(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یوسپزو قبېلې مشر

[07.Jul.2020 - 15:18]

دیوسفزو دقبیلې د پیاوړی مشر ملک احمدخان یو سفزی ژوند او کارنامو ته یوه کتنه:

---

ډاکټر لطیف یاد 

یوسفزي دپښتنو یوه ستره قبیله ده او داسې ویل کیږي چې دیو سفزیږ پښتنو لومړنی استو ګنځی غوړه مرغه وه چې دکندهار ارغستان ته نږدې دسور غره او غنډان تر مینځ پروت دی او د تاریخ حیات افغاني لیکوال محمد حیات خان لیکي : د مرغه نه موخه او مقصد چمن اوغوړ نه مقصد آباد اوشین دی چې ددواړو کلمو مانا (شین چمن) دی.

دپښتنو بد مرغې داده چې په خپلو مینځو کې تربګنۍ او په تیره بیا دځمکو ير سر شخړې او جګړې پکې زیا تې دي ، نو دغه یو سفزي هم دترینو پښتنو په ګاونډ کې اوسیدل او ددوی او ترینو تر مینځ دځمکو او پولو اوپټیو دویش له کبله شخړې رامینځ ته شوې چې دڅوارلسمې زیږدیزې(میلادي ) پیړۍ په پیل کې له هغه ځایه دکابل پر لور راوخوځیدل، لومړی غزني ته راغلل او دغزني په مقر کې تریوې مودې پورې په هغو ځمکوکې میشته شول چې غوریا خیلو دوی ته ورکړې وې ،خو په پای کې دغوریا خیلو نه هم خپه شول او دکابل خواته راو خوځیدل او ددوی سره ترکلاڼي ، ګګیاڼي او اتمان خیل چې هغوی هم ښاخي خیل پښتانه وو ملګری شول او ځانونه یې کابل ته ورسول او دکابل په شااوخوا ورشوګانو کې میشته شول.

په دغه وخت ګې دسلطان ابو سعید زوی مغولی میرزا الغ بیګ چې لا ما شوم و ودماوراء النهر نه کابل ته راغلی و.په همدې وخت کې په کابل کې کې دیو سفزیو او خاښي خیلو مشراو ملک سلیمان شاه و چې دملک تاج الدین زوی او دملک رځړ لمسی و. دملک سلیمان شاه ددې وړکوټي ماشوم الغ بیګ سره مینه پیداشوه .داتفاق له مخې یوه ورځ الغ بییګ د ملک سلیمان شاه په غیږ کې ناست و . قدوةالمکاشفین شیخ عثمان د موتي مو لیزي زوی چې دهغې زمانې یو ستر ولي و او یو سفزیو پښتنو پرې ډیره عقیده درلودله ولیدل چې الغ بیګ دملک سلیمان یو سفزي په غیږ کې ناست دی. شیخ عثمان چې ملک سلیمان په دغه حالت کې ولیدورته یې وویل . (( ملکه ! داڅه کړې ؟))

ملک سلیمان شاه ورته وویل: چې داشهزاده دی لویوم یې که پاچا شی نو سلطنت به یې زما شی او قام به مې پرې عزیز او دروند شي.

شیخ عثمان ورته وفرمایل چې : ددې ماشوم سترګې لکه دیزید په شانته دي چې حضرت امام حسین او دپیغمبر نوره او لاده یې قتل کړه، د غسې به دی هم ستا قام هم هلاک کړي.

ملک سلیمان یو سفزي ورته وویل چې شیخه داسې مه وایه ، پاچایان دچا احسان نه هیروي، دی شهزاده دی اوکله چې لوی شي پاچا به شی او زما قام به پرې محترم شي.

شیخ عثمان ورته وویل چې ښه ملکه ! خبر مې کړې مادرته وویل نور دې واک او اختیار خپل دی .

وروسته مرزالغ بیګ په ۱۴۷۰زیږدیز کال کې دهمدغو یو سفزیو په مرستې او ملا تړ دکابل پر تخت کیناست .مرزالغ بیګ تر هغه پورې چې کمزوری و پر همدغو یو سفزیو پښتنو یې خپل ځان ساته او کله چې پیاوړی شو او په خپلو پښو ودرید نو بیا یې دیو سفزیو پښتنو سره نادودې او مخالفت پیل کړ او دپښتنو تر مینځ یې بې اتفاقي واچوله او ګګیاڼي پښتانه یې دیو سفزیو پر خلاف ولمسول چې ددوی تر مینځ خو نړۍ جګړې وشوې او الغ بیګ او ګګیاڼی د یوسفزیو له خوا ماتې وخوړله .

کله چې مرزا الغ بیګ پوه شو چې په زور څه نه کیږي نو دیو سفزیو سره یې دسولې لار ونیوله او په چل ول سره یې دیو سفزیو (۸۰۰) تنو مشرانو ته دمیلمستیا بلنه ورکړه .پښتانه چې پاک زړي خلک دی دده په دهوکه او چلول وغولیدل او دمیلمستیا په وخت کې یې دوی ټول ووژل او له تیغه یې تیر کړل چې ددوی هدیره دکابل په سیا ه سنګ کې شته .داخواشینوونکې پيښه به په غالب ګومان د۱۴۸۶ زیږدیز کا ل کې شوي وی ځکه چې په کوم کال میرزالغ بیګ دکابل تخت ترلاسه کړ نو ملک احمد هم په هماغه کال زیږیدلی و او دا ۱۴۷۰ زیږدیز کال و.

تردې خواشینوونکې پيښې وروسته چې دیو سفزیو ټول مشران او ملکان دالغ بیګ له خوا شهیدان شول نو ټول یو سفزي سره راټول شول او شپاړس کلن ملک احمد یې خپل مشر،ملک او لار ښود وټاکه .

ملک احمدخان ۱۵۳۵-۱۴۷۰ زیږدیز :

-------------------------------------

ملک احمد خان دملک سلطان شاه زوی، دملک تاج الدین لمسی او دملک قاسم کړوسی و. دده پلرونه اونیکونه دپخوانه دیو سفزو او مندړو دقبیلې مشران ول.ملک احمد هم په شپاړس کلنۍ کې داثابته کړې وه چې دمشرۍ ټول صلا حیتونه پکې شته .تر دې وروسته چې خاښی خیل پښتانه دکابله دننګرهار خواته روان شول ،ترکلا ڼیو په لغمان کې واړول او یوسفزي،ګګیاڼي او اتمان خیل په ننګرهار کې اوسیدل چې یو سفزي بیا دخیبر دتاریخي لارې نه تیر شول نو د پيښور ختیزو سیمو ته ورسیدل او دسفید سنګ په نامه یوه ځای ته راغلل او ددلازاکو دقبیلې نه یې دخپلې ګوزارې لپاره ځمکه وغو ښتله چې هغوی هم دیته راضي شول چې دو آبه دوی ته ورکړي او داهغه ځای دی چې دکابل او سوات سیندونه سره یو ځا ی کیږي چې اوس دغه ځای کې شبقدر ، بټګرام ، ادیزي او میچنۍ سیمې پرتې دي . وروسته ملک احمد له دوی نه دنورې سیمې غو ښتنه وکړه او هغوی په دې خبره راضی شول چې باجوړ هم هغوی ته ورکړي .یو سفزي بیا چې کله دوآبې ته راغلل نو دشلمانیو سره یې داوبو پر سر جګړې وکړې او شلماني او دیګان یې داشنغر له سیمې نه بیواکه کړل .وروسته بیا ملک احمد دترکلاڼیو او مو مندو سره ددلازاکو پر خلاف یو اتحاد جوړ کړ.په دغه وخت کې ددلازاکو دقبیلې لوی ملک هیبو نو ميده چې بیا ددلازاکو سره جګړه وشوه او ملک هیبو او دهغه ورور جهان شاه پکې ووژل شول .

په هغه وخت کې دسوات واکمن سلطان اویس و او سلطان اویس دالله ډنډ په سیمه کې یو سفزیو ته داوسیدلولپاره ځای ورکړ .وروسته یوسفز ي په دې فکر کې شول چې سوات هم ونیسي او دوی دخپلومشرانو ملک احمد او شیخ ملي په اجازه په دې خبره اتفاق وکړ چې دسوات خوا ته وخوځیږي او دشاه کوټ درې ته یې نږدي خپله پو ځي چاوڼۍ جوړه کړه . لنډه ه داچې دوی په تدریجي توګه ټول سوات ونیوه اودتالاش وادي هم ددوی لاس ته ورغله اوټول سوات یې ونیوه .سلطان اویس سواتي په خپل ځان کې دمقابلې توان ونه لیداو دکافرستان خواته ولیږدید . هغه وخت چې یو سفزیو دسوات سیمه ونیوله نو بیا شیخ ملي نوموړې سیمه پردوی باندې وویشله. ملک احمدخان په کال ۱۵۳۵ زیږدیز کال کې وفات شو .

لنډه داچې ملک احمد خان د دیوسفزیو یو پیاوړی ،پوه او مدبر ملک تیر شوی دی.دده مزار دالله ډ نډ په ګل نرګس ګهړي کې دی او خلک دده مزار ته ورځي او ددغه ستر پښتون روح ته د عا ګانې کوي .

-
بېرته شاته