(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پنځوس زره کلن تاريخ

[08.Jul.2020 - 20:39]

د افغانستان پنځوس زره کلن تاريخ 

ليک او تحقيق :شبير خان دراني 

افغانان پنځه زره کلن دي خو افغانستان پنځوس زره کلن شو

«

په افغانستان کښې د نن نه پنځوس زره کاله اګاهو هم خلکو ژوند کوو دا خبره له شک سره پاکه ده چې په دغه زمانه د افغانستان اوسېدونکي د افغان يا پټهان په نوم نه ياديدل ولې دا هم يو حقيقت دې چې د نن نه پنځوس زره کاله اګاهو د کر کروندې رواج هم له افغانستان نه شروع شوې وو تر دغه وخته پورې به د نړۍ  انسانانو ځنګلي ميوې او بوټي خوړل 

نړۍ ته د کر کروندې طريقه هم افغانانو ښودلې ده هم دغه شان څه رنګ چې دنيا زمونږ جرګه په اقوام متحده ، او ائي سي او نورو بين المللی تنظيمونو کاروي  زمونږ تيګی ايښودلو ته سيز فاير وائي زمونږ ميچن ئې په مشين بدله کړې  زمونږ حجره په پارلمان او زمونږ ورورولۍ ته ئې د اتحاد نوم ورکړې دې

دويمه دا چې د حصرت آدم بابا خټه د حجاز مقدس نه اسمان ته پورته کول د حصرت آدم بابا په جنت کښې جوړښت او بيا واپس  سرنديپ کښې د پښتنو په زمکه راکوځول د دې خبرې کواهي ورکوي چې افغانستان په مخ د زمکه ړومبنې ملک دې بله دا چې د حصرت آدم بابا او بي بي خوا د نومونو توري د پښتو ژبې دي

په 2000 قبل مسیح کښې دا علاقه ارياو قبضه کړې وه بيا څه وخت روستو دا علاقه ايرانيانو فتح کړه او تر دير وخت د سلطنت فارس حصه وه 

په 329 قبل مسیح کښې سکندر اعظم د افغانستان ډيرې حصې د ايرانيانو نه خپله قبضه کښې واخستې چې په هغې کښې بلخ ولايت هم شامل وو 

د 329 قبل مسیح نه تر 642 عيسوي په دې علاقه په مختلفو وختونو کښې مختلفو قومونو حکومت کړې د مثال په توګه ايرانيانو، موريه، کشن ، باختريانو ، منګليانو، تارتاريانو سکهانو او ساسانيانو 

په 642 عيسوي کال کښې دا علاقه مسلمانانو فتح کړه او دلته د خراساني عربو حکومت جوړ شو 

په 998 عيسوي کال محمود غزنوي دلته د عربو حراسنيانو ته شکست ورکړو او دا علاقه ئې خپله قبضه کښې واخسته په 1146 عيسوي کال غوري قام غزنوي قام ته شکست ورکړو او غزنوي قام ئې تر غزني ولايت پورې محدود کړو 

په 1219 عيسوي کال د چنګيز خان منګليانو په افغانستان حمله وکړه او هرات بلخ او غزني ولايتونه ئې په مکمله توګه تباه کړل

منګليان چې بیا وروسته مسلمانان شو او په څلورلسمه صدئ کښې تیمور دلته د يو اعظم سلطنت بنياد کيښودو د تيمورشاه په اولاد کښې په اول ځل بابر بادشاه په شپاړسمه صدۍ کې کابل ښار خپل درالحکومت جوړ کړو تر اتلسمې پېړۍ افغانستان په ډيرو برخو کښې ويشلې شوې وو په شمالي افغانستان ازبک په مغربي افغانستان ايرانيان او په مشرقي افغانستان د مغلو او پښتنو قبضه يا حکومت وو 

په 1709 عيسوي کال کښې پښتنو د ميرويس خان هوتک نيکه په مشرۍ کښې په ايرانيانو حمله وکړه دا جنګ د 1709 نه تر 1719 پوره لس کاله جاري وو او اخر ده چې پښتنو يوازې دا نه چې د خپل هيواد برخې  د ايرانيانو د قبضې اذادې کړې بلکې اصفهان ښار ئې هم فتح کړو او دغه رنګ دا علاقه د 1719 نه تر 1729 پورې د پښتنو په قبضه کښې وه 

په 1729 کښې ايراني بادشاه نادرشاه نه يوازې دا چې اصفهان واپس قبضه کړو  بلکې غزني او کندهار ئې هم فتح کړل او د پښتنو او فارسي خوانو دا جنګ تر 1747 جاري وو په 1747 کښې د نادرشاه د قتل روسته لوې جرګې احمد شاه ابدالي بابا ته تاج په سر کړو 

احمد شاه ابدالي بابا د افغانانو په کومک د نه يوازې دا چې د افغانستان ټولې قبضه شوې علاقې واپس په افغانستان کښې شاملې کړې بلکې د درانيانو په دور حکومت کې د افغانستان بريد د ايران مشهد نه تر کشمير او اوسني هندوستان ډهلي پورې وغځيدو 

په 1772 کښې د احمد شاه بابا د وفات روسته تيمورشاه بابا او د احمد شاه ابدالي بابا نور اولادونو په افغانستان حکومت کولو په 1823 کې د ايوب شاه له قتل روسته محمد شاه حکومت لاس کښې واخست 

ولې 1826 کښې امير دوست محمد خان د کابل په تخت کښېناست د دوست محمد خان روسته امير عبدالرحمن او امير عبدالرحمن روسته د هغوي زوي امير حبيب الله خان دا څوکۍ سمبال کړه په 20 فروري 1919 د امير حبيب الله خان د قتل روسته د هغوي زوې امان الله خان ته د باشاهت تاج په سر شولو په 19 اګست 1919 کښې د برطانيه راج او امان الله خان تر منځ معاهده لاسليک شوه او برطانيه راج افغانستان په مکمله توګه اذاد کړو او هم دغه وجه ده چې افغانان دا ورځ د اذادئ په ورځ لمانځي

په 1921 کښې امان الله خان په اول ځل په افغانستان کښې هوايي پوځ متعارف کړو الوتکې ئې له روس واخستې او خپل پوځ ته یی تربیت په ترکي او فرانس کښې ورکړو

 په 1927 کښې امان الله خان د ترکي دوره وکړه او دلته په افغانستان کښې دا خبره مشهوره شوه چې امان الله خان په افغانستان کښې د کمال اتاترک پاليسي متعارف کوي دغه رنګ امان الله خان ته بغاوت جوړ شولو شنواري قبايلو د جلال اباد ښار نه د بغاوت اعلان وکړو او ټول افغان ولس د امان الله خان خلاف شول امان الله خان اول هند ته او روسته سويزرلينډ ته تيښته وکړه او په 1960 کښې هم ښغلته وفات شو

د دغه بغاوت په زمانه کښې په جنوري 1929 کښې حبيب الله کلکاني عرف بچه سقاو په کابل قبضه وکړه او د حبيب الله شاه غازي په نوم يې حکومت قائم کړو خو په اکتوبر 1929 کښې جنرال نادر خان په کابل ښار حمله وکړه بچه سقاو خو هغه وخت په تيښته کښې برياليتوب بيا موندلو ولې روسته جنرال نادر خان په کابل ښار کښې قتل کړو نادر خان د 1929 نه تر 1933 د کابل په تخت ناست وو چې دغه دوران کښې يو طالب علم قتل کړو د نادر خان د قتل روسته د هغه اتلس کلن زوې ظاهر شاه په تخت کښېناست کوم چې د 1933 نه تر 1973 څلويښت کاله د کابل د تخت وارث وو 

سردار محمد داود خان چې د ظاهر شاه د تره زوې وو په يو پوځي بغاوت کښې ظاهر شاه له صدارت لرې کړو ولې په 1978 کښې يو بل پوځي بغاوت جوړ شو پوخ په صدارتي محل حمله وکړه او سردار محمد داود خان ئې سره د ټولې کورنۍ سره شهيد کړو دا هغه زمانه وه چې روسانو خپل پوځيان افغانستان ته راکوز کړل دې پله احمد شاه مسعود ، عبدالخالق ، ګلبدين حکمتيار ، صبغت الله مجددي، او برهان الدين ربانيجهادي تنظیمونو کارول شروع کړل ولې په دغه زمانه عبدالرشيد دوستم او احمد شاه مسعود د زور او زر خاوندان وو هم دغه وجه وه چې په کال 1983 کښې د جنورۍ په مياشت کښې د روس ځينې طاقت لرونکي هيواد په دې مجبور شو چې د احمد شاه مسعود سره يې د جنګ بندولو تيګه کيښوده

د 30 اپريل 1978 نه تر 14 ستمبر 1979 نورمحمد ترکئ د 14 ستمبر  1979 نه تر 27 دسمبر 1979 حفيظ الله امين د 29 ستمبر 1979 نه تر 11 جنوري 1981 ببرک کارمل د 30 ستمبر 1987 نه تر 16 اپريل 1992 شهيد ډاکټر نجيب الله د 28 اپريل 1992 نه تر 28 جون 1992 صبغت الله مجددي 

د 1996 نهه تر 2001 ملا عمر د 13 نومبر 2001 نه تر 23 دسمبر 2001 برهان الدين رباني د اکتوبر 2004 نه تر ستمبر 2014 حامدکرزي او د 2014 نه تر دا مهاله اشرف غني بابا د ولسمشر په څوکۍ ناست دې ځکه چې د دسمبر دوه ويشتمه 2019 د ټاکنو خپلواک کميسيون په ټاکنو کې اشرف غني بابا د دويمې مودې لپاره ولسمشر اعلان کړې دې

ولې د افغانستان په دې  پنځوس زره کلنه تاريخ کښې شکلونه ضرور بدل شول خو د افغانستان د خاورې او افغان ولس اوس هم هغه بد حالت ډې  کوم چې د نن نه پنځوس زره کاله پخوا وو

شبير دراني

Samina Yousafzai

-
بېرته شاته