي چې نماز باجماعت اداکړي۔ په غم ښادۍ کښې ډير تکړۀ  دے اوهرځاے ته ځان رسوي۔ هغه که هرڅومره لرې وي دوخت اولارې فکر نه کوي ځان ور رسوي۔ دجنازې مونځ ته خو په هر صورت ځان رسوي اوچې لاړ نه شي نو بيا ډير خفه وي او افسوس کوي۔ همدغۀ حال ئي دتعلق دے۔ يو ښۀ دوست اوښه انسان دے۔ د سر ويښته ئې هر وخت استري کړي وي۔ رنګ پرې نه لګوي اوس خو ئې ږيره هم ساتلې ده۔ په ږيره کښې دعمر سره نور ښه شوے دے۔ اوهغه اکسيډنټ چې دټرک سره ئې په سکوټر ډغره وهلې وه اوس هم ځان ښکاره کوي دپښو هډوکي ئې تکليف ورکوي او ډير ګرځيدل اوس نه شي کولے۔ په ښار کښي ميشته شوے دے خو دکلي کور ئې مرمت کړے اونوے کړے دے ځکه چې دکلي غم ښادي ښۀ په نره کوي اوهلته ورته ديره وي اوځان په چا نه بوج کوي له دې کبله خپل کور حجره برابر ساتي۔ دميلمه ځاے هم د سهولتونو سره برابر ساتي۔ په کلي کښې ئې نور وروڼه اونور خپل وان ډيردي۔ يو وروئي ايبټ اباد کښې ميشته وو چې اوس وفات شوے دے۔ زما په خيال وروڼه ئي ټؤل وفات شوي دي۔ دا دپلار وروستۍ نښه نښنانه دالله په فضل پاتې ده عمر دې ډېر شي۔

انور علي صېب چونکې دريډيو دخبرونو دڅانګې سره تعلق لري  اوداسې م رشفق صېب، ګوررحمان ګوهر صېب، مختار خليل، بحرمند بحر اونور ډېر ملګري چې په دغه څانګه کښې ئې سي اين او اسلام ابادکښې کار کولو ملګري وو اودوئ شريک اوسيدلي هم دي۔ يو ځاے به ئې ناسته پاسته کوله اوډيرې لطيفې ئې هم مشهورې دي۔ دژوند په هره شعبه کښې چې خلک همکاري کوي نو دهغې سره متعلقه ټوقې اولطيفې هم جوړيږي۔ دخبرونو څانګه چونکې دحالات حاضره سره تړون لري اوهروخت نوي نوي نومونه او پيښې پکښې مينځ ته راځي چې ځينې وخت ډيرې دخندا وي اوکله کله ډيرې سنجيده ټوقې شي چې په سړې سر اوګرځوي۔ کله ديو وزير د نامې سره بله شعبه اووئيلے شي کله نامې وړاندې وروستو شي اوداسې ډيرې پيښې مينځ ته راځي۔ ددوئ سره هم ډيرې داسې پيښې مينځ ته راغلي دي۔ 

د انورعلي صېب يوه خاص خبره داده چې زاړه شيان ئې ډير خؤښ وي۔ لکه د دوئ والد صېب چې کوم ريډيو سيټ استعمال کړے وو هغه اوس هم ورسره دے هغوئ چې کومه دبجلۍ پنکه اول اول اخيستلې وه اوسطهم ورسره ده اوښه چليږي۔  داسې په کور کښې ورسره بلها انټيکس پراته دي او يو ښه ميوزيم يا عجائب ګهر ترينه جوړېدلے شي۔ د دوئ دوادۀ هغه فرنيچر چې  استعمال ئې ختم شوے يعنې بوڼ اوکپړې او فومونه  ترينه رژيدلي دي اوس هم  دوئ لکه د نوي واده دسامان په شان محفوظ ايښے اوساتلے دے۔  په دې راز ئي پوهه نه شوم چې دائې ولې داسې زړه ته نزدې ساتلے۔ يوه وجه خو داکيدے شي چې دپلار  د زمانې سامان ئي ساتلے دے اوکور ودانه ورته قاريږي چې دا زوړ سامان وروک کړه نو دے ورته وائي چې ستا دطواده سامان مې هم دادے محفوظ ساتلے دے اوداسې دهغې خله بندوي۔ اوبل  کيدے شي کله کله ئي ورته پيغور هم کوي چې دادې زما دپلار هغه خو اوس هم کار کوي، ريډيو غږيګي او پنکه هوا ور کوي نو ستا داڅه کوي۔ يا داچي اوګوره دغه ستا دطواده سامان دے چې ستا په ژوندانه ختم شو بيکاره شولکه ۔۔۔۔۔۔ په دې راز صرف انورعلي صېب پوهيږي او مونږ ته ئې نه ښائي۔ د واړو ځامنو ته ئي ځانله ځانله موټرې ولاړې دي خو ده له موټړ چلول نه ورځي پخوائې سکوټر چلولو چې اکيسډنټ ئي پري اوکړو نو سر ئي ورله وروک کړو۔

ددوئ والد صيب په کال ۱۹۲۱ کښې زيږدلي وو اوبيا په مال خآني کښې نوکر وو ترګرادرۍ پورې نوکري ئي کړې وه ۔په هغۀ زمانه ئي ديني تعليم حآصل کړے وو خؤ هغه پير پرست نه وو ډير متشرع اودمانځه اوداسه پابند انسان وو۔افرنګيانو په زمانه په مال خانه کښې نوکر وو اوهيڅ مال دولت ئي نه دي جوړ کړي۔دحرامو نه ئې ځان بچ ساتلے وو اوداسې ئي دبچو تربيت کړے وو۔ په هغه زمانه به ورله رسالې،مجلې اواخبارونه راتلل اوددنيا دحالاتو نه ښۀ خبر وو۔ دانورعلي صېب زيږون په کال ۱۹۵۰ کښې شوے وو۔ په هغۀ زمانه ئي والد صېب دمرفي ريډيو سيټ اخېستلے وو چې اوس د انور علي صېب سره محفوظ دے اوغږيږي ۔ لکه چې اګاهو ما ذکر کړي دي چې دوي انټيکس شوقين دي اوزاړه شيان ئي خؤښ وي۔ نو دغۀ ريډيو سيت ورسره دےچې فوټؤ ئي ستاسو دپاره حاضر دے۔

انورعلي صېب چې کومه خبره په زړه واخلي بيا مجال شته که چرته ئې هيره کړې۔ اوبل په هره خبره کښې ورته د يهود وهنوز سازش ښکاره کيږي۔  د سترګو نظر ئې ښۀ تيز دے  ليدل کتل او وهل پرې کوي ۔د ډول ډال ښه  ډير خيال ساتي  اوس هم چې دکوره ووځي نو ته به وائي چې لکه د ماشوم مور سمبال کړو لکه سر ورله منګز کړي سترګې ورله تورې کړي۔الله دې دبد نظر نه اوساتي په دې کښې هم د ماته درندارې کمال ښکاري چې هغه ئي داسې سمبهال کړے ساتي ګنې دکوره ئي بهر ته نه پريږدي۔ زما يوملګري يو ځل وئيل۔۔۔وئيل څه چې فرمائيل يې چې کوم سړے په خېرنو جامو پيزار کښې ګرځي نو ښځه ئي نااهله وي اوخېال ئي نه ساتي۔هغه به وئيل چې په ماشوم توب کښې سړے دمور دلاسه سمبهال کړے ګرځي او لوئي والي کښې دښځې دلاسه صفا ستهره اوسمبهال وي۔اوس دا راز مونږ ته نه دے معلوم خو يوه خبره ده چې مور دې الله په جنتونو کړي وفات ده نو۔۔۔۔۔۔۔ اوشايد چې دغه د واده انټيکس سامان هم په دې وجه سمبهال ساتي هرڅه چې وي زمونږ داهيرو هروخت استري کړے دماشومانو په شان سمبهال کړے اوشانه سر ګرځي۔ چې دخوش خؤراکۍ، خوش لباسۍ او خوش ګفتارۍ ئې ښۀ غمازي کوي۔اوالله دې هم داسې تروتازه اوسمبهال کړے لري۔امين۔

ليک :- رشيد احمد

پيښور ۲۶۔۰۶۔۲۰۲۰

-
بېرته شاته